د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امريكا لس كاله وروسته ټوټې كيږي!

عبدالله صابر
24.03.2009

[color=blue:8ec5b3daf2]د امريكا كورني توليدات مخ پر ختمېدو دي او د نړۍ پر ماركېټ به يې واك ډېر ژر له منځه لاړ شي. چين او روسيه دې د امريكايي ډالر پر وړاندې يوه نوې سكه راوباسي، ځكه د امريكا ستورى بې له هغې هم په پرېوتو دى ( يو روسى شنونكى)

لیکنه: صبا ممتاز(نداى ملت)

ژباړن: نذيراحمد سهار*

د امريکا ۲۲٪ وګړي د بيلتون پلويان
امريكا په داسې حال كې، چې په نړيواله كچه د خپلو سيالانو او مخالفو ملتونو پر ځپنه بوخته ده، په كورنۍ كچه له بېلتونپالو ګوندونو سره لاس او ګريوان شوې، چې له دغه هېوادسره نور يوځايوالي ته چمتو نه دي. د امريكا د روګبي او مډل بري انسټيټيوټ د ترسره شويو سروې ګانو، له مخې د امريكا ۲۲سلنه وګړي وايي، چې د متحده ايالاتو هر ايالت له دغه هېواده د بېلېدو حق لري. ددوى په اند، كله، چې مركزي دولت د ايالتونو اقتصادي ستونزې نشي اوارولاى، بيا نو دې ته اړتيا ده، چې ايالتونه پخپله د ځان سمسورتيا او هوساينې ګامونه واخلي. پر دې موضوع هر كال سروې كيږي.
په تېرو لسو كلونو كې د اړوندې موضوع د ملاتړو نظرپوښتونكو د كچې ډېرېدل دا ښيي، چې په امريكا كې د مركز پر وړاندې د خلكو لېوالتيا ورځ تر بلې كميږي. د مركزي دولت له نيمګړو پاليسيو او پلانونو نه ازاد او ډاډمن چارواكي د مركزي چورلېځ پرځاى پر ايالتي خپلواكۍ ټينګار كوي. په ۱۹۹۰يمه لسيزه كې له مركزي دولت نه د بېلتون غوښتونكو كسانو كچه پنځه سلنه وه، خو اوس دغه كچه لوړه شوې او ۲۲سلنې ته رسېدلې ده.

مه کوه په چا چې وبه شي په تا
امريكا په نړۍ كې د ازادو ملتونو د خپلواكۍ پر اخستو، پر هغوى د جګړې تپنې او ځبېښاك په چارو كې ښكيله ده. امريكا يو اړخ ته د نورو ملتونو د محكوميت او ځپنې پرچارو بوخته ده، خو بل پلو پخپله په دغه هېواد كې بېلتونپالي ګوندونه دې ته اړ شوي ، چې د مركز د ناسمو پاليسيو له امله خپلواكي واخلي.
دغو خوځښتونو د ايالتي خپلواكيو د حصول او د مركزي حكومت د يو شمېر واكونو د له منځه وړو لپاره په قانون كې د تعديلاتو غوښتنې كړې دي. ددغو خوځښتونو دريځ دادى، چې امريكا د ايالتونو له وګړو نه اخستل شوې ماليه د دغو خلكو د هوساينې او سوكالۍ پرځاى په نړۍ كې پر خپلو پوځي پلانونو لګوي. دغه ټول بار د امريكا پر ولس پرېوځي او هغوى له ډېرو بدو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. امريكا تر ټولو بد اقتصادي ناورين سره مخ شوې او دا په دغه هېواد كې د پانګوالۍ نظام د له منځه تګ پيلامه برېښي. په ۱۹۳۰مه لسيزه كې د امريكا بانك د واشنګټن د مخ پر وده اقتصادي ځواك نښه وه او د نړۍ نورو هېوادونو د واشنګټن د ازاد بازار پيروي كوله. امريكا خپل دغه نظام يو ايډيال باله، خو د اقتصادي ناورين له امله اوس امريكا دې ته اړ وتې، چې خپل ولس ولوټي.
امريكا تر دې مهاله د نورې نړۍ لپاره يو موډل و، خو اقتصادي ناورين دغه موډل ته دومره زيان ورساوه، چې نور هېوادونه يې هم پر خپلو اقتصادي پاليسيو بيا كتنې ته اړ اېستي دي. څومره، چې په نړۍ كې د امريكا پر وړاندې د خلكو كركه او غوسه را پاريږي، په همغه بڼه په كورنۍ كچه هم د بېلتونپالو له مخ پر ودې غبرګون سره مخ كيږي.

د امریکا د ممکنه ټوټه کېدو لاملونه
امريكايي ليكوال جيرډ ډايمنډ په خپل (The Collapse ) كتاب كې ليكلي، چې په امريكا كې د بېلتونپالو خوځښت هغه مهال منځ ته راغى، چې دغلته سياسي ماتې ګوډې پېښې شوې. دده په وينا، په راتلونكو پنځو او لسو كلونو كې به امريكا د پخواني شوروي اتحاد په څېر ټوټې كيږي. جيرډ ډايمنډ په دې اړه څلور ولاملونو ته ګوته نيولې ده، چې تر ټولو اصلي او مهم هغه يې د اقتصادي نظام ناكامي ده:
0- د امريكا د ازاد بازار له امله د هغې اقتصادي بنسټونه شړېدلي دي
1- د امريكا د ايالتي پولو پراختيا، د واشنګټن په زيان ده.
2- د نړۍ په ګوټ ګوټ كې پر پوځي چارو د بوختې امريكا ډېرى بودجه پر پوځي چارو لګيږي.
3- د امريكا وګړي له اقتصادي ناورين، بې نياوۍ، د بشري حقونو له سرغړونو، بېكارۍ او .. سره مخ دي. لوړه طبقه ترې خوندي ده.
امريكايي شنونكو د امريكايي واكمنۍ د شړېدو د لاملونو په برخه كې دا روښانه كړې ده، چې امريكا په نړيواله كچه د اخلاقو او بشري حقونو د خونديتابه سبق وركوي، خو پخپله د اخلاقي سرغړونو او پستۍ كندې ته لوېدلې، چې دا يې د زوال يو ستر لامل كېداى شي. امريكا د خپل ولس لپاره د انصاف او نياو برابرولو پرځاى غواړي په نړۍ كې د نياو او عدالت بيرغ اوچت كړي. هلته د خپلو وګړو د حقونو د غصب په موخه پر قانون جوړاوي لګيا ده. امريكا بايد له درواغو ډډه وكړي او د نړيوالو په سترګو كې د خاورې شيندنې پرځاى بايد ځان ته يوه سمه لاره غوره كړي.

نړۍ د يوې بلې نړيوالې جګړې په درشل کې
د امريكا ډيموكراټ او جمهوري غوښتونكي دواړه ګوندونه پر دې واقعيت پوهيږي، چې حالات د يوې بلې نړيوالې جګړې پر لور پرمخ ځي. د امريكا د بوسټن پوهنتون د نړيوالو اړيكو او تاريخ استاد پوهاند اينډريوجي بسيويچ په وينا، په ۱۹۴۰، ۱۹۵۰، او ۱۹۶۰مو لسيزو كې هم د امريكا ولسمشرانو ښه كارونه نه دي كړي. ټرومين، ايزن هاور او كينډي د روسيې خلاف سړه جګړه كې سملاسي برياليتوب نه و ترلاسه كړى. دغه مهال امريكا ګڼې تېروتنې هم كړې، چې د ويتنام جګړه يې يوه بېلګه ده. دا يوه داسې جګړه وه، چې امريكا بايد نه واى كړى او داسې وخت هم راغى، چې امريكايى ولس سړكونو ته راووت. د روسيې خلاف جګړه امريكايي چارواكو په صبر او حوصله وګټله، نه په پوځي زور او پلان. سړې جګړې د اټومي جګړې مخه ونيوله، په داسې حال كې ، چې دغه مهال هم يو شمېر كسانو دا چيغې نارې وهلې، چې له سره ګواښ سره بايد پوځي ډغرې ووهل شي. پر عراق د جګړې لپاره د درواغو جوازونه جوړ كړاى شول. د صدام حسين له خوا يې يو جعلي ليك خپور كړ او پر هغه يې جعلي مهر ولګاوه، څو دا ثابته كړي ، چې له عراق سره اټومي تباه كوونكې وسلې دي او يا صدام حسين له القاعدې او اسامه بن لادن سره نږدې اړيكي لري او د صدام همد ايوه تېروتنه د هغه پر هېواد د بمبارۍ جواز برابروي. په دې درواغجن ثبوت جوړاوي كې د امريكا د سي آى اې مركزي استخباراتو مدير جنرال ټينټ بنفس تر ټولو ډېر ككړ و.

د متحده ايالاتو راتلونکې له ګواښ لاندې
د بوش تېر حكومت امريكا له ګڼو بدمرغيو سره مخامخ كړې ده. كارپوهان د امريكا راتلونكې د ډاډ وړ نه بولي. امريكا خپل پخوانى دښمن روسيه هم خوځولې، چې تر دې مهاله يې يوڅه له شرافته كار اخست. اروپايي هېودونه له روسيې سره كله هم جګړه نه غواړي، خو د امريكا او روسيې ترمنځ اټومي جګړه شونې ده.
په امريكا كې، چې هرځل اقتصادي ناروين پېښ شوى حكومت هم له منځه ورسره تللى دى. په ۱۹۸۰ كال كې د ډيموكراټ ګوند له ولسمشر جيمي كارټر سره همداسې وشول. په ۱۹۹۲ كال كې د جورج بوش د پلار له حكومت سره هم همدغسې وشول. د جورج بوش او بارك اوباما حكومتونه هم په همدغه برخليك اخته دي. د بېلتون پالو غورځنګونه هم له همدغه ځايه پيليږي. د امريكا رهوډز ايلينډ، نيويارك او ويرجينيا له مركز نه د بېلېدو قانوني حق لري. د امريكا د مركز د رامنځته كېدو په لسمه ماده كې د امريكا د شته ايالتونو د بېلوالي په اړه هيڅ يادونه نه ده شوې. په ۱۹مه پېړۍ كې سويلي ايالتونو له مركز نه د بېلېدو هڅه وكړه، خو كانګرس يې مخه ونيوله. دغه كار ايالتونو ته يو جواز وموند او هغه دا، چې كه كانګرس ددوى د بېلوالي مخه نيسي، نو اجازه يې هم وركولاى شي. دمګړۍ په امريكا كې ۱۷ داسې ايالتونه دي، چې مركزي حكومت ته د ماليې پرځاى ځانګړې پانګې وركوي، خو مركز له دومره ډېرې ماليې سره سره هغوى ته ډېر لږ څه وركوي. دې موضوع په ايالتي كچه په خلكو كې د بېلوالي روحيه ډېره كړې، ځكه كه هغوى له مركز نه بېل شي، نو د ماليې او عايداتو له لارې خپلې ټولې ستونزې اوارولاى شي. د امريكا دغه بېلتون پالي خوځښتونه خپلې خپرونې، وېبپاڼې او ټلويزيوني چينلونه لري، چې له مركز نه د جلا كېدو تبليغات كوي.

بيلتون پاله ډلې
د امريكا تر ټولو ستره بېلتون پالې ډله((امريكن سسيشن پراجكټ)) ده، چې د الاسكا او كيليفورنيا د بېلوالي غورځنګ پرمخ بيايي. دوهمه ډله مډل بري انسټيټيوټ دى، چې پر ۲۰۰۴ز كال په نيويارك كې جوړ شو. دغه ډله وايي، چې ملګري ملتونه دې د امريكا ۵۰ واړه ايالتونه د جلا جلا هېوادونو په توګه وپېژني او رسيمت دې وركړي. د سويس كنفدراسيون انسټيټيوټ، چې پر ۲۰۰۶ كال يې د بنسټ ډبره اېښودل شوې، وايي،د امريكا ايالتونه دې د مركز پرځاى ، امريكا د كنفدراسيون په توګه ومني. Alabama league of the South د الاباما ايالت د بېلتون لپاره هلې ځلې كوي. Alaska Independent Party بيا د الاسكا ايالت د خپلواكۍ لپاره پر هلو ځلو بوخته ده. د كليفورنيا د ازادۍ لپاره دوه ګوندونه كار كوي، چې يو يې New California Public دى. پر دې ګوند حكومت بنديز هم لګولى دى. د كليفورنيا د خپلواكۍ لپاره بله پر كار اخته ډله California for Independent Project ده. دغه ګوند د دريو ايالتونو واشنګټن، اوريګن او برټش كولمبيا د ازادۍ لپاره هلې ځلې كوي. د جورجيا ايالت د خپلواكۍ لپاره درې ډلې بوختې دي، چې Georgia League of The South, Sadarn Party of the Georgia, Dixi Broadcasting نوميږي. دغه راز د هاوايي ايالت د خپلواكۍ لپاره پنځه ډلې لګيا دي، چې هاوايي ازاده ډله، هوايي سلطنت، هاوايي بنشس او د هاوايي د چارو انسټيټيوټ دي. Loziana League of the South د لوزيانا د خپلواكۍ لپاره كار كوي. د مينMine ايالت لپاره هم دوه ډلې كار كوي، چې Free Mine او Second mine Malaysia نوميږي. پر دې سربېره په نيو اګلينډ، نووااكاډيا، نيوهمپشاير، نيويارك، سويلي كارولينا، ټكزاس، اوهايو، پنسلوانيا، مشيګن، سكنسن او ... كې هم ورته ډلې فعالې دي.

امريکا د خپلو وګړو د تېراېستنې په لټه کې
د امريكا حكومت هڅه كوي دغه ګوندونه په خلكو كې د توكمپالو او بېلتونپالو په نامه مشهور كړي او پر وړاندې يې د خلكو كركه راوپاروي، خو دغه كار به تر څو پورې كوي؟ د امريكا د سروې يو مركز وايي، چې دغه هېواد به تر ۲۰۱۵ كال پورې ټوټې ټوټې شي او په بېلابېلو ايالتونو به ووېشل شي. دغه راز د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يوه مشهور شنونكي ډين پينارين په دې وروستيو كې وړاندوينه وكړه، چې امريكا به په ۲۰۱۱ كال كې په شپږو برخو ووېشل شي او روسيه او چين به د نړۍ ستر ځواكونه شي. دده په وينا، د امريكا كورني توليدات مخ پر ختمېدو دي او د نړۍ پر ماركېټ به يې واك ډېر ژر له منځه لاړ شي. ده وړانديز كړى، چې چين او روسيه دې د امريكايي ډالر پر وړاندې يوه نوې سكه راوباسي، ځكه د امريكا ستورى بې له هغې هم په ډوبېدو دى. [/color:8ec5b3daf2]

http://www.eslahonline.org/index.php?option=com_content&view=article&id=1560&catid=3&Itemid=1560


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more