نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
که څوک مرسته کوي نو دغه يې ځای دی ٠
pattang
22.03.2009
که څوک مرسته کوي نو دغه يې ځای دی ٠
یوه پښتنه کورنۍ چې د هلمند د سنګین د ولسوالۍ د میان رودې د کلې اوسیدونکي ده د فقر او تنګدستۍ له کبله دې ته اړ شوې چې خپله پینځه کلنه لور د ناچیزو پیسو په بدل کې خرڅه کړې او پیسې یې پوروړو ته ورکړې. دغه کورنۍ دمګړۍ د کابل د قمبر څلولارې ته نژدې په هغه کمپ کې ژوند کوي چې پکې د کندهار، هلمند او ارزګان ولایت په سلګونو کورنۍ په ناوړه حالت کې ژوند کوي. د دغې نجلۍ ( بي بي ګلې) پلار د بینوا ویب پاڼې له همکارانو سره تر اړیکې وروسته خپله دغه ستونزه شریکه کړه او له ټولو افغانانو یې غوښتنه وکړه چې د دغې مسلې په هوارولو کې ورسره مرسته وکړي. دغه سړي چې ویل یې په دغه خبره سخت خواشینی دی او نه شي کولای چې په ژبه یې څرګنده کړي خو ویویل چې له تیرو څلورو ورځو را پدې خوا ورته پوروړي هره ورځ ځي او راځي او ترینه خپل هغه پور غواړی چې له هلمند څخه یې کابل ته د راتلو پر مهال له دوې څخه کړی دی. نوموړي وویل:(( کله چې په هلمند کې د ایساف او افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال زمونږ په کورونو بمبار وشو نو مونږ د طالبانو او دولتي ځواکونو له ویرې د تن په جامو کې کډه کولو ته اړ شوو او په دې سربیره مې میرمن هم په پښه ټپي شوه چې بیا مې د لشکرګاه په روغتون کې بستر کړه او د هغې د معالجې لپاره مې ۱۸ زره افغانۍ پور کړې چې اوس پوروړي راته سهار او بیګاه ولاړ وي او زه هم دې ته اړ یم چې خپله ماشومه لور یوې کورنۍ ته د پیسو په بدل کې ورکړم تر څو د هغې ژوند هم وژغورم او خپله کورنۍ هم د پوروړو له جنجال څخه خلاصه کړم. دغه کورنۍ پینځه ماشومان لري چې مشره لور یې د پینځو کلونو ده او بي بي ګله نومیږي. د نجلۍ پلار وایې چې پوروړ سخت په تنګ کړی او هیڅ چاره نه لري. د زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې ایمیل پته اړیکه ونیسی.
ایمیل: tanha_mer@yahoo.com
تلیفون شمیره: 0700043967
له بهره : 0093700043967
larghonay laraway
22.03.2009
پتنگ صيب سلامونه!
وروره ما هم د قمبر په څلور لارې كې دغه بې ځايه شوې كورنۍ ليدلي حتى مركې مې هم ورسره كړي خو له بده مرغه چې دوى كډوال نه دي او نه د هلمند اصلي اوسيدونكي دي. د دوى اصل او قوم چاته نه معلومېږي خو داسې ښكاري چې په هلمند كې يې ډېر وخت تېر كړى او د هغې سيمې ژبه او دود يې زده دى. د دوى ماشومان په خپلو كې پاړسي وايي كابليان داسې خلكو ته (چلو) وايي. دوى يوازې د مرستې ترلاسه كولو لپاره راغلي او يو يې هم د هلمند زړه تذكره نه لري. د هلمند د پارلمان د ځينو غړيو لكه شيرمحمد او نورو په واسطه يې په كابل كې تذكرې جوړې كړي چې په دې ټول كمپ كې له هيچا سره هم پخوانۍ تذكره نشته ټولو نوې پاڼې جوړې كړې دي. دوى كله د هلمند د يو او كله بل قوم نوم اخلي زه فكر نه كوم چې د هملند د كومې ولسوالۍ اصلي اوسيدونكى دا ومني چې د دوى د سيمې كوم كور په قمبر څلور لارې كې هم مېشت وي.
خو په هر حال دوى كه د هلمند دي يا نه دي، كه پښتانه دي يانه، خو د ترحم وړ او ډېر بې وزلي او غريب خلك دي. كه څوك ورسره مرسته كوي نو وړ يې دي.
مننه
لرغونى لاروى
Ghairat
25.03.2009
د مرستې له پآره به ښه خبره داوي چې د ټول افغان لوستونکي یوې کنتوته خپلې مرستې راجمع کړي او بیا یې لرغوني لاروي ته واستوي او نوموړې اونورو کورنیوته چې له جنګ ځپلې سیمې څخه راغلي او په نوموړې څلورلارې کې د خدای په هیله ناست دی مرسته ورکړل شي! آیا تاسوپه دې اړه څه نظر او مرستې ته چمتووالی لرئ؟
لرغونى لاروى
larghonay laraway
26.03.2009
غيرت صيب سلامونه . وروره خداى دې نور هم غيرتي كړه خو كاشكې دې لومړى له ماپوښتنه كړې واى چې ايا زه دغې كار ته چمتو يم او كنه!
په هر حال زه نه شم كولى خو كه څوك مرسته كوي نوموړي خلك په كوم ګوښه ځاى كې نه دي، بلكې د قمبر په څلورلارې كابل كې پراته دي . ما بايد دا خدمت كړى واى خو د ځينو مجبوريتونو له كبله يې نه شم كوى. خداى دې راته معافي وكړي. بله دا چې بېنوا پاڼې بريښناليك وركړى ورسره په تماس كې شئ كنه؟