نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خدای بښلی شهید محمد داود خان
Ghairat
20.03.2009
له بي بي سي څخه :
سردار محمد داود د ظاهرشاه له نظره
محمد داود د ظاهرشاه همزولى او دوه ځله صدراعظم و
د افغانستان لومړى ولسمشر محمد داود يوه ناندره ييزه سياسي څېره وه چې گڼ پلويان او همدومره مخالفين لري. د هغه نامه او کارونو د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د دغه هيواد د ژوندانه پر ډېرو گوټونو سيورى غورځولى و. خو سره له دې چې له افغانستان سره مينه يې ډېرئ مني، دغه هدف ته د رسېدونکو لارو پر سموالي يې د ټولو نظر يو نه دى.
نژدې تربور او اوښى يې- ظاهرشاه ښايي تر ټولو ډېر په دې دريځ کې وي چې د هغه شخصيت په عيني ډول وارزوي. هغه يې نژدې همزولى، د تره زوى، اوښى، کله کله همراز او په دفاع وزارت او صدارت کې مخامخ مادون و.
ظاهرشاه د داود خان په شخصيت کې تر ټولو لومړى ژور احساساتي والى او بې پولې خوش باوري ليدله. هغه ويل:" داسې خلک شته چې په دوست پسې گرځي او خدمتگار لټوي، او داسې کسان هم شته چې غلام لټوي. داود خان د هغو شخصيتونو له ډلې و چې غلام يې لټاوه. هغو کسانو ورته هېڅ ارزښت نه لاره چې سلو کې سل به يې د باور وړ نه وو."
خو ظاهر شاه داود خان ته د يوه پياوړى صدراعظم په توگه درناوى کاوه، که څه هم ويل يې چې ډېر هوښيار نه و او ژر په قهر کېده.
يو شمېر څېړونکي په افغانستان کې د جمهوريت اعلان په سلطنتي کورنۍ کې د اختلافونو زېږنده بولي چې سټه يې د ١٣٥٢ کال د چنگاښ تر کودتا وړاندې د يوې لسيزې په سياسي پرمختياوو کې نغښتې ده.
د دوى په وينا داود خان تر هغه وروسته چې په نوي اساسي قانون کې د صدارت له څوکۍ بې برخې شو، له پاچا نه مرور شو او بيا يې په ١٣٥٢ کال کې د کيڼ لاسو افسرانو په ملاتړ خپله دغه عقده حل کړه. مانا دا چې کينه کښ و.
له کيڼ لاسو افسرانو سره نژدې کېدل يوه بله تېروتنه وه چې افغان مورخين يې داود خان ته منسوبوي. د دوى په عقيده شوروي پلوو افسرانو واک ته د ده رسول د يوې بلې کودتا له پاره د لارې هوارول بلل چې په پايله کې يې بايد د خلک ديموکراتيک گوند واک ته رسېدلى واى.
ظاهر شاه هم د چنگاښ تر کودتا وروسته د خپل دغسې يوه احساس يادونه کړې: " زه د روم په سفارت کې وم چې د جمهوريت اخبار را ورسېده او ومې ليدل چې پوځي افسران... کټ مټ هماغه لکه د مصر د کودتا په شان. همالته مې وويل چې خداى دې خير پيښ کړي، دا لاره چې زه وينم سمه نه ده".
ظاهرشاه د خپل ژوندانه په وروستۍ مرکه کې بي بي سي ته وويل چې داود خان پر واک مين و او هڅه يې کوله چې تر لاسه يې کړي. مخکني افغان ټولواک په همدې تړاو له يوه پټ راز نه هم پرده پورته کړه او زياته يې کړه: غوښتل يې چې سلطنت په خپله خوښه داود خان ته پرېږدي، خو هغه ډارېده او نه يې غوښتل چې مخامخ د ده پر څوکۍ کېني.
ظاهرشاه دغه راز فکر کاوه چې داود خان تر احساساتو لاندې په آسانۍ د ښه او بد توپير نه شواى کولى. يوه بېلگه يې د هغه په وينا سلطنتي نظام ته د نورو په اشاره د "خوسا" ټکي کارول و. خو وايي چې کله يې له داود خان نه وروسته پر ټېلېفون وپوښتل چې ولې يې هغه نظام چې دوه ځله يې پخپله صدراعظم و، خوسا بللى، نو دهغه ځواب دا و: "نورو پرې دا خبره تپلې وه" – يعنې په کودتا کې ملگرو افسرانو.
خو ښايي د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود د شخصيت تر ټولو بشپړه ارزونه د ظاهر شاه په دې څو ټکو کې ومومو. هغه بي بي سي ته ويلي وو:
".... داود خان خاين نه و. داود خان ځان غوښتونکى و، خو هېڅکله يې د خپل هېواد په وړاندې د خيانت فکر نه لاره. زه فکر کوم چې ډېر هوښيار نه و، کله به چې شاو خوا کسانو لږ څه وښوراوه، ډېر ژر به په هيجان راغى . زه تل ورته درناوى لرم د يوه صدراعظم په توگه چې يو څه وخت يې ښه کار وکړ. خو د کودتا له امله چې په دغه ډول يې وکړه، هيڅکله يې نه بښم... خداى دې يې وبښي."
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګرانو لوستونکوتاسو په دې اړه څه اند ګورئنه لرئ
عبد السلام
21.03.2009
دروند ورور ښاغلﺉ غیرت او دبحث ټولو ګډونکونکو ! السلام علیکم:
تر ننه که د مرحوم داود خان په هکله لیکل شوی ،اوریدل شوی او لیدل شوی معلومات ټول يوځای مخې ته کیږدم د ظاهرخان په دې دوه ټکو به دلالت وکړي چې مرحوم داود خان خاین اووطن فروشه نه وو ،خودخواه احساساتې اوخوشباوره وو.مرحوم داودخان دداسې کسانو په مرسته دقدرت واګې تر لاسه کړي چې دخپل ځان کورنۍ ، هیوا اوملت دقبر دکیندو اله یې په لاس کې وه . په دې توګه مرحوم داودخان په خپل ځان کورنۍ اوملت داسې قمار ووهه چې دګټلو چانس یې صفر وو. دشواهدو نه هم همداسې ښکاري چې د هم همداسی ګڼلی وه.
روح دې ښاد وي . دد او دد دکورنۍ اودهیوا ددنورو وګړو قاتلان هيڅکله هم دبښلو نه دي خدای دې ترې انتقام واخلي.
په درنښت
عبدالله صابر
21.03.2009
http://www.shahamat.org/
څخه
دپخواني ولسمشرداودخان ، تابوت ته دروسي دبهرنيوچارووزيرپورته نشو
روهي ويب
د سې شنبې په ورځ دکابل پر مهال لس بجې په ارګ کې د دافغانستان دلومړني ولسمشر ارواښاد داود خان او دده د ورور محمدنعيم خان جسدونو ته رسمي درناوى اداء شو
په دغه مراسمو کې حامد کرزي ، دده دکابنې او دپارلمان له غړو سربېره په افغانستان کې دبهرنيو سفارتونو مېشتو ديپلوماتاتو ګډون کړې و
. په دغه مراسمو کې دوه جالبه خبرې وې يوه دا ، چې په کابل کې دروسيې سفير ضمير کابلوف له ټولو سفيرانو وړاندې د داود خان تابوت ته ودريد خو کله ، چې دارواښاد تابوت دمراسموميدان ته راوړل کيده له ضمير کابلوف پرته نور ټول ګډونوال ددرناوې په دود ودريدل . دسفير له دغې کړنې جوته شوه ، چې دوی اوس هم افغانستان ته په اوبو کې خوله کيږي
. دوهمه خبره ، چې په يادونه ارزي د جهادي مشران ، چې اکثره خلک ورته جنګسالاران وايي د ارواښاد په جنازه کې نه و لکه عبدالرسول سياف ، برهان الدين رباني ، محمد محقق ، احمد ضياء نه و . دغو مراسمو ته دارواښاد داود خان دکورنۍ څلويښت تنه راغلي و ، چې يوه يې په کې دده لور درانۍ داود هم وه له درناوې وروسته دارواښاد داود خان او نعيم خان جسدونه د الوتکو پر وسيله دسکارټ غونډې ته وليږدول شول
والسلام
pattang
22.03.2009
خبرې داسې خبرې هسې خو کوم شی چې ماډېر ځوروي هغه دادی :
دداؤد خان دکورنۍد نرو او ښځو عام قتل يو تاريخي او بشري نه هېرېدونکی
اونه بخښونکی جنايت دی٠ دغه جنايت خلق او پرچم کړی دی، بخښنه اوهېرونه يې امکان نلري٠
دغو خلقي او پرچمي پښتنو چې رهبرې يې هم په لاس کې وه له يوې خوا دپښتو
نارې اوسورې وهلې خو دداؤد دکورنۍ له عام قتل څخه وروسته يې دښځو کالي
جامې ان تر پرتاګه پورې په ندارتون کې ځړولې وې٠ نو ايا داپښتو وه ?
نالت پردې بې ناموسانو چې او س هم په مجلسونو کې له سرې نېکتا يې ګانوسره
د پښتو ناري وهي او خپل تاريخي جنايت او پښتو خرڅول هېروي ٠
دغه مردار بانډ بايد له هر سياسي او کلتوري ملي حرکتونو څخه بنداو هر وخت
دغه جنايت او انتي پښتني حرکت ورته د پوزې پېزوان وګرزول شي ٠
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/cluster/2009/01/090112_daudkhangraveyard.shtml
ghareebdost
29.03.2009
پتنګ خانه !دغه کمونستان اوس په بشري سازمانونوکي هم ننوتي دي اوپرنورو دبشري تيريوټاپې لګوي،چې داهم ددې نابللو ميلمنودلاسه،دوي دعقيدې په دشمني کې سره مشترکه تګلاره لري