نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بیټ منئ؟
beett
19.03.2009
السلام علیکم
پاڼه خو مو ولاکه بده پاڼه وی خو دا ووایئ چی بیټ منئ که نه ؟؟؟
Lotfollah
19.03.2009
beett خانه( خانې) ټول افغان ته پخیر راغلې!
ګرانه ( ګرانې) که مهربانی وکړې دا " بیټ " یو وار تشریح کړه! دا خو د بیټلانو سندرې به نه وي؟؟؟
په درنښت
beett
19.03.2009
ښاغلی لطف الله خوار مشی !
دی پاڼی ته په راتګ سره وار له واره له ښه شګون سره نشوم مخامخ !!
نور ..... دی خدای خیر کړی ستا دی لویی تیروتنی .....روحا وزورولم !!
هۍ هۍ اوس مو خپل نیکونه هیر کړی دی او ددماغو غولی
مو ډمانو ته تش کړی دی وه ګرانه ته بیټ او سړبن نه پیژنی ؟؟!!
Lotfollah
19.03.2009
[quote:308c8cf8a2="beett"]ښاغلی لطف الله خوار مشی !
دی پاڼی ته په راتګ سره وار له واره له ښه شګون سره نشوم مخامخ !!
نور ..... دی خدای خیر کړی ستا دی لویی تیروتنی .....روحا وزورولم !!
هۍ هۍ اوس مو خپل نیکونه هیر کړی دی او ددماغو غولی
مو ډمانو ته تش کړی دی وه ګرانه ته بیټ او سړبن نه پیژنی ؟؟!![/quote:308c8cf8a2]
تاریخپوه beett صاحب خدای دې تاسې روحاً و نه ځوروي، خو ویې منئ چې زه یو ډېر ناپوه سړﺉ یم ! د بیټ کلمه مې په قاموسونو کې هم و نه موندله ، لطفاً "بیټ " پرته له طعنو او کتروصحیح او په تفصیل تشریح کړﺉ ، چې بیا پرې بحث وکړای شوو!
http://www.qamosona.com/
په درنښت
pattang
19.03.2009
دشرم ځای دی چې ته دپښتنو نيکه ته د( ګرانې )لفظ په کار وړې٠ ?
غرغښت او بيټ نيکه دپښتنو د تاريخ ځلانده ستوري دي .
[quote:aa97b22040="Lotfollah"]beett خانه( خانې) ټول افغان ته پخیر راغلې!
ګرانه ( ګرانې) که مهربانی وکړې دا " بیټ " یو وار تشریح کړه! دا خو د بیټلانو سندرې به نه وي؟؟؟
په درنښت[/quote:aa97b22040]
Lotfollah
19.03.2009
[quote:263299a35a="pattang"]دشرم ځای دی چې ته دپښتنو نيکه ته د( ګرانې )لفظ په کار وړې٠ ?
غرغښت او بيټ نيکه دپښتنو د تاريخ ځلانده ستوري دي .
[quote:263299a35a="Lotfollah"]beett خانه( خانې) ټول افغان ته پخیر راغلې!
ګرانه ( ګرانې) که مهربانی وکړې دا " بیټ " یو وار تشریح کړه! دا خو د بیټلانو سندرې به نه وي؟؟؟
په درنښت[/quote:263299a35a][/quote:263299a35a]
ناپوهۍ شرم ندﺉ پروفیسر صاحب! لکه چې ته هم د همغو طعنو او کترو قهرمان یې! پروفیسر صاحب د اضافی کلمو پرځای تشریح یې کړه چې هغه څوک دﺉ او څه شاه کاری یې کرې ده ؟
باتور
19.03.2009
ښاغلي beett ته ښه راغلاست او هرکلۍ وړاندي کوم .
Lotfulla خانه ستاسو او نورو دوستانو لپاره د بېټ نيکه په شخصيت يو څه رڼا اچوم :
[size=24:3367bd6c63]بېـــــــــــــټ نيکه [/size:3367bd6c63]
د بيټ نيکه نوم په تا ريخو نو کې بيټنی او بټن هم راغلی دی او نعمت الله هروي چې په( ١٠١٨ هجري) کې مخزن افغا ني تا ليف کړی دی هم دشيخ بيټني او دده د او لادې احوال په بشپړه تو ګه راوړی او ځينو نورو تا ريخو نو ته حواله ورکوي چې مجمع الا نساب ا، معدن ا خبار احمدي او تا ريخ ابرا هيم شا هي له هغو نه دي او تر ده دمخه ليکل شوي دي.
د رو ا يتو نو له مخې بټن دقيس عبدالر شيد زوی دی٠ بيټ نيکه(*) د خپلو دوو ورو ڼو يعني غر غښت او سړ بن نه په عمر کو چنی و، خو د خپل نيک خوی،زهد او تقوی په وجه يې ډير شهرت تر لاسه کړ٠ په کو چنيوالي کې يې تر عر بستان او عر اق پورې سفر و نه وکړل چې ددې سفر و نو په تر څ کې يې د ډيرو خلکو سره ليد نې کتنې وکړې او د هغوی له صحبته يې فيض تر لا سه کړ.
اخو ند درويزه ننګر هاری چې تر (١٠٤٨ هجري) پورې ژ وندی و هم د شيخ بيټني او دده د او لا دې يا دونه کوي او د پښتنو له نو ميا ليو او مشا هيرو نه يې ګڼي٠ خو تر دغو ټو لو پخو انی او زوړ کتاب چې د بيټ نيکه ذکر او دده اشعار پکې را غلي دي د با رک خان د زوی سليمان ما کو تذ کر ت الا وليا دی چې له(٢١٢هجري) نه ورو سته ليکل شوی دی٠ ددې کتاب هغه يو څو پا ڼې چې شته د شيخ بيټني ذکر داسي کوي:" نقل کا ندي هسي يا رانو چې په روزګار د شيخ بيټني دده ورور چې سړ بن نو ميد ه او پر شيخ بيټني هم خورا ګران و، سړبن نه در لود زامن او هر کله به يې ويل خپل ورور ته ،بيټني خپل زوی اسما عيل ورکا او لوی شو د سړ بن په کا له، خدای مهر بان د اسما عيل په بر کت سړ بن ته نصيب کړل دو مره زامن چې اوس شو ګڼون د هغو ٠٠٠
لوی استاد علا مه عبد الحی حبيبي د پښتو اد بيا تو تا ريخ په دوهم ټوک کې د بيټ نيکه په اړوند دا سي ليکلي دي:" د بيټ نيکه نور ا حو ال مو ږ ته نه دی معلوم او نه دده ژوند مؤ ر خانو تصر يح کړی دی،فقط د پټې خز انې د ليکلو څخه ښکاري چې اسما عيل د بيټ نيکه زوی د ښر خبون معا صر او د غه سړ ی په کال(٤١١ هجري ) کې مړ شوی دی٠ نو چې د اسما عيل د ژوند وخت(٤٠٠هجري) حدود وي ښا يي پلار او اکا يې هم د(٣٥٠ هجري) په حدودو کې ژ وندی وي.
د تا ريخ حيا ت افغا ني د ليکوال ډپټي محمد حيات خان په حواله بيټ نيکه د سليمان په غر ه کې ميشته و ،خو وروسته د غزني په شاوخو اکې ښخ شو.
شيخ بيټني يو رو حاني شخصيت و . سليمان ما کو په خپل کتاب تذ کرت الا وليا کې دده يو منا جا ت راوړی دی چې په لا ندې ډول يې وړاندې کوو"
لويه خدايه،لويه خدايه . . . . . . ستا په مينـــــــــــه په هر ځايه
غر ولاړ دی درناوي کې . . . . . . ټـــــــــــــو له ژوي په زاري کې
دلته دي د غــــــرو لــمني . . . . . . ز موږ کيږدۍ دي پکې پلنې
. . . . . . . . . . . . . . . دا وګړي ډير کړي خد ايه!
. . . . . . . . . . . . . . لـويه خدايه، لـويه خدايه!
دلته لــــــږ زموږ اوربـــــــــــل دی . . . . . . ووړ کو رګی دی،ووړ بور جل دی
مينــــه ستا کې موږ ميشـــته يو. . . . . . بل دچا په مــــــــــــــله تــــــــــــله نه يو
هسک او مځکه نغښته ستا ده . . . . . . د مــــــــــــــــــــــــــــــړو وده له تــــــا ده
. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . دا پا لنـــــه ستا ده خدايه!
. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . لويه خدايه، لويه خد ايه!
شيخ بيټني درې زامن در لو دل چې اسما عيل ،وړسبون او کجين نو ميدل او په دغو زامنو سر بيره يې يوه لور هم در لوده چې بي بي متو نو ميده او د شا ه حسين غوري مير من وه چې او لاده يې متو زي پښتا نه دي.
د بيټ نيکه په ز امنو کې دوړ سبون او کجين او لادې ته بيټني وايي.
په پخوا و ختو نو کې دد غې قبيلې خلک د سليمان غره په لو يد يزه خو اکې او سيدل،خو په هندو ستان کې د پښتون واکمن د سلطان بهلول لودي د زوی سکندر لو دي د و ا کمنۍ په و خت کې د غلجيو د قبيلي د غلبي په وجه د خپل اصلي او پخو اني ټا ټو بي نه و کو چيدل او د سليمان غره په لمر خا ته د ګو مل د سيند پر غاړه او په ټا نک کې ميشته شول٠ وروسته بيا ددغې قبيلي زيا تره خلک د سو داګرۍ او نورو دو لتي چارو د تر لا سه کو لو له پاره هند وستان ته ولاړل٠ ددې له پاره چې په هغه و خت کې په هند و ستان کې پښتنو واکمنانو ځواک درلود او ټول قدرت ددوی په لاس کې و،له همدې کبله د بيټني قبيلي ځيني کسان هم د لو يو ر تبو خا وندان شول چې يو له هغو نه فتح خان بيټنی د بنګال د ګور دسيمې خود مختاره او مشهور صو بدار او يا ګورنر و، چې تر هغه وروسته دغه مقام د کر لا ڼي قبيلي لاس ته ورغی.
هغه شمير بيټني چې د ګو مل په دره کې او سيدل ،نو د هغوی په شمير کې زيا تو الی راغی، چې د خپل ملک په لو يولو او نورو سيمو په نيو لو يې پيل وکړ،ان تر دې چې( دوتو) چې کا نيګرام ته نږ دې مؤ قعيت لري ور سيدل٠ دوی دلته د وزيرو او مسيدو سره مخا مخ شول او په هغه جګړه کې چې ددوی تر مينځ پيښه شوه نو بيټنو ما تي وخوړه او شا ته تلو ته مجبور شول او د کر نګي له کلا نه هم په شا شول، چې اوس نو موړې کلا د مسيدو قبيلې د بهلو ل زيو د ښا خ د شنګي څا نګې په لا س کې ده٠ کله چې وزير او مسيد ددوی د مقبو ضه ملک د نيو لو پر ته د هغوی پر سيمې باندې هم تيری پيل کړ،نو په دغه وخت کې ځينې خلک له خپلو کو رو نو نه لاړل او چير ته چې دوی ته پناه ور کړل شوه هلته ميشته شول، خو د کجين د او لادې زيا تره برخه او دهغې نه د وړ سبون او لا ده د سليمان د غره په ختيزه کې ميشته دي٠
داسي ويل کيږي چې په هغه وخت کې د ګبر غر چې د بنو جنوب او د ټانک شمال ته پروت دی او د ورګا ړا يا او ګاري ښاخ د وړ سبون بيټنيو په قبضه کې و، چې ورو سته بيا په نو مو ړي ښا خ با ند ې د ګو ربزو قبيلې ير غل وکړ او بې شميره ورګاړي يې ووژل او ددوی سيمه يې و نيو له.
د بيټني قبيلې د استو ګنې سيمې:
[color=darkred:3367bd6c63]١- په پښتو نخواکې:[/color:3367bd6c63]
بيټني د جنو بي وزير ستان په سهيل او دديره اسما عيل خان د ضلعې په لو يد يځ کې ا ستو ګنه لري،چې د جغر ا فيوي پلوه په جنو بي و زير ستان، خو په اداري لحا ظ په ديره اسمعيل خان کې مو قعيت لري٠
ددوی سيمه له ١٢ نه تر ١٥ ميله پورې پلنوالی او تقر ېبا ٥٠ ميله او ږدوالی لري٠ ددوی اصلي مر کز د جنډ وله په نا مه يا ديږي، چې په جنو بي و زير ستان کې د ټا نک پورې اړونده سيمه ده٠ همداراز ددغې قبيلې خلک په بنو، لکهي مروت کې هم ميشته دي٠
په او سني و خت کې په بنو او ديره اسما عيل خان کې ددوی شمير د ٢٥٠٠٠ زرو په شا او خواکې اټکل شوی دی٠سر بيره يو شمير بيټني په پيښور، کراچۍ او
د پا کستان په نورو ښا رو نو کې هم استو ګنه لري
[color=green:3367bd6c63]٢-په ا فغا نستان کې:[/color:3367bd6c63]
په افغا نستان کې دوی په پکتيکا،غزني او ننګر هار ولا يتو نو کې ميشته دي٠ داسي ويل کيږي چې په غزني کې ددوی څلور پنځه کلي شته٠ يو شمير بيټني په نيمه کو چي ډول ژوند کوي چې دکابل او ننګر هار تر مينځ ليږد کوي٠ دننګر هار ولايت د چپر هار د ولسوالۍ په ځينو کليو کې هم يو شمير بيټني ميشته دي٠ دا فغا نستان پښتانه بيټنيو ته دبيټ نيکه د رو حاني شخصيت له کبله درناوی کوي٠په ټول افغا نستان کې ددوی شمير د٦٠٠٠ تنو په شا او خواکې ښو دل شوی دی٠
[color=darkblue:3367bd6c63]٣-په هند وستان کې:[/color:3367bd6c63]
لکه چې د مخه وويل شول يو شمير بيټني په پخوا زمانو کې کله چې لودي او سوري پښتنو پر هندوستان باندې واکمني درلوده دغه هيواد ته وليږ ديدل ددغو واکمنا نو تر حما يې او سيوري لاندې د غټو غټو منصبو نو خا وندان شول، په تيره بيا په بنګال کې دوی ډیر پو ځي منصبو نه در لودل٠ چې همدا اوس هم د هند په بنګال،بيهار، اوړيسا او اتهراپراد يش ايا لتو نوکې بيټني پښتا نه ميشته دي ،خو ژبه يې له لا سه ور کړې ده٠
د بيټني قبيلې ښا خو نه:
لکه چې د مخه مو وويل د بيټ نيکه په زا منو کې دوړ سبون او کجين اولا دې ته بيټني وايي چې په لا ندې ډول به ددوی ښا خو نه در وپيژندل شي:
[color=red:3367bd6c63]د وړ سبون ښا خو نه:[/color:3367bd6c63]
مزياڼي،کزبوڼي،ورګاړي،غړون،فتح خيل،مندي خيل،ادم خيل،سن خيل،ما ني خيل،رسول خيل،معروف خيل،خواجي خيل،چارګل خيل،رحيمدادخيل،الفدين خيل، جاني خيل ، حسن خيل،لا لي خيل، سمر زي ، دري خيل،،ملا خيل، تا جو خيل،يو سف خيل، لښکري،عمر خيل،کلي خيل ، سر مست خيل،اورک زي، زکني، غوري زياو نور٠٠٠
[color=blue:3367bd6c63]د کجين ښا خو نه:[/color:3367bd6c63]
تتا،دنا،کټا،کوټي،رتنزي،بو يا يي،بو يک ،توران خيل،کټه ګرام،مند اڼه، شيخا يي ، تر ايي ، څپلا ي،شهمير،بالمير،شنګر لا ني او نور٠٠٠
بيټني زړور،ميلمه پا لونکي، جنګيالي او دښه مزاج خا وندان دي٠دوی دود اد دستور وزيرو ته ورته دی٠ د حيات افغا ني مؤ لف ډپټي حيا ت خان ١٤٣ کلو نه وړاندې ددوی د وسله والو جنګيا ليو شمير ٣٠٠٠ تنه ښو دلی دي٠
[size=9:3367bd6c63]د بېنوا له ويبپاڼي څخه [/size:3367bd6c63]
په درنښت
باتور
19.03.2009
او د ا هم د بېټ نيکه يو تخيلي انځور :
[img:c0e0954b66]http://upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/e/e2/Bit-nike.jpg[/img:c0e0954b66]
په درنښت
Lotfollah
19.03.2009
[quote:2f328afe0e="باتور"]ښاغلي beett ته ښه راغلاست او هرکلۍ وړاندي کوم .
Lotfulla خانه ستاسو او نورو دوستانو لپاره د بېټ نيکه په شخصيت يو څه رڼا اچوم :
[size=24:2f328afe0e]بېـــــــــــــټ نيکه [/size:2f328afe0e]
د بيټ نيکه نوم په تا ريخو نو کې بيټنی او بټن هم راغلی دی او نعمت الله هروي چې په( ١٠١٨ هجري) کې مخزن افغا ني تا ليف کړی دی هم دشيخ بيټني او دده د او لادې احوال په بشپړه تو ګه راوړی او ځينو نورو تا ريخو نو ته حواله ورکوي چې مجمع الا نساب ا، معدن ا خبار احمدي او تا ريخ ابرا هيم شا هي له هغو نه دي او تر ده دمخه ليکل شوي دي.
د رو ا يتو نو له مخې بټن دقيس عبدالر شيد زوی دی٠ بيټ نيکه(*) د خپلو دوو ورو ڼو يعني غر غښت او سړ بن نه په عمر کو چنی و، خو د خپل نيک خوی،زهد او تقوی په وجه يې ډير شهرت تر لاسه کړ٠ په کو چنيوالي کې يې تر عر بستان او عر اق پورې سفر و نه وکړل چې ددې سفر و نو په تر څ کې يې د ډيرو خلکو سره ليد نې کتنې وکړې او د هغوی له صحبته يې فيض تر لا سه کړ.
اخو ند درويزه ننګر هاری چې تر (١٠٤٨ هجري) پورې ژ وندی و هم د شيخ بيټني او دده د او لا دې يا دونه کوي او د پښتنو له نو ميا ليو او مشا هيرو نه يې ګڼي٠ خو تر دغو ټو لو پخو انی او زوړ کتاب چې د بيټ نيکه ذکر او دده اشعار پکې را غلي دي د با رک خان د زوی سليمان ما کو تذ کر ت الا وليا دی چې له(٢١٢هجري) نه ورو سته ليکل شوی دی٠ ددې کتاب هغه يو څو پا ڼې چې شته د شيخ بيټني ذکر داسي کوي:" نقل کا ندي هسي يا رانو چې په روزګار د شيخ بيټني دده ورور چې سړ بن نو ميد ه او پر شيخ بيټني هم خورا ګران و، سړبن نه در لود زامن او هر کله به يې ويل خپل ورور ته ،بيټني خپل زوی اسما عيل ورکا او لوی شو د سړ بن په کا له، خدای مهر بان د اسما عيل په بر کت سړ بن ته نصيب کړل دو مره زامن چې اوس شو ګڼون د هغو ٠٠٠
لوی استاد علا مه عبد الحی حبيبي د پښتو اد بيا تو تا ريخ په دوهم ټوک کې د بيټ نيکه په اړوند دا سي ليکلي دي:" د بيټ نيکه نور ا حو ال مو ږ ته نه دی معلوم او نه دده ژوند مؤ ر خانو تصر يح کړی دی،فقط د پټې خز انې د ليکلو څخه ښکاري چې اسما عيل د بيټ نيکه زوی د ښر خبون معا صر او د غه سړ ی په کال(٤١١ هجري ) کې مړ شوی دی٠ نو چې د اسما عيل د ژوند وخت(٤٠٠هجري) حدود وي ښا يي پلار او اکا يې هم د(٣٥٠ هجري) په حدودو کې ژ وندی وي.
د تا ريخ حيا ت افغا ني د ليکوال ډپټي محمد حيات خان په حواله بيټ نيکه د سليمان په غر ه کې ميشته و ،خو وروسته د غزني په شاوخو اکې ښخ شو.
شيخ بيټني يو رو حاني شخصيت و . سليمان ما کو په خپل کتاب تذ کرت الا وليا کې دده يو منا جا ت راوړی دی چې په لا ندې ډول يې وړاندې کوو"
لويه خدايه،لويه خدايه . . . . . . ستا په مينـــــــــــه په هر ځايه
غر ولاړ دی درناوي کې . . . . . . ټـــــــــــــو له ژوي په زاري کې
دلته دي د غــــــرو لــمني . . . . . . ز موږ کيږدۍ دي پکې پلنې
. . . . . . . . . . . . . . . دا وګړي ډير کړي خد ايه!
. . . . . . . . . . . . . . لـويه خدايه، لـويه خدايه!
دلته لــــــږ زموږ اوربـــــــــــل دی . . . . . . ووړ کو رګی دی،ووړ بور جل دی
مينــــه ستا کې موږ ميشـــته يو. . . . . . بل دچا په مــــــــــــــله تــــــــــــله نه يو
هسک او مځکه نغښته ستا ده . . . . . . د مــــــــــــــــــــــــــــــړو وده له تــــــا ده
. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . دا پا لنـــــه ستا ده خدايه!
. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . لويه خدايه، لويه خد ايه!
شيخ بيټني درې زامن در لو دل چې اسما عيل ،وړسبون او کجين نو ميدل او په دغو زامنو سر بيره يې يوه لور هم در لوده چې بي بي متو نو ميده او د شا ه حسين غوري مير من وه چې او لاده يې متو زي پښتا نه دي.
د بيټ نيکه په ز امنو کې دوړ سبون او کجين او لادې ته بيټني وايي.
په پخوا و ختو نو کې دد غې قبيلې خلک د سليمان غره په لو يد يزه خو اکې او سيدل،خو په هندو ستان کې د پښتون واکمن د سلطان بهلول لودي د زوی سکندر لو دي د و ا کمنۍ په و خت کې د غلجيو د قبيلي د غلبي په وجه د خپل اصلي او پخو اني ټا ټو بي نه و کو چيدل او د سليمان غره په لمر خا ته د ګو مل د سيند پر غاړه او په ټا نک کې ميشته شول٠ وروسته بيا ددغې قبيلي زيا تره خلک د سو داګرۍ او نورو دو لتي چارو د تر لا سه کو لو له پاره هند وستان ته ولاړل٠ ددې له پاره چې په هغه و خت کې په هند و ستان کې پښتنو واکمنانو ځواک درلود او ټول قدرت ددوی په لاس کې و،له همدې کبله د بيټني قبيلي ځيني کسان هم د لو يو ر تبو خا وندان شول چې يو له هغو نه فتح خان بيټنی د بنګال د ګور دسيمې خود مختاره او مشهور صو بدار او يا ګورنر و، چې تر هغه وروسته دغه مقام د کر لا ڼي قبيلي لاس ته ورغی.
هغه شمير بيټني چې د ګو مل په دره کې او سيدل ،نو د هغوی په شمير کې زيا تو الی راغی، چې د خپل ملک په لو يولو او نورو سيمو په نيو لو يې پيل وکړ،ان تر دې چې( دوتو) چې کا نيګرام ته نږ دې مؤ قعيت لري ور سيدل٠ دوی دلته د وزيرو او مسيدو سره مخا مخ شول او په هغه جګړه کې چې ددوی تر مينځ پيښه شوه نو بيټنو ما تي وخوړه او شا ته تلو ته مجبور شول او د کر نګي له کلا نه هم په شا شول، چې اوس نو موړې کلا د مسيدو قبيلې د بهلو ل زيو د ښا خ د شنګي څا نګې په لا س کې ده٠ کله چې وزير او مسيد ددوی د مقبو ضه ملک د نيو لو پر ته د هغوی پر سيمې باندې هم تيری پيل کړ،نو په دغه وخت کې ځينې خلک له خپلو کو رو نو نه لاړل او چير ته چې دوی ته پناه ور کړل شوه هلته ميشته شول، خو د کجين د او لادې زيا تره برخه او دهغې نه د وړ سبون او لا ده د سليمان د غره په ختيزه کې ميشته دي٠
داسي ويل کيږي چې په هغه وخت کې د ګبر غر چې د بنو جنوب او د ټانک شمال ته پروت دی او د ورګا ړا يا او ګاري ښاخ د وړ سبون بيټنيو په قبضه کې و، چې ورو سته بيا په نو مو ړي ښا خ با ند ې د ګو ربزو قبيلې ير غل وکړ او بې شميره ورګاړي يې ووژل او ددوی سيمه يې و نيو له.
د بيټني قبيلې د استو ګنې سيمې:
[color=darkred:2f328afe0e]١- په پښتو نخواکې:[/color:2f328afe0e]
بيټني د جنو بي وزير ستان په سهيل او دديره اسما عيل خان د ضلعې په لو يد يځ کې ا ستو ګنه لري،چې د جغر ا فيوي پلوه په جنو بي و زير ستان، خو په اداري لحا ظ په ديره اسمعيل خان کې مو قعيت لري٠
ددوی سيمه له ١٢ نه تر ١٥ ميله پورې پلنوالی او تقر ېبا ٥٠ ميله او ږدوالی لري٠ ددوی اصلي مر کز د جنډ وله په نا مه يا ديږي، چې په جنو بي و زير ستان کې د ټا نک پورې اړونده سيمه ده٠ همداراز ددغې قبيلې خلک په بنو، لکهي مروت کې هم ميشته دي٠
په او سني و خت کې په بنو او ديره اسما عيل خان کې ددوی شمير د ٢٥٠٠٠ زرو په شا او خواکې اټکل شوی دی٠سر بيره يو شمير بيټني په پيښور، کراچۍ او
د پا کستان په نورو ښا رو نو کې هم استو ګنه لري
[color=green:2f328afe0e]٢-په ا فغا نستان کې:[/color:2f328afe0e]
په افغا نستان کې دوی په پکتيکا،غزني او ننګر هار ولا يتو نو کې ميشته دي٠ داسي ويل کيږي چې په غزني کې ددوی څلور پنځه کلي شته٠ يو شمير بيټني په نيمه کو چي ډول ژوند کوي چې دکابل او ننګر هار تر مينځ ليږد کوي٠ دننګر هار ولايت د چپر هار د ولسوالۍ په ځينو کليو کې هم يو شمير بيټني ميشته دي٠ دا فغا نستان پښتانه بيټنيو ته دبيټ نيکه د رو حاني شخصيت له کبله درناوی کوي٠په ټول افغا نستان کې ددوی شمير د٦٠٠٠ تنو په شا او خواکې ښو دل شوی دی٠
[color=darkblue:2f328afe0e]٣-په هند وستان کې:[/color:2f328afe0e]
لکه چې د مخه وويل شول يو شمير بيټني په پخوا زمانو کې کله چې لودي او سوري پښتنو پر هندوستان باندې واکمني درلوده دغه هيواد ته وليږ ديدل ددغو واکمنا نو تر حما يې او سيوري لاندې د غټو غټو منصبو نو خا وندان شول، په تيره بيا په بنګال کې دوی ډیر پو ځي منصبو نه در لودل٠ چې همدا اوس هم د هند په بنګال،بيهار، اوړيسا او اتهراپراد يش ايا لتو نوکې بيټني پښتا نه ميشته دي ،خو ژبه يې له لا سه ور کړې ده٠
د بيټني قبيلې ښا خو نه:
لکه چې د مخه مو وويل د بيټ نيکه په زا منو کې دوړ سبون او کجين اولا دې ته بيټني وايي چې په لا ندې ډول به ددوی ښا خو نه در وپيژندل شي:
[color=red:2f328afe0e]د وړ سبون ښا خو نه:[/color:2f328afe0e]
مزياڼي،کزبوڼي،ورګاړي،غړون،فتح خيل،مندي خيل،ادم خيل،سن خيل،ما ني خيل،رسول خيل،معروف خيل،خواجي خيل،چارګل خيل،رحيمدادخيل،الفدين خيل، جاني خيل ، حسن خيل،لا لي خيل، سمر زي ، دري خيل،،ملا خيل، تا جو خيل،يو سف خيل، لښکري،عمر خيل،کلي خيل ، سر مست خيل،اورک زي، زکني، غوري زياو نور٠٠٠
[color=blue:2f328afe0e]د کجين ښا خو نه:[/color:2f328afe0e]
تتا،دنا،کټا،کوټي،رتنزي،بو يا يي،بو يک ،توران خيل،کټه ګرام،مند اڼه، شيخا يي ، تر ايي ، څپلا ي،شهمير،بالمير،شنګر لا ني او نور٠٠٠
بيټني زړور،ميلمه پا لونکي، جنګيالي او دښه مزاج خا وندان دي٠دوی دود اد دستور وزيرو ته ورته دی٠ د حيات افغا ني مؤ لف ډپټي حيا ت خان ١٤٣ کلو نه وړاندې ددوی د وسله والو جنګيا ليو شمير ٣٠٠٠ تنه ښو دلی دي٠
[size=9:2f328afe0e]د بېنوا له ويبپاڼي څخه [/size:2f328afe0e]
په درنښت[/quote:2f328afe0e]
دمعلوماتو نه مو ډېره مننه
په درنښت
beett
20.03.2009
له ټولو وروڼو نه مننه !
او دروند باتور صاحب تل خوشاله اوسی
ښاغلی لطف الله تاسو یوځای دناپوهی اقرار کړی خو هلته مو هم
دابلامړی نښه (!) لګولی ده اوکه په دی نښه دی سترګی پټی کړو
نودناپوهی په صورت کی دی دتاریخپوهه اوپروفیسر القابو لورنه !
یوډول نامناسب زړه ورتوب یا په سپینه پښتو کی سپینسترګی ده او
دیوه مشرپه توګه زما توصیه داده چی له داډول چلند نه ډډه کوه
اودباتور صاحب دمالوماتو له لیدلو وروسته چی دی یوی ادنی بښنی
غوښتلوته هم زړه نده ښه کړی نو زماپورتنی ادعا دی راته ثابته کړی
په هر صورت بیا هم له تاسو محترم اوټولو وروڼو نه مننه
رښتینی
20.03.2009
.
ښاغلی بیټ هرکله راشی !
دا چی ټول افغان مو ستایلی ! مننه اوسوکاله اوسی
وروره له نوم سره دی لاسلیک ډیر خوند کوی خدای
دی وکړی چی په خپلو علمی او ګټورو لیکنو مو ونازوی
اودلته په راتګ سره ستا سو په ویاړ یوی میلمستا ته
اړتیا لیدل کیده خو ګومان کوم باتور صیب چی ستاسو
ددرانه نامه په اړه کومه لیکنه کړی دا به ترټوله غوره
میلمستیاوی
په مینه
هیښ
20.03.2009
سلامونه
ښاغلئ بیټ صاحب !
دټول افغان حجرې ته په خیرراغلې اوستړئ مه شې.
دا خو دټول افغان حجره ده او دپښتون په حجره کې یوازینئ صفت میلمه پالنه او دنویو یارانو احترام دئ .اصلاً دلته میلمه اوکوربه نشته او ټول دیوه لوئ بیټ نیکه او لاده ده ،نو تابه ولې نه منو ،په سترګو کې خوبه درته ځائ درکړو .
الله (ج) دوکړي چه ستا په راتګ او حضور سره ددې پاڼې علمی ،ادبي،سیاسی،عقیدوی او کلتوری زیرمه او ظرفیت دوړتیا لوړې کچې ته ورسیږی.
مننه
ghareebdost
29.03.2009
لطف الله خانه !بيټ خوديوې بښني دغوښتلوحق درباندي لري؟؟؟؟؟؟؟؟ژ
beett
04.04.2009
واي كه غل نه اوړي مل د ي واوړي تير تردي حقه
خو چي لطف اله جان خداي راپيدا كړي !!
ښه مومله
Lotfollah
04.04.2009
دصبر مقام
لویه خدایه !
که دا ستا واګې زما وای
اوآسمان – او آسمانونه
د بنده خبرې منلای
ما ویل به
هسکو سیمو - آسمانونو ته
آسمانونو – راګذار شئ
د ظالم د کور دپاسه
چې د ظلم له سرو وینو
ډک لاسونه د چا مات شي
خو ته نکړې
هغه څه چې زه یې غواړم
ستا د صبر دنیا لویه ده
صبور یې
لویه خدایه !
که د لمر واګې زما وای
او لمرونو د بنده خبر منلای
ما به لمر ته
په تکرار، تکرار ویلې
چې اې لمره !
دښکلا د آیتونو پیغامبره
ورته ګوره – هغه چاته
چې دعوا – دپارسایي کا
چې شیطان دﺉ
د یزدان پاکو جامو کې
چې لېوه دی
خو آغوستې یې جامې د کوم شپانه دي
په هغه باندې
د اور د سرو سکروټو ګذار وکړه
چې شیطان پټو پردو نه را بهر شي
خو ته نکړې
هغه څه چې زه یې غواړم
ستا د صبر دنیا لویه ده
صبور یې
لویه خدایه !
که د ځمکې واګې زما وای
ما به هغه خولې څیرلې – چې ریښتیا یې نه ویلې
ما به ژبې غوڅولې – چې په حق نه کړیدلې
ما به هغه سترګې کسو نه کاږلې
چې د خلکو د ناموس په لور کږې وې
ما به زامې ماتولې
د هغه پلید انسان – چې دعوا د خدایی یې
د فرعون په څېر کوله
ما به ږیرې د انګار په اور سیځلې
چې سپیڅلې ږیرې نه وې
او د خلکو د فریب اغوا لپاره
په ټټر را زنګیدلې
خو ته نکړې
هغه څه چې زه یې غواړم
ستا د صبر دنیا لویه ده
صبور یې
غفران غواړمه له تانه
خوله دې ماته شی – زما- چې ما ویلې
که د خدای واګې زما وای
ما به زامې ماتولې
( پویان)