د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په ننګرهارکې دخليلزادپه ملاتړکې غونډه جوړه شوه

کريم
19.03.2009

تاند خبر ورکړ:
په ننګرهارکې دخليلزادپه ملاتړکې غونډه جوړه شوه
http://taand.com/news/index.php?mod=article&cat=خبر&article=10849

خبريال : عطاالله خوږياڼی - د ننګرهار په ولايت کې په زرګونوخلکو د يوې غونډې پرمهال په دوبۍ کې(د افغانستان دبري ډاډ) کنفرانس دملاتړ ترڅنګ له زلمي خليل زادڅخه غوښتنه وکړه چې دهېواد ولسمشري لپاره په راتلونکو ټول ټاکنو کې برخه واخلي .

د غونډې ګڼو ويناوالو پرزلمي خليل زادباندې هم غږ وکړ چې دخپلو خلکودخدمت لپاره د متحده ايالاتو له تابيعت څخه لاس په سر او د هېواد ولسمشري لپاره په راتلوونکو ټول ټاکنو کې ځان کانديد کړي

د غونډي يو تن تنظيموونکي پاڅون سدوزي د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وويل د هېواد په اوسنيو شرايطو کې نوموړي وړ او په کارپوه شخصيت دي نو ځکه دوي ورڅخه غوښتنه کوي چې دهېواد دروانو ستونزو دله منځه وړلو لپاره دخپلو خلکوخدمت لپاره دافغانستان په سياست کي برخه واخلي

نوموړي له نړيوالي ټولني څخه هم غوښتنه وکړه چې په هېوادکې ديو باثباته حکومت په رامنځ ته کيدوکې د ښاغلي زلمي خليل زاد ملاتړ او هغه وهڅوي ترڅوخپل ځان د ولسمشري په راتلوونکو ټول ټاکنو کې ځان ونوموي

د ننګرهار ګڼو سپين ږيرو او قومي مشرانو هم د خپلو خبرو پرمهال د زلمي خليل زاد څخه ملاتړ او له هغه څخه يې د ولسمشري لپاره د کانديدو غوښتنه وکړه،د خلکو په وينا نوموړي چې دمتحده ايالاتوپه حکومت کې په لوړو پوستونو کې کارکړي اوهغه ځاي پريږدي او دخپل هيواد خدمت وکړ ي .
غونډي ته راغلوزياترو ځوانانو هم له زلمي خليل زادڅخه غوښتنه وکړه چې په راتلونکوټول ټاکنوکې برخه واخلي .

خو د غونډې يو شميرګډونوالو دزلمي خليل زادپه غبرګون کې پورته اودناري تکبيردشعارونو په ويلوسره مخالفت څرګندکړو،دوي وويل چې نوموړي دافغانستان خلکونمايندګي نشي کولاي ځکه خليل زاد د امريکي د متحده ايالاتو تابيعت لرونکي دي.

د يادوني وړ ده چې د هېواد په راتلوونکو ټول ټاکنوکې دولسمشري لپاره گڼوخلکو خپل ځانونه نومولي دي اودبرياليتوب لپاره يې خپلي هلي ځلي پيل کړي دي .

ښاغلی خلیلزاد دامریکاتابعیت لري اوڅوځلې یې ویلي دي چې نه غواړي ځان کاندید کړي خوڅارونکي وايي چې افغانستان ته دنوموړي وروستی سفر د دې لپاره وو چې ځانته مالومه کړي چې که ځان کاندید کړي نوایا دخلکو رایې ترلاسه کولی شي .

دافغانستان له اساسي قانون سره سم دولسمشرۍ کاندید اودغه راز وزیران باید یوازې اویوازې دافغانستان تابعیت ولري .

--------------------------------------------------------
دوطن راتلونکې مطرح ده دلته بايد پر دغه شان حياتي موضوعاتو خبري وشي
په درناوی


mehman
19.03.2009

دوستان عزیز سلام بر شما!
به نظر من تا زمانیکه کسی خود را بصورت رسمی به مقام ریاست جمهوری کاندید نکرده است باید این اخبار در سطح افواهات ارزیابی گردد. چنانچه در خبر هم آمده است آقای خلیل زاد در گذشته کاندید شدن خود را نفی کرده است ولی مسلم است که با تغیر اوضاع سیاسی در منطقه وجهان نمی توانداین حرف آخری آقای خلیلزاد باشد.

آقای خلیلزاد دیپلومات مجرب و شخصیت شناخته شدۀ بین المللی است و میتواند برای کاندیتوری ریاست جمهوری افغانستان مطرح باشد.
تا جایکه به تابعیت امریکائی آقای خلیلزاد ارتباط دارد از نگاه حقوقی کار مشکل نیست. هر گاه نامبرده مسمم باشدکه خود را نامزداحراز مقام ریاست جمهوری نماید میتواند تابعیت امریکائی خود را ترک کند!

[color=blue:bdd50ed244]ماده شصت و دوم قانون اساسی
شخصي که به رياست جمهورى کانديد مي شود، واجد شرايط ذيل مي باشد :
۱ - تبعه افغانستان ، مسلمان و متولد از والدين افغان بوده و تابعيت کشور ديگرى را نداشته باشد،
۲ - در روز کانديد شدن سن وى از چهل سال کمتر نباشد،
۳ - از طرف محکمه به ارتکاب جرايم ضد بشرى ، جنايت و يا حرمان از حقوق مدني محکوم نشده باشد.
هيچ شخص نمي تواند بيش از دو دوره به حيث رييس جمهور انتخاب گردد.
حکم مندرج اين ماده در مورد معاونين رييس جمهور نيز تطبيق مي گردد. [/color:bdd50ed244]

با تقدیم حرمت


Helmand.M
19.03.2009

خلیلزاد : دافغانستان ولسمشرۍ ته کاندید نه یم
پنجشنبه, 19.03.2009, 04:40pm (GMT+4)

تاند - په افغانستان اوملګروملتوکې دامریکاپخواني سفیرزلمي خلیلزداد یوې اسراییلۍ ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل دی نه غواړي چې ځان دافغانستان دجمهوري ریاست په راتلونکوانتخاباتوکې کاندیدکړي .

دتل ابیب چاپ حارتص ورځپاڼې راپورور کړ کله چې له ډاکترزلمي خلیلزاده وپوښتل شول چې ایا نیت لري چې ځان دافغانستان دولسمشرۍ راروانوانتخاباتوته کاندیدکړي نوهغه په کړس وخندل او ویې ویل : ((داسي خبره ما ته ټکان راکوي .زه دافغانستان لپاره خاص احساس لرم ځکه چې په افغانستان کې زېږېدلی یم، ماشومتوب مې همالته تېرکړی خو له دې سره سره دافغانستان دانتخاباتوکاندید نه یم . زما د دې خبرې مطلب دا نه دی چې دافغانستان ولسمشري مهم مقام نه دی بلکې زه غواړم ووایم چې داسي کارنه کوم.خوله افغانستان سره به هره هغه مرسته وکړم چې په وس مې پوره وي.))

په ملګروملتو کې دامریکاد دایمي سفیرپه توګه د ښاغلي خلیلزاد دنده دجنورۍ په میاشت کې پای ته ورسېده .هغه اوس دستراتیژیکواونړیوالومطالعاتوپه مرکز کې دسلاکارپه توګه کارکوي .

ډاکترخلیلزاد په وروسیتو کې کابل ته راغی اوله یوشمېرافغانانو سره په کتنه کې یې دافغانستان پرحالاتوژوره اندېښنه ښکاره کړه .وروسته دوبۍ ته لاړ اودافغانانوپه یوې غونډې کې یې چې د ده له لوري ترتیب شوې وه ګډون وکړ.

دښاغلي خلیلزاد سفرداسي وانګېرل شوچې ګواکي دی غواړي ځان کاندیدکړي .خوسره له دې چې ځینوکسانودخلیلزداد له احتمالي کاندیدو سره مخکې ترمخکې عکس العملونه وښودل یوشمېرخلکوپرون په ننګرهارکې ترې وغوښتل چې په انتخاباتوکې دې کاندید شي .


ghareebdost
28.03.2009

غوره داده چې بوش کانديدشې،ځکه داجنګ هغه پيل کړى او اوس مصروفيت هم نلري،حکومت خو هسي هم دامريکايانو دى،څه بوش،څه خليلزاد!؟دواړه په قانوني لحاظ امريکايان دي،


میوند ننګیال
29.03.2009

سلامونه !
يلره غريبدوسته وروره ستا دغي خبري ته هسي خندا راغله والله افرين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more