نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان: د شهيد ولسمشر په درناوي عمليات نه كوو
pattang
16.03.2009
[color=brown:2184d223a2]
ددې خرو سترګې داسې سرې وې ، چې واړه او زاړه يې ټول شهيدان کړل ، دا بې
ناموسان او ل خپل روسې بادار ته ور وتښتېدل خو کله يې چې د وتکا پېسې
خلاصې شوې او په افغانستان کې طالبانو قدرت ونيو نو په مختلفو بهانو ، درواغو ، جعلي اسنادو او بې ناموسي سره غرب ته راغلل اوس يې دلته مړې
سترګې نيولې او دخپل پخواني دوښمن مرداري خوري ٠
نالت پردې تاريخي جنايتکارانو او نالت پر غرب چې بيله روغ او اساسي پلټنې يې
دبشري پرازيت دغه ډله يې په پټو سترګوسره قبول کړه ، يو علت د قبلولو يې دادی څوک چې په اسلام پسې پروپاګنده کوي هغه ته غربيان خوږ هرکلی وايې ٠
دغو بې ناموسانو په سپينو سترګو هم افغانستان وخوړ هم روسيه او هم غرب
نالت د اسلام او بشريت په دوښمنانو٠
[/color:2184d223a2]
طالبان: د شهيد ولسمشر په درناوي عمليات نه كوو
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د بي بي سي پښتو څانګي ته په يوه مركه كي وويل چي د طالبانو د مشرتابه شورا پرېكړه كړې، چي د افغانستان د لومړني ولسمشر محمدداودخان د ښخولو پر سبانيو مراسمو به عمليات نه كوي.
ټاكل سوې ده چي سبا سې شنبه د حوت پر ۲۶ - مه د افغانستان د پخواني صدراعظم او لومړني ولسمشر سردار محمدداودخان او د هغه د كورنۍ مړي په كابل كي د رسمي پوځي مراسمو په ترسره كولو سره خاورو ته وسپارل سي.
د ارواښاد محمدداود خان لور مېرمن درخانۍ داود له طالب مشرانو څخه وغوښتل چي د هغې د پلار د جنازې په وياړ د يوې اونۍ او بيا وروسته عمومي اوربند اعلان كړي.
طالب وياند بي بي سي ته وويل طالبان ولسمشر محمد داود ته د كمونستي دورې د لومړني شهيد په سترګه ګوري او په وياړ به يې سبا د هغه د جنازې په مراسمو كي د هيڅ راز ګډوډۍ هڅه ونكړي.
سردارمحمد داودخان د افغانستان پخوانى صدراعظم و، چي د ۱۳۵۲ كال د سرطان پر ۲۶ – مه يې د ارواښاد محمدظاهر شاهي حكومت د يوې سپيني كودتا په ترڅ كي ونړاوه او په افغانستان كي يې د جمهوري نظام بنسټ كښېښاوه.
سردار محمد داود تر پنځه كلن حكومت وروسته د ۱۳۵۷ كال د غوايي د مياشتي پر اوومه د كمونيستانو په كودتا كي د خپلي كورنۍ له ۲۱ غړو او يوازيني ورور سردارمحمد محمدنعيم سره سره ووژل سو، چي تېر كال يې مړى تر مرګ ۳۰ كاله وروسته وموندل سو.
سردارمحمد داود خان د ملتپالني، وطندوستۍ او د هيواد له پرمختګ سره د ميني پر اساس د افغانانو په زړونو كي خاص محبوبيت درلود، چي د جسد تر موندلو وروسته يې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونكو غوښتنه وكړه چي مړى يې د دوى په ولايتونو كي ښخ سي، خو كورنۍ يې هغه د ټول هيواد د ملي يووالي د سمبول په توګه په پلازمېنه كابل كي د ښخولو پرېكړه وكړه.
ehsas
20.03.2009
پتنګه
دا تبصره دې د تضادونو نه ډکه ده . داود خان په خپله يو مستبد او کودا چي شخصيت وو او د ده کودتا هم د همدې خلقيانو او پرچميانو په مرسته کاميابه شوه .دا په دې معنا چې داود خان په خپله د همدې کمونيستي نهضت د ارتقا عامل وو .
هغه غير له همدې کمونستانو نه په نورو ټولو سياسي ګوندونو او رسنيو بنديز لږولی وو . سره له دې چې داود خان يو ښه سړی وو ، خو د هغه چا په مرسته چې سړی په قدرت رسېږي د هغه په نمکدان کې سړی ميتيازې نکوي .
نو که دواود خان ژوندی وی او دلته غرب ته راغلی وی ، نو غربيانو به ورته بې له روغ او اساسي پلټنې پناهنده ګي ورکړې وای .
pattang
23.03.2009
ehsasa !
د پتنګ سپږمو ته بيا هغه پخوانی زوړ بوی ور رسېدلی دی ٠
احساس صيب لکه ته هم چې ښکار ي يې او ښکار کوې خو ګوره دعربي هوسۍ
ګانو له ښکاره به لاس اخلي ځکه چې هغه ټولې طالبانو اخيستې دي ٠
زه داؤد خان ته پردې ډېر احترام لرم چې د نورو غوندې دغرب، شرق ، جنوب
او شمال له خيرات خوړونکو ځخه نه وو او تر خپلې لارې يې ځان قربان که
لکه نر په ميدان مړ شه نه په زندان کې او نه دخيرات په جامو کې لکه نور ډېر٠
که څه هم زه ځينې حساسيتونو دداؤد له کورنۍ سره لرم خو خپله داؤد خان ډېر
پاک سړی و٠ دکورنۍ قاتلان يې بېله خبرو بايد محاکمه شي٠
احساسه لکه چې دښکار دوربين دې کار نکوي دسوی او ګيدړې فرق نشې کولی
زه خو پر دې ليک کې هېڅ تضاد نه وينم ، که ته خاص دلته تضاد په سياست کې
را په ګوته کوې نو داخو ستا ناپوهي ده ، ځکه چې سياسي ستراتېږي په ظاهر کې ډېر وخت له تضادونو ډکه وي ٠
٠[quote:b622a73d34="ehsas"]پتنګه
دا تبصره دې د تضادونو نه ډکه ده . داود خان په خپله يو مستبد او کودا چي شخصيت وو او د ده کودتا هم د همدې خلقيانو او پرچميانو په مرسته کاميابه شوه .دا په دې معنا چې داود خان په خپله د همدې کمونيستي نهضت د ارتقا عامل وو .
هغه غير له همدې کمونستانو نه په نورو ټولو سياسي ګوندونو او رسنيو بنديز لږولی وو . سره له دې چې داود خان يو ښه سړی وو ، خو د هغه چا په مرسته چې سړی په قدرت رسېږي د هغه په نمکدان کې سړی ميتيازې نکوي .
نو که دواود خان ژوندی وی او دلته غرب ته راغلی وی ، نو غربيانو به ورته بې له روغ او اساسي پلټنې پناهنده ګي ورکړې وای .[/quote:b622a73d34]