نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د محمود کرزی مرکه
W.Wardak
16.03.2009
(یو ځل د وزیرانو په شورا کې انوارالحق احدي له اشرف غني څخه پوښتنه وکړه چې له اسیایي بانک څخه هغه ۱۵۰ ملیون ډالري قرضه څه شوه هغه ورته وویل چې غم یې مه کوه هغه زمونږ له ملګرو سره ده ، هغوي یوه کمپنۍ لري په داسي حال کې چې اشرف غني د دغو پیسو حساب ورک اچولی وو.)
وروڼو د نویو کاندیدانو په هکله خپل نظر ورکړئ، څه معلومات لری؟
په ریښتیا هم کله چې اشرف غنی له وزارت څخه لری شو،ده یو څو میلیونه ډالره حساب یی پټ اچولئ وو، دا خبره ما ته داسی چا وکړه ، چې هفه هم لوړ دولتی پوسټ کی کار کولو، په هر ترتیت له دغه کسانو به یو خامخا اولسمشر کیږی، کوم یی ستاسی په نظر بهتره دی؟
هفه وروڼه چې یو څه طالب پلوی دی هیله ده په منطقی دلایلو نظر ورکړی، لکه متوکل صاحب چي سنجیده خبری کوی، ځکه په ټول افغان کی بعضی وروڼه داسی یو نظر ورکوی چي ته وایی دا خبره یی د خولی په ځای له خیټی راوتلی
که طالبانو په ټولټاکنو کی شرکت کړئ وی ، آیا څومره پښتنو په رایه ورکړی وئ.
http://benawa.com/fullstory.php?id=24350
عادل عادل
16.03.2009
سلامونه
وردګه !
بې منطقه خلک خو هغه دي چې د یرغلګرو او لاسپوڅو ضد ټول اشخاص طالبانو ته منسوبوي.
تاسو په کوم دلیل پر خلکو د طالب د پلوي تور لګوئ ؟؟
مالومه خبره ده چې هر هغه څوک چې د یرغلګرو او د کرزیانو د بادار پر ضد خوله پرانیزي تاسو یې د طالب پلوي بولئ؟ دا ستا منطق دی او که د خپلې خیټې خبره ؟؟؟
میوند ننګیال
17.03.2009
سلامونه او نيكي هيلي !
و وردګ صيب !
ستاسو ددي خبري مطلب څه شي دي :
طالب پلوه دا لا څه معنى.
بله دمتو كل خبره متوكل كه كانديد هم شي او كامياب شي نو زما په نظر طالبانو ته د منلو وړندي دده سياست د طالبانو دتحريك سره ټكر لري او تر څو چي د سپي اشغالګر په وطن كي وي نو جنګيالي طالبان كيداي شي ټولټاكنو كي برخه وانخلي ٠
وروره نه څوك طالب پلوه دي نه حزب پلوه الحمد لله ټول ازاد، غيرتمند، با حساسه ،او سو چه مسلمانان دي هو اسلام پلوه او اسلام بنسټه خلك دي كه هر څوك دي ته طالب پلوه او يا حزب پلوه وايي نو بيا ددوي لپاره هم پكار ده چه څه نوم وي لكه اشغال پلوه يا لاسپوڅي وطن فروش او خاينان ٠
ghareebdost
17.03.2009
وردګ خانه!
پښتانه کانديد نه لري،ځکه پښتانه پرخپله،خاوره،ناموس او عزت تيرى نشي زغملى ،اوهرڅوک چي دا ډول اراده ولري،پرهغه دترهګر نوم ايښودل کيږي،او کانديدي خو پريږده ،چې د ژوند حق هم نه ورکول کيږي،