د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په كندهار كې دجاويد جوجووژنه كرزي ته سرخلاصى ليك!

watanmal
14.03.2009

ښاغلى ولس مشرحامدكرزى اسلام عليكم !
تاسوخبرياست چې د2009كال درواني مياشتي د10 په ماښام پرموټرسايكل سپرووسله والودكندهار ښار په انتهايي امنيتي سيمه كې يو خبريال جاويد جوجو شهيد كړ او تاسو يې په اړه خواشيني هم وښوده .
پر شهيدجوجوستاسو له كوره يوازي په( 600متره واټن كي حمله وشوه، داسيمه ملي امنيت ته په 40 مترو كي موقيت لري، دكندهار دولتي هوټل او دافغانستان نړۍ وال بانك ته (۸) متره دكندهار منډيګك ماڼۍ ته ډېره نيژدې او ولايتي شورا ته( 120يا130 ) متره پرته ده،دكندهار دپخواني والي ګل اغاشيرزي كورهم دپيښي له ځاى څخه 150متره واټن لري. او دښځودچارورياست هم ډېر ورنيژدې دى.دې سيمۍ ته ملګري ملتونه په كندهار كي (ګرين زون ) وايي ياني دا ترنوركندهار په هرډول خوندي امنيتي سيمه ده ، يو علت يې دخوندي توب داهم دى چې پر دغه لاره ستاسو باشهامته ورور احمدولي خان كرزى ولايتي شوراته راځي ، بل ورور شاولي خان مو هره ورځ پر دغه لاره عينو ميني ته ځي او ستاسو مشر لالاقيوم خان كرزى هم تل دغه لاره دملا عمر كور اودكندهار هوټل شاته دخپلې انجيودفتر ته دتګ راتګ لپاره استعمالوي . بله وجه داده چې پردغه لاره دګل اغاشيرزي دكورنۍ غړي تيرېږي چې ترتاسو راوروسته دكندهار يوبل زورور دى او دملي امنيت ريس خو بله لار نه لري او بې له ناغې پر دغه لاره هره ورځ ستاسو ورور احمدولي خان ته كورته ورځي او هغه دښار او سيمي له احواله خبروي.
كرزى صاحب !
[color=darkblue:f0f3274378]كه طالبان دوغندي زړه ور او زوره ور واۍ بيا نوولي ستاسي وروڼه يا دامنيت ملي ريس يا دګل آغاشيرزي دكورنۍ غړي يادملګروملتونو كاركوونكي نه وژني او ولي پرهغوى په دې ځاى كې حملې نه كوي ؟
ځكه يې نه كوي چې طالبان دا وس نه لري . [/color:f0f3274378]
دافغانستان جمهورريس !
جاويد جوجو چې په لومړي ځل زموږ خبريالانوپه هڅه دكندهار دملي امنيت له زندانه راخلاص سونو يې موږ خبريالانو ته داكيسه وكه:
[color=olive:f0f3274378]((څوڅوواري يوه كس راته تليفون وكړ اوپه اردوژبه يې راته وويل چې زه دپاكستان له قونسلګري خبري كوم او ستاسو سره ضرور كارلرم. ما هم دنوروخبريالاو په څېر توكل دخداى كړاو ددوى خواتته وررهي سوم . دملاعمر ترجامع مسجد چې تېرسوم په يوه بل موټر كي نورو كسانو كښينولم او سيده يې امنيت ملي ته بوتلم.
هلته دامنيت ملي ريس قيوم كټوازي راته وويل چې ته دپاكستان جاسوس يې او تر دوو لغتو وهلو وروسته يې دبنديانو په كوټه وردننه كړم ، هلته پاكستاني بنديان هم وو او يوه په اردوژبه پوښتنه راڅخه وكه چې په كوم جرم يې راوستلى يې ؟ ما ورته وويل ولاكه خبريم. ويل يې نوم دي څه دى؟ ما خپل نوم جاويد جوجو وروښود دغه پاكستاني وخندل او راته ويه ويل چې هغه په تليفون كي خبري ما درسره وكړې اودملي امنيت ريس زه په دې مجبوره كړم چې تاسو ته دا خبري وكړم .
ما په سهار دملي امنيت ريس ته داخبره ياده كړه هغه وويل چې زموږ ډېر كارونه زده دي خوتاسوخبريالان په دې نه پوهيږئ ، هلكه ته سم نه ښورې ځكه موږ ونيولې .))[/color:f0f3274378]
شهيدجوجوبه هر كله داكيسه كوله او يوه ورځ په يوه خبري ناسته كي دكندهار پخواني والي اسدالله خالد په مسخرو كي ورته وويل :
(هلكه جوجو لا نه يې سم او كار دركي سته.)
ډېر وخت نه وو تېر چې جوجو بيا امريكايانو ونيوى او تقريبآ نهه مياشتي ورسره بندي وو. په دې ميانځ كې په كابل كي د- بي، بي، سي او آې، بي، سي دنړۍ والي برخي خبريال حليم اغا، په جنوب لويديځ هوزه كي دامريكاږغ خبريال او دسفما مشرښاغلي فضل رحمان پټي او ښكاره هڅي وكړې او دغه كس يې را خلاص كړ. او جاويد جو جو په دغه موده كي دكاناډا هيواد له تلويزوني شبكې سره دپري لانس او دا ډول يې له بېلا بېلو رسنيو سره بيا دپري لانس خبريال په ډول كارشروع كئ.اوكله كله به يې دامريكايانو او ملي امنيت دفتر ته هم حضري وركوله.شهيد جوجودخپل بند په وخت كي ښه ترټل سوئ وو او ځينو خبري اددارو ته يې هغه كيسې هم كولې .
كرزى صيب !
تاسو پوهيږئ چې ستاسودواكمني پرمهال ګڼ خبريالان تهديد سول او ډېرى نور زيندانونو ته واچول سول خودا وخت موږ يوازي دسويل لويديځي حوزې خبره كوواودلته خودشهيد روحاني ترمرګ وروسته په خبريالانو كې ډېري سختي اندېښنې پيداسوې. په سيمه كې موهمو خبريالانو كارونه پرېښودل ، اودتهديدونو او ګواښتو لړۍ دومره ګړندۍ سوه چې په سيمه كې نوم وتو خبريالانو ته داسي مرګوني ګواښونه وسول چې دآزادۍ راډيوخبريال صالح محمد صالح له كاره لاس واخيست او ځان يې پټ كړاو دخبريالۍ سپيڅلي مسلك ته يې شا وروګرزوله، صالح هغه څوك دى چې په بې طرفي كې مډالونه واخيستل.
دوهم كس دبي بي سي راډيومشهورخبريال ميرويس افغان ووچې پر له پسې ګواښني ورته وشوې او دمرګ تهديدونوهغه هم په دې مجبوره كړ چې كار پرېږدي.خوهغه بي،بي،سي راديو لرله او له هيواده يې ويوست.
دهلمند دخلكوږغ په دې بند سو چې شهيد روحاني سر وخوړ او دكندهار داوسېدونكوږغ په بي بي سي راديو كي دميرويس افغان له تګ سره ورك سو.
دالجزيره شبكې دانګليسي څانګي خبريال عبدالله كابل ته كډه وګړه.سعيد زابلي چې له پژواك خبري اژانس سره يې كار كاوه پاكستان ته ولاړى .
دامريكا ږغ دپښتوخبريال فضل رحمان او دفارسي خبريال شعيب صاپي دوى ته هم دوندي ګواښني وسوې چې دواړه پټ ګرزي او آزاد ژوند يې محدود سو.
صاحبه موږ به دكوم خبريال نوم واخلو ؟ يوه ورځ دسفما په مياشتنۍ غونډه كي شاوخوا(۵۰)خبريالان راغونډ سوي وو او دتعجب خبره داوه چې يو پكښي داسي نه وو چې نه يي ګواښل سوى .تاسوپوښتنه وكئ داغونډه ستاسو دورورقيوم كرزي په تلويزون كي جوړه سوې وه.
پوښتنه داده چې داګواښنې څوك كوي ؟
كرزى صاحب ! موږ به درته ووايوچې داګواښنې ستاله لوري رالېږل سوي چارواكي او كه ډېرنه خپه كېږې ستاسو وروراحمدولي خان كرزى كوي . هو البته دوى ددغه كار لپاره ځانګړي كسان لري چې ځانونه وسله وال طالبان معرفي كوي . كيداى سي تاسي پر خپل ورور باندي زموږ خبريالانو له لوري سوې ادعا رد كړئ ځكه احمدولي ستاسو باشهامته ورور او نسبتآ نورو وروڼوته پر تاسو ګران هم دۍ.
خوتاسوښاغلى زموږ خبريالانو خبره مه منئ البته داهيله مو ومنئ او دخپل مشر ورورقيوم خان كرزي له تلويزون څخه د2008 داپريل دمياشتي په پيل كي دخبريالانو له لوري دبيان دآزادۍ دورځي ويډيو وګورئ هلته ستاسو دښاغلي ورور هغه اختارونه ليدلاى سئ چې مخامخ يې خبريالانو ته وركړل . دا به هم ووينئ چې بې دفاع خبريالانو ته مخامخ ستاسو كشر زړه ور ورور څرنګه ښكنځل وكړل . پښتانه ښكنځل نه كوي بيا پر خپله كمبله خو هيڅ كله هم نه . دبيان دآزادۍ دورځي غونډه خبريالانو دولايتي شورا په تالاركي جوړه كړې وه. ستاسو درانه ورور پرسټيج ناست دامريكا ږغ خبريال فضل رحمان چې تر احمدولي ډېر مشر دى او دبي بي سي خبريال ميرويس افغان ځان ته مخاطب كړل او په ښكنځلو يې وستايل .
كرزى صاحب نوري به خبري سپيني كوو تاسو نن ددې بې وزله خبريالانو لپاره يوڅوټكو ته غوږ ونيسئ كيداى سي په حقيقت پوى سئ .
تاسو ښاغلي ته به داخبره هم نه وي روښانه چې دافغانستان دسيمه ئيزوارګانونودخپلواكي ادارې مشرغلام جيلاني پوپل موهم خبريالانوته ګواښنې كوي. زه به دده دګواښنويومثال دروښيم او هغه داچې په كندهار كې دسورغرپه نوم يوه اونيزه سته اوددغې اونيزي لخوا څخه د ولسمشرۍ دټاكنو په اړه يوه سروې كيدله چۍ ددغه اخبار مشر ته يې لومړى ستاسو ورور احمدولي او بيا جيلاني پوپل اختتارونه وركړل او ددغې اونيزي مشر خوار په دې مجبوره كړل سوو چې كندهار او دسروې نتيجه دواړه پرېږدي او دوبۍ ته كډه وكړي. له دې سيوا دهمدغه اخبار يوه بې وزله خبريال جانان مومن ته هم ستاسو ورور دولايتي شورا په غونډه كي دټولو وكيلانو په وړاني وويل(( هلكه ! نور دي نه سم زغملاى له اخباري كاره لاس واخله)) ټول وكيلان ددې شاهدان دي كه پښتانه وو په خداى (ج) چې رښتيا به درته ووايي .
كرزى صيب ! حقيقت ډېر ترخه دي ستادي په الله قسم وي كه به زموږ بې وسه او بې دفاع خبريالانو شكايت خپل وروراجمدولي خان يا دكندهار ملي امنيت يا هم دكندهاراوسني امنيه قوماندان ته كوې !!!! هغه بيا زړسوى نه لري او كيداى سي په موږ ټولوپسي يې راواخلي . او قوماندان امنيه خو هسي هم هره ورځ موږبې وزله خبريالانو ته ښكنځل كوي اوپه ځينوبرخوكې ثبوپونه هم لرو چې يووخت به يې دخپل ولس په وړاندي كښېږدو.
اوس موږ له تاسو ښاغلي ولس مشر څخه داپوښتنه كووچې په كندهار ښاركي به ستاسو له نظره جاويد جوجو چا وژلى وي؟
تاسو به بيا د طالبانو نوم اخلئ خوموږ دكندهارخبريالان طالبان خپل دښمنان نه بولوځكه چې هغوى دتېر كال په نومبرمياشت كي دوه افغان خبريالان چې يو يې دواخان مينه پال دآزادۍ راډيو او بل يې عزيزپوپل ستاسو دورورقيوم كرزي دتلويزيون سره كار كاوه په زابل ولايت كي ونيول او بېرته يې ښه سيي سلامت را ايله كړلدشهيد جاويدجوجودقتل پيښه به ترهغه وخته پر تاسو تاوان وي چې قاتلان مونه وي نيولي او په ښكاره مو جزانه وي وركړې.
موږ دكندهار اوسويل لويديځي حوزې خبريالان له تاسو او دبي بي سي له راډيو څخه په كلكه داغوښتنه كوو چې دشهيد روحاني دقاتلانوڅېرې هم پربنډي كړئ او ښكاره جزا وركړئ . همدارازحكومت په دې مكلف دى چې دشهيدو خبريالانو له كورنيو سره ښه او دقناعت وړمالي مرسته وكړي .
له لوستلو مو يوجهان تشكوراوخپل ليك په دې شعرپاى ته رسووچې وايي :
ټيټ مي مه بوله غورځنګ راباندي مه كړه
زه بڼكه غوندي نه يم لــــــــــــوى وزر يــم

په درنښت
دكندهارخبريالان

==========================================
==========================================
نه پوهيږم چى صليبيان او لاسپوڅى ئى د بيان د كومى ازادۍ خبره كوى ، د هيواد په كړكيچنو سيمو كى خو د خبريالانو مسكينانو دغه حال دى ، نو ددى ليك څخه څرګنديږى چى د كندهار خبريالان څومره ازادى لرى او همدارنګه دوى څرنګه مشكلاتو سره مخ دى او د چا لخوا ورته دغه مشكلات جوړ شوى ، خير به هر حال معلومه خبره ده چى پوچ مغزى --- كرزى --- به ددى پيښى مسولين طالبان ګڼى. او خپل ورور به برى ګڼى.
د ظالمانو د تباهۍ په هيله
وطنمل


pattang
14.03.2009

انډيواله څومره دخپل وخت ضايع کړی ، وروره ته له د ښمن څخه ګيله کوې ،هغه
دوژني که ته ژاړې او که ته خاندې ، لاس په توره الله اکبر٠


watanmal
15.03.2009

پتنګه ګله
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وروره زه فقط د هغه ځان غولونكو افغانانو په حالت خپه يم چى د صليبيانو د بيان د ازادى او نورو غوړو شعارونو باندى يقين كوى ، د هيواده لرى ناست او په معلوماتو كى فقط د دښمن په ميډيا تكيه كوى ، او خپل قلم او ژبه ئى د همدى بى ناموسانو بى دفاع كى استخدام كړى ده.
ځما هيڅكله د اندلس حالات له ياده نه دى وتلى ، نن چى صليبيان زمونږ په هيواد كى قرآن كريم په ګندګۍ كى اچوى يا ئى نوره بى حرمتى كوى همدارنګه د مسلمانانو د مقدساتو سپكاوى كوى او د هيواد په نارينه او ښځينه جنس باندى د نورو تيريو ترڅنګ جنسى ترى كوى ، دا ټول هغه كارونه دى چى صليبيانو د مسلمانانو سره په اندلس كى كول خو افسوس چى مونږ دومره وخت نه لرو چى ددغه وحشيانو تاريخ وه ګورو ، اندلس هغه ځمكه وه چى مسلمانانو پرى 800 كاله حكومت وكړو خو چى كله د مسلمانانو په لاس كى ورستى ښار غرناطه د صليبيانو په لاس كى پريوته نو د مسلمانانو ټول دينى كتابونه ئى وسوزول او په مسجدونو كى به ئى خپل اسونه تړل ، د مسلمانانو جامى استل او په مختلف شكلونو ئى وژل او بنديان كول ددى وحشيانو عادت وه او د 70 كالو په تيريدو سره يو مسلمان په د ټول اندلس په ځمكه كى پاتى نه شو څه ووژل شول ، څه هجرت كولو ته مجبور شول او باقى نور د عيسويت په منلو مجبور كړى شول، نن دغى وحشيانو زمونږ په هيواد كى ډير داسي كارونه كړى چى قلم ئى د ليكلو نه شرميږى خو هغه ځان غولونكى افغانان چى دى وحشيانو ته د خوشحالۍ اتڼونه كوى پدى دى وپوهيږى كه په هيواد كى موجوده مقاومت ختم شو نو د اندلس پيښى به په خپلو سترګو ووينۍ.

دى لاندى خبر ته لږ شانته فكر وكړۍ:

د ایتلاف په مشرۍ امریکایی ځواکونو نن د شنبې په سهار د لوګر ولایت په چرخ ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په ترځ کې یې[color=darkblue:0b408aa3de] د یوې کورنۍ پلار او د هغه څلور ځوان زامن وژل شوي دي[/color:0b408aa3de]. دغه خبره د لوګر امنیه قوماندان مصطفي محسیني څرګنده کړه. هغه وویل چې بهرني ځواکونه د دې پر ځای چې زمونږ ستونزی را هواري کړي مونږ ته نوري ستونزي جوړوي. ایتلافي ځواکونو بیا ویلي چې نیول شوي کسان له ترهګرو سره تړاو لري لري چې لومړۍ یې پر سرتیرو ډزي هم کړي دي.


========================================
======================================

پتنګ صيب ځه درسره پدى كى موافق يم چى د دى صليبيانو يواځنى علاج توره په لاس مبارزه ده،


pattang
15.03.2009

وطنمل صيب سلام عليکم !
زما د تليفوني تماس او خبرو په اساس پنځه نفره يې وژلي دي خو کله چې خلقو
مظاهره وکړه چې ولې بې ګناه خلک وزل شوي دي نو 8 کسان يې نور هم
له مظاهره چيانو څخه په شهادت ورسول ٠
دشمزارپه منطقه کې اشغالګرو په لاره کې خلک پلټل او کورونه يې تلاشي کول
خو طالبان لکه زمريان مخامخ پرې ورغلل او حمله يې پرې وکړه ، اشغالګرې قوې
د شاکيانو په کلي هوايې حمله وکړه کلی يې خراب ، دوه ښځې يې شهيدې او ډېر
حيوانات يې مړه کړل ٠

- صليبي ا شغالګر په الاندولس کې
- صليبي اشغالګر په څيڅيليا کې
- صليبي اشغالګر په يورسلم کې
- صليبي اشغالګر په فلسطين کې
- صليبي اشغالګر په چېچينيا کې
- صليبي اشغالګر په عراق کې
- صليبي اشغالګر په افغانستان کې
خوپه افغانستان کې پښتانه علاوه پردې يو بل دوښمن هم لري کوم يې چې په قرنو
او سليزو يې په خپل لستوڼي کې لوی کړ او په سر يې ځای ورته ورکړی و، دغه
دلستوڼي مار اوس ډېرې بې ناموسي ته ملا تړلې ده٠
ژوندی دې وي اسلامي او ملي پاڅون ، مرګ په اشغالګرو اوپر هغوی چې ددوی
غلامي او جاسوسي کوي٠


watanmal
17.03.2009

پتنګه وروره او محترمو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

ريښتيا هم دى سيمه كى د پښتنو دښمنان ډير زيات دى ، وايى ښه مه كوه بد نشته ، هغه قومونه چى پوښتنو د خپل قوت او حكومت پر وخت د پردو له ظلمونو او غلامۍ څخه په څو څو واره خلاص كړل نن همغه حرام نمكه د پښتنو تر ټولو لوى دښمنان دى، چى د يو كوهى څخه راپورته كيږى دوى ئى بل كوهى ته اچوى.

پتنګه وروره صليبى وحشيانو د هيواد په مختلفو سيمو كى په يو يو ځل ډير زيات بى ګناه انسانان شهيدان كړى ، خو د لوګر ولايت په پيښه كى د يو پلار او څلور زامنو په يوځاى شهيدول حقيقتاَ ډير غټ غم دى ، الله پاك دى ترينه هر مسلمان وساتى او ددوى ورثو ته دى اجر عظيم وركړى.

ددى پيښى په لوستو سره راته د حاجى صيب محمد نعيم اختر ته ليكل شوى شعر راياد كړو چى دادى:
[color=darkblue:b5f3b02a6a]مه راځه اختره
مــه راځه اختره زموږکوروکي ماشــومان ژاړي
هم په چيغوچيغونن دښتوکي مي مرغان ژاړي
= = = =
مــه راځـــه اخــــتره نه جشنونه نه ميلې لرو
نه آخــوشـــحالۍنه دباغــونوتــــرانې لرو
هــرځای کي جنګونه د اورونوســـرې لمبې لرو
= = = =
زماګلشن ته ګوره په کوکارومي طوطيان ژاړي
هم په چيغوچيغونن دښتوکی می مــرغان ژاړي
= = = =
څــــوک مـــي نازولې سپينه ورځ کي په رڼاوژني
غـټ ظـــالم لاګـــوره ماله تانه خامخاوژني
بــل جرم می نسته ماپردين دمصطفاوژنی
= = = =
لــــږڅه صـبروکړه لاتــــراوسه مي ياران ژاړي
هم په چيغوچيغونن دښتوکي مي مـرغان ژاړي
= = = =
ګـــــوره چی بمبارهلي کوپټرکوي دازمـاپه کور
بـــل يې ښه ځوانان راڅخه يووړله دجـيل په لور
داسي زورکوي ته وا راباندي يې دپـلاردی پور
= = = =
څــــرنګه په ســوزداغم لړلی افــغانان ژاړي
هم په چيغوچيغونن دښتوکي مي مرغان ژاړي
= = = =
هروخت سي پرماباندي کڼه،ړنده،ګونګۍدنيا
هيڅ کله نه اوري دمظلوم داهــي وهـوي دنـيا
دادجــبره ډکــه دظـالم دلاس نيوی دنـيا
= = = =
اونـــــــعيمه پاڅه کـــوراوکلی کی خپلوان ژاړي
هم په چيغوچيغونن دښتوکي مي مـرغان ژاړی[/color:b5f3b02a6a]

================ ============ ====================
رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ، وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنْ الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ

رَبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنْ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا (نوح26) إِنَّكَ إِنْ تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا (نوح27) رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَنْ دَخَلَ بَيْتِي مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَلَا تَزِدْ الظَّالِمِينَ إِلَّا تَبَارًا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more