نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دمصردالازهرټولني ۱۲۵ كسيزه ډله كابل ته راورسيده
W.Wardak
14.03.2009
http://www.kandahartv.com/
دا یو نیک ګام دئ، ځکه هفه ملان چې په دغه پوهنتون کی تربیه شوی، تر وچو ملانو چي تر اوسه د لوډ سپیکر په استعمال کي هم شکی دی، چي د لوډ سپیکر په غږد مقتدیانو مونځ ادا کیږی که نه(په دی هکله د طالبانو ویب سایټ کی یو مضمون خپور شوئ)، او یا خو په کلیو کی، که بی خولئ مونځ وکړی، نو که په سوټی د ونه وهی په ژبه خو به د ښه بی آبه کړی، خو که تری پوښتنه وکړی، خپل تلاوت به یی هم په تجوید نه وی برابر.
ډیر کم داسی پیدا کیږی، چي د لمانځه وروسته خلکو ته اسلام د احادیثو په رڼا کی تشریح کړی، یواڅینی ورڅ د مړی پر سر، خبری دی.زما به اند یی علت د تعلیم په وقت کی لوږه ده، دوی د خلکو د کورو څخه ډوډی ټولوی، بیا درس وای،دا ددوی په روحیاتو بد اثر کوی، باید په هفه اندازه ملان تربیه شی، چي ضرورت ورته لرو، او دغه محدود تعداد، لکه نور د پوهنتون محصلین هر ډول امکانات ولری، تر څو په راتلونکی کی د خلکو او ټولنی سره یوه پټه کرکه و نه لری.او کله چي یوه کلی کی ملا امام ټاکل کیږی، بهتره ده چي دولت معاش ورکړی، تر څو د خلکو جوبونو ته نه وی مجبوره، په دی توګه دوی خپل جرآت له لاسه ورکوی.ټول عمر په دی فکر کی وی، چي د خپل اولاد نفقه څنګه پیدا کړی، مطالعه نه کوی، همدا علت دی، زړه یی غواړی خپل کلئ یی هم دده په څیر وی. فرض کړئ، یو ښه قاری په کوم جومات کی د جماعت مونځ ادا کړی، نو بیا خو د همدی جومات ملا کمرنګه شو، په همدی توګه دی غواړی چی همیش مطرح وی، نو نور همداسی جاهل ساتی.
دغه ډول ملان خلکو ته د اسلام په رسولو کی، تر ټولو سست خو د مړی، خیرات، په صورت کی د نړئ نورو ټولو علماو ته چلنج ورکوی.
په هر صورت خبره په دی کی ده، چي الازهر دا ځل مونږ ته څوک تربیه کوی؟
ربانی، سیاف، او پخوانئ تعویذ نویس حضرت صاحب، ....نور زه پیژنم.
هیله ده چي دا ځل داسی خلک تربیه نه کړی، چي د افغانستان د ړنګولو سره ، اسلام هم بدنام کړی.
د حماس مشران اکثره لنډی ګیری لری، نیکټایی هم اچوی، پتلون هم استعمالوی، سر تور سر مونڅ هم کموی، خو ایمان یی تر دغه افغانی الازهر واله ډیر قوی دی.
و.افغان
15.03.2009
درنو وروڼو سلام علیکم
نن مې دا خبر دآشنا تلویزیون څخه هم واورید، دښاغلې پتمن مرکه وه.
خداي شته ډیر پری خوښ شوم.
په وطن دهر اړخیزو پرمختګونو په هيله، او له وطن څخه دبدمخو خنزیر مخو ګنده مخو
ښکيلاګرو او اشغالګرو دتښتيدو په هيله.
په درنښت