د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

)))))))) هسى مه خانده ((((((((((((

watanmal
14.03.2009

نن ستاسى د خوشحاله كولو لپاره د ښاښۍ قاموس څخه درته څه ليكم :

[color=darkblue:8cd0fe07fa]ملګرى ملتونه :[/color:8cd0fe07fa] د كمزورو ملتونو د ټكولو او چكنى كولو اونګ
[color=darkblue:8cd0fe07fa]امنيت شورا:[/color:8cd0fe07fa] د نوكانو جنګونكى او د نورو په شر كى خپل خير لټونكى.
[color=darkblue:8cd0fe07fa]ولسى جرګه :[/color:8cd0fe07fa] يار مى كبر جن دى پاچاهى غواړى +++ كورخى ، چولى نه خورى كړايى غواړى
[color=darkblue:8cd0fe07fa]مامور :[/color:8cd0fe07fa] له كوره تر ګوره د هرى مياشتى د نغدى تنخوا په ارمان.
[color=darkblue:8cd0fe07fa]ډالۍ :[/color:8cd0fe07fa] د رشوت اخستلو نوى طريقه.
[color=darkblue:8cd0fe07fa]ګوزاره : [/color:8cd0fe07fa]د چارواكو په هر كار غوږونه مړه كول.
[color=darkblue:8cd0fe07fa]نښتر : [/color:8cd0fe07fa]چارواكو ته هوايى مرغان
[color=darkblue:8cd0fe07fa]پښتو:[/color:8cd0fe07fa] د هغه قوم ژبه چى خپله نيم قام او لوى لوى ليډران يى پرى ليك او لوست نه شى كولى.


watanmal
22.03.2009

سلامونه او ښى چارى
هوسا او ښه ژوند درته غواړم

نن به دوه ټوكى درته وليكم هيله لرم چى خوښى به مو شى.

[color=darkblue:04fe0cfc62]وايي نصرالدين يوه وزه تر پړي نيولې او په لاره يې روانه كړې وه خو هغه نه ورسره تله چا پرې غږ كړ چې : قصابۍ ته يې بيايې ، نصر الدين ورته وويل : دومره هم ورته ووايه بيا به ښه راسره لاړه شي.[/color:04fe0cfc62]

[color=darkblue:04fe0cfc62]وایی د یو قاضی څخه له لاسه په داسې حالت کې قلم پرېوت، چې یو متهم یې په مخ کې ناست وو، نو متهم ورته وویل: قاضی صېب ګولنګ مو پر ځمکه ولوېد.
قاضی په قهرمنه لهجه ورته وویل: کم عقله دا قلم دی او که ګولنګ.
متهم وویل: نه، صېب دا ګولنګ دی ځکه د همدې په وسیله مو ماته دومره لویه کنده وکندوله، چې اوس هېڅ ترې را ختی نه شم. او ددې په وسیله مو زما هرڅه تالاولا کړل.[/color:04fe0cfc62]

په مينه
وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more