د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جاويد احمد چا وواژه؟

شجاع
14.03.2009

څه باندې يونيم کال پخوا د ۲۰۰۷ په اګست کې چې کله جاويد احمد امريکايي
ځواکونو په بګرام کې له طالبانو سره د تړاو په تور بندي کړ.

جاويد احمد د سره صليب د ادارې له لارې په تماسونو کې خپلې کورنۍ ته ويلي وو چې امريکايان ورڅخه د دې ضمانت د اخيستو په بدل کې چې د امريکايانو په ضد به څه نه خپروي‌ او څه نه وايي، خوشی کړي.

د۲۰۰۹كال درواني مياشتي د۱۰ په ماښام پرموټرسايكل سپرووسله والودكندهار ښار په انتهايي امنيتي سيمه كې وواژه.

داسيمه ملي امنيت ته په (۴۰) مترو كي موقيت لري.

دكندهار دولتي هوټل او دافغانستان نړۍ وال بانك ته (۸) متره دكندهار منډيګك ماڼۍ ته ډېره نيژدې او ولايتي شورا ته( ۱۲۰يا۱۳۰ ) متره پرته ده.

د خدای بښلي جاويد احمد ورور فضل احمد او نور خپلوان يې وايي چې جاوېد ته په وروستيو کې په پرلپسې توګه يو چا چې ځان يې د کندهار د ملي امنيت (استخباراتو) يو چارواکی معرفي کاوه پر ټيليفون ګواښونه کول.

درويشت کلن جاويد احمد کاکړ، جاويد جوجو يا جاويد اعظمي د هغه د نژدې ملګرو ژورناليستانو لخوا د يو متدين او خوش اخلاقه زلمي په توګه پېژندل شوی وو.

په کندهار کې ژورناليستان وايي‌ جاوېد يو بې پري او مسلک ته ژمن خبريال وو، چې د طالبانو تر کنترول لاندې سيمو ته يې په ډاډه زړه سفر کاوه.

د هغه د کورنۍ غړي وايي دوی هېڅ‌ شک نه لري‌ چې د جاوېد د وژنې تر شا به د طالبانو لاس وي.‌

طالبانو خپله هم، د خپل يو وياند قاري يوسف احمدي په ژبه، د جاوېد وژنه نه يوازې رد کړې، بلکې غندلې يې هم ده.

[color=red:a5ae3b77ab][size=18:a5ae3b77ab]دغو معلوماتو ته په پام سره ستاسو په اند جاويد احمد چا، او ولې وواژه؟ [/size:a5ae3b77ab][/color:a5ae3b77ab]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more