اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ائ خلګو مه راګوری نفس مې وګناه ته بولی
      خیریوسی
      11.03.2009
    
یوه ورځ یو سړی  وشیخ ابراهیم بن ادم رحمه الله  ته راغلی  اورته ویې ویل نفس مې وګناه ته بولی  څه نصیحت راته وکړه 
شیخ ابراهیم بن ادم رحمه الله  وسړی ته وویل که نفس وګناه کولو ته وبللی  ګناه وکړه بس پنځه شرطه دی 
 سړی وروته وویل کوم  شرطونه  ؟
شیخ ابراهیم بن ادم رحمه الله  وسړی ته وویل که ته غواړی چې ګناه وکړی  نو داسی ځای پټ شه چې څوک دی ونه وینی 
سړی وویل  سبحان الله    زه څنګه  دالله سبحان وتعالی څخه  پټ شم   وهو لا تخفى عليه خافية  شیخ ابراهیم بن ادم رحمه الله   وسړی ته وویل  ایا ته نه  شرمیږی  چې تا الله سبحان وتعالی  وینی  او ته ګناه کوی    سړی چپ شو 
  او ویې ویل چې نور نصحت راته وکړه 
شیخ ابراهیم بن ادم رحمه الله    وسړی ته وویل  که ته غواړی چې ګناه وکړی نو الله جل جلاله پر مځکه  ګناه مه کوه 
سړی وویل  سبحان الله   نو چیری ولاړ شم  دا کون او په هغه کې  ټول دالله سبحان وتعالی  دی 
شیخ ابراهیم بن ادم رحمه الله   وسړی ته وویل  ایا ته نه  شرمیږی  چې ته دهغه پر مځکه ژوند  کوی  
سړی و ویل چې نور نصحت راته وکړه 
شیخ ابراهیم بن ادم رحمه الله   وسړی ته وویل   که چیری تا ګناه وکړه او دعذاب ملائكو واور ته کشولی نوته  دهغوی سره مه ځه 
سړی وویل  سبحان الله    زما دهغو سره څه په وس  کې شته  چې ځان ځنی خلاص کړم 
شیخ ابراهیم بن ادم رحمه الله   وسړی ته وویل    که تا کړی کناهونه په خپله عملنامه کی ولوستل نو ته منکر شه  چې ما دا ګناهونه نه دی کړی 
سړی وویل  سبحان الله     چیری دی  کرام الکاتبون ..... .. والملائكة الحافظون .والشهود الناطقون .. 
نویې ډیر ډیر  وژړل  ..ولاړی  .. او دځان سره یې ویل   :
أين الكرام الكاتبون .. والملائكة الحافظون .. والشهود الناطقون ...
أين الكرام الكاتبون .. والملائكة الحافظون .. والشهود الناطقون ...
أين الكرام الكاتبون .. والملائكة الحافظون .. والشهود الناطقون ...
أين الكرام الكاتبون .. والملائكة الحافظون .. والشهود الناطقون ...
أين الكرام الكاتبون .. والملائكة الحافظون .. والشهود الناطقون ...