د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ټولټاکنو ډرامه

باتور
10.03.2009

[size=24:a56529a8ef]د ټولټاکنو ډرامه [/size:a56529a8ef]

د ٢٠٠٥ کال د مارچ په مياشت کي بوش په يوه تلويزيوني بيانيه کي وويل : تر څو چي د سوريې قوتونه په لبنان کي موجود وي د آزادو، عادلو او بې غرضوټولټاکنو امکان نه سته، تر څو چي سوري اشغال هلته موجود وي، هر وړ انتخابات باطل دي . . مطلب دا چي د اشغال تر بيرغ لاندي د انتخاباتو آزادي نا ممکنه ده !
آيا داسي کوم نر سته چي اوس بوش او د هغه په پليو روان، اوباما ته ووايي چي په افغانستان کي په کوم حساب انتخابات جائز دي؟ آيا د امريکايي عسکرو په موجوديت کي د آزادو او عادلو انتخاباتو امکان سته؟ که سوري قوتونه په لبنان کي اشغالګر وو نو دا بوشي قوتونه څه دي؟

بين المللي قانون وايي چي په اشغال شوي ملک کي د اشغال په دوره کي هر وړ انتخابات نا مشروع دي، ځکه چي اشغالګر هيڅکله د داسي يو حکومت چي له اشغال سره مخالفت وکړي، د ټاکلو اجازه نه ورکوي، نو هر حکومت چي انتخابېږي، د خلګو په خوښه نه بلکه د اشغالګرو په خوښه به وي، او ګټه يي هم خپلو خلګو ته نه بلکه صرف اشغالګرو ته ورسېږي . .

ډېر خلګ د افغانستان د جعلي انتخاباتو ډرامه د ولسواکۍ د پلي کولو لومړنی پړاو بولي او په خوشبينۍ سره د نويو کانديدانو ښېګڼې، سياسي ذکاوت او ولس ته د خدمت چمتووالی بيانوي او له يو بل سره يې تلي، کله نا کله په دې بحثونو کي تر دې حده ډوب سي چي دا هم ورنه هېر سي چي زموږ وطن اشغال دی !! زموږ خاوره اشغال ده!! زموږ غرونه، دښتي، باغونه، دريابونه دنورو په لاس کي دي، زموږ حکومت، سياست، اقتصاد . . آن تر دې حده چي (نعوذ بالله) زموږ د ژوند او مرګ واک د پردو په لاس کي دی . . د ولس د ژوند او مرګ اختيار چي د نورو په لاس کي وي، هغه ولس به څنګه ولسواک وي، چي ولسواکۍ او خپلواکۍ نه وي نو د ټولټاکنو ډرامه د څه لپاره؟ ټولټاکني په يوه خپلواک دولت کي کېږي، داسي خپلواک دولت چي د ولسواکۍ په اصولو بنا وي. . موږ نه خپلواک دولت لرو او نه زموږ خلګ د ولسواکۍ په اصولو خبر دي، امريکايان دا د مسخرو ډرامه په موږ د دې لپاره اجرا کوي چي خپل مجرمانه تجاوز ته د قانونيت او مشروعيت بڼه ورکړي ، نړيوالو ته وښايي چي دا ده افغان ولس مو اوس موړ کړ، په تن مو پټ کړ، سرپناه مو ورکړه او د سواد او پوهې هغي مرحلې ته مو ورساوه چي اوس په خپله خپل ولسمشر ټاکي . .

که حق او حقيقت ته ځير سو، هغه خلګ چي په نس نه وي ماړه، په تن نه وي پټ، سرپناه ونه لري، سواد ونه لري، ولسوالان او واليان يې هغه پخواني جګړه ماران وي چي له لاسونو يې لا تر اوسه د بيګناهو خلګو ويني څاڅي، امنيت نه وي، له يوې خوا په دولت کي د ناستو اجيرو عسکرو ډار وي، له بلي خوا د دولت د مخالفينو د ټوپک وام وي . . . هغه خلګ څنګه کولای سي چي د ولسواکۍ له شرايطو نه په استفاده سره د خپلي خوښي ولسمشر يا ولسکشر وټاکي؟ ؟ ؟
د ولس خوښي ته څوک ګوري؟ ولس خو په زوره زوره چيغي وهي چي زموږ له خاوري ووځئ!! دا جنګي جنايتکاران هم درسره بوځئ!! په موږ بمونه مه اوروی، زموږ په کليو او کورونو وحشيانه تجاوز مه کوی!! که مو نس نه را مړوئ را څيرئ خو يې مه!!. . . . . . . . . . . . . د ولس په خوله څوک پياز هم نه پوستوي !

امريکا پوهېږي، د ټولټاکنو جعلي ډرامه يې پوهېږي، څوک چي کانديدوي، کانديدوي دې، کوم کانديد ته چي رايي ورکوي، ورکوي دې . . زموږ په خلګو يې ډېري ټوکي او مسخرې وکړې، دا مسخره دي هم پې وکړي. .
پوهانو، هوښيارانو! !
ټول په ګډه سره په دې تحميلي ټولټاکنو کي ګډون وکړئ او هر کانديد چي د امريکې له خوا در وړاندي کېږي ويې ټاکئ. . . اته کاله نور هم دا جعلي خپلواکۍ او ولسواکۍ نوش جان کړئ. . اته کاله نور هم د دوی تر سپېڅلي بيرغ لاندي د دوی منتخب رئيس جمهور ته لاس په سلام ودرېږئ. . اته کاله نور هم د پارلمان د غړو غلاوي، فسادونه او مردارۍ تحمل کړئ. . . . .


ګيله له ناپوهانو نه بلکه له هغه چا کېږي چي ځان ته پوه او روزلی وايي. . هغوی چي په دې ډرامه کي ورسره دي او په ګټه يې تبليغونه کوي، نو له نورو څه ګيله !!

په درنښت


Re: د ټولټاکنو ډرامه

momtaz
10.03.2009

[quote:a49ab3c89b="باتور"]
د ٢٠٠٥ کال د مارچ په مياشت کي بوش په يوه تلويزيوني بيانيه کي وويل : تر څو چي د سوريې قوتونه په لبنان کي موجود وي د آزادو، عادلو او بې غرضوټولټاکنو امکان نه سته، تر څو چي سوري اشغال هلته موجود وي، هر وړ انتخابات باطل دي . . مطلب دا چي د اشغال تر بيرغ لاندي د انتخاباتو آزادي نا ممکنه ده !
آيا داسي کوم نر سته چي اوس بوش او د هغه په پليو روان، اوباما ته ووايي چي په افغانستان کي په کوم حساب انتخابات جائز دي؟ آيا د امريکايي عسکرو په موجوديت کي د آزادو او عادلو انتخاباتو امکان سته؟ که سوري قوتونه په لبنان کي اشغالګر وو نو دا بوشي قوتونه څه دي؟

بين المللي قانون وايي چي په اشغال شوي ملک کي د اشغال په دوره کي هر وړ انتخابات نا مشروع دي، ځکه چي اشغالګر هيڅکله د داسي يو حکومت چي له اشغال سره مخالفت وکړي، د ټاکلو اجازه نه ورکوي، نو هر حکومت چي انتخابېږي، د خلګو په خوښه نه بلکه د اشغالګرو په خوښه به وي، او ګټه يي هم خپلو خلګو ته نه بلکه صرف اشغالګرو ته ورسېږي . . [/quote:a49ab3c89b]
که سړﺉ په بین المللی قوانینو حواله کوی نو پدې باندې هم باید وپوهېږی چې د لبنان د هغه وخت اشغال او د افغانستان اشغال تر منځ یو لوی توپیر موجود دﺉ!
نړیوال ځواکونه د ملګرو ملتو نو د فیصلې په بنسټ افغانستان ته راغلي دي چې د سوریې په هکله داسې نه و!
سوریه د امنیت شورا دکال ۱۹۸۲ د ۵۲۰ فیصلې سره سره چې پکې د لبنان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل شوي وو، په لبنان کې پاتې شوه!
نو کیدای شی ادعا وشی چې ملګري ملتونه د سترو قوتونو تر اغیزې لاندې ده ښایی تر یوه حده سمه هم وي خو کله چې په بین المللی قوانینو استناد کېږي باید دا هم هېر نشی چې دا قوانین هم د همدغو ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوي دي چې د ابر قدرتونو تر اغېزې لاندې ده!


باتور
10.03.2009

ممتاز خان ليکلي :

[color=brown:b7a8f62747]که سړﺉ په بین المللی قوانینو حواله کوی نو پدې باندې هم باید وپوهېږی چې د لبنان د هغه وخت اشغال او د افغانستان اشغال تر منځ یو لوی توپیر موجود دﺉ![/color:b7a8f62747]

ـ اشــــــــــــــــــــغال اشـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــغال دی، زمني توپير څه معنی لري؟؟


[color=darkred:b7a8f62747]نړیوال ځواکونه د ملګرو ملتو نو د فیصلې په بنسټ افغانستان ته راغلي دي چې د سوریې په هکله داسې نه و![/color:b7a8f62747]

ـ اوسنيو اشغالګرو ځانلره دا مشروعيت په زور له نړيوالي ټولني څخه واخيست ، که د سوريې حکومت دا کار کولای سوای ، نو هغو به هم د خپل اشغال لپاره د مشروعيت غمه خوړلي وای !


[color=brown:b7a8f62747]سوریه د امنیت شورا دکال ۱۹۸۲ د ۵۲۰ فیصلې سره سره چې پکې د لبنان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل شوي وو، په لبنان کې پاتې شوه![/color:b7a8f62747]

ـ دا کار د امريکايانو په شان د سوريې خپلزوری وو، د دوی له حسابه د دوی دا کار مشروع وو، لېکن دا چي وروسته نړيوالي ټولني د دوی په خلاف خپل نظر څرګند کړ، دوی ته نه وو معلوم . .



[color=darkred:b7a8f62747]نو کیدای شی ادعا وشی چې ملګري ملتونه د سترو قوتونو تر اغیزې لاندې ده ښایی تر یوه حده سمه هم وي خو کله چې په بین المللی قوانینو استناد کېږي باید دا هم هېر نشی چې دا قوانین هم د همدغو ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوي دي چې د ابر قدرتونو تر اغېزې لاندې ده![/color:b7a8f62747]


ـ که خبره په سمه توګه دبين المللي قوانينو چوکاټ ته ور واچوو ا و دې ژوراو هر اړخيز قانون ته د عقل سر ور ټيټ کړو، نو د امريکا موجوديت تر سوال لاندي راځي !

په درنښت


Re: د ټولټاکنو ډرامه

pattang
10.03.2009

انډيواله داټول يې حراميان او غله دي کله په يوه نوم کله په بل نوم حراميتوب کوي٠
دغه اقتصادي سوپر ګو چې ٤٠ زره مليارده پيسې يې ورکې او بشريت يې
تاواني کړدا هم دې دغو حراميانو غلا او حرامزادګي ده ٠ د دېموکراسي په نوم يې ديکتاتوري ساتلې ،انتخابات کېږي مخونه بدليږي خو په سياست کې بدلون نه راځي ، که يولرې شي نوبل ملګری يې را مخته شي٠

[quote:44491f0ceb="momtaz"][quote:44491f0ceb="باتور"]
د ٢٠٠٥ کال د مارچ په مياشت کي بوش په يوه تلويزيوني بيانيه کي وويل : تر څو چي د سوريې قوتونه په لبنان کي موجود وي د آزادو، عادلو او بې غرضوټولټاکنو امکان نه سته، تر څو چي سوري اشغال هلته موجود وي، هر وړ انتخابات باطل دي . . مطلب دا چي د اشغال تر بيرغ لاندي د انتخاباتو آزادي نا ممکنه ده !
آيا داسي کوم نر سته چي اوس بوش او د هغه په پليو روان، اوباما ته ووايي چي په افغانستان کي په کوم حساب انتخابات جائز دي؟ آيا د امريکايي عسکرو په موجوديت کي د آزادو او عادلو انتخاباتو امکان سته؟ که سوري قوتونه په لبنان کي اشغالګر وو نو دا بوشي قوتونه څه دي؟

بين المللي قانون وايي چي په اشغال شوي ملک کي د اشغال په دوره کي هر وړ انتخابات نا مشروع دي، ځکه چي اشغالګر هيڅکله د داسي يو حکومت چي له اشغال سره مخالفت وکړي، د ټاکلو اجازه نه ورکوي، نو هر حکومت چي انتخابېږي، د خلګو په خوښه نه بلکه د اشغالګرو په خوښه به وي، او ګټه يي هم خپلو خلګو ته نه بلکه صرف اشغالګرو ته ورسېږي . . [/quote:44491f0ceb]
که سړﺉ په بین المللی قوانینو حواله کوی نو پدې باندې هم باید وپوهېږی چې د لبنان د هغه وخت اشغال او د افغانستان اشغال تر منځ یو لوی توپیر موجود دﺉ!
نړیوال ځواکونه د ملګرو ملتو نو د فیصلې په بنسټ افغانستان ته راغلي دي چې د سوریې په هکله داسې نه و!
سوریه د امنیت شورا دکال ۱۹۸۲ د ۵۲۰ فیصلې سره سره چې پکې د لبنان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل شوي وو، په لبنان کې پاتې شوه!
نو کیدای شی ادعا وشی چې ملګري ملتونه د سترو قوتونو تر اغیزې لاندې ده ښایی تر یوه حده سمه هم وي خو کله چې په بین المللی قوانینو استناد کېږي باید دا هم هېر نشی چې دا قوانین هم د همدغو ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوي دي چې د ابر قدرتونو تر اغېزې لاندې ده![/quote:44491f0ceb]


Ghairat
10.03.2009

بین المللي قوانین یا اخوا او یا بین المللي قولنین دیخوا، خبره په دې کې نه ده، که نه باتور خان اوممتاز دواړه به په حقه وو، خو هغه څه چې ښاغلی باتور یې دفاع کوي آیا طالبان یې مني؟اوهغه څه چې ښاغلی ممتاز خان یې دفاع کوي امریکا یان یې منی؟
باتور خان چې واقعي دموکراسي ، واقعي ټولټاکنې او خپلواکي د افغانولس حق خو د امریکایانو له لاسه ناممکنه بولي ، آیا طالبان د فغان ولس دغو حقونوته تن ږدي؟ ولسواکي او ټولټاکنې مني؟ سره ددې چې ملي اواسلامي هم وي؟
که طالبانو دا منلی وای نوغم څه و ،بیا خوبه ټول ملت په یوه خوله له طالبانو سره ولاړ و او یا به طالبان له ملت سره ولاړوو، امریکا اونورو بهرنیو پوځونوبه پهکومه پلمه خبل شتون ته په افغلمستانکې دوامورکړی واي اوکهورکولویې د ټول افان ملت له سرتاسري مقاومت یره به مخ وای ، ځکه هیڅوکنشي کولای د ملي/ اسلامي ولسواکۍ اوخپلواکۍ د غورځنګ په مخ کې خنډ شي،نه په ذهني اونه عملي توګه!
هله به ملل متحد هم نور نشوکولای چې د امریکا د فشار لاندې ورته پریکړې د افغانستان پر ضد صادر کړي!
دخپلواکۍ ژمنه یې هم نه ده کړې، چې ګوندې د تیرې دورې پشان به د ISI کثیف سیوری به پر هیواد نه خپریږي، د پاکستان پهمشاورینو به تکیه نه کیږي او القاعده به په هیواد کې کار نه لري!
اود خپلواک هیواد څه معنی ؟ د افغانانود فرد فرد آزادي، د اندنې او بیا أزادي، د مطبوعاتو آزادي، د ګوندونو آزادي او د هر افغان له پاره د سیاسي فعالیت أزادي لو داسې نور د خپلواکۍ ښکارندويي کوي،چې دا یوهم په کې نه وي او د هغوی پر ځای صرف طالبي دیکتاتوري وي،نوکه خپلواکي دې ډول دیکتاتورۍ ته وايي خدای خبر که څوک یې در سره ومني ۰
له بلې خوا به د ممتاز خان په شمول ټول دا مني چې دملي خپلواکۍپه قیمت امریکا حاکمیت، نمایشي انتخابات او د جنګ جګړې او بم غورځونو لاندې غربي لیبراله او فاسده خود سرانه آزادي هم نه څوک غواړي اونه د کوم مرض دوا کیدای شي! تر څو پورېچې امریکا د افغاني دولت بشپړ خودارادیت په رسمیت نه وي پیژندلی، دعسې بی واکه او بلواکه دولت لکه د کرزي په مشرۍ چې رامنځته شوی او دوام لري، هیڅکله د منلووړنه دی!
ددس دواړهنیمګړتیاو لرېکول د ټول متحد ملت رسالت دی او ددې رسالت د پوره کولوله پاره باید دواړه خواوې هم حکومت او هم طالبان ژمن شي اودملت یره یوځای هغه ګامونه پورته کړي چې د هیواد خپلواکي، اسلام او ملي ولسواکي په کې خوندي کیږي !
تر څو پورې چې صرف دا دوه خواوې ،CIA او باکفا یته (۱) سیاسي ګوډاګیان یې یوې خواته او ISI او د هغوی بی کفایته (۲) طالبان بلی خواته مطرح او د افغانستان په برخلیک لوبې کوي او دمتحد ملت په نامه دریم اړخ په سیاست کې مطرح نشي ،تر هغې پورې به د هیواد برخلیک هم د پردیو تر اغیز لاندې غوبل کیږي ۰
دغه دریم ملي الټرناتیف رامنځته کول دهیواد دملي پوهندویانو (روڼ اندو) لو په څه پوه کسانو کار دي او بس !
ـــــــــــــــــــــــــــ
۱ـــ د امریکا له پاره
۲ــ د هیواد د سیاست له پاره بیسویه


Sangar Watan
10.03.2009

[quote:dcab63b9ec]نړیوال ځواکونه د ملګرو ملتو نو د فیصلې په بنسټ افغانستان ته راغلي دي چې د سوریې په هکله داسې نه و! [/quote:dcab63b9ec]

نه وروره!
امريکی،انګليس ،کاناډا او استاليا دپاکستان په مرسته دطلبانو نظام ته سقوط
ورکړاوافغانستان ئی اشغال کړ٠
بيا ئیروسته له اشغاله دشوری امنيت نه د "ايساف"دسولی ساتنی پوځ هم 
رادعوت کړ٠مګرر سرددی هم،امريکايي پوځونه،د سوله ساتونکی يوځ له
کنتروله بهر يو پوځ دی،مستقلانه نظامي عمليات کوی او تر ټولو مهمه مګر
"پټه کړی شوی" موضوع داچه په اسطلاح دملي پوځ  دمنصوبينو معاشات
مستقيما دامريکی ددفاع وزارت له بوديجي نه حواله کيږی!اشغال تور وي
که سپين !


Ghairat
10.03.2009

[quote:52bd24b500="sangar watan"][quote:52bd24b500]نړیوال ځواکونه د ملګرو ملتو نو د فیصلې په بنسټ افغانستان ته راغلي دي چې د سوریې په هکله داسې نه و! [/quote:52bd24b500]

نه وروره!
امريکی،انګليس ،کاناډا او استاليا دپاکستان په مرسته دطلبانو نظام ته سقوط
ورکړاوافغانستان ئی اشغال کړ٠
بيا ئیروسته له اشغاله دشوری امنيت نه د "ايساف"دسولی ساتنی پوځ هم 
رادعوت کړ٠مګرر سرددی هم،امريکايي پوځونه،د سوله ساتونکی يوځ له
کنتروله بهر يو پوځ دی،مستقلانه نظامي عمليات کوی او تر ټولو مهمه مګر
"پټه کړی شوی" موضوع داچه په اسطلاح دملي پوځ  دمنصوبينو معاشات
مستقيما دامريکی ددفاع وزارت له بوديجي نه حواله کيږی!اشغال تور وي
که سپين ![/quote:52bd24b500]

څنکه به دا پوځ د CIA نه وي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰کاشکې چې طالب د ISI نه وي
یو راځي د ډانګ او بل د پړنګ سره
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰دواړه کوي لوبې د افغان سره
څنګه ساتو ځان دې خامارانو نه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰دا سوال دی مطرح له طالبانو نه
ته د ISI ، زه CIA په ضد
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ځه چې وطن خلاص کړو ظالمانو نه


عبد السلام
11.03.2009

کوردې ودان غيرت صاحب په داښکلی شعر . 

څنکه به دا پوځ د CIA نه وي

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰کاشکې چې طالب د ISI نه وي
یو راځي د ډانګ او بل د پړنګ سره
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰دواړه کوي لوبې د افغان سره
څنګه ساتو ځان دې خامارانو نه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰دا سوال دی مطرح له طالبانو نه
ته د ISI ، زه CIA په ضد
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ځه چې وطن خلاص کړو ظالمانو نه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ټولټاکنو ډرامه!!!!
دهیواد په اوسنی حالت کې ټولټاکنې دباتور صاحب په وينا  همغه ډر---آمه ده اوبس. دملی زعامت،یوالی اوټولواکۍ په نه شتون کې چې هر څوک ټاکل کیږی دپردو تالي څټﺉ مریه به وو او تالي څټﺉ مریه به وي. اوداسارت لعنتی کړۍ به دټولو په غاړه وي. نورې خبرې په دې هکله هسې ببولالې دي.


عادل عادل
11.03.2009

سلامونه

غیرت وروره

نظر او خبرې مو د سپیڅلي افغاني او اسلامي احساس زیږنده بریښي، خو د یوې پوښتنې ځواب درنه غواړم:

چې ایا دا روان مقاومت چې تاسو یې د ای-اس-ای د لاس زیږنده بولئ، په اصل او حقیقت کې زما او تاسو فرض نه دي؟؟؟

پاتې شوې ټولټاکنې، واک د چا دی؟ ځواک د چا دی؟ خاوره د چا ده؟ د ملت زړونه د چا سره دي؟؟ ارادې مو تر خاورو لاندې کیژي او په بدل کې د دښمنانو د دسیسو تمثیل کیژي، ایا دې ته وایي دیموکراسي او ولسواکي؟؟ مړي به یې هم و نه مني، خو دا چې ځنې لاسپوڅي او پلورل شوي ورته قانونیت ورکوي نو دا تر مړو هم ورتیر دي چې په ژوندئ بڼه یې خپل حواس او احساس دواړه وژلي، خدای دې اول وبښي او که بښنه نه وي نو الله دې عدل ورسره وکړي. امین


ډوکتر څپاند
11.03.2009

جناب عادل عادل صيب،
که تاسو لږ څه په ارامه توګه سا کته پورته کړۍ او ځان ته زحمت ورکړۍ چه
لږ څه ناپيلتوب هم ومنۍ،نو دا به ممکنه وي چه دهری مسلی په هکله سره بحث
او د اندونو راکړه ورکړه يا تبادله وکړو٠اوکه تاسی دو پښې په يوه موزه کی کړی
او هميشه په يوه عقیده اوسۍ چه ګواکی طالب او حزب اسلامي هميشه ښه
او نور ټول هميشه بد دي،نو داډيره مکله بريښی چه تاسوسره بحث وشي٠


Ghairat
12.03.2009

[quote:e768eb4076="عادل عادل"]سلامونه

غیرت وروره

نظر او خبرې مو د سپیڅلي افغاني او اسلامي احساس زیږنده بریښي، خو د یوې پوښتنې ځواب درنه غواړم:

چې ایا دا روان مقاومت چې تاسو یې د ای-اس-ای د لاس زیږنده بولئ، په اصل او حقیقت کې زما او تاسو فرض نه دي؟؟؟

پاتې شوې ټولټاکنې، واک د چا دی؟ ځواک د چا دی؟ خاوره د چا ده؟ د ملت زړونه د چا سره دي؟؟ ارادې مو تر خاورو لاندې کیژي او په بدل کې د دښمنانو د دسیسو تمثیل کیژي، ایا دې ته وایي دیموکراسي او ولسواکي؟؟ مړي به یې هم و نه مني، خو دا چې ځنې لاسپوڅي او پلورل شوي ورته قانونیت ورکوي نو دا تر مړو هم ورتیر دي چې په ژوندئ بڼه یې خپل حواس او احساس دواړه وژلي، خدای دې اول وبښي او که بښنه نه وي نو الله دې عدل ورسره وکړي. امین[/quote:e768eb4076]
دروند ورور عادل خانه !
احساس خو ستاسې هم راته ډیر نیک او جذبات مو پاک ښکاري ، خو ښایی تجربه
مو لا ډیره نه وي ، په دې معنی چې د هیواد د له پاره د پوځي حل لاره ستونزې نه حلوی ، بلکې نورې هم زیږوي . جګړه خپله یو حیواني عمل دی ، که هدف یې خبرو اترو ته د مقابل لوري اړویستل نه وي ، بلکې پر مقابل لوري بر لاسی ، دهغه سملول ، وهل ، وژل او یا شړل وي . دا ډول جنګونه حیوانات کوي ، خو انسانان جنګ د جنګ له پاره نه ، بلکې جنګ د سولې له پاره کوي او سوله خبرې غواړي نود خبرو تر پړاو ه پورې د جګړې غزول هدفمند بریښی او په خبرو کې مطرح کیږي چې جنګ د څه له پاره شوی او څنګه ختمیدای شي . نو که څوک د سولې په اړه تصور نه لري یا سوله ییزې خبرې ردوي ، له دې نه څر ګندیږي چې اړونده اړخ د بل چا په امر جنګیږي او یا بل څوک جنګوي او خپله ده ته دومره زیان نه رسیږي . وګوره تر څو پورې چې د جګړې په ډګر کې دواړو خواو ته افغانان ، په تیره بیا له هر چا زیات پښتانه وژل کیږي اووطن هم د افغانانو ورانیږي د CIA او ISI یې پرې څه ؟ نو هغوی به د خپل خپل مقصدونو پرته ولې او څنګه روغې یا سوله ییزې حل ـ لارې ته تن کیږدي ؟
نو ور وره ځمکه هغه سوځي چې اورپرې بل ي، په CIA او ISI خو اور بل نه دی ، بلکې ددوی اور دی چې په افغانستان او ټولو افغانانو یې بل کړی دی، د جګړې اور چې د حکومت او طالب په مرسته یې زمونږ په هیواد لګولی دی، نو ر څو پورې چې دواړه ډلې د خپلو پردیو بادارانو امر مني د جګړې اور به بل وي اوافغانان به په کې سیزل کیږي .تر څو چې سره ستړی شی او خبرو ته لار پرانیزي ! او چې داسې وي نو بیا ولې له اول نه د خبرو لار نه رانیسو ؟ ولې خبرو ته تیاری نه لرو ؟


عادل عادل
12.03.2009

سلامونه

محترم ورور فرید بې صدا

تاسو د ناپیلتوب خبره کړې، که زه افغان او مسلمان نه وای نو بیا ستاسو خبره د منلو وړ مناسبه مشوره ده.

که خدای مکړه څوک ستاسو د کور او انګر په حریم په زور او کبر تجاوز وکړي، نو پدې حالت کې به تاسو د ځان په حق کې د ناپیلتوب فورمول څنګه تطبیقوی؟

هو، که چیرته دغه تجاوز ستا د ګاونډي د کور پر حریم وشي نو بیا کیدای شي د ناپیلتوب لاره غوره کړی، په دې اساس پکار ده چې د افغانستان د غمیزې په اړه بهرنیان او ګاونډي ناپیلتوب ته راوبولو نه د کور څښتنان؟؟

زه نه تنها چې د ناپیلتوب لپاره موجه دلیل نلرم بلکه د ټولو هغو اصطلاحاتو مخالف یم چې له مخې یې زمونږ د وطن غمیزې ته "شخړه " یا " لانجه" ویل کیژي.

شخړه یا لانجه خو د یو داسې څیز پر سر وي چې د ملکیت حق یې یوه طرف ته هم ثابت نه وي او دواړه اطراف یې د لاسته راوړلو په هڅه کې وي، په داسې حال کې چې زمونږ د وطن ملکیت ، خپلواکي او تصرف دشک نه پرته د افغانانو حق دی او هر ظالم چې د چا په مشروعه حقه حقونو تیرئ کوي د منازعې یا شخړې طرف نه بلکه متجاوز او تیرئ کوونکئ بلل کیژي.

ښاغلئ غیرت صیب

په افغانستان کې جنګ زما او ستا په منځ کې نه دئ چې حیواني نوم ورکړو، لکه څنګه چې تاسو ویلي ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل دی، دغه جنګ پر مظلومو او ډیرو ستومانه افغانانو تحمیل شوی دئ، د نړئ د هاخوا نه شنه او سره فوځیان د ناچارئ او مظلومیت له وجې زمونږ خاورې ته نه دي راغلي بلکه د غرور، کبر او زور له شوق او کیفه څخه یې زمونږ پر خاوره يرغل راوړئ، او زمونږ خپلواکي یې تر جدي سوال لاندې راوستې ده، نو د خپلې خپلواکئ او ازادئ د اعادې لپاره زما او ستا د تش لاس مقاومت، هڅو او یا هم دیپلوماتیکه مبارزه به هیڅکله د غرور، کبر، زور، شوق، مستئ او یا د چا د هڅونې په بنا نه وي ولاړ بلکه یو ناخواسته او د مجبورئ له وجې تپل شوی او تحمیل شوئ حالت به وي چې د حل اسانه او ساده سر یې د همغه مغرور او متجاوز طرف په واک کې دئ چې زمونږ ارادو ته په احترام قایل شي او د یوه سیال هیواد او ولس په توګه راسره برخورد وکړي.

زمونږ بحث او یا د وروڼو سره مخالفت د خپل وطن، دین، او خپلواکئ سره د مینې او احساس یوه برخه ده، نه یوې مشخصې ډلې او سازمان ته ځان منسوبول .

ستاسو د نظریاتو په تمه


هیښ
13.03.2009

سلامونه

دښاغلي عادل صاحب ددې پوښتنې :

[code:1:30718a1339][quote]غیرت وروره

نظر او خبرې مو د سپیڅلي افغاني او اسلامي احساس زیږنده بریښي، خو د یوې پوښتنې ځواب درنه غواړم:

چې ایا دا روان مقاومت چې تاسو یې د ای-اس-ای د لاس زیږنده بولئ، په اصل او حقیقت کې زما او تاسو فرض نه دي؟؟؟ [/quote][/code:1:30718a1339]

ځواب باید هغه اشخاص ووائې چه دیوه لوری نه د افغانستان دخپلواکئ او داشغالګرانو دمنګولو نه دوطن دنجات مدعیان دي او دبل لوری نه دمقاومت په نهضت دآی،اس،آی سره داړیکو تورونه واردوی .که په خپله ادعا کې صادق وی نو دوئ دخپلواکئ دلاسته راوړلو او داشغالګرانو دویستلو له پاره کومه عملی مبارزه(سیاسی یا نظامی )کړې ده او که نه؟
او يادحسداو یا بلې انګیزې له مخې دا ډول قضاوت کوی؟

بل داچه ښاغلئ غیرت صاحب !
ستاسو دفرمودې سره چې:

[quote][code:1:30718a1339]خو انسانان جنګ د جنګ له پاره نه ، بلکې جنګ د سولې له پاره کوي [/quote][/code:1:30718a1339]

داسوال راپورته کیږي چې :
ایا دغربی جنایت کارانو دامریکا په مشرئ زموږ په وطن تجاوز او دافغان خواروولس سره جګړه هم دسولې دراوستلو دپاره ده او که دبل هدف دپاره ؟
که دسولې دراوستلو دپاره وی ،بیانو ستاسو دریځ دسوله غوښتونکي په عنوان ددوئ په ضد باندې مؤجه نه دئ او که دبل هدف دپاره وی نوستاسو دامقوله چه انسانان جګړه دسولې دپاره کوی هم دعقل په کاسه کې نه ځائیږي.
واقعيت دادئ چه جنګ دزورورو او ظالمانو له لوري ددوئ دحيواني خوئ له امله په مظلومواو مستضعفو باندې تپل کيږي .له دې کبله دتجاوزګرانو جهت يي رښتيا هم ستا په خبره حيواني دئ ،مګر دمظلومانو له لورئ يې د خپلو حقوقو ددفاع په منظور مقدس دئ او دهمدغه تقدس په اساس انسانان دخپل قيمت ترين نعمت نه چه ژوند دئ ورته تيريږي ،ترڅو دزورورو دوحشت مخه ونيسي .

مننه


Ghairat
16.03.2009

هيښ صيب او ټولو دوستانو ته سلامونه ٠

[quote:3494b15a0d]چې ایا دا روان مقاومت چې تاسو یې د ای-اس-ای د لاس زیږنده بولئ، په اصل او حقیقت کې زما او تاسو فرض نه دي؟؟؟ [/quote:3494b15a0d]
دا پوښتنه باید له هر وسله وال پاڅون څخه مخکې مقاومت کونکي مطرح کړي، ملت ته قناعت ورکړي اوورته ثابته کړي چې د پردیو لاس په مقاومت کې نشته، صرف د ملي او اسلامي وجیبې په تلسټ مقاومت کوي . څو ټول ملت یې ملاتړوکړي۰
په جهادي تنظیمونوکې لا ISI لاسوهنه د طالب غورځنک په پرتله کمه وه، خو بیا یې هم زمونږ هیواد دمجاهدینو په ډلووران ویجاړ کړ، نو د طالبانو قدرت چې په داقعیت کې به د ISI مستقیم قدرت وي، د طالب د لومړۍ دورې څخه به د ISI لا قهر امیزه دیکتاتوري وي، نو فکد وکړئ چې نه یواځې وطن به اشغالوي بلکې ملت به زندۍ کوي، په تیره بیا پښتانه به د تاریخ کندې ته غورځوي، او یا به یې له سیلمې په حلقه بګوش مریانو اړوي، اوچې دومره لوبې یې د طالبانو په لای په پښتنووکړې دا لوبه هم پرې کولی شي چې هیواد موتجزیه پښتانه له پاکستان سره د یوډول اسلامي خلافت یا کنفدریشن په نامه او نعوذ بالله الحاق کاندي۰ اوتل یې لکه د پخوا په شان چې پښتانه به کله د ایران اوکله د هند له پاره د لجیرو جنګیالیو په توګه جنګیدل بیرته همغه د پخواني وسله والو اجیرانوپه توګه د پنجابی بادارانو له پاره جنګیږی، بل به دوی د پنجابیانو په مریتوب کې دوی څه رول ولوبوي اوکومه دنده به تر سره کړي ؟
پاتې شوه سیاسي مبارزه،نو ددې له پآره هم لومړی د طالبانو استقلالیت ته اوملاتړ ته اړتیا ده، یعنې ملي سیاسي مبارزه اوملي وسله واله مبارزه باید یو دبل بشپړونکې اوملاتړ لرونکې وي، داسې نشي کیدای چې وسله واله مبارزه دې دISI
په مشرۍ د پردي هیواد له پاره روانه وي او سیاسي دې بیله ، د ملي ډلو له خوا پرمخ وېوړل شي۰
وسله واله مبارزه هم ملي سیاسي مبارزه غواړي چې متآسفانه د ISI د مشرۍ له کبله یې طالبان نشي کولی ، یا اجازه نه ورکوي چې ملي سیاسي مبارزه وکړي، او یا خوطالبان ورته دومره بیسده ناپوه ښکاري چې له ملي ګټو څخه یې ناخبره کارولی شي۰
خوپه مجرد ددې چې د طالب مشرتابه ملي مبارزه هم پیل کړي دهیواد ملي روڼ اندي به د ملي سیاسي مبارزې غورځنګ پیل کړي، کهنه تر هغې پورې به ملي سیاسي مبارزه هم د طالبانو ، هم دامریکایانواوهم د دولت پر ضد مخته بیایي ،نو
په یوه وخت کې د درې ملي ضدو جبه و په وړاندې مبارزه چا ته که ناممکنه نه وي نو آسانه خوورته نه بریښي ۰
نو طالبان دې ملي اسلامي طرحه یا بلاتفورم وړاندې کړي، بیا به یې وګورئ چې
څومره ملي ځواکونه به هم په سیاسي اوهم په وسله واله توګه فعال شي!
دا حقیقت دی او هیڅوک [quote:3494b15a0d]دحسداو یا بلې انګیزې له مخې دا ډول قضاوت [/quote:3494b15a0d] نه [quote:3494b15a0d]کوی[/quote:3494b15a0d]
[quote:3494b15a0d]خو انسانان جنګ د جنګ له پاره نه ، بلکې جنګ د سولې له پاره کوي
داسوال راپورته کیږي چې :
ایا دغربی جنایت کارانو دامریکا په مشرئ زموږ په وطن تجاوز او دافغان خواروولس سره جګړه هم دسولې دراوستلو دپاره ده او که دبل هدف دپاره ؟[/quote:3494b15a0d]
مطلب داچې که امپریالستان جنګ دجنګ له پاره کوي دا دانسانیت پرضد جنګ دی، ځکه چې دانسان جنګ د سولې له پاره کیږي ، د خلکو جګړه د یو انساني هدف او له هغې جملې څخه دملي ازادۍ ،حق اوعدالت له پاره وي چې په لاسته راوړلوسره یې سوله خوندي کیږي، نو که هدف لکه ملی أزادي لاس ته راتلای شي او سوله پرې رامنځته کیږي . خو یوې وسله والې ډلې ته په یو اړخیز ډول قدرت په لاس نه ورځي اوخاص د همدې له پاره جنګ جګړې ته دوام ورکوي، نو دهیواد أزادي هم تر خپل قدرت قربانوي ،په دې حالت کې که قدرت ته ورسیږي هم سوله منځته نه راځي ،ځکه دهدیرو سوله جنګونه کري اونورې جګړې زیږوي لکه د مجاهلینوقدرت چې د طالیانوجګړې رامنځته کړې، د طالبانو قدرت د شمالي ټلوالې اوامریکایانوتیری را منځته کړ، د امریکایانوقدرت بیا د طالبانوجګړې وزیږولې او د هغوی یواخیزه قدرت به کورنۍ جګړې رامنځته کوي اود ISI په مشرۍ به هیواد د تجزیې په خطر ګواښي ۰
دلته نونه یواځې انسانیت نور نه لیدل کیږي بلکې سوله هم ناممکنه بریښي ۰
نو دامقوله چې تیري کونکي نه بلکې [quote:3494b15a0d]انسان جګړه دسولې دپاره کوی [/quote:3494b15a0d]هم دعقل په کاسه کې ځائیږي او هم د زړونو په کعبه کې!

مننه


pattang
17.03.2009

غيرت صيب !
د ISI دتيوري سبوت څوک نلري که فرضا وئې هم لري هغه ملګرتيا موقتي ده ،
ابدي قرارداد څوک نشي کولی او نه يې کړی دی که ملګرتياوي ترنو هدفه پورې
به وي اوبس٠
دافغانستان تجزيه دپاکستان په ګټه نه بلکې په نقص يې تماميږي٠
ته هروخت دطالب له دريځه نارې وهې ، خو دهغوی دريځ :
"خارجيان دې افغانستان پرېږدي ، جګړه يې يواځې غيرې انساني او اسلام ته
په بده او سپکو سترګو کتل دي " ته ولې لدې پاک دريځ څخه پښه اړوې ?
نو وروره لدې نه بل ښه دريځ چېرته شته ? چې هم ملي دی او هم اسلامي٠
ته دتجزيې خبرې ليکې ! افغانستان (ننی مساحت ) په قرنو قرنو دنورو پرديو تر
يرغلونو لاندې راغلی خويووخت هم دتجزيې غږ ندی پورته شوی نو اوس چې طالب
راځي ولې دتجزيې غږ پورته کيږي ، دغه تيوري تر طالب پورې نده تړلې دا فکرونه
تل لکه ولکان پټ فعال و٠ افغانستان د يوه واحدپه شکل ميراث پاته شوی دی ، دافغانستان نور ميليتونه چا پر زور ندي نيولي ، يووالی يې په هغه چافرض او
ناموس دی څوک چې په کابل کې حکومت کوي او پښتانه يواځېنۍ قدرت دی
چې دا کار کولی شې .


باتور
18.03.2009

ټولو ته سلامونه او احترامونه !

د افغانستان تجزيه په غير مستقيمه توګه د کارمل له راتګ سره پيل سوه، د نجيب په دوره کي يې بازار لا ګرم سو او د رباني د حکومت په وخت کي تکميل ته ورسېده. .
طالبانو د سقاوي د دورې د تجزيې ټغر ټول کړ، ٩٠ ٪ خاوره او خلګ يې د مرکزي حکومت تر بيرغ لاندي ودرول. . . . د طالبانو له سقوط نه وروسته تر دا نن ورځ پوري بيا د وطن تجزيه په چټکتيا سره په مخ روانه ده، روسيه په شمال کي خپل لاسپوځي سمبالوي، ايران له هزاره جاته تر هراته خپل هممذهبيان کلکوي، په قندهار او هلمند کي خپل سره حاکمان ناست دي، له قندهاره را نيولي ترننګرهاره بيا نوري بابولالي دي، پاته سو صرف کابل، کابل خو هسي هم د خواري کونډي خورجين ده، هر څوک لاس په کي ننباسي. .

څوک چي وايي طالبان به وطن د پاکستان په ګټه تجزيه کړي، هغوی غواړۍ چي د خلګو پام له دا اوسنی پر مخ رواني تجزيې څخه واړوي . . د طالبانو تر ټولو زياتره تلفات د مزار په نيولو کي ول، که له دوی سره د تجزيې فکر وای نو مزار به يې دوستميانو ته ورپرېيښی وو!

په درنښت


هیښ
21.03.2009

سلامونه

درنو وطنوالواو ښاغلئ غيرت صاحب!

که دمقاومت په جبهه باندې چه په سر کې یې دطالبانو اسلامي تحریک او دافغانستان اسلامي حزب قرار لری ، ځنې نور انتقادونه ونیول شی چې دهغوئ دسياسي زغم كموالئ،دزمانې دشرایطو او حالاتوسره دسرزورئ برخورد او زموږ دټولنې ذهنی او عینی شرایطو ته ژوره نه پاملرنه او دیوه زورواکه او مطلقه سیستم په ځائ دیوه ولسی اقتدارنه قائمول ترې مقصود وی دا به ډیره بهتره وی ،نظر دې ته چه تل دآی ،اس،آئ خسته کنه ،مکرره ،بې بنیاده، ګمانی او خیالی سندره چه دجنګی جنایت کارانواو دهغوئ دولی نعمتانو له لوری دخپل جنایت دتداوم دپاره په کاذب ډول کمپوز او ادیت شوې په همغه ترنم او زور اوزېر ووایو او تکرار ئې کړو .البته دا خبره دهغه چا په ادرس ویل کیږی ،چه دافغانستان ملی ګټې ،ملی ازادئ او خپلواکئ ،د سیاسی اقتدارسپارل وولس ته ورته مهم او محترم وی او دپردیو دوحشیانه او ظالمانه تجاوز او اشغال سره دزړه له کومي او دخپل بیداره ضمیر په امر سره مخالفت لری .

که داسلامي امارت په دوره کې دجنګی جنایت کارانو نشراتو او تبلیغاتو ته یو سرسري نظر واچوو ،نو هغه وخت پاکستانی او ایرانی تنظیمی جنایت کاران چه دوولس دقهر اوغضب سره مخامخ شول او ددې وحشیانو دوحشت دختمولو له پاره ئې نوئ تحریک را منځ ته کړ او ددې تحریک سره ئې خپل هر اړخیز ملاتړ عملا شروع کړ او جنګي جنایت کاران ئې دسیاسی صحنې څخه وشړل نو دا د آی ،اس،آی غوږځوروونکې او دلخراشه ناره ددوئ له لوري را پیداشوه او دطالبانو اسلامی تحریک دامریکایانو اود آی،اس،آی د ګډې پروژې تر نامه لاندې معرفی کیدلو او دبهرنیانو دمنافعو حمایت کوونکی بلل کیدل ،خو وروستنیو حوادثو ددې پوچې ادعا معکوس لورئ ثابت کړ او داواضح شوه چه که تحریک دبهرنیانو خصوصاد امریکایانو او پاکستانیانو په لاس اوددوئ داهدافو دلاسته راوړلو له پاره منځ ته راغلئ وی اومستقل نه وی ،نو بیا دڅه له پاره دا په ثمر رسیدلې پروژه دخپلو طراحانو له لوری له منځه ځی ؟
او یا دوئ (طالبان )ولې دهغه چا په مقابل کې چه ددوئ دظهور اوکامیابئ سبب شوي وو او دمستقیم او یا غیر مستقیم حمایت لاندې یې وودتضاد او دښمنئ موقف ونیو ؟یوسازمان چه وابسته وی او دملی منافعو په ځائ ورته خپلې سازمانی منافع هغه هم دنورو په همکارئ کې ورته اولویت لری ،دڅه دپاره او دکوم قیمت دپاره اودکومې انګیزې په اساس دسیاسی قدرت ټول امکانات او مزایاوې قربانی کوی او له لاسه ورکولو ته یې تیاریږې اودخپل بادارپه مقابل کې بغاوت کوی او دمبارزې ،جهاد او شهادت ستونزو او ناخوالو ته حاضریږی ؟یوتحریک چه خپل استقلال ونه لری نو طبعادهغه تصمیمونه او فیصلې هم خپلواکې نه وی او دهغه چا دلوری دیکتې اورهبری کیږی چه دسازمان واک یی په لاس کې دئ ،نو دهغه وخت دحوادثو او واقعاتو دبروز مسؤلیت هم باید په خپله غاړه واخلی بیا دنوکرانو او مزدورانو څه ګناه ده ،هغوئ خو یو انفعالی رول لری او داوامرو داجراکولو وظیفه لری ،نه دعواقبو.

دبلې خوانه هر سازمان چه وولسي پایه ونه لری ، دبهرنیانو په واسطه منځ ته راغلئ وی ، دهغوئ دلاس اله وی او ټول رازونه ،تشکیلات او پلانونه يي ایجادکوونکیوته معلوم وي نودهغې دمنځه وړلو او نابودولوطریقه او قدرت هم ورسره موجودوی،یو څوک چې جوړول کولائ شی نو دړنګولو په طریقه ئې هم بلدوی اولکه څنګه چې یی اسانه ایجادکړئ وپه همغه شان یی له منځه وړل هم ورته ګران کارنه وي ،خو دطالبانو په برخه کې داپرنسیپ عملي نه شو .

دا ټول سوالونه او ورسره تړلي مسائیل که په سړه سینه او دعقل او ژور تفکر په تله وتلل شی دا روښانه کیږی ،چې دطالبانو اسلامي تحریک یوسوچه ملی،اسلامی او افغانی بنسټ لری او دوولس دبطن نه زیږدلئ او راپورته شوئ دئ او په ټولو تصمیمونو او پریکړوکې یی دملی او افغانی او اسلامی ګټواو اصولو په نظرکې نیولو سره عمل کړئ او دبل چا داوامرو او هدایاتو تابع او پیروي یې نه ده کړې .خپل استقلالیت ئې دداخلی خائینانو او خارجی استعمارګرانو او زورورو په مقابل کې دملی ارزښتونو او ګټو ددفاع په هکله اثبات کړئ او دملي ارزښتونو او ګټو په سرئې دهیڅ چاسره معامله او مصالحه نه ده کړي ،ولو که دا موقف دډیرو مادی او ځانی تلفاتو سبب هم شوئ دئ او دسیاسی قدرت په له لاسه ورکولو هم تمام شوئ دئ .مسئله دانه ده چه دا برخوردونه څومره علمی ،منطقی ،مناسب او په ځائ وو او ضمنی ګټه ئې لږ وه او که ډیره ، بلکه دهغوئ داستقلالیت او قاطع پریکړو په هکله ئې هر شک او تردید نفی کیږی او دکوم سوال ځائ نه پیداکیږی .

زموږ په عصرکې چه تقریبا دنړئ ټول ازادي غوښتونکی سازمانونه او حرکتونه داستعمارګرانو او متجاوزینو په مقابل کې دتسلیم او یا کامپرومایس لاره نیولې او خپلي ټولې غوښتنې ،ارمانونه او اډیالونه ،مبارزې او هلې ځلې ئې چه دوولسونو دحق خودارادیت او په خپل لاس دخپل برخلیک دټاکلو دپاره لرلې دخپلو شخصی او سازمانی هوسونو اوکاذبو هیلو نه قربانی کړل او دوولسونو غوښتنو او حقونو ته ئې شاکړه.
یوازینئ تحریک چه دازادئ او خپلواکئ غوښتنې داعیې ته وفاداره پاته شول او دحق ،انسانیت او خپلواکئ غوښتنې سنګر ئې په ډیره میړانه او شهامت وساته او په خپلو وینو ئې ددې مقدس سنګر نه دفاع وکړه او پری ئې نه ښوده چه داستعمارګرانو ،متجاوزینو او اشغالګرانو له لوري فتحه او تسخیر شی دطالبانو اسلامی تحریک دئ .

څه شول هغه دښي او کیڼ اړخ ډنډوره چیان چه د استعمار، امپریالیزم او استثمارګرانونه دوولسونو دنجات ډنډورې به ئې وهلې ؟ څه شوه هغه طبقاتی مبارزه ؟ ولې نن دهمغه نړئ خور امپریالیزم دوحشت او ظلم په لنګرکې په ډیرذلت او پستئ مریدان او ملنګان شول اوددوئ خیرات او صدقې ته ئې کچکول ونیو؟
چیرې دی هغه ددین ټکه داران چه په یوه لاس کې به ئې قران نیولئ وو او په بل لاس کې توره او دوطن دازادئ او اسلامی شریعت دانفاذ چیغې به ئی په دومره شدت وهلې چې حتا دکفارو دسیوري دویشتلو امر به ئې صادرولو او دکفاروسره دلفظی ردوبدل عمل ئې شرک ګاڼه ؟او نن ورځ په خپله عمامه او ګیره دامریکایی اشغالګرانو ناولې دروازې جارو کوی اودپښو ګردونه ئې دخپلو سترګو رانجه کړی دي ؟ولی ددې ورځني وحشت ،تیري ،ظلم او دافغانانو په ویر خپل غږ نه اوچتوي؟
ایاپه افغانی نوامیسو وحشیانه یرغل جریان نه لری ؟
ایاملک دغربی استعمارګرانو له لوری اشغال شوئ نه دئ ؟
ایازموږ دملی مقدساتودسپکوالی او نابودولوعملیه په زور ،تزویر او شیطانت سره دخارجی اشغالګرانو او داخلی خائیانو په وسیله روانه نه ده ؟
ایا دافغانی میرمنو پت او عزت سره لوبې نه کیږی؟
او په لس هاووداسې ناکردې او نارواوې .

ددې غیرانساني وضعیت په موجودیت کې چې افغانی روشنفکر ،روحاني ،وطنپرست،ازادی غوښتونکئ ،خپلواکئ غوښتونکئ ،حق طلب،سیاست مدار،عالم ،مسلمان ،کمونست ،ملت پال او...... دملت سره غمشریک نه شی او دوولس دمظلومیت ناره پورته نه کړی او په د روان وحشت سترګې پټې او غوږونه کاڼه واچوی نو څه وخت به خپل ملی ،دینی ،انسانی او افغانی فرض اداکوی ؟
ایا دارنګه دریځ ددوئ هغه ادعا چې دافغانيت،اسلاميت اووولسونوداقتدارنه ددفاع په هکله ئې لري اوتبلیغوی د پوچوالی ، دروغو اومکر نه حکایت
نه کوي ؟

ترټولو ډیره دبدمرغئ خبره دا چې هغه چا چه د متجاوزینو او اشغالګرانو دوحشی اعمالو دختمولو او له منځه وړلو له پاره په تش لاس او دالله (ج) په توکل او په خپل وولس دتکیې سره دمقاومت او مبارزې له پاره په ډیره ایماندارئ او پاکئ سره ملا تړلی او هر رنګه سرښندنې او قربانئ ته ئې تن ورکړئ په ډیره بې پروایئ او بې مسئولیتئ د آی ،اس،آی او یا نورو سره دتړاو په تور بې له ثبوته او سنده تورنوي او دجنګی جنایت کارانو او وولس دقاتلانو په پله پل ایږدی او دهغوئ ضدملی او ضد افغانی دریځ په غیر مستقیمه توګه تقویه کوی او په خوساشوي کالبودکې یې سا ور پو کوی ،همدارنګه په دا رنګ موضع ګیرئ او قضاوت سره دمتجاوزینو او اشغالګرانوغیر انسانی اعمال دافغان وولس په مقابل کې دتوجیه وړ ګرزوی .
ایا داسې دانصاف نه لیرې برخورد دمقاومت دنهضت په مقابل کې په لوئ لاس دمقاومت راډیکال کول او دنورو په مقابل کې دتحمل او زغم د تقوا نه لیری ساتل نه دی ؟
چې ملت پالان او دخپلواکئ غوښتونکی دمقاومت د نهضت سره په دې شکل برخورد کوی او ددې په ځائ چه دمقاومت دنهضت سره اخلاقی همبستګی وښیی،دتخریب اوتوهین لورئ ئې نیولئ دئ ،نو څرنګه به هغه باور ، اعتماد او دمتقابله احترام فضا چه افغان وولس په دمقطع دزمان کې ورته اشد ضرورت لری رامنځ ته شی او د یو سراسری تفاهم اومذاکرې زمینه به مساعده شی .
که هدف دافغانستان ازادی ،خپلواکی اود وولسی اقتدارپه لاس راوړل او قائیمول وی ،نو دتورونو او تهمتونو په ځائ باید دسازنده انتقاد لاره ونیول شی او په اخلاص سره هغه نیمګړتیاوې او نواقص چه په هر لوری کې موجودوی ،بېغرضه په ګوته شی او داصلاح لارې او چارې ئې ولټول شی ،نه چه دنفرت ،دښمنئ او درزاچولو پالیسی تعقیب او تبلیغ شی او ددې په ځائ چې دمتجاوزینو،اشغالګرانو او ملی خائینانو په مقابل کې مشترکه او کلکه جبهه جوړه شی ،خپل منځی کرکې تولید او تقویه شی.

انتقاد او نيوكه دهرچا طبیعی حق دئ .په سالم انتقاد سره دعقل بیدارتیا او هوښیاري رامنځ ته کیږی او اصلاحات راځی.لاکن تورونه او تهمتونه کینه،نفرت اوکرکه زیږوي او دتفاهم په ځائ دښمني جوړوي او دمسائیلو دحل په ځائ کړکیچونه نورهم زیاتوي .
که دافغانستان دمقاومت په ضد ددومره بې بنیاده او اغراق امیزه تبلیغاتو په ځائ ،دروان مصیبت داصلی عامیلینو چه جنګی جنایت کاران ،ملی خائینان ،دغربیانو لاسپوڅی او امریکائي متجاوزین او وحشی اشغالګران دي په هکله دهغه چا دلوری چه ځانونه اسلامی ملت پاله دموکراتان بولی یوه کره او غوڅه موضعګیری اختیارکړې شوې وئ او خپلې خولې او قلمونه ئې دهغوئ دفجایعو دروښانه کولو په مقصد وراړولی وائ او دهغوئ دناولو څیرو په رسواکولو او پیژندلوکې یې خپله ملي ،اسلامی اوازادئ ته دتعهد فرض ادا کړئ وئ ،یقیناًچه دملک مشکلات به تر یوې اندازې کم شوی وو،دمقاومت ډیرې نیمګړتیاوې به له منځه تللې وې او دپردیو په لاس کې دلویدو تشویشونه به هم نه پیدا کیدل او دمقاومت ګذارونه او ضربې به نورې هم مؤثرې او کاري ګرزیدلې وی ،ددې تراژیدي عمر به لنډ شوئ و،جنګي جنایت کاران او اشغالګران به هم ډیر ژردتیښتې دپاره تیارشوي ؤ.
مګر دهمدې په اصطلاح سیاست پوهانو ،باسوادانو اوکارپوهانو غیرواقعبینانه او خودخواهانه دریځ دمقاومت دنهضت په مقابل کې داشغالګرانو سترګې دحقایقو په لیدو کې ړندې کړې او دخپل وحشت او اشغال په دوام کې ئې خپلو چټلو هدفونوته درسیدوپه هکله امیدواره کړل او خپل مذبوحانه تلاشونو ته ئې ادامه ورکړه او دوحشت لړئ ئې جاری وساتله.

دافغان وولس ننئ مصیبت دجنګی جنایتکارانوپه محاکمه کولو،داشغالګرانواو متجاوزینو په شړلو ، دخپلې عامې او تامې خپلواکئ په لاس راوړلواود یوه وولسي نظام په قایمولو سره له منځه تللئ شی او دې لوئ هدف ته درسیدو دپاره دټولو په وطن ،دین ،وولس او ازادئ مینو اشخاصو ،ډلو ،سازمانونو او تحریکونوهراړخیزې او صادقانه همکارئ او لورینې ته، سوا ددوئ دشخصي ،سازماني او تنطیمي افکارو او ګټونه ، اشد ضرورت دئ چې دافغانستان دتاریخ په دې حساس او دوړن حالت کې ئې دبیان او عمل په ډګرکې باید پیاده او په اثبات ورسوی او په خپلو تلاشونو او قربانیو سره دافغان وولس دې روانې
غمیزې ته دپائ ټکئ کیږدي.

مننه


Ghairat
21.03.2009

ښاغلی هیښ صیب او درنو لوستونکو ته سلامونه اونېکې هیلې!
تاسې ډبره ښه خیره کړې چې که
[quote:d9f283ba22]دهغه چا دلوری چه ځانونه اسلامی ملت پاله دموکراتان بولی یوه کره او غوڅه موضعګیری اختیارکړې شوې وئ او خپلې خولې او قلمونه ئې دهغوئ دفجایعو دروښانه کولو په مقصد وراړولی وائ او دهغوئ دناولو څیرو په رسواکولو او پیژندلوکې یې خپله ملي ،اسلامی اوازادئ ته دتعهد فرض ادا کړئ وئ ،یقیناًچه دملک مشکلات به تر یوې اندازې کم شوی وو،دمقاومت ډیرې نیمګړتیاوې به له منځه تللې وې او دپردیو په لاس کې دلویدو تشویشونه به هم نه پیدا کیدل او دمقاومت ګذارونه او ضربې به نورې هم مؤثرې او کاري ګرزیدلې وی ،ددې تراژیدي عمر به لنډ شوئ و،جنګي جنایت کاران او اشغالګران به هم ډیر ژردتیښتې دپاره تیارشوي ؤ. [/quote:d9f283ba22]

يو غورځنګ چې یو ځل قدرت ته رسیدلی او ۵ کاله یې حکومت هم کړی وي او بیا بیرته مقاومت ته اړوتی وي، سیاست یې د سولی او جنګ دواړو په بهیر کې له چانه پټ نه پاتې کیږي او دې ته اړتیا نه لري چې په ښه شعارونو د خلکو باور نوی راوپاروي، بر عکس په نوې طرحې نوی عمل اونوی سیاسي لار کولی شي خپلې نیمګړتیاوې رفع کړي اود ملت باور پر ځان بشپړکړي!
هو ،
[quote:d9f283ba22]که هدف دافغانستان ازادی ،خپلواکی اود وولسی اقتدارپه لاس راوړل او قائیمول وی ....باید دمتجاوزینو،اشغالګرانو او ملی خائینانو په مقابل کې مشترکه او کلکه جبهه جوړه شی ،[/quote:d9f283ba22] نو له دې سره طالبانوته پکار دي چې لومړی دا لاندې غوښتنې پلې کړي :

۱ ــ ملي مقاومت تعریف کاندي او د هغې ټوله لوخه، منځپانګه او اړینې غوښتنې له ملت سره مطرح کړي ځکه هر اسلامي خوځښت په اتوماتیکه توګه ملي نه وي، عربي، پاکستاني او د القاعده حرکتونه هم د اسلام په نامه پېژندل کیږي .

۲ ـــ د اسلامي غورځنګ ملي چوکاټ اوملي معیارونه د سیاسي حدود او مشخصاتو په شمول ټول وټاکي او خلکو ته یې اعلام کړي .

۳ــ په ملي اسلامي قدرت کې د ټولوورونوقومونوهغه ونډه څرګنده کړي چې د ملت وحدت پرې رامنځته کیدای اوغوړېدای شي . دغه ونډه باید د لومړۍ انتقالي
دورې له پاره په فوقالعاده توګه اووروسته بیا د ټولټاکنوله لارې تضمین شي۰

۴ــ ملي اسلامي ولسواکۍ ته تن کیږدي او یو اساسي قانون ومني چې په هغه کې د اسلام، ملي ګټو اوملي ـ اسلامي ولسواکي ساتنه او پالنه خوندي وي او له زورواکۍ سره په هرنامه چې وي د تل له پاره خدای پاماني وکړي!

۵ ــ له ملت او نړیوالې ټولنې ( یونو ) سره ژمنه وکړي چې آزادې، مخفي ، عامې او ولسواکیزې ټولټاکنې به د پراختلسټه حکومت په لومړیو ۹میاشتوکې تر سره کیږي

۶ــ د قدرت منبع به افغاني مسلمان ولس (امت ) وي اوددوی منتخب استازي به د حکومت واګی د ۴ کالو له پآره په لاس کې نیسي !

دا د ملت غوښتنې دي، طالبان دې څرګنده کړي چې په پورتنیو ګڼوکې دوی کومه ماده مني اوپه دې کې داسې کومه ماده هم شته چې طالبان یې نه مني او ولې ؟؟؟؟

که طالبان د پورتنیو مادود منلوتضمین ورکړ، افغانان به هم پرې باور پیدا کړي چې خدایږو دوی هسې نه جنګیږي او په سر کې هم یوڅه معنی لري چې دملت له پاره یې خدایږو تر طلا و هم ارزښت زیات دی! هله به وګورئ چې مسلمان افغان ولس له کچه تر بچه د انګلو امریکايي استعارچیانو پر ضد د ملي اسلامي مقاومت لیکو ته وردانګي که نه!
نواوس تاسې وواسایت چې آیا تر اوسه پورې ددوی مخه د طالبانو شعوري، سیاسي، پوځي او شتراتیژیکي نیمګړتیاو ډب کړې ده او که په طالبانو کې کومې بهرنۍ لاسوهنې؟
که د خپل ټول افغان ملت پورتنیوغوښتنو څوک مثبت ځواب نشي ویلی که هغه قدرت ته ورسیږي اولس ته به دڅه زیری راوړي (؟) پرته له دې چې د اسلام تر پردې لاندې خپل زاړه حامیان د امریکایانو په ځای انسټال کړي ۰
همدا څوونۍ وړاندې ملا عمر د لرو قبایلو په طالبانوغږ وکړ چې د پاکستان په وړاندې مقاومت مه کوئ، ځکه چې هغه یو اسلامي هیواد دی او پر ضد یې جهاد نه کیږي ٠
هو ، متل وايي چې که غوا توره ده شیده یې سپین دی، نو که لوی ملا صیب هر څومره افغاني طالب دی، فتوه خو یې بیا هم ټوله د ISI په ګټه ده، نو أیا دې ته به  هم هغه کړۀ وایو چې له ISI څخه د طالبانو استقلالیت په ګوته کوي (؟)، که څنګه.؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more