نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ددریمی نړۍ دهیوادونو لپاره کوم نړيوال سیاسي نظام په نسبي توګه ښه تمامیږي؟
و.افغان
10.03.2009
درنو او محترمو وروڼو سلامونه او نیکی هيلی می ومنئ
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
وختونه او حالات ډیر په تلوار سره بدلون مومي، شل کاله مخکي په نړۍ کې دوه قطبي نړيوال
سياسي نظام وو، چې يو اړخ ته يي شوروي او دهغی لاندی حليف ملکونه وو، او بل اړخ ته
امريکا او دهغی لاندی حلیف ملکونه وو، شوروي داقتصادي کړکيچونو او دوسلو دمډرن والي دنسبي تخلف په اړست له مدار څخه ووت، او تنها امريکا دهرم په سر کې پاتی شوه،
او دادی دشلو کالو راهيسي په نړۍ کې يو قطبي نظام چليږي، خو سياسي محللین دغه
يو قطبي مرحله يوه انتقالي مرحله بولي، او په دی اند دی چې ډیر ژر به ورپسي دمختلفو
قطبونو ګډ شريک نړيوال سياسي نظام رامنځ ته کيږي.
دغه دريواړه نظامونه په دریمی نړۍ باند خپل مستقیم تأثيرات پريباسی، نو لکه څنګه چې
زمونږ هيواد ددریمی نړۍ له هیوادونو څخه ګڼل کیږي، او په تطبيقي توګه يي له دوه قطبي او يو قطبي نظام سره تجربی ولرلې، له دواړو څخه يي ښه پریمانه ضررونه ولیدل، نو ستاسو لوستونکو څه نظر دی، چې ځمونږ
ګران هيواد افغانستان لپاره کوم يو نظام نسبتا ښه تماميده يا تمامیږي؟
او آیادمختلفو قطبونو نړیوال نظام کې به افغانستان وتوانيږی، چې دخپل استقلال او سيادت لپاره کاميابی هلی ځلی وکړي؟ او په څرنګه توګه به يي وکړي؟
ددغه مختلفو قطبونو خپلمنځې تعاملاتو څخه به مونږ څه ګټه پورته کړاي شو؟
دمختلفو قطبونو په نظام کې به دریمه نړۍ څه موقعيت ولري؟
ستاسو دځوابونو په هيله.
په درنښت
ډوکتر څپاند
13.03.2009
نړۍ هميشه په قطبونو ويشل شوی او وي به،دا ځکه چه دانسان طبعيت داسی
دی٠البته هر قطب دتاريخ په مختلفو ادوارو کی دقدرت دمختلفو درجو نه
برخورداره دي٠په هر قطب کی بيا فردي،اجتماعی ګټی له يوی خوا او سياسي،
اقتصادي،نظرياتی اونور فکتورونه له بلی خوا،يو دبل سره په تضاديا توافق
کی ،دهغه قطب شکل او محتوا ته تبلور ورکوی٠
زما په عقيده، دمتوازنو نړيوالو قطبونو موجوديت،دبشريت په ګټه تماميږی٠
دا ځکه چه په هره ساحه کی رقابت موجود وي،او هر قطب تلاش کوي چه
نړیوالو ته ښکاره کړی چه ددوی قطب تر نورو قطبېنو بهتر دی٠
متاسفانه کله داسی هم شي چه دقطبينو دتضاد دتشدد په نتيجه کی يو نسبتا
کوچنی او کمزوری ملت ،دجنګ ميدان وګرزي او نتيجه ئی دهغه ملت تباهی
شي٠داسی واقعات په تاريخ کی ډير تکرار شوی٠کله،دهغه مخنيوی ناممکن
وی،مګر کله هم ديوه ملت درهبرۍ دغلطو پاليسيو په نتيجه کی،يو ښه فرصت
له لاسه ولاړ شي او ياهم دملت دبربادۍ سبب شي٠
مثالونه ئی ډیر زيات دي،خوپدی برخه کی به زيار وباسم چه په لنډه توګه څه
عرض کړم٠
ددويم نړيوال جنګ نه روسته،امريکا دنړۍ ديوه او روسيه دنړۍ دبل قطب
په سر کی واقع شول٠
په امريکائی سيستم کی دموکراسی اوازاداقتصادي رقابت عمده نقش درلود،
پداسي حال کی چه دشوروی اتحاد په سيستم کی،نيمګړئ دموکراسي ددی
سبب شوه چه دولت او دهغه رهبري کونکی ارګان يعنی دکمونست ګوند
ټول اختيارات پخپل لاس کی ولري٠اقتصاد هم ددولت په کنترول کی وو٠
ددی هيوادو په داخل کی:په اجتماعي لحاظ امريکايانو ډيره فردی ازادی
لرله،مګر په اقتصادی ډګر کی د عقل، جمع، بخت اوطالع فرمول کار کاوه٠
ځينۍ،يوی مړۍ ډوډۍ ته حيران ول،ځيني نورو دميليونو سره لوبې کولې٠
په کمونستي سيستم کی دافرادو دازادیو حدود ددولت لخوا معين شوی وو،
او په اقتصادي ډګر کی هر شخص ته دتحصيل او کار زمينه مساعده وه مګر
د يوه عادي مامور او يوه ډير تکړه انجنير معاش چندان فرق ندرلود٠
په سرمایداري نړۍ کی د غريب او سرمايدار دژوند سطحه دومره ډيره متفاوته
شوه چه قریب وه سرمايداري نظام د خوارو اوغريبو خلکو لخوا نسکور شي٠
مګر دسرمايداري نړۍ نظرياتي عالمانو ددی مشکل لپاره هم دحل لاره پيدا
کړه،هغه داچه ټولو بيکارانو ته معاش حوال شو،چه د سوسيال دمعاش په
نامه شهرت لري٠
ددی دواړو قطبېنو نه ځيني هيوادو خورا زياته ګټه کړه،مګرځينی نور پکی
تباه شول٠دمثال په توګه،دچين هيواد د١٩٤٩ دڅه دپاسه لسو کالو په موده
کی ،دروس په مرسته دومره ترقی او پرمختګ وکړ چه سارئ ئی ډير لږ ليدل
شوی وو٠دغه راز،جاپان،او جرمني هم دسرمايداري نظام
دمرستو په وجه په سرعت سره بيا ترقي وکړه٠
څنګه چه ليدل کيده،دقطبېنو موجوديت دنورو هيوادو، دودی لپاره مفيد واقع
کيده٠
ددريمی نړۍ دهيوادونو دپرمختګ او دقطبينو نه دګټې اخستلو مسله،يو مغلقه پروسه ده٠
دری څيزه پکی عمده رول لوبوی :طبيعي منابع،جغرافيايي موقعيت او دخلکو
دسياسي او نظرياتي درک اوپوهی سطحه،او ديوه ښه لارښود لرل٠
سعودي عرب،دتيلو دسرشارو منابعو دلرلو په وجه امريکی ته حياتي ارزښت
لري٠مګر دهيواد رهبري يو شمير نا اهلو په لاس کی ده چه ددی عوايدونه دملت
په ګټه،په صحيح او هوښياره توګه استفاده نکيږي٠په کومه ورځ چه دنفتو منابع
ختم شي(تقريبا٥٠ کاله روسته)،په هماغه ورځ به سعودي دنړۍ يو فقير هيواد
شي٠
مګر يو مثبت مثال ئی د ماليزيا حکومت دی،چه څه ناڅه دموکراتيک نظام
هم لري او دسرمايداري هيوادو سره دښو علايقو په بدل کی،پدی بريالی شوی
چه په يوه نسبتا غښتلي صنعتي هيواد تبديل شي،خلک ئی هم په عمومي ډول
ښه مسلمانان دي٠ځما په اند ددی هيواد پخواني صدراعظم ښاغلي
محمد مهاتيار،دخپل هيواد په ودانۍ کی ستر رول لوبولی دی٠
را به شو دا خپل خوار او بدبخته هيواد ته٠
تر کومه ځايه چه تحقيقات ښکاره کوی،افغانستان ديادولووړسترې طبيعي
ذيرمی نلري٠مګر دافغانستان جغرافيائی موقعيت شرق او غرب دی ته هڅولي
چه ددی هيواد سره سروکار ولري٠که زموږ خلکو پوهه لرلی او يوه ښه سياسي
رهبري راته په نصيب شوی وه،نو زموږ وطن به هم دقطبېنو درقابتونو نه مثبته
نتيجه تر لاسه کړی وه٠
زموږ تاريخ ددی شاهد دی چه موږ څلور ډير ښه تاريخي فرصتونه له لاسه
ورکړي٠
اول دغازي امان الله خان دزمانی ملی،ولسواک نهضت چه دغلو او
انګريزانو دتوطؤ ښکار شو٠
دويم ددموکراسۍ لسيزه چه دداودخان دکودتاله امله په ټپه ودريد٠
دريم دداودخان دجمهوريت نهضت،چه متاسفانه دده دشخصی خودخواهيو او
نړیوالو توطؤ له امله نابود شو٠
څلورم او بالاخره(چه يو شمير دوستان به ددی کرښی په لوستو په غصه شي او
دښکنځلو په ليکلو به شروع وکي،مګر زړه می راته وائی چه بزدله مه اوسه او
څه چه درته ښه ،مثبت او واقعيت بريښي،دفاع تری وکړه)ډاکتر نجيب،هغه
شخص وو چه که په مناسب فرصت کی،قدرت ته رسيدلی وی،دقطبېنو دتضاد
نه به ئی د وطن په ګټه ستفاده کړی وی٠
اوس موږ دپنځم فرصت په انتظار يو،داسی يو رهبر،چه هيواد ازاد کړی،بيګانه
اواشغالګر له ملکه وباسي او يو انساني نظام رامځ ته کړي٠
دداسی يوی ورځې ليدو ته سترګې په لار،
په درناوي٠