نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خدای پاک دې دا اور نور هم تازه او پياوړی کړي
pattang
08.03.2009
کاپيسا:امريکايي پوځ اوافغان پوليسو سره وډزول
عنايت الله کاکړ
١٨ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2009-03-08 17:18:00 م
دکاپيسا ولايت په تګاب کې امريکايي ځواکونو اوافغان پوليسوپه خپلو منځونوکې سره وډزول چې په پايله کې يې دامريکايي پوځ په وینادوه تنه بريدکونکې افغان پوليس وژل شوي دي. دغه پېښه نن غرمه په تګاب کې هغه مهال منځ ته راغله چې امريکايي پوځيان اوافغان پوليسان په ګډه ګزمه سره وتلي وو.په لومړي سرکې دواړه خواوي سره ګوړه اوشيدې وو،خو وروسته په ناڅاپي ډول دافغان پوليسو نيت واوښت اوپه خپلو ملګرو امريکايانويی ډزي پیل کړې. امريکايانودخپل ژباړن له لاري هڅه وکړه چې دافغان پوليسو پام دې خبرې ته راواړوي چې هغوي پردي نه بلکې دوست ځواکونه دي.خوافغان پوليسو دې خبري ته غوږونه نيواوپه پرله پسې ډول يې ډزي رواني وساتلې.امريکايي ځواک څرګنده کړه چې هغوي دوه تنه بريدکونکي پوليس دځوابي ډزو په ترڅ کې له پښو وغورځول اوداچې اوس سم سمکی دی. خوپه سيمه کې شته خلکوبياټول افغان ته وويل چې امريکايي ځواکونه په ټوليزډول ددغې سيمي دخلکوپه وړاندي له داسي سپک اوغيرانساني چلنده کاراخلي،چې دطالبانوخوپريږده آن دافغان پوليسو اوملي اردو دسرتيرو غوسه اوکرکه يې هم راپارولي ده. ددغو خلکوپه ویناامريکايي ځواکونو تېره اونۍ دتګاب په ولسوالۍ کې دعملياتوپرمهال هڅه وکړه چې مېرمني له ځانه سره بونګه بوزي،خودکلي سپين ږيرويې دعذر اوزاریو له لاري مخه ونيوله. دالومړی ځل نه دې چې دملي پوليسوغړي پرامريکايانو ډزي کوي،واردمخه هم په کندهار،هلمند،زابل،ارزګان اوغزني کې داډول پيښي رامنځ ته شوي دي.
بلکل
W.Wardak
09.03.2009
پنګه وروره زه فکر نه کوم
چي هیڅوک به هم، پری خفه وی خو کاشکی د دوه پولیسو په ځای دوه امریکایان مردار وئ.
دا خلک چي طالب ته چیغی وهی،خو دا وایی، چي د پولیس په ځای امریکایي وله، داسی ځای کی ځان مه ألوځوه چي شل عام افغانان ووژنی اویو بحرنئ.
او پول مه آلوځوه ځکه په هفه به بله ورځ ستا خپل موټر هم تیریږی.
او ددغه مضر آی، اس ،ای چاره وکړه، چي طالبه ته یی، په هر چا خرڅ کړی.
طالبانو خپل ویب سایټ کی تر اوسه د رحمن بابا د قبر ورانونکی هم نه دی غندلی. او اوسه یی، د هفه طالبانو په هکله هم څه نه دی لیکلی چي پاکستان خرڅ کړل.
پرون یي افغانی محصلین هم له تعلیم څخه په پاکستان کی منع اعلان کړل.
دا داسی، شیطانی شبکه ده چي کله يي د پلان مخه بینظیره ډب کړی هفه هم وژنی، د هفی ورور هم وژنی، نو ته طالب جان دوی ته له کومه دومره خوږ یی!
چي ورځ راشی د امبلوکو په طول به دی خرڅ کړی.
تر ټولو ښه خبره داده چي بحرنیو ځواکونو ته یو مهال ویش وټاکل شی، او طالب وروڼه حکومت کی کډ شی، دا شر او فساد ورک کړی، خلکو زړونه اسلام ته رامات کړی، نه دا چي په فیتو ماتولو، سر خریلو مصروف شی.
او ای، اسی ،ای ته داسی ځواب ورکړی، چي بیا یاد ساتی، چي د طالب وینه دومره غلامه نه ده.
ghareebdost
12.03.2009
وردکه !وروره !پوليس خوهم دامريکايانو چوپړيان دي،څه امريکايي اوڅه دهغو لاس پوڅى!!!پوليسان خوهم څه خيرات نه ويښي، خوهغه هم د خپل بادار امريکايي لپاره جنګيږي!!؟
تورپکي
23.03.2009
ټولو دوستانو ته سلامونه وړاندی کوم،
غريب دوسته، که اجازه وي يوه پوښتنه لرم: پوليس په افغانستان کی به په څه خاطر کار کړی؟
وردګ صيب،د تاسو نه هم يوه پوښتنه٠٠٠،
ده پوليس چی ووژل شول دوی به مور، پلار، ورور، خور، ښځه او اولادونه ونلرې او دوی به خپلی ټنډه سجده ته نه وی ټيټه
کړيي؟ طالبان خو هم بیګناه ندی ولاړ او دوی هم له پښتنو دښمنانو نه مرسته اخستی ده او اوس يي هم اخلی او سبا به يی هم
واخلی٠
ملا عمر او د افغان طالبانو مشرانو ته ګوره چی نيږدی په هره مرکه کی يی و يلیی دی چی مونږ د ttpاحترام لرو او
ورونه مو دی ٠٠٠مګر دوی په خپل وطن کی جهاد لری او مونږ هم خپل وطن کی خپل جهاد لرو او اوس چی نوری قواوی
وطن ته راليږل کيږی د ttp نه مرسته غواړی او په هغو وخت کی چی ttp پر افغان طالبانو پسی داسی منډی وهلی
لکه کوکری ، طالبانو دوی ته په ټيټه سترګه کتل. دا يوه خبره شوه او بله دا ده چی ملا عمر وييلی دی چی پاکستان کی
پاکستانی پوليس مه وژنې ځکه چی دوی مسلمانان دی او د پاکستان حکمت سره جهاد نکيږی٠ د پاکستان حکمت چی د ښمنانو سره يی د خپلی په ګټی خاطر لاس نيولې دی او زموږ خاوری ته يی زښته زيات ضرر راوړې دی نو
څنګه د دوی په ضد جهاد نکیږی؟؟؟ او ولی د پکستان د پوليس وژنه ناروا ده او د افغان پوليس وژنه روا ده؟؟؟
وسلام
W.Wardak
23.03.2009
زما هدف دا نه دئ، چي پولیس د ووژل شی، ځکه همدغه پولیس که یو څه کمال ولری، یوه ورځ هم پولیسی نه کوی، ځی کومه موسسه کی ډرایور کیږی...یا بل څه کار ګوری، دا پولیسی یی یو مجبوریت دی.
فرض کړه که سبا طالبان حکومت په لاس کی واخلی همدا پولیس به دوی ته کار کوی.
نو ځکه د بحرنیو قواوو سره په مبارزه کی اوسنی حزب اسلامی یو څه منطقی دریځ نیولئ، ځکه نه پولیس وژنی، نه ښونځی سوځوی، نه پول ړنګوی.
او خپل کار یی، یواځی د بحرنیو پوځونو خلاف دی، خو طالبان برعکس داسی کارونه کوی، چي ته وایی، ټول پلان د پاکستان منافقین ورته جوړوی، ځکه هوښیار طالب ښونځی نه سوځوی....
عبدالله صابر
24.03.2009
[quote:36a6dfbd5c]چي هیڅوک به هم، پری خفه وی خو کاشکی د دوه پولیسو په ځای دوه امریکایان مردار وئ.
دا خلک چي طالب ته چیغی وهی،خو دا وایی، چي د پولیس په ځای امریکایي وله، داسی ځای کی ځان مه ألوځوه چي شل عام افغانان ووژنی اویو بحرنئ. [/quote:36a6dfbd5c]
وردګ صاحب
طالبان ملي اردو اوملي پوليس نه بلکه اجيره اردو اواجيرپوليس وژني ، هغه اردو
اوپوليس چي دامريکايانوګرځنده سيم خاردار هم بلل کيږي ،طالبان لومړئ داسيم
خاردار پريکوي اوبياځان امريکايانوته رسوي ٠
تورپکي
24.03.2009
وردګ صاحب، سلامونه٠
مننه د ستا د ځواب لیکلو نه، خبر د راته سپينه کړه٠
ده هوښیار طالبان چی تاسو یاد کړی دی...اوس په د چورت کی یم چی په طالبانو کی به ده ځوک وی؟ او ولی ده هوښیار کسان د طالبانو ډلی مخ ته نکیږی؟
وسلام
میوند ننګیال
25.03.2009
سلامونه اونيكي پيرزويني
محترم وردك صيب داخبره صحيح ده چه حزب اسلامي يو منطقي دريځ نيولي خو خبره دلته ده چي كه چيرته څوك غواړي بام ته وخيژي نواول بايد په زينو پښه كيدي بيا په ارامه ورختلي شي خو كه څوك پام ته وټوپ كوي چي دا كار لږ څه سخت او زور غواړي بيا هم صحيح ده دعبدالله خان ورورخبره هم صحيح ده ځكه كه اول دا غلامان او خرڅ ختم نشي نو دهغو نورو ختمول لږ ستونزمن كار بريښي والله اعلم