د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زه ستاسو نوي ملگري يم

حمادمومند
24.01.2004

درنو او قدرمنو هيوادوالو مشرانو او كشرانو وروڼو خويندو سلامونه او احترامات اول دسايت روغونكي ته او بيا ټولو مينه والو ته تقديموم.زه په پيښور كي ددارالارقم په معهد كي درس وايم.دتول افغان دپاڼي په كتلو سره مي اراده وكړه چي زه هم خپل نوم پكي ثبت كړم.
اگر چه زما علمي سويه بيخي كمه ده خو زه غواړم چي په سايت كي دكاركونكو استادانو له علم او پوهي او تجربياتو نه پوره پوره فايده واخلم. په احترام.


ډاکتر وطنمل
25.01.2004

ګرانه وروره حماد مومند هرکله راشئ ، سلامونه او نېکې هيلې مو ومنه ، رښتيا هم اوس د تورې پرځاي د قلم ،علم اومعرفت د جهاد وخت دي ، هيله ده په ټول افغان کې ليکنې مو خوښې شي اوپخپله هم په کوانده توګه دلته ليکنې وړاندې کړئ . ستاسو د زيات بري په هيله . بر يالي اوسئ


انځورګر
25.01.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


حمادمومند
26.01.2004

درنو او محترمو هيوادوالو خصوصا ددغي ښكلي پاڼي له ټولګړي مشر وطنمل صيب او منلي ليكوال او شاعر خالد هادي صاحب ستاسي لخوا چي ماته په دغه ښكلي پاڼه كي كوم ښه راغلاست ويل شوي زه له هغي نه ډيرمتاثرشوي يم.زه ليكوال ياشاعر نه يم خو ليكوالان او شاعران دهيواد سترگي بولم او پري وياړم او هڅه كوم چي ترخپله وسه يي قدر او احترام وكړم.
زه خوښ پدي يم چي په پښتنو كي هم د دې پاڼې د جوړوونکي ګران ورور ښاغلي شيرزادکامه وال په څېر يو مبتكر ځوان شته چي خپله مورنۍ ژبه يي دخپل كار او زيار په بركت دذلت له كندي نه په انټر نيټ کې دعزت او شهرت ثريا ته ورسوله.
زه په پيښور كي اوسم مگر تر اوسه مي دلته كوم اردو ويب سايت ندي كتلي چي هغه دي پدي رقم لكه دازموږ ټول افغان هرڅه په پښتو كي وي.كه څوك غواړي چي داردو ژبي كوم فايل افلوډ كړي نو هغه بْ لومړي په اردو كي ليكي او بيا به هغه دGIF فارميت ته اړوي چي هغه بيا په نيټ باندي يا خو دGIF او يا هم دJPG په فارميت كي لوستل كيږي دهغي كاپي كول او پيست كول ممكن ندي.
خو دازموږدگران ورور شيرزاد خان زيار وو چي نن يي دادي موږ ته خونه روغه كړه.اوس نو دازموږ كاردي چي داخونه پاكه صافه او ښكلي سوتره وساتو.
تاسي ته معلومه ده څوك چي يو ځاي ته ورځي حتما يو مقصد لري.مثلا كه څوك جومات ته ځي لمونځ به يي مقصد وي او كه سينما ته ځي فلم كتل به يي مقصدوي.زه چي دلته داخل شوم زما زده كړه مقصد ده.زه يو زده كونكي يم او وطنمل صيب دې هم خير يوسي چې دلته په سايت كي گډون كونكي استادان يې سره راټول کړي دي.په دومره لوړه محتوى ليكني ما تراوسه په يوه فورم كي هم ندي لوستي.زه غواړم چي له هغو نه زده كړه وكړم. په درناوي.


انځورګر
26.01.2004

زړه ته راتېر مومند وروره سلامونه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more