د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د عمر البشير د نيولو د امر تر شا راز

عبدالله صابر
05.03.2009

[color=blue:e648eee1de]هغوی له مونږ سره دُښمني کول غواړي او دا دُښمني له خپل ځان سره د مينې له پاره يو شرط ګڼي. د Clash of Civilizations (د تمدنونو ټکر) د کتاب د ليکوال سمويل هنټينګټن هغه خبره چي د Dead Lagoon (مړه بحيره) د ناول د ليکوال مايکل ډبينز له خولې يې راخيستې زما د دې دعوې يو ښه ثبوت دی. هغه وايي چې د حقيقي دُښمنانو له شتون پرته د حقيقي دوستانو رامينځته کيدل ممکن نه دي، او تر څو چې له هغو سره کرکه ونلرو چې له موږ څخه نه دي، له هغو سره مينه نه شو لرلای چې له موږ څخه دي!

ډاکټر غنچه ګل ارمان*

د عمر البشير پر ضد تورونه

د روان کال (۲۰۰۹م) د مارچ په څلورمه نېټه په اصطلاح د نړيوالو جنايتونو د محکمې(چې په اصل کې له نړيوالو منافقينو او جنايتکارانو څخه جوړه ده) د سوډان د اسلامي هيواد د مشر عمر حسن البشير په اړه د هغه د نيولو او محکمې ته د راکاږلو پرېکړه صادره کړه.
دغه محکمه دعوه کوي چې ده د سوډان په دارفور سيمه کې د ملګرو؟ ملتونو د شمېرنو له مخې نږدې ۳۰۰۰۰۰ وګړي وژلي او په ميليونونو يې بې کوره کړي دي. په هاګ کې د دغې محکمې د وياندې، Laurence Blairon، په وينا بشير د وژنو، پوپناه کولو، جنسي تېريو، تعذيبونو، او د زور له لارې په لويه کچه د ولسي وګړو د کوچولو او د هغوی د مال او شتمنۍ د لوټولو مسؤل دی.
سره له دې چې له شپږو کلونو وړاندې پيل شوي دغه کړکېچ کې د ريښتينو شمېرو له مخې د وژل شويو شمېر له لس زره څخه زيات نه دی، خو که چېرې دا تورونه ريښتيا هم وګڼو، آيا عمر حسن البشير يوازينی کس دی چې دا جنايتونه يې تر سره کړي؟ که بل چا تر ده زيات جنايتونه کړي وي، ولې د هغه د محاکمې خبرې نه کيږي؟

اصلي جنايتکاران څوک دي؟
که د ولسي وګړو وژنه جنايت وي، نو د عراق تر يو ميليون زياتو ولسي وګړو وژونکي ولې نه محاکمه کيږي؟
د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهيسې څومره ښادۍ په غم بدلې شوې؟ څومره کوچنيان شهيدان کړای شول؟ څومره تور سرې او سپين روبي بې پته کړل شول؟ د افغانستان د لسګونو زره ولسي وګړو پړه د چا پر غاړه ده؟ ولې د هغوی د محاکمې خبره نه کيږي؟
د کوسوو او بوسنيا د سل ګونه زرو وګړو قاتلان ولې نه محاکمه کيږي؟
د ابوغُریب په زندان کې د تور سرو بې پته کوونکي چا محاکمې ته راکاږلي؟
د نړۍ د سترې عجوبې د بابليانو د زوړندو باغونو تخريبوونکي او د عراق د لس ګونو زرو تاريخي اثارو لوټوونکي ولې نه محاکمه کيږي؟
هغه جنايتکاران چې د فلسطين ټول وګړي يې له خپل هيواده په زور واېستل، او د هغوی د هيواد پر ځای يې ځان ته هيواد جوړ کړ ولې نه محاکمه کيږي؟
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان، فلسطين، عراق، کوسوو، بوسنيا، او نورو هيوادونو کې دا جنايتونه د يرغلګرو له خوا د هيوادونو د خپلواکۍ او ناموس د لاندې کولو په تکل تر سره شوي، او په سوډان کې (که د باغيانو او د هيواد د بشپړتيا د دُښمنانو او د پرديو د ګوډاګيانو وژل جنايت وبولو) دغه جنايتونه؟ د خپلې خاورې د بشپړتيا د ژغورنې او د لويديځو صليبي-صهيونيستي دسيسو د شنډونې په موخه تر سره شوي.
هغوی ځان ته د دې حق ورکوي چې د سوډان په جنوب او دارفور کې دې د خپلو ګوډاګيانو له لارې ګډوډي را مينځته کړي تر څو دوی په خړو اوبو کې ماهيان ونيسي، خو د خاورې ريښتينو بچيانو ته د دې حق نه ورکوي چې د خپلې خاورې د بشپړتيا د ساتلو، او د پرديو په وسيله د خپل ولس او طبيعي شتمنيو د لوټولو او د هيواد د ټوټه کېدو د مخنيوي له پاره مبارزه وکړي.

هغوی دې ته اجازه ورکوي چې صليبي ايتوپيا دې په مسلمانه صوماليه کې په لس ګونه زره وګړي ووژني، خو سوډان ته دا اجازه نه ورکوي چې خپله خاوره د عدل او مساوات په څېر صهيونيستي ګوډاګيانو او د امريکا د تالي څټو له توطئو څخه وژغوري.
هغوی ځان ته د دې اجازه ورکوي چې د خپلې خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا اصلي مدافع، عمر البشير، د نيولو امر صادر کړي، او هغه جنايتکاران چې لاسونه يې د ميليونونو مسلمانانو په وينو سره دي، د سپين باز په څېر وګرځي.

د لويديځ منافقت
دا دوه مخي او منافقت د څه له پاره؟ دغه محکمه ولې د هغوی پر ضد ګام نه اخلي؟ دا ځکه چې دا محکمې او کارکوونکي يې ټول د هغوی دي. دا محکمې يې يوازې زمونږ له پاره جوړې کړي. هغوی ټول زمونږ د ځپلو له پاره په يوه خوله دي، که هغه د افريقا د لويې وچې ايتوپيا وي، که د استراليا د لويې وچې استراليا وي، که د امريکا د لويې وچې متحده ايالات او کاناډا وي، که د اسيا اسرائيل، روسيه، هند، او نور وي، او که د اروپا برتانيه، فرانسه، جرمني، او نور وي.
تر څو چې مونږ، د ملتونو په توګه نه، بلکې د اُمت په ډول د هغوی په وړاندې يوه خوله نه شو، تر څو چې د هغوی د ناټو په وړاندې خپل دفاعي پوځي تړون او ګډ پوځ و نه لرو، تر څو چې د هغوی د ملګرو ملتونو په وړاندې د خپلو اسلامي ملتونو ټولنه جوړه نه کړو، تر څو چې د هغوی د امنيت د شورا په وړاندې د ځان د امنيت شورا جوړه نه کړو، تر څو چې د خپلو ژبنيو، هيوادنيو، او توکميزو تعصبونو له تنګې کړۍ څخه را ونه وځو او د اُمت، دين، اسلام، او لوی اسلامي هيواد په اړه اندېښمن او په عملي توګه لاس په کار نه شو، تر هغې به دا ناخوالې زمونږ له سره لرې نه شي.
د هغوی تړونونه زمونږ د ساتلو له پاره نه دي، د هغوی ناټو د خپلو ګټو له پاره ده، د هغوی د امنيت شورا د ځان د امنيت له پاره ده، د هغوی محکمې زمونږ د محاکمې له پاره دي، د هغو وسلې زمونږ د ساتنې له پاره نه بلکې زمونږ د وژنې له پاره دي.

مونږ او هغوی، دوستان که دُښمنان
تر څو چې د هغوی د هر څه په وړاندې خپل بديل و نه لرو، تر هغې به همداسې ذليل، او نور به هم خواريږو، دا ځکه چې هغوی، هغوی دي، او مونږ، مونږ يو. هغوی له مونږ سره دُښمني کول غواړي او دا دُښمني له خپل ځان سره د مينې له پاره يو شرط ګڼي. د Clash of Civilizations (د تمدنونو ټکر) د کتاب د ليکوال سمويل هنټينګټن هغه خبره چي د Dead Lagoon (مړه بحيره) د ناول د ليکوال مايکل ډبينز له خولې يې راخيستې زما د دې دعوې يو ښه ثبوت دی. هغه وايي چې د حقيقي دُښمنانو له شتون پرته د حقيقي دوستانو رامينځته کيدل ممکن نه دي، او تر څو چې له هغو سره کرکه ونلرو چې له موږ څخه نه دي، له هغو سره مينه نه شو لرلای چې له موږ څخه دي!
هو، هغوی موږ خپل دُښمنان ګڼي، او که موږ پرې د دوستانو فکر کوو، دا به زمونږ يوه ستره تېروتنه نه، بلکې يو ستر حماقت وي چې بدې پايلې به يې له موږ پرته د بل هيچا له پاره نه وي.[/color:e648eee1de]

http://www.eslahonline.org/index.php?option=com_content&view=article&id=1420&catid=3&Itemid=1420


و.افغان
07.03.2009

.
.
.
ښاغلی صابر صاحب:
په لنډه توګه، ملګري ملتونه، نړیواله محکمه، نړیوال حقوقي سازمانونه دنوي استعمار
په مخ ښايسته په زړه مرداری څيرې دي، ټول دخیر، عدل، مساوات، او دیموکراسۍ اصول يواځې دخپل ځان په حق کي
ويني، نه ځمونږ په حق کی.
.
.

نو ددغی نوي استعمار مونږ مقابله په دی کولی شو، چې په قرآن منګولی ټينګ کړو،
د (وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة) په روح باندی پوه شو، او پوره پوره عمل پری،
کوښښ وکړو چې دخپل وطنونو په ټولو ګوټونو کې دعلم رڼا خپره کړو، ډاکټر ولرو، انجينر
ولرو، اقتصاد پوه ولرو، سياستپوه ولرو، او داسی نور پسی ورځه.

نبي کريم صلی الله علیه وسلم دپورتني آیت تفسير کولو، نو ويي ويل: ألا ان القوة الرمي.
آګاه شۍ، چې ځواک ويشتل دی.
نو اوس ځواک دغشيو ویشتل نه دي، بلکه دتوکمو په کيکاږلو سره دزرګونو کيلومترونو
څخه ليري په دقت هدف ويشتل دي، چې مونږ ددغه تطور څخه په ډیر ليري واټن
کی پراته يو، هغه دشاعر شعر رایاد شو.
مونږ خو په ستنه کی سوری قدری هم نشو ايستی
بیا له آفينو نه پوډر هیروین څوک جوړوي

په درنښت


عبدالله صابر
07.03.2009

محترم وهاج صاحب
دتعجب ځای داده چي عربي ټولنه په ځای ددي چي دعمرالبشيرنيولوپريکړه وغندي
اورد يی کړي دوی ددي پريکړې ځنډولواومعطل لپاره سوال زارئ کوي ٠

ددي پريکړي غندنه درحمان باباپه ژبه

[color=red:0d21e69be3]که څوک تله دانصاف په لاس کښ درکړي
خپل ټټواودبل اس به برابرکړي
توف لعنت په داهسي منصفي شه
چي له حقه وباطل ته ګذ رکړي [/color:0d21e69be3]

دالفت صاحب په ژبه
[color=blue:0d21e69be3]وران کار به ودان ګڼې دلته که اوسيږې ته
حق ويل به زيان ګڼې دلته که اوسيږې ته

ورځې ته به شپه وايې چا که ورته شپه وېلې
تور په به سپين شان ګڼې دلته که اوسيږې ته

هيڅوک ملامت نه دي وران که ټول کارونه شي
خپل قسمت به وران ګڼې دلته که اوسيږې ته

ټيټ خلک به جګ ګڼې ناست که په جګ ځای کې ؤ
ځمکه به اسمان ګڼې دلته که اوسيږې ته

هر چا چې هر څه ويل ته به صفتونه کړې
هر يو به لقمان ګڼې دلته که اوسيږې ته[/color:0d21e69be3]


عبدالله صابر
07.03.2009

داهم دموضوع په تړاو دالفت صاحب يوبل شعر

[color=blue:73d62cc4be]نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو کله ويلي دي

نوره ګناه نلرم پدې ګناه مې مه نيسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي

وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانو مې شړلي دي

نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي

زه يې په ليدلو او ويلو ګناهګار شومه
نور يې په کولو او عمل باندې غاښلي دي

نه يمه خاين په خيانت د خلکو پوه يمه
پوهه که ګناه ده خلک ټول اوس پوهيدلي دي

دا چې ډېر کاږه درته ولاړ دي ټيټ سرونه هم
ستا مخ کې چې سم نه شول سم کله چليدلي دي

هيڅ اميد ترې مکړه که څوک ځان دې تا غلام بولي
ما غلامانه ذهنيتونه پېژندلي دي

لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي د بل
ډېر پدغه شغل رياست ته رسېدلي دي[/color:73d62cc4be]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more