د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دعبد الرحمان بابا مزار په بمونو والوځول شو

و.افغان
05.03.2009

tolafghan.com




د رحمان بابا مزار په بمونو والوځول شو
عبدالهادي حيران ١٥ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2009-03-05 05:27:00 م

د پنجشنبې په ورځ سهار وختي نژدې پنځه بجې پېښور سره نژدې دهزارخانۍ په سيمه کې د رحمان بابا په مزار کې دننه يوه چاودنه وشوه چې له امله يې د پښتو د صوفي او د ټولو پښتنو د محبوب شاعر رحمان بابا قبر ويجاړ شو.

ځايي اوسېدونکو وويل چې نامعلومو ترورستانو د شپې پر مهال د رحمان بابا قبر ته بمونه ايښي وو کوم چې سهار مهال وچاودل. د دوى په وېنا چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې په مزار کې څوک موجود نه وو نو ځکه مرگ ژوبله رامنځته نه شوه.

يو تن چې د رحمان بابا د مزار سره نژدې يې کور دى وويل چې چاودنه دومره زورداره وه چې د ټول کلي خلک يې راپاڅول. هغه وويل، "مونږ د چاودنې د غږ په اورېدو سره په بيړه د رحمان بابا مزار ته ورغلو او ومو ليدل چې قبر ويجاړ پروت دى."

د رحمان بابا مزار د تېر يو کال څخه په سيمه کې د ورانکارۍ په فعاليتونو بوختو ډلو لخوا د گواښ سره مخ دى. د تېر کال د اپرېل په مياشت کې يوې سخت دريځې ډلې د رحمان بابا په مزار په کېدونکې کاليزې مشاعرې د بريد دړکه ورکړې وه چې له امله يې د تېرو څو لسيزو راهيسې کېدونکې دغه دوه ورځنۍ مشاعره تېر کال د لومړي ځل لپاره يوه ورځ او په داسې حال کې وکړاى شوه چې کمو شاعرانو او خلکو پکې برخه واخيسته.

اوس بيا د دغې کاليزې مشاعرې ورځې رانژدې شوې دي خو داسې ښکاري چې دا ځل مشاعره بېخي په خطره کې پرېوتې وي ځکه چې که ورانکاري د رحمان بابا قبر او مړي ته هم کوم درناوى نلري نو د نورو انساني اقدارو به څه پروا وکړي.

د رحمان بابا ادبي جرگې يو مشر دا پېښه په سختو ټکو کې وغندله او دا يې د ټولو پښتنو او د هغوى د ژبې، ادب، کولتور او اقدارو سپکاوى وباله او د لرو برو پښتنو څخه يې غوښتنه وکړه چې نور چوپ پاتې نشي بلکې د دې ظلم او ناروا خلاف خپل غږ پورته کړي.

هغه د حکومت څخه هم غوښتنه وکړه چې د رحمان بابا د مزار د امنيت لپاره دې ضروري گامونه واخلي او ورانکاري دې پرېنږدي چې د پښتنو د ملي اقدارو سپکاوى وکړي.

د يادونې وړ ده چې د رحمان بابا قبر لږه موده وړاندې په پېښور کې د افغانستان د قونسلگرۍ په زيار او مرسته په نوې او ښکلې بڼه جوړ شوى و.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
درنو وروڼو !

سره له دی چې زه داسلامي فقهی له مخی په قبرونو دګنبذو جوړولو سره مخالف یم،
خو داسی بزدلانه، له فتنه او جنایت ډک، او پاروونکی عمل لپاره هيڅ ډول مبرر نه
لیدل کیږي.
او نه به څوک وتوانيږي، چې دا پاروونکی عمل شرعا توجیه کړي.
ځکه خو دا عمل ماته سياسي ښکاري، چې فتنه اچوونکي، غدار او په وينو سره لاسونه
يي تر شا پټ دي.
ستاسو لوستونکو په دی اړه څه نظر دی؟


Ashnaghar
05.03.2009

وهاج جانه مهربانه

زه شخصاً په يو بل نظر يم چې شايد ستا د نظر سره په ټکر کې وي . :roll: :roll: نو چون ستاسي د نظر مخالفت ته په دې ځای کی ځای نشته . :? :? نو زه هم مجبور يم چې ستا نظر سل په سلو کې تائيد کړم . :wink: :wink:
ډير ښه نظر لرې ، خدای دې قلم تاند او څپاند لره .


نني
05.03.2009

اسلام عليكم
ګرانو مسلمانانو ورونړو كله چي ما دا خبرواوريده نو ډير په خواشني سوم
له دي نه معلوميزي چي خلګه زمونګ له زبه او له مذهب سره څومره غټه دشمني لري صوفي او مشهور شاعر رحمان باباټول عمر دي الله ج په عبادت كي تيركړي اوخلګو ته يي په خپله خوږه پشتو كي اودي خپلو شعرو په واسط ده دين خدمت كړي
او ده كار بي له شكه دي پاكستان شعيګانو كړي
الله ج دي لاسونه ما ته كي امين
كه ګذر په قبرستان زما ديارشي
سربه هسك كړم زه رحمان ورته دګوره


رښتینی
05.03.2009

.
[color=yellow:6e0b00e1fb]كه ګـــذر په قبرستــــان زمـــــا ديارشي
سربه هسك كړم زه رحمان ورته دګوره[/color:6e0b00e1fb]

.

داكار واقعا دغندلو وړ او یو سپک کار دی الله جلاله دی په
دی لوی انسان خپل رحمتونه وکړی دده قبر که جوړ وی یا وران
خو دمسلمانانو اوپښتنو له زړونونه څوک عبدالرحمن بابا
نشی لرلی کولی

دده به یاد به تلپاته اوژوندی وی

.


رښتینی
05.03.2009

.

[img:522635df6b]http://www.hewad.com/pashto/news/data/upimages/subfolders/News/rahman-baba-tomb.jpg[/img:522635df6b]
.


pattang
05.03.2009

لعنت د خدای دې وي پر داسې جاهلانو د بخښلو وړ ندي٠


[img]http://suomenkuvalehti.fi/kuvat/2009/03/05/pakistan-shrine-attack[/img]


ډوکتر څپاند
06.03.2009

 دافغانانو افتخار،دشان اوشوکت څښتن،دستر شاعر رحمن بابا
دزيارت نړول د علم،پوهی،پرمختګ،هنر او بيا خاصتا د افغانيت سره
ستره جفا او دښمني ده٠
زما په اند،پدی کی هيڅ شک نشته چه ددی کرغيړن عمل تر شا بيا هم دافغانانو
اصلي او ستر دښمن يعني ISI ولاړ دی٠
ځينی خلک به پدی عقیده وی چه کواکې القايده د زيارتونو او هغو ته د تګ
راتګ سره مخالف دی،نو داکار به دهغو په لاس شوی وی٠که دا فرضیه صحت
ولري،نوبيا ولي القايده دا کار په سعودی او نورو هيوادو کی نه ته سره کوی؟


باتور
06.03.2009

رحمــــــــــــــــــــــان بـــــــابـــــــا صرف شاعر نه، بلکه د شاعرانو بابا وو ! د رحمن بابا روح هر پښتون شاعر او ليکوال ته ادبي قوت ورکوي. .

په دې لعنتي شرايطو کي له چا ګيله وکړو. . هم يې زموږ په دين پسې راخيستي، هم په خاوره، هم په تاريخ، هم په کلتور، هم په ژبه پسې . . . . . . . کومه خوا لومړۍ وساتو؟

هر چا چې مقبره ويجاړه کړي، د هغوی به د پلار او نيکه هدېره په دا بل مخ ورته را واړوو .

په درنښت


ehsas
20.03.2009

ښاغلی وهاج ليکلي :

[quote:a93b2e7d6d]درنو وروڼو !

سره له دی چې زه داسلامي فقهی له مخی په قبرونو دګنبذو جوړولو سره مخالف یم،[/quote:a93b2e7d6d]

وهاج صيب په دې برخه کې خو زه هم درسره په يو فکر او خيال يم ، خو زما د پاره يوه پوښته پيدا کېږي او هغه دا چې ولې د محمد ص قبر ته ګنبد جوړ شوی دی ، او ولې مسلمانان د هغه زيارت د کولو د پاره قطار ولاړ وي ؟؟؟


pattang
27.03.2009

ګوره هر چېرته بند پاته يې ، لوده خانه فقه څه وخت منځ ته راغلې او دحضرت محمد
(ص،ع) وفات څه وخت و او ګنبته يې څه وخت جوړه شوې ، خدای پاک دې ستا
د کلمې چنجي ورک کړي ، ما څو واره ندي درته ليکلي چې لدې خبرو لاس واخله ?
روسوا شې ، لاړ شې په بل نوم بيا راشې ، غيرت هم لر ې او که غيرت د ې په شاړيستان کې پرې ايشی دی٠

[quote:a6cb1e9b63="ehsas"]ښاغلی وهاج ليکلي :

[quote:a6cb1e9b63]درنو وروڼو !

سره له دی چې زه داسلامي فقهی له مخی په قبرونو دګنبذو جوړولو سره مخالف یم،[/quote:a6cb1e9b63]

وهاج صيب په دې برخه کې خو زه هم درسره په يو فکر او خيال يم ، خو زما د پاره يوه پوښته پيدا کېږي او هغه دا چې ولې د محمد ص قبر ته ګنبد جوړ شوی دی ، او ولې مسلمانان د هغه زيارت د کولو د پاره قطار ولاړ وي ؟؟؟[/quote:a6cb1e9b63]


ghareebdost
29.03.2009

پتنګه ! سخته يې پيژني يوځاى په يونامه هم ولله که درنه خلاص شي


میوند ننګیال
29.03.2009

سلامونه!

دروند پتنګ صيب لكه چي د نزدي نه يي پيژني پريده يي چي لګيا وي بيچاره
مننه


همدرد
30.03.2009

[quote:334fc24bdd="pattang"]روسوا شې ، لاړ شې په بل نوم بيا راشې ، غيرت هم لر ې او که غيرت د ې په شاړيستان کې پرې ايشی دی٠ [/quote:334fc24bdd]

يو سړي چي مفعول وي ، مرده ګاو وي، خپله ښځه چلوي د هغه يي له غيرت سره سه ، دي دغلو په كونه راوتلي دي ځكه خو غيرت نه پيژني ، ده مرده ګاو ته شاړي ويل د شاړو توهين دي.
په نوو نومونو خو ونه چليدو اوس يي په زړو نومونو پيل اوكړ.


ehsas
30.03.2009

عزتمنو ګډونکوونکو سلامونه واړاندې کوم .

ولا هلکانو افرين مو شه په دې ښوونې او روزنې

تاسي دا په اثبات ورسوله چې دا فوروم د همدې ستاسو په سويه يو فوروم دی ، او هغه خلک چې په دې پوهـ شوي ، هغوۍ خو دا ځای پرېښود . نو زما په خيال د دې اړتيا نليدل کېږي چې تاسي غروال او يا کټوازي صيب ته بلنه ورکړئ چې بېرته دې فوروم ته راشي . ځکه زه فکر نکووم چې غروال او يا کټواځي ته به د لاتزمه وي چې دې فوروم ته سر ننباسي . دغه نقاد صيب خو هم زړه نا زړه دی چې څه وليکي او کنه ؟؟
که يې څه وليکل نو د همدې فوروم د سويې سړی شوو ، که وروسته يې ځان په زم زم او اوبو پرېمينځلو هم به کومه ګټه ونکړي . هغه کوشان او هوشيار په ريښتا هم ډير هوښيار وو چې دا فوروم يې خوشې کړو ، ځکه اوس خو همدا تاسي لوچکان ييئ او دا ډيران او زه هم تاسي ته دلته د ښه وخت غوښتونکی يم .

ښاد اوسئ


pattang
30.03.2009

کوشانه غروال او نورو خو ستا له لاسه دا فوروم پرېښود ،تر بياپورې ترڅو
چې بل نوم پيدا کوې ، زه خو پېريان لرم هر وخت دې پېژنم٠

[quote:5dcce6f913="ehsas"]عزتمنو ګډونکوونکو سلامونه واړاندې کوم .

ولا هلکانو افرين مو شه په دې ښوونې او روزنې

تاسي دا په اثبات ورسوله چې دا فوروم د همدې ستاسو په سويه يو فوروم دی ، او هغه خلک چې په دې پوهـ شوي ، هغوۍ خو دا ځای پرېښود . نو زما په خيال د دې اړتيا نليدل کېږي چې تاسي غروال او يا کټوازي صيب ته بلنه ورکړئ چې بېرته دې فوروم ته راشي . ځکه زه فکر نکووم چې غروال او يا کټواځي ته به د لاتزمه وي چې دې فوروم ته سر ننباسي . دغه نقاد صيب خو هم زړه نا زړه دی چې څه وليکي او کنه ؟؟
که يې څه وليکل نو د همدې فوروم د سويې سړی شوو ، که وروسته يې ځان په زم زم او اوبو پرېمينځلو هم به کومه ګټه ونکړي . هغه کوشان او هوشيار په ريښتا هم ډير هوښيار وو چې دا فوروم يې خوشې کړو ، ځکه اوس خو همدا تاسي لوچکان ييئ او دا ډيران او زه هم تاسي ته دلته د ښه وخت غوښتونکی يم .

ښاد اوسئ[/quote:5dcce6f913]


ډاکټر څپاند
26.05.2009

د و ط ح نه را کاپي شو،

[color=red:e630334d6d]دپښــتونســـــــــتان د ازادي مقدسه جګــــــړه[/color:e630334d6d]

[color=darkred:e630334d6d]

که په روغـــــــــــــــــــــه مــــو مرام تر سره نه شه

بيا نو ټينګ شه د پښتون د توري شرنګ ته[/color:e630334d6d]

که د لرغوي او پياوړي افغانستان تاريخ ته که په څير سره وکتل شي نو دا خبره ثابته ده چه د ظلم او ظالم پر ضد او د وطن د دښمنانو په وړاندي د مقدس جهاد غږ تـــر ټولو لوموړي زړه ورو او په د ین او ناموس مينو ملايانو پورته کړيدي.همدا وجه ده چه نن عملاَ په کوزه پښتونخواکي د استقلال او ازادي جګړه په زيات خوند او رنګ سره پيل ده.

د پنجاب ګوډاګي رژيم او د جهاني ويني زبيښونکي امپرياليزم ډار له همدي وجي زيات شويدي چه په بره پښتونخوا (افغانستان) کي هم همدا جهادي تنظيمونه ول چه د جهاني کمونيستي سوپر پاور پر وړاندي يي په ميړانه سره مقابله وکړه او هغه يي په ګونډو کړ او ټول جهان يي لدي ناولي مرض څخه خلاص کړ.

که له يوي خوا دنړي ويني ځبيښونکي او خونړي امپرياليزم ،اوله بلي خوا د پنجاب کاغذي زمريان دي ازادي بښونکي او نه ستړي کيدونکي مبارزي ته د تروريستانو او القاعده نام ورکوي،خو له بلي خوا په عمل کي داثابته شوه چه که چيري دا تروريستان او القاعده واي نو به هغه د پاکستاني ستراتيږي پر اساس د أي – ايس – أي لخوا تر چتــر لاندي واي نه تر درنو ځمکني او هوایي بريدونو لاندي.

تروريستان هغه څوک دي چه هغه د پنجاب تر امر لاندي د ډيورند له ناولي او لعنتي خط څخه را تيريږي او د مقدس جهاد په نامه افغان وروڼه او خوندي وژني .

هغه څوک چه هغه په ډيره ګرمه ،بي ساري، مستانه او ډيره درنه او تاريخي جګړه کي د خاوري او ناموس له دښمن سره د خداي د ستر نام(ا لله اکبر) په نامه له پنجابي دښمن سره په سر شيندنو بوخت دي ترڅو هغه له خپلي مقدسي خاوري وباسي او ددي درني جګړي په نتيجه کي په مليونو انسانانو هجرت وکړ او په زر ګونو د ازادي جنګيالان وژل شوي دي ، نويوازي د ازادي دښمنان هغوي ته دتروريستانوخطاب کوي..

اوس نو چه د تروريست تعريف او پيژندنه وشوه نو دا لازمه ده چه د خاوري او ناموس د ازاديجنګبالانوته د خاين او تروريست خطاب ونشي او که څوک د خاوري او ناموس د ازادي مبارزينو ته د ترورست خطاب وکړي په عمل کي هغه ته بايد د پنجاب د اجنت خطاب وشي.

پرون چه د شوروي اشغالګرانو په وړاندي مقدسه جګړه او جهاد روا وه، اما نن په کوم دليل د پښتونستان له پاکي خاوري نه د پنجابي اشغالګرانو په وړاندي جګړه مقدسه نده او تروريستي ده؟

له يوي خوا د پنجابي اشغالګرو وارخطايي او له بلي خوا د جهاني امپرياليزم ډار او د هغوي وړاند وينه داثابتوي چه اوسني مسته جګړه د لري پښـــــــــــتونخوا د تاريخي ارمـــــــانو د تر لاسه کولو جګړه ده ترڅو له خپلي پاکي خاوري څخه پنجابي اشغالګر وباسي او خپل تاريخي پښتونستان د نړي د نورو ازادو هيوادونو په قطار کي ودروي.

دهغه لپاره يو عملي دليل دادي چه مرحوم خان عبد الغفار خان چه د عدم تشدد د لياري رهبر وه او هغه په عمل کي نه غوښتل چه د پښتونستان د ازادي ونه د پښتانه په وينو وده وکي او ميوي ته کښيني نو ځکه هغه ازادي تر لاسه نه کړه او دمرګ په وخت يي وصيت وکړ چه د هغه جســـــد باید په ازاده خاوره کي خښ شي نه تراستعمارلاندی خاوره کي.

دي زړي فلسفي په تيرو 60 کالو کي کومه مثبته نتيجه په پښتونخوا کي ورنکړه او پښتون ولس د پنجاب غلام او مريي په شان وساتل شو له ټولو خدايي او طبعي حقوقو څخه محروم شول او حتي په هغه ناولي او مصنوعي هيواد کي ورته چا د پښتانه په نوم او سترګه ونه کتل، نو هغه وه چه پښتون ولس توري ته لاس کړاو دا ناره یي پورته کړه چه:
[color=red:e630334d6d]
که په روغـــــــــــــــــــــه مو مرام تر سره نه شه

بيا نو ټينګ شه د پشتون د توري شرنګ ته[/color:e630334d6d]

که پرون افغانانو وکولاي شول چه سور شوروي سوپر پاور مات کړي نو دا هم ثابته ده چه لري پښتونخوا به هم په خپل ټينګه اراده او ميړانه سره دنوي سوپر پاور دګوډاګي هیواد پنجاب به هم د پرون شوروي سوپر پاور په شان داسي دړي وړي او ټوټه کړي چه امريکايي بادار به یی هم بيا ونه پيژني چه زما پنجابي يار چيرته ورک شوه٠
دا ثابته خبره ده چه پښتونستان به جوړ شي ليکن ظالم ،بيرحـــــمه او ناولي پنجابي به د جهاني ويني زبيښونکي امپرياليزم په مستقيمه مرسته به ډيري پښتني ککري تر خاورو لاندي کړي او دا ستره قرباني به نه تنها پښتونستان ازاد او مستقل کړي بلکه د سنديش ، مهاجر ديش،تاريخي کشمير او د لرغوني او لوي بلوچستان استقلال به هم د پښتونو د وينو د دي ستر او عظيم توفان په وجود کي را منځته شي.

هغه چه عالمان وايي

[color=white:e630334d6d]

کوهي مه کينه د بل سړي په لار کي

چيرته ستا به د کوهي پر غاړه ليار شي[/color:e630334d6d]

پنجاب او د هغه ناولو يارانو د شوروي له اشغال څخه ناوړه ګټه پورته کړه او کله چه په افغانستان کي د ملل متحد تر نظر لاندي د ملي روغي جوړي پلان د پرچمي – جهادي ګډي کودتا په نتيجه کي وران شو نو همدي بي همته کودتا چيانو د پنچاب په کمک ملي دښمن ماتونکي اردو ماته کړه او د وطن د تجزيي پلان يي عملي کاوه ، چه د وطن پرستو قواوو د مقاومت او قربانيو په نتيجه کي دا شوم او کرغيړن پلان شنډ شوه.

د افـــــــــغان ولس بد بختي او کړاونه له هغه وخته زيات شول چه

د افغانستان د شاهي بيکفايته رژيم د موجوديت په وجه له افغانستان څخه د انګريزي استعمار په زور او جبر جلا شوي خاوره ، کله چه د هند نيمي وچي خپله ازادي بيرته تر لاسه کوله لازم اقدام و نه شوي کولاي چه بيرته يي تر لاسه کړي، البته کوم قانوني وجه يي هم نه درلوده بلکه ډار او د قدرت د ساتلو په وجه د اشغالي خاوري د بيرته تر لاسه کولو لپاره اقدام ونه شوه. ځکه چه د شاهي کورني طلاي نيکه د لري پښتونخوا په زياته خاوره تجارت کړي وه او ددي طلايي نيکه وروستي لمسي هم خپل کوښښ وکړ چه د ناولي نيکه په لاره پل کيژدي لیکن مرګ يي پرده شه.

د نــــنني نړي ژوندي تاريخ دا ثابته کړه چه سرحدونه ( ازلي) ندي بلکه ټول سرحدونه د شوروي د سوپر پاور د سرحد پشان هم کولاي شي چه تغير وکي ،البته که څوک ايمان ولري او اقدام وکړي.

نن لري پښتونخوا د خپلو ارمانونو د تر لاسه کولو لپاره کمک ته اړتيا لري او دا کمک بايد پروني جهاديان او پخواني او نني طالبان او په مجموع کي د افغان ولس وکړي ترڅو د تل لپاره ددي ناولي سرطاني داني نه دا منطقه او جهان د تل لپاره ارام شي .

طــالب عملاَ په جګړه کي بوخت دي خو هغوي بايد لومړي هغه سلاح او مهمات چه له پنجاب څخه يي تر لاسه کوي په پنجابيانو استعمال کړي نه پر افغان ولس ځکه افغان خاوره او اولس اوس د پرون پشان تر اشغال لاندي نده بلکه د ملل متحد تر قيموميت او سرپرستي لاندي دي.

پداسي حال کي چه د لري پښتونخوا ولسونه تر 60 زيات کلونه د پنجاب غلامي وکړه بالاخره چه په تنګ شول نو په جنګ شول او اوس بايد افغان مجاهد ولس له ماله نيولي تر سره پوري بايد ددي مقدس ارمان ، تاريخي ارزو او ملي ستر هدف ته د رسيدو لپاره له هيڅ ډول کمکونو څخه دريغ ونه کړي.

که جهادي رهبران او تجارتي قومندانان د عملي کمک ارزو نلري او يا هم د شمال د لعنتي ايتلاف ډله ټپله ددي کار خنډ کيږي نو بيا دا لازمه ده چه د ولسونو لياري بندي نشي، او ولس بايد پدي پوهه شي چه د ننګ او ناموس جګړه ده او دي مقدسي جګړي ته هر څوک چه په هره وسيله او هر رقم ځان او يا مال رسوي بايد مخه يي ونه نيول شي.

ټول ملي مترقي او په ازادي مين غورځنګونه ، ګوندونه او ډلي هم په خپل وار سره بايد د پښتونستان ددي ازادي بښونکي جګړي څخه خپل ملاتړ اعلان او هغه بايد ازادي بښونکي جګړه وګڼي ځکه چه د اشغال شوي خاوري خلګ ازادي ته ضرورت لري.

طالب جان هم بايد اول د اشغالي خاوري د بيا ازادولو لپاره ملاوتړي او بيا به وروسته د هغه قدرت لپاره چه په استعمال يي نه پوهيدل اقدام وکړي.

ځکه واي چه خر کاري هم هنر غواړي

او سياست هم علم ته اوهم هنر ته ضرورت لري

ترځو چه موږ له تاريخي او ناولي دښمن څخه خلاص نه شوه زموږ په وطن کي به زموږ ډير زيات نسلونه د پنجاب او دهغوي د ګوډاګيـــــــــــــانو په وجود کي د خواري ،بدبختي او کړاونو ژوند تير کړي او وران افغانستان به لا نور هم وران شي خو جوړ به نشي ځکه دافغان ولس سرسخت دشمن( پنچاب) قسم کړي چه د هغه ابادي به زموږ په وراني او بدبختي کي وي.

نو که د وطن له دښمن سره ټينګه مقابله وشي او ولسونه د پخوا په شان په ډولونو او اټـــــن سره د اشغال شوي خاوري د ازادي په جګړه کي د واده د خوښي په شان په خوښي او مستي سره را ټول شي او د ګرمي جګړي او مقابلي لپاهره داهم ورسره زياته شي چه:

[color=red:e630334d6d]

که په پښتونستان کي شهيد نه شوي

افغانه وروره بي ننګي ته دي ساتينه[/color:e630334d6d]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more