نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
له ښکنځلوپاکه اونۍ
رښتینی
05.03.2009
له ښکنځلوپاکه اونۍ
دلاس انجلاس اوسیدونکوهوډ کړی چی دا اونۍ به له ښکنځلواوپوچو الفاظو
پاکه ساتی دکی ای بی سی رسنۍ ویلی چی دلاس انجلاس اوسیدونکو هوډ کړی چی دمارچ لومړۍ اونۍ به له ښکنځلو اوپوچو الفاظو پاکه لری ددی ښار ټولنی
دښار له اوسیدونکو غوښتنه کړی ده چی دا اونۍ له خپل وییز یالغوی قاموس نه
ښکنځلی اوسپکی خبری لری کړی
ددی ښار له خلکو سره دافکر دیوه هلک له کړنو نه راپیدا شوی دی دا هلک
څوارلس کلن اومکای هاچ نومیږی اود باسادینا نومی ځای اوسیدونکی دی
دادووه کاله کیږی چی ده په خپل ښوونځی کی دښکنځلو او پوچو خبرو پر خلاف مبارزه پیل کړی ده اوهلته یی د (ښکنځل مکوئ ) په نامه یوفورم جوړ کړی دی
او په یوه ویب سایټ کی یی هم ددی فورم برخه پرانستی ده چی اوس له ټولی
نړۍ نه دده په فورم کی له څوارلس زره زیات غړی را یوځای شوی دی
مکای هاچ ته دلاس انجلاس ټولنی اعزاز هم ورکړی دی او دی وایی چی ما
چی څومره ګومان کاوه پایلی له هغه ډیری زیاتی شوی
دلاس اجلاس ټایم جریده د لاس اجلاس ددی ټولنی دیوه غړی له خولی
لیکی : موږ په دی کار سره غواړو خلک ښوخبرو او مناسبو جملو کارولو
ته تشویق کړو ...
داخبر یوی عربی ورځپاڼی الوطن راخیستی ده او داد هغی لینک دی
http://www.alwatan.com.sa/news/newsdetail.asp?id=92938&issueno=3079
د ټول افغان ګډونوالو ته په دی اړه د خپلو اندونو دڅرګندولو بلنه ورکوم
خو په دی شرط چی یواځی دا بحث دپورتنی خبر په محتوی برابر وساتی
یعنی له پوچو اوسپکو خبرو ډډه وکړی او په ادب او احترام سره دیوه بل
نظریات واوری
په مینه
رښتینی
05.03.2009
.
.
وبښئ دمکای هاچ دفورم دغړیو شمیر شل زره دی
اوما په غلطی سره څوارلس زره لیکلی دی بیاهم
معذرت غواړم
په مینه
.
.
و.افغان
05.03.2009
.
.
.
محترم حامد صاحب:
لوي خداي جل جلاله دی هغه اسلامي عالي أخلاق چی ځینی غیر مسلمو را څخه خپل کړي دي،
بیرته دی مونږ مسلمانانو په نصیب کړي.
.
.
په درنښت