د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

چرا اشتراک کنندگان مباحث تول افغان در برابر انتخابات آینده در کشور بی تفاوت اند؟؟؟

z.shaheen
01.03.2009

طوریکه از وسایط اطلاعات جمعی بر می آیدموضوع انتخابات ریاست جمهوری ، شورای ملی و شورا های ولایتی در افغانستان به صورت مفصل در مطبوعات کشور منعکس و بالای آن ابراز نظر میگردد ولی قسمیکه مشاهده میگردد در مباحث تول افغان هیچ اثری ازان نیست. در چنین حالت سوالات ذیل مطرح میگردد:
- آیا شاملین بحث در تول افغان به تحولات مسالمت آمیز در کشور میل ندارند؟

- آیا باور ندارند که انتخابات نسبتاً عادلانه باشدازینرو سبب عدم علاقۀ شان شده است؟

- یا اینکه نه قانون اساسی و نه دولت افغانستان را برسمیت میشناسند که وقت خود را با بحث بالای انتخابات ضایع کنند؟

و یا کدام دلیل دیگر؟؟؟


ډاکتر څپاند
01.03.2009

ښاغلی شاهين،
موږ دلته په خپل وس او د اړ په اندازه بحثونه کړي٠
پدی کی خو هيڅ شک او شبهه نشته چه انتخابات به جعلي وی،او غربي يا
 بهتره وويايو،اشغالګر قوتونه چه څه غواړي هغه به کيږي٠
مګر سره ددی هم،که غیر وابسطه،ملی اوولسواکه  قوتونونه ددي نمايشنامی په
په بهير کی،خلکو ته ديوه طرف او نيرو په شکل ځان ښکاره کړی،نو هغه دی چه
داقوتونه به په يادونونو کی ژوندي پاته شي٠ دهغی نه بغير،هغه خلک چه نغواړي،چه داشغالګرو نونکرانو ته رايه ورکړی،
ورو ورو دسياست نه مايوس اوشايد دتل لپاره تری بس کړي٠


Ashnaghar
02.03.2009

ولا دا د ز . شاهين ليکنې چې زه لولم د کوشان ځنې ليکنې مې په ياد شي . زما په خيال خو همدا ز. شاهين همدا کوشان دی او که ندی ؟؟
که کوشان ندی ، نو بس د کوشان يو ازران قيمته کاپي ده . :wink: :wink:


z.shaheen
02.03.2009

[quote:aff21cfa93="Sapand Safi"]ښاغلی شاهين،
موږ دلته په خپل وس او د اړ په اندازه بحثونه کړي٠
پدی کی خو هيڅ شک او شبهه نشته چه انتخابات به جعلي وی،او غربي يا
 بهتره وويايو،اشغالګر قوتونه چه څه غواړي هغه به کيږي٠
مګر سره ددی هم،که غیر وابسطه،ملی اوولسواکه  قوتونونه ددي نمايشنامی په
په بهير کی،خلکو ته ديوه طرف او نيرو په شکل ځان ښکاره کړی،نو هغه دی چه
داقوتونه به په يادونونو کی ژوندي پاته شي٠ دهغی نه بغير،هغه خلک چه نغواړي،چه داشغالګرو نونکرانو ته رايه ورکړی،
ورو ورو دسياست نه مايوس اوشايد دتل لپاره تری بس کړي٠[/quote:aff21cfa93]
شاید من متوجه نشده باشم که در صفحۀ تول افغان بالای انتخابات بحث صورت گرفته است.
تا جائیکه دیده شده در صفحۀ تول افغان جرو بحثیکه صورت گرفته است صرف در جهت تخریب اشخاص و افرادیست که احتمالاً خود را به ریاست جمهوری کاندید خواهند کرد.
آیا فکر نمیکنید که با درک واقعیت های حاکم در کشور بهتر باشدکه درین پروسه سهیم شویم تا با آوردن اصلاحات در نظام های آینده ( اگر این اصلاحات کوچک هم باشد) مرحله به مرحله به یک جامعۀ دموکراتیک نزدیکتر خواهیم شد؟
راه دیگر همان انقلاب است که در پهلوی تلفات مالی و تخریب کشور تلفات انسانی بسیار بزرگ دارد. تاریخ گواه است که انقلاب چه از جناح راست باشد یا چپ به هر حال در صورت موفقیت سبب " زایش" دکتاتوری میگردد!
و یا کدام راه دیگر سراغ دارید؟ البته آرزو ها زیاد است ولی آیا این آرزو ها با توجه به واقعیت های عینی که در اختیار افغانها نیست، جنبۀ عملی هم دارد؟


عادل عادل
02.03.2009

سلامونه

شاهین بې بال و پر

یک روز با یک ایراني هم مکتب شما وارد بحث دیموکراسي شدم و چند تا سوالات را ذیلا و توضیحا مطرح کردم:

ګفتم افغانها در عصر امروزي حاضر به پذیرش دیموکراسي نیستند و 100 ها سال نیاز است تا به دیموکراسي مطلوب برسند؟؟

وی افزود، بلې قبول دارم، و ګپ شما را زد که باید سر از امروز برایش کار کنیم؟

ګفتم کدام کار، در افغانستان رای اشخاص عام دربدل یک دستګاه موبایل و یا هم به کاندیدان اناث به اساس قواره رای میدهند؟ این شد اصول دیموکراسي؟؟

ګفتم: ضمنا اکثریت مردم به بې بندوباري و فساد اخلاقي رو می ارند و همین راه فساد و امیزش را مفهوم دیموکراسي میدانند؟؟ و به تعقیب کشورهای شام و ترکیه را مثال اوردم که دیګر از عریان بودن و فاحش بودن و فساد اخلاقي به ستوه امده امروز وارد دیموکراسي نوع واقعي خودشان میشوند که ظاهرا رواوردن به فرهنګ و معتقدات اسلامي خویش میباشد.

وی ګفت:

بلې مسیر دیموکراسي همین هست، مثالهای فوق را جز پروسه و رسیدن به دیموکراسي شمرد و استدلال کرد که به شمول فرانسه همه کشورهای غربي همین مسیر را پشت سر ګذاشتند و امروز به دیموکراسي واقعي رسیدند.

ګفتم پس نسل های زیادې باید قرباني رسیدن به دیموکراسي برای نسلهای بعدي شوند؟

ګفت بلې

کفتم چون ما و شما جز نسل هستیم که باید قرباني این مسیر شویم، پس چرا به همین دلیل شدیدترین مخالف این پدیده نباشیم؟؟؟

تا همین جا ارتباط داشت به اظهار نظر شما، شما را دعوت میکنم تا به جای تقلید از دیموکراسي بیګانه به استقلال فکري رجوع نمایید !

افغانها دیموکراسي نوع خویش را دارند و هیچوقت دیموکراسي وارده و تحمیل شده از خارج را نه تنها به نام دیموکراسي نمې شناسند بلکه مردودش میدارند و بشدت مخالفتش میکنند..

نور بیا .......


Ghairat
02.03.2009

ددې له پاره چې د ښاغلي شاهین پوښتنې ته مو یو ځواب ویلی وئ، دومره به ووایم چې ولسواکي یو مخسټ لري او هغه لومړی ملي خپلواکي ده، چې هغه د بهرنیو ځواکونو په شته والي سره له منځه تللی ده!
داچې په هیواد کې جګړې روانې دي ،نه یواځې ټولټاکنې په ولسواکه بڼه نشي پلې کیدای، بلکې اساسي قانون یې هم سخت له کاره غورځولی دی۰
ځکه خو مونږ باید لومړی د ملي آزادۍ اوخپلواکۍ د بیرته پلاس راوړلو غموخورو، بی له دې چې له موجدو بهرنیانو څخه آزادي تر لاسه کړو، ولې د کوم بل ګاونډي په لومه کې ښکېل او خپلواکي آن د ګټلو په ترڅ کې بیرته له لاسه ورکړو!
له دې کبله ۰ له دې کبله باید ځان اول د ستونزې ریښې ته ورسوو او له هغه ځایه ګام په ګام ځانونه خیلواکۍ اوولسواکۍ ته ورسوو :
ریښې ته د رسیدلو لومړی شرط جنګ نه، بلکې سوله ده ، اوچې سوله لومړی ګام دی نو په ټولټاکنوکې باید زمونږ لومړی کار هم باید داوي چې داسې یوتن کاندید کړوچې ملي سوله یې لومړی ګاموي او خلکهم پرې باور ولري چې دا سړی د طالبانو سره ملي سولې ته رسیدلای او ملي پخلاینه را منځته کولای شي!
مونږچې ګورو له امریکا نه رانازل شوي کاندیدان لکه کرزی او امٍثالهم ټول
هغسې کاندیدان دي چې ملي پخلاینه نه کولی شي اونه د بهرنیانوپه موجودیت ملي پخلاینه ورسره کیدلی شي ۰
کله چې ډاکتر نجیب ملي پخلاینه کوله نو د روسانو وتل یې همورسره مطرح کړي وو، که افلا داسې یوکس د ولسمشر ئ له پآره کاندید شي چې د بهرني ځواکونوویستل اوملي پخلاینه سره غبرګ مطرح کړي اودا د خپل داخلي اوخارجي سیاسي لومړی سیاسي عمل وګرځوي اوله هر څه څخه همدې ته ا ُولـَویَت ورکړي،نوهله به د ټول افغان لوستونکو او لیکونکو ته هم د بحث او ملاتړ وړ کس
هم پیدا شي!
اوس باید ددغسې کس پر موندلو بحٍث پیل شي ، د کاندیدانو په شمول یې په ټول افغانستان کې ولټوو او بیا یې کاندید کړواوهیڅډول ملاتړ ترې ونه سپموو


هیښ
02.03.2009

سلامونه
نيکمرغه ملتونه هغه دي چه سياسي قدرت او مشري يي دازادئ په موجوديت کې د انتخاباتو او ټاکنو له لارې تعينيږي .
وولس دخپل سياسي ،اقتصادي ،کلتوري او ټولنيز نظام دجوړيدو دپاره دخپل واک څخه ګټه پورته کوي او په خپله خوښه ددې لوئ مسؤليت په ادا کولو کې چه دنظام او ادارې جوړونه ده بې له زور ،فشار،جبر،تزوير ،سياسي احتکاراواختناق څخه ازادانه تصميم ونيسي او خپله فيصله اعلان کړي .
دکره او مشروعو انتخاباتو دپاره تر ټولولمړئ او اساسي شرط دادئ چه انتخاب کوونکي (وولس) دخپل انتخابي حق او قدرت نه برخورداره وي او په دې متيقين وي چه دا دوئ دي چه منتخب ته په خپله رايه او انتخاب سره مشروعيت او اعتبارورکوي او که هروخت وغواړي او لازم وي داانتخاب لغو او باطل کولائ شي .کله چه وولس د خپل انتخابي قدرت نه خبر او اګاه وي ،په وولس باندې د سياسي تاجرانو دسوداګرئ بازار دسقوط سره مخامخ شي او يوازې هغه ډلې دانتخابيدوچانس لري چه خپل صميميت ،صداقت او کاري وړتيا او ظرفيت دورکړل شوي ماموريت په سرته رسولو کې وولس ته ثابت کړائ شي .همدا رنګه سياسي ګروپونه ،ډلې ،ګوندونه ،سازمانونه ،حرکتونه او تنظیمونه په دې متقاعد او متعهد وی چې دسیاسی قدرت اصلی مالک وولس دئ او یوازې دوولس په تائید او تاکید سره قدرت په لاس راوړل مشروعیت او قانونیت لری ،نه دزور ،فشار او سیاسی ماجراجویئ له لارې نه .
بله مهمه مسأله د يوه وولس دخپلواکئ اواستقلال ده .انتخابات هغه وخت سرته رسيدلائ شي چه ملت خپلواک وي او په خپلو مقدراتو باندې کاملا تسلط ولري .په اسارت او غلامئ کې انتخابات دچا دخوانه او دچا دپاره .په زندانونو کې څوک خپل زندانبان او قوماندان نه انتخابوي او همدارنګه غلامان دخپلو بادارانو د انتخاب حق نه لري .دانتخاباتو دپاره دازادئ او خپلواکئ موجوديت لکه دروح په بدن کې حيثيت دئ .
اسير وولس يو تش کالبود دئ چه يوازې فزيکي وجودلري ،ديوې وسيلې په توګه استعماليږي او فاقد دتصميم نيولو او فيصلې کولو دئ .سرنوشت يي دنورو په لاس کې دئ او په خپله دخپل برخليک دټاکلو صلاحيت او قدرت نه لري .
په يوه ازاده او خپلواکه ټولنه کې دټولنې ټول غړي ( چه دوولس په ضد په جنګي او جنايي جرمونو او ملي خيانت کې شريک نه وي )دانتخابولو او انتخابيدلو حق په مساويانه توګه بې له امتيازه لري .هيڅ ډله او سازمان بايد ددې پروسې څخه بهر نه شي اوددې حقوقو نه محروم نه شي .ټولو ته دمساوي او ازاد رقابت مطمئنه او با امنه شرايط بايد اماده شي .
ددې شرايطو په لرلو سره به انتخابات مشروع ،معتبر ،عادلانه او شفاف وي او نتايج به يي دټولنې په خير ،رفاه او ثبات تمام شي .
اوس که دافغانستان اوسنئ سياسي ،اجتماعي وضعيت په بينا سترګو وګورو او بې پرې قضاوت وکړودپورتنيو شرايطو ،روابطو او کيفيتونو څخه چه دواقعي انتخاباتو دپاره حتمي او ضروري دي يو هم وجود نه لري .افغانستان دتجاوزګرانو دوحشيان اشغال لاندې دئ ،يعني خپلواکي او ازادي نه لري .سياسي ،اقتصادي او کلتوري تصميمونه په واشنګتن او نيويارک کې نيول کيږي .
وولس دانتخاباتو په ماهيت او مفهوم نه پوهيږي او رول يي په مهمو سرنوشت سازه
مسايلو دملک کې هيڅ مرجع او مقام ته مطرح نه دئ .سوله او ثبات وجود نه لري او په سلو کې ٧٠برخه يي دازادئ او خپلواکئ دمقاومت دقواوو تر نفوذ لاندې قرار لري ،سياسي جريانونه او شخصيتونه دقومي ،لساني او مذهبي تعصباتو په بنا خپل چټل ژوند کوي اودوولس په ځائ تکيه يي په خارجي مزدوريو باندې ده ،دملي ګټو په ځائ دسياسي اقتدار دترلاسه کولو له پاره وملي خيانت کولو ته هم حاضر دي .
همدارنګه دسياسي بحران مهم ترينه خواووي چه دمقاومت ليکې دي دترورست او دهشتګر په نامه تر فجيع ترين فشار اوتعقيب لاندې قرار لري اودسياسي فعاليت او مبارزې حق يي غصب شوئ دئ .نو په دې حالت کې انتخابات يوازې يوه تبليغاتي او بي محتوا تظاهر دئ چه داشغالګرانو او دهغوئ دلاس پوڅو دغير انساني اعمالو دتوجيه دپاره سرته رسيږي .دواقعي انتخاباتو دمفهوم او اډيال سره هيڅ تړاو نه لري اوکه داډول انتخابات هم صورت ونيسي ،نه به سوله قائمه شي او نه به دافغان وولس غميزي ته دپائ ټکئ کيږدي .
له دکبله دښاغلي شاهين دافرضييه چه افغان وولس دسوله ايزو تحولاتو سره مينه نه لري باالکل بې اساسه ده ځکه چه جنګ په افغانانو تحميل شوئ دئ او افغانان دخپل ملي حيثيت دپاره مبارزه کوي .همدارنګه په اوسنيو شرايطو کې دانتخاباتو ددايرولو پروسه غير معقوله او سياسي فتنه بولي ،دعادلانه بللو خو يي هيڅ سوال نه مطرح کيږي اوباالاخره دا خبره کاملاا درسته ده چه دافغانستان دولت ديوه لاسپوڅي او غلامانو تپل شوي اداره بولي او ديوه ملي او مستقل دولت په توګه يي په رسميت نه پيژني او قانون ته يي نه دقانون او نه داساسي په سترګه ګوري .

مننه


باتور
02.03.2009

z.shaheen پوښتنه کړي :

چرا اشتراک کنندگان مباحث تول افغان در برابر انتخابات آینده در کشور بی تفاوت اند؟؟؟

د دې لپاره چي د ټول افغان اکثريت د يو څو ډالرو په بدل کي خپله خاوره او ناموس نه پلوري .

په درنښت


momtaz
02.03.2009

[quote:e3651b930b="باتور"]z.shaheen پوښتنه کړي :

چرا اشتراک کنندگان مباحث تول افغان در برابر انتخابات آینده در کشور بی تفاوت اند؟؟؟

[color=blue:e3651b930b]د دې لپاره چي د ټول افغان اکثريت د يو څو ډالرو په بدل کي خپله خاوره او ناموس نه پلوري .[/color:e3651b930b]

په درنښت[/quote:e3651b930b]
که د ویلو څه نلرې غلئ کېنه او د نورو لیکنې ولوله!
زوړ ګیدړه کله د پتنګ او کله د باتر تر نامه لاندې د ډالر، ډالر، ډالرو بغارې وهې پام کوه چې کومه ورځ دې په ډالرو ویلو سا و ونه اوځي.
آیا پدې بحثونو کې کوم سخاوتمن سړﺉ نشته چې ده بې وزلي ته یو څو ډالره ورکړي چې آرامه شی؟


pattang
02.03.2009

بړبنګه خدای د خوار کړه!
ما کله داسې پاړسي زده ده ، زه چې ستا ليکنو ته ګورم
دې نتيجې ته رسېږم چې با سواده مو هم بې سواده دي ( مقصد مې املا نه بلکې
دمغزو استحکام او پو خوالی دي ) .
نور نو زه له تاڅخه، نوره ګيله نکوم ٠

[quote:bc5131058b="momtaz"][quote:bc5131058b="باتور"]z.shaheen پوښتنه کړي :

چرا اشتراک کنندگان مباحث تول افغان در برابر انتخابات آینده در کشور بی تفاوت اند؟؟؟

[color=blue:bc5131058b]د دې لپاره چي د ټول افغان اکثريت د يو څو ډالرو په بدل کي خپله خاوره او ناموس نه پلوري .[/color:bc5131058b]

په درنښت[/quote:bc5131058b]
که د ویلو څه نلرې غلئ کېنه او د نورو لیکنې ولوله!
زوړ ګیدړه کله د پتنګ او کله د باتر تر نامه لاندې د ډالر، ډالر، ډالرو بغارې وهې پام کوه چې کومه ورځ دې په ډالرو ویلو سا و ونه اوځي.
آیا پدې بحثونو کې کوم سخاوتمن سړﺉ نشته چې ده بې وزلي ته یو څو ډالره ورکړي چې آرامه شی؟[/quote:bc5131058b]


Sangar Watan
02.03.2009

اشنغر صيب سلامونه،

[quote:fb392ff637]Ashnaghar
ولا دا د ز . شاهين ليکنې چې زه لولم د کوشان ځنې ليکنې مې په ياد شي . زما په خيال خو همدا ز. شاهين همدا کوشان دی او که ندی ؟؟
که کوشان ندی ، نو بس د کوشان يو ازران قيمته کاپي ده .
[/quote:fb392ff637]

ګران وطنداره(بوړا)،زما ارزو داوه چه تاسو به په ارتو غوږو اورئ او په وازو
سترګو به ئی لولئ،مګر ستا لمړنې تبصره ډيره ضعيفه بريښي٠
زيار ګالل حتما نتيجه ورکوي٠

دانتخاباتو بحث تود دی،دغيرت صيب نظر واقعا چه يو ډير ښکلی نظر دی٠
که يو کانديد،همت پيداکړي او داشغالګرو (دبين المللي تروريزم سره دمقابلی)
قوتونو دوتنې په هکله خپله کړنلاره څرګنده کړي،نو موږ به ئې دسر په سترګو
هرکلی وکړو او خپل ملاتړ به تری ځارکړو٠
دهغی نه بغير دکرزي ،احدي او نورو احتمالي کانديدانو تر منځ څه توپير؟


pattang
02.03.2009

انډيواله ځان دې په خپله رسوا که ، زوړ اشنا بيا څه کوې ?

[quote:457d1085b2="Ashnaghar"]ولا دا د ز . شاهين ليکنې چې زه لولم د کوشان ځنې ليکنې مې په ياد شي . زما په خيال خو همدا ز. شاهين همدا کوشان دی او که ندی ؟؟
که کوشان ندی ، نو بس د کوشان يو ازران قيمته کاپي ده . :wink: :wink:[/quote:457d1085b2]


Ghairat
02.03.2009

هیلمن یم له شخصي خبرواترو لاس په سر شئ او پر موضوع بحث وکړئ!
ستاسو د دقیق اوتاوده بحٍث په هیله زه دا موضوع چې ستاسې په اند څوک دافغانستان اساسي قانون او ملي سوله پلې کولی شي دیو بیل سرلیک لاندې مطرح کوم او ټول لوستونکي پوښتم چې آیا چمتو یو چې دغسې یو شخصیت کاندید کیدلوته اړباسو اوتر پایه یې تر وسه وسه هر ډول ملاتړوکړو؟


z.shaheen
02.03.2009

سلام به حاضرین مجلس
[quote:44c7f3243c]تا همین جا ارتباط داشت به اظهار نظر شما، شما را دعوت میکنم تا به جای تقلید از دیموکراسي بیګانه به استقلال فکري رجوع نمایید !

افغانها دیموکراسي نوع خویش را دارند و هیچوقت دیموکراسي وارده و تحمیل شده از خارج را نه تنها به نام دیموکراسي نمې شناسند بلکه مردودش میدارند و بشدت مخالفتش میکنند.. [/quote:44c7f3243c]
جناب عادل عادل جای خوشیست که لا اقل در بین ما شخصی است که استقلال فکری دارد و امید است که در قضاوت ها عدالت را حفظ کند.
من با کمی تفکیک با شما موافقم که میگوئید افغانها دموکراسی نوع خود را دارند. ولی بهتر است بگوئیم که افغانها دموکراسی مطابق ضرورت جامعۀ افغانی را باید بسازند.
وقتیکه صحبت از دموکراتی میشود منظور از کدام دموکراسی دیگر نیست . قوت دموکراسی هم درین است که بطور ثابت و مطلق نبوده و با حفظ ارکان عمومی آن ( انسان، آزادی، برابری) مطابق ضرورت یک جامعه عیار شده میتواند.

جناب غیرت:
من در مجموع به نظر شما موافقم ولی وقتیکه مینویسید:
[quote:44c7f3243c]اوس باید ددغسې کس پر موندلو بحٍث پیل شي![/quote:44c7f3243c]
موافق نیستم ! و آن به این دلیل که در بین افغانها در مجموع و از تجربه آموختیم که در تول افغان بصورت اخص تلاش صورت میگیرد تابه بهانۀ های مختلف شخصیتها را دیمونتاژ کنند. ازینرو یادهانی از اشخاص را بدون موافقۀ خود آنها مناسب نمی بینم.

جناب هیښ
از توضیحات جامع تان مستفید شدم . شما آنچه که عیان است باز بیان کرده اید ولی در اخیر فهمیده نشد که شما کدام راه حل را پیشنهاد مینمائید اگر کمی کومک کنید؟

با عرض احترام


عادل عادل
03.03.2009

سلامونه

د غیرت صیب څرګندونې په ټوله کې د ولس د ارادو انعکاس دی.

غیرت وروره

د نجیب د ملي مصالحې تر څنګ د روسانو وتل دده وړاندیز یا د حل لاره نه وه، روسان د افغان باتور ولس د مقاومت په مټ اړ ایستل شول چې افغانستان پریژدي، په بل عبارت نجیب محض یو لاسپوڅئ و او د روسانو د برنامې پر محور څرخیده، دده د ظاهري ملي مصالحې د کالونو محصول همغه و چې ولس یې په قومي تعصباتو کې داسې راګیر کړ چې نن د 10 کاله مقاومت پر ځای 15 کالو ته اړتیا ده تر څو یرغلګر ماتې وخوري او د تعصب په مرض مبتلا لاسپوڅي یې د مقاوت تقدس او حقانیت حس اود عمل په جامه کې توبه وباسي.


هیښ
04.03.2009

سلامونه
ښاغلئ شاهین صاحب !
زما لیکنه ستا دمطرح شویو سوالونو په هکله وه او ددې علتونه چه ولې دټول افغان بحث کوونکی دانتخاباتو په باره کې دبحث کولو سره بې علاقې دی ما خپل نظر ښودلئ دئ اودافغانستان په اوسنیو سیاسی ،اجتماعی حالاتو کې مې د انتخاباتوموضوع یو سیاسی مانور اودخلکو دافکارو او ذهنونو داغوا کولو او غولولودسیسه بللې ده او هغه شرایط ،امکانات او حالاتو ته روښانه اشاره شوی ده چه دریښتینی انتخاباتو ددایرولو دپاره لازم او ضروری دی .
یعنی دخلکو بېخبری او نااګاهی دخپلو حقوقو څخه اودهغوئ فعال نه حضور دافغانستان په سیاسی ډګر کې،دخپلواکئ او ازادئ نه موجودیت ،دقوی ،صادقو ،ملی او وطنپرسته سازمانونو او ګوندونو فقدان ،جنګی حالت او بې ثباتی او نور .....ددې ادعا واضح ثبوت دئ ،چې په داسی سیاسی ،اجتماعی او امنیتی وضعیت کې انتخابات ناممکن دی او که احیانااصورت هم ونیسی لکه دتیرو انتخاباتو په شان هیڅ ګټه او سود به ونه لری یوازې عمامه په قره قلی بدلول اودچپنې په ځائ به ددریشی ا و نیکتایی اغوستل وی اوبس .

داچه دافغانستان دروانې تراژیدې دختمولو دپاره څه باید وشی او دحل لاره څه ده دا بیل سوال دئ چه ټول ازادی غوښتونکی او په وطن مین خلک یې دځواب موندلو په لټه کې دی .
زما په نظر تر څو چه دزور كلتوراومنطق ته دپائ ټکئ کښېنه ښودل شی ،دبحران ختمول ناممکن دی .دافغان وولس لوئ مشکل دپخوانه استبداد او ستم دئ او بدبختانه چه افغانان داستبداد په پیژندلو او دهغې په له منځه وړلو کې په ټول ژوند کې نه دي بریالی شوي ،همدا وجه ده چه ستونزې او پرابلمونه یې لاینحله پاته دی .کله د خارجی استبداد سره لاس په ګریوان دی او دهغې نه دنجات په صورت کې دداخلی استبداد(شخص ،کورنئ ،ژبې ،مذهب ،اډیولوژی او داسې نور......)په زولانو کې لویدلئ دئ او دمشقت او عذاب ژوندیې تر نن پورې رارسیدلئ دئ .داستبداد په دوام او تسلط کې دبهرنیانو ونډه او نفوذ ډیر رول لوبولئ دئ ،ځکه کله چه افغان وولس په خپله فداکارئ او زیاته قربانئ سره دبهرنیانو په مقابل کې کامیابي حاصله کړی ده اودخپلې خاورې نه یې شړلي دي ،نو هغو ئ (استعمارګران او متجاوزین ) دمستقیمې مداخلې په ځائ دداخلی مستبدینو او ضد ملی عناصرو سره دخپلو هدفونو دلاسته راوستلو دپاره لاس یو کړئ او دیوې ضد ملی او ازادې ادارې دراوستلو مخه یې نیولې ده ،ځکه کله چه ملی ــ وولسی دولتونه تشکیل شی ،طبعاا به دخپلوملی ګټو او ارزښتونو نه قاطعانه دفاع کوی او تر نورو ګټو به یې ساتنه او پالنه ورته اولویت لری ،چې دا موقف دخارجی استبدادګرانو او تجاوزګرانو دطبیعت اومزاج سره توافق نه لری او په داساس په ټول قوت او سیاسی شیطانت سره دملي ـ وولسی نظامونو داستقرار مخه نیسی او په رنګارنګ بانو او توطئو یې له منځه وړی او په ځائ یی یو پوشالي ،مزدوره اومستبده اداره نصبوي،ترڅو دملی ګټو په عوض دخارجیانو دګټو ساتنه وکړي .

اوسنئ مصیبت په افغان وولس دبهرنه تپل شوئ دئ او ددې ډرامې اکټران او لوبغاړی غربیان دی چې په سرکې یې امریکایان واقع دی .
امریکایان په خپل ټول تاریخ کې دزور ،تجاوز او فشار وسیله دنورو ملتونو په مقابل کې په کاراچولې ده او دهرنوع جنایت نه یې کاراخستئ دئ ،ترڅو خپلو غیرانسانی اهدافو ته ځان ورسوی ،چې داوحشیانه اعمال یې موږ هره ورځ په افغانستان کې وینو او ژوندی شاهدان یی یو چه دمظلومو افغانانو په ژوند،عزت ،شرف اوملی نوامیسو باندې په څومره بې شرمئ او بربریت سره تجاوز روان دئ .
ترڅو چه امریکایان او ددوئ په دې وحشیانه ائیتلاف کې شریک ملګری یې په دی متقاعد نه شی چه زور دمساییلو دحل لاره نه ده او ستونزې دبمونو په غورځولو او عامه وژنو نه حل کیږی دا بدمرغی به روانه وی .
داچې څرنګه دا وحشیان ددې وحشیانه او ځنګلی پالیسئ بدلولو ته مجبور کړل شی ،قربانئ ،مقاومت ،سیاسی تدبر ته اړتیاده .
دخپلواکئ اوازادئ دمقاومت او مبارزې سنګر باید نور هم تقویه شی او په څنګ کې یې دسیاسی مبارزې جراات او جسارت هم په افغانانو کې راژوندئ ،تنظیم او
په فعالیت شروع وکړی .
دمقاومت دجبهې جنګیالی هم باید خپله غیږ پرانیزی او ټول هغه اشخاص ،ډلې او سازمانونه چه دخارجی اشغال مخالف دی ،که څه هم فکری او سلیقوی اختلاف ورسره لري ،په خپله لمن کې راټول کړی ا ودیوې واحدې جبهې په تشکیل سره دشریک دښمن په مقابل کې چه اشغالګران او متجاوزین دی یو دبل سره په صادقانه توګه خپل سنګرونه نور هم ګرم کړی .
دمسلحانه مبارزې تر څنګ دسیاسی مبارزې ډګر هم باید فعال او منسجم شی .ټول په ازادئ ،خپلواکئ او وطن مین شخصیتونه باید خپل تعهد او فرض دوطن دازادئ ، خپلواکئ او وولسی اقتدار په مقابل کې دعمل په ډګر کې وښیې ،دانزوا ،ویرې ،مایوسئ او بې تفاوتئ په ځائ دپه ډیر جراات سره دافغان وولس دمظلومیت او محرومیت غږپورته کړی او ددې لوئ ناورین اووحشیانه عام وژنې تصویر دپه خپلو مجالسو ،مصاحبو،مظاهرو او اعتصابونو سره دنړئ والو اذهانو ته ورسوي او داشغالګرانو اصلي څیره او جنایت دې ددوئ وولسونو ته بربنډ کړی .

خپلواکی او ازادی په اخلاقی غوښتنو ،زاریو ،نصیحتونو او ننواتو نه حاصلیږی او قاطعانه مبارزې او قربانئ ته ضرورت لری ،چه دا کیفیت او شهامت دمبارزې دافغان وولس سره شته دئ ،خو په څنګ کې افغانان دا هم باید زده کړی ،چه دسولې ،ارامئ ،ټولنیز عدالت ،رفاه او ترقئ دپاره داستبداد ریښې دتخم شیندلو په وخت کې وچې کړی ،تر څو چه دجهادونو ،مبارزو ،فداکاریو او میړانو ثمر یی چه دیوه ازاد ملي ــ وولسی نظام تشکیل دئ ،دیو ې ډلې،سازمان ،ګوند اواډیولوژیګانو دستم دراتلو او استقرار قربانی نه شی او یوه ډله خاین ،بې هویته ،مزدور او اوباش عناصر ئې په ملی ارزښتونو دسوداګرئ خیال دسرنه وباسی .

مننه


pattang
04.03.2009

افرين هيښه!
ډېر ښه شيان دې ليکلي دي خدای پاک دې نور هم قدرت درکړي٠


Ghairat
04.03.2009

ښاغلي هیښ ښې چارې، ستاسې خبرې ویښې ، کوټلې او په تول پوره خبرې دي، چې سل په سلوکې یېد تایید وړ بولم۰
خولیکنه مو عامه ده او مشخصول یې مشخصې پوښتنې راپورته کوي لکه :

ــ هدف مو ډیر ښه څرګند کړی چې د خپلواکۍ تر لاسه کول اود یوملي حکومت رامنځته کول دي۰

ـــ دې هدف ته د رسیدوله پآره مو سیاسي اوهم روانه وسله واله مبارزه تایید کړې
اوتر ټولو ښه خبره داچې ددواړومبارزو ترمنځ غږملتیا موجوده وي!

نوپوښتنه داده چې :
۱ـ آیا د سیاسي مبارزې له پآره د ولسمشرۍ او پارلماني ټولټاکنې يو ډیر ښه چانس او پیاوړی ډګر نه دي؟ که وي ،نو باید روښانه شي چې څنګه ترې ګټه پورته کړل شي؟

۲ــ که اړونده غږملتیا د سیاسي او وسله والې مبارزې تر منځ موجوده نه وي،چې نه ده، ددې پړه څومره اوپه کومه خوا پرته ده ؟ ددې نشتوالي اړیزونه(لاملونه) څشی دی ؟

۳ــ آیا په روانه وسلوالې مبارزې کې بهرنی لاس نشته،که وي ممکن زیان به یې تر ګټې زیات وي که نه ؟ اوکه نه وي له وسلوال سره یو سیاسي غورځنګ ولې نه رامنځته کیږي یا د سیاسي اووسله والې مبارزو ترمنځ ولې نوموړې همغږي
نه رامنځته کیږي؟؟؟

په دې ټولو برخو باید ټول ګډونوال بحث وکړي او یواځې تاسې ته نه دي راجع !


z.shaheen
04.03.2009

جناب هیښ و دوستان سلام
از توضیحات نسبتاً طولانی تان ممنون.

[quote:be4bc98729]دخلکو بېخبری او نااګاهی دخپلو حقوقو څخه اودهغوئ فعال نه حضور دافغانستان په سیاسی ډګر کې،دخپلواکئ او ازادئ نه موجودیت ،دقوی ،صادقو ،ملی او وطنپرسته سازمانونو او ګوندونو فقدان ،جنګی حالت او بې ثباتی او نور .....ددې ادعا واضح ثبوت دئ ،چې په داسی سیاسی ،اجتماعی او امنیتی وضعیت کې انتخابات ناممکن دی[/quote:be4bc98729]
توضیحات تان درست است ولی نگفتیدکه شما مردم رااز حقوق شان به کدام شکل آگاه میسازید؟
و فقدان به گفتۀ شما سازمانها و احزاب قوی ملی ، صادق و وطنپرست را به کدام شیوه برطرف میسازید تا شرایط مناسبتری برای انتخابات فراهم گردد؟ و تا زمانیکه این آرزو برآورده شود چه باید کرد؟

[quote:be4bc98729]زما په نظر تر څو چه دزور كلتوراومنطق ته دپائ ټکئ کښېنه ښودل شی ،دبحران ختمول ناممکن دی[/quote:be4bc98729]
من با این نظر تان بالکل موافقم ولی این جملات تان با اینکه مینویسید:
[quote:be4bc98729]دخپلواکئ اوازادئ دمقاومت او مبارزې سنګر باید نور هم تقویه شی[/quote:be4bc98729]
در تضاد است
[quote:be4bc98729]دمقاومت دجبهې جنګیالی هم [color=blue:be4bc98729]باید[/color:be4bc98729] خپله غیږ پرانیزی او ټول هغه اشخاص ،ډلې او سازمانونه چه دخارجی اشغال مخالف دی ،که څه هم فکری او سلیقوی اختلاف ورسره لري ،په خپله لمن کې راټول کړی ا ودیوې واحدې جبهې په تشکیل سره دشریک دښمن په مقابل کې چه اشغالګران او متجاوزین دی یو دبل سره په صادقانه توګه خپل سنګرونه نور هم ګرم کړی .[/quote:be4bc98729]
باید ؟
این خواستۀ شما در چوکات آرزو خواهد ماند !
میگوند :
آزموده را باز آزمودن خطاست !
شاید بعضی از دوستان به خاطر داشته باشندزمانیکه عکس العمل جهانیان در برابر خشونت های دست اندر کاران امارت نام نهاد طالبان در برابر مردم افغانستان به خصوص در مقابل زنان و دختران مکتب به اوج خود رسید شمار زیادی از هموطنان با احساس مابه افغانستان سفر کردند تا رهبری طالبان را معتقد سازند که از روش خشن در برابر مردم عام دست بردارند ولی طوریکه دیده شد هیچ نتیجۀ نداد. و حال هم به اصطلاح عام همان دیگ است و همان شلغم!
حال هم مردم افغانستان به خصوص مردم جنوب،جنوب غرب وشرق میبینند که به 100 ها مکاتب اولاد های شان توسط به گفتۀ شما( دمقاومت دجبهې جنګیالی)طعمۀ حریق گردید.پس در چنین حالت چطور میتوان مردم را از حقوق شان آگاه ساخت.
جناب هیښ !
فکر نمیکنید به عوض مقاومت مسلحانه که تباهی و ویرانی رابرای ما افغانها در قبال داشته و دارد اگر ما منافع خود را در مسیر منافع کشور های اشغالگر جستجو نمائیم به نفع ما باشد؟ تاریخ نه چندان دورما گواه آنست که ما افغانها جنگ های نظامی را برده ایم ولی به دلایل گوناگون توان حکومت کردن را نداشته و کشور از چنگ یک خاجی آزاد و به خارجی دیگر تسلیم نمودیم و حال هم وضع چندان تغیر نکرده است پس بهتر است بالاخره یکبار نه یکبار ازگزشته بیاموزیم و این تلاش را دیگر نکرده و برای نیل به آزادی کشور از راه های مسالمت آمیز اگر طولانی هم باشد استفاده نمائیم !

با احترام


هیښ
07.03.2009

سلامونه

ښاغلئ غیرت صاحب !

[code:1:f93095d6ce][quote]۱ـ آیا د سیاسي مبارزې له پآره د ولسمشرۍ او پارلماني ټولټاکنې يو ډیر ښه چانس او پیاوړی ډګر نه دي؟ که وي ،نو باید روښانه شي چې څنګه ترې ګټه پورته کړل شي؟

۲ــ که اړونده غږملتیا د سیاسي او وسله والې مبارزې تر منځ موجوده نه وي،چې نه ده، ددې پړه څومره اوپه کومه خوا پرته ده ؟ ددې نشتوالي اړیزونه(لاملونه) څشی دی ؟

۳ــ آیا په روانه وسلوالې مبارزې کې بهرنی لاس نشته،که وي ممکن زیان به یې تر ګټې زیات وي که نه ؟ اوکه نه وي له وسلوال سره یو سیاسي غورځنګ ولې نه رامنځته کیږي یا د سیاسي اووسله والې مبارزو ترمنځ ولې نوموړې همغږي
نه رامنځته کیږي؟؟؟

په دې ټولو برخو باید ټول ګډونوال بحث وکړي او یواځې تاسې ته نه دي راجع ![/quote][/code:1:f93095d6ce]

افغانان باید دموجوده مصیبت دختمولو دپاره دهرې وسیلې نه اعظمي ګټه پورته کړی او دټولو امکاناتو نه کار واخلی ،که سیاسی دي ،یا نظامی دي او یا فرهنګی دي .
لاکن تاسو ترما ښه پوهیږئ چه په افغانستان کې داموجوده اداره دچا په مټو منځ ته راغلی او مالی او امنیتی مصارف یی دچا دلوری نه تمویلیږی ؟
که اشغالګران ووزي ،ایا دااوسنئ اداره دیوې ورځې ددوام ظرفیت او مقاومت لری ؟
ځواب بې له شکه چه نه دئ .ځکه چه وولسي حمایت او ملاتړ ورسره نشته او یوازې په بهرنیو پښو یې تګ ممکن دئ او بهرنیان ددې دپاره نه دي راغلي چه دلته یوه
ملی ــ وولسی اداره جوړه کړی او نه د ملی ــ وولسی ادارو دجوړولو سره علاقه لری
كه ديوې سالمې ملی ــــ وولسی ادارې دجوړیدو غرض یی درلودئ ،نو دتجاوز په اول مرحله کې به یې دافغانستان دخلکو دقسم خوړلی دښمنان اوجنګی جنایتکاران په دې بیچاره وولس نه مسلط کول او دقدرت په ځائ یې باید دجنګی جنایتونو محکمی ته کش کړی وو اودتل دپاره به یی افغان وولس ددوئ دشر او فسادنه خلاص کړی وو،مګر داسې نه ده
،بهرنیان په مزدورانو ،غلامانو او اجیرانو پسی ګرزی او داجرت په مقابل کې ئې استخداموي .دازادي غوښتونکو اوملي او مستقلو ډلو سره دخپل فطری خصلت له کبله دښمنی لری او په هره وسیله او نامه چه وی سرکوب کوی یی او دنابودلو دپاره یی تلاش کوی .نو په داسی ستاسو په اصطلاح ټول ټاکنو کې چه داشغالګرانو غرض په کې حاصل نه شی ،ایا یو مستقل شخصیت او یا ملی او مستقل سازمان چه تکیه او وسله یی یوازې خپل ملت وی اوتر اوسه یی په سیاسی صحنه کې ظهورهم كمرنګه وي ،دبريالیتوب او سیاسی قدرت دلاسته راوړلو چانس لري؟بیا هم ځواب نه دئ .ځکه چه اشغالګران او متجاوزین دخپلو ټولو مالی ،نظامی ،استبدادی او تبلیغاتی وسیلو څخه کاراخلی ،ترڅو دداسې ازادو،ملی اومستقلو شخصیتونو او سازمانونو دکامیابئ مخه ونيسی،حتی دفشاراو اختناق له لارې ئې ترور او له منځه یوسي.له دکبله انتخابات لکه څنګه چې یې اډیال او ماهیت دئ نه شی ترسره کیدئ او زما په نظر په اوسنی موجوده سیاسی ــ اجتماعی حالاتو کې دانتخاباتو دایرول یوازې داشغالګرانو او متجاوزینو تجاوز او اشغال ته لبیک ویل دی او ددې ناروا عمل تائيد او تصدیقول دی ،چه دا دافغانستان دملت سره یو لوئ ملی خیانت دئ او په دې فرمایشی اونمایشی انتخاباتو سره نه دوولس اقتدار منځ ته راځی او نه سوله او ثبات استقرار پیدا کوی .که په داډول پوشالی او بې محتوا ټاکنو دافغانستان معضلې حل کیدائ شوائ ،نو تیرو انتخاباتو به حل کړي وې او اوس به کراره کراری وه ،خو باالعکس سیاسی وضع نوره هم خرابه شوه او ټولې هغه نظریی او امیدونه چه په دا ډول انتخاباتو پورې تړل شوی او تبلیغ شوی وو په خاورو بدل شول ،ځکه انتخابات یوازې یوه سیاسی ننداره وه او دذهنونود اغوا دپاره یوه زودګذره مداری ګیری وه.
اوس بیا همغه ننداره دتکرار په حال کې ده ،نو باید دا دخارجیانو په لاس جوړه شوی توطئه رسوا او تحریم شی او دواقعی انتخاباتو ددایرولو او عملی کولو دپاره باید دلازمه شرایطو ،امکاناتو او کیفیتونو دبرابرولو دپاره د فضا او زمینې په برابرولوباندې باید تاکید او پافشاری وشي ،ترڅو دمسئلې دایمي ،باثباته او هراړخیزه حل دتل دپاره وشی او دکره انتخاباتو دپاره ضروری شراېط ما په وړاندې لیکنه کې بیان کړی دي.

داچې دسیاسی او وسله والې مبارزې په منځ کې همغږی نشته اوڅوک ئې مسئوله دي ،زما په نظر تراوسه سیاسی مبارزه داشغالګرانو او متجاوزینو او دهغوئ دتپل شوی ادارې په مقابل کې هیڅ وجود نه لری او دوه عمده علتونه لری :
اول داچه متجاوزینو او اشغالګرانو په خپل وحشیانه او غیرانسانی تجاوز سره دسیاسی مبارزې ټولې لارې وتړلې او داسې وحشیانه اعمال ئې شروع کړل چه دنړئ په تاریخ کې مثال نه لیدل کیږی .هر مخالف که څه هم وسله ورسره نه وه او مبارزه ئې دژبې ،قلم او بیان په وسایلو کوله په ډیره ظالمانه ،بې رحمانه او وحشیانه توګه بې پوښتنې تعقیب ،زندانی او باالاخره ترور او اعدام کړل شو.دانتقاد ،نیوکې او سیاسی تشکل او عقیدې داظهار منل شوی امکانات ئې دفشار ا و اختناق په واسطه له منځه یوړل ،پټې اوښکاره بندیخانې اود شکنجې ځایونه یې دازادیخواهانو دشکنجې او زورونې له پاره دټولو انسانی ،اخلاقی او بین المللی معیارونو او نورمونو خلاف جوړ کړل او هغه اصول چه په خپله یی په کلونو کلونو دنړئ والومخې ته دیوې لویې انسانی لاسته راوړنې په توګه نیغ نیغ کول په بې شرمانه او رذیلانه شکل تر پښو لاندې کړل او خپله ضد انسانی څیره یی چه دبشر دحقوقو ،ازادئ او دموکراسئ تر ځلوونکو شعارونو لاندې په ډیرمکارانه ډول پټه کړې وه را ښکاره کړه ، له دکبله یوازې دوسله والې مبارزې لاره پاته شوه او مظلومو ،معصومو ،بیچاره ،وږیو ،ناروغو ،لوڅو
خو
غیرتی ،میړنیو ،په خپلواکئ او ازادئ مینو ،ایمانداره باشهامته او فداکارو افغانانو د شهادت او قربانئ لاره چه دظلم او ستم په مقابل کې دمبارزې عالیترین شکل دئ دخپل ملی تاریخ ،ملی کلتور ،ملی مقدساتو ،ملی ارزښتونواو پلرنی وطن ددفاع دپاره جبراا انتخاب کړه او دذلت دژوند نه یی دشرافت او عزت مرګ ته غاړه کیښوده .
دوهم:کله چه امریکایانو او ددوئ نورو غربی ملګرویی په افغانستان بې دلیله او وحشیانه تیرئ شروع کړ ،ځنې ډلې او عناصرسره له دې چه دملتونو دخودارادیت او وولسی اقتدار نارې ئې وهلې او دسوله ایزو ــ سیاسی مبارزو طرفدار وو دامریکائیانو تجاوز ته دمسیح په منزلت قائیل شول اودافغانی ناروغه او زهیر بدن دعلاج او شفا دپاره یی ښه چانس او فرصت وګڼلو او په دې غلط خیال چه امریکایان به دافغانانو ټول سیاسی ،ټولنیز ،اقتصادی ،امنیتی جنجالونه له منځه یوسی دې وحشیانه تجاوز ته هرکلئ ووایه او یا چوپ پاته شول .ملی مسؤلیت یی هیر کړ ،دتجاوزګرانو غیرانسانی هدفونه یی په خپل وخت سره بیان نه کړل اوددې تجاوز په مقابل کې یې جزوی ترین عکس العمل ښکاره نه کړ .هغه جنایتونه او نارواوې چه دتجاوزګرانو له لوري په بې دفاع وولس باندې کیدلې ددوئ ترنیوکو او انتقادونو لاندې رانه غلل .دخپل وولس په بې عزتئ او بې حرمتئ ئې سترګې پټې کړې .څه چه امریکایانو او ددوئ مزدورانو کول یومؤقتی او زمانی تیروتنه یی بلله او په دې فکر کې وو چه دوخت په تیریدو سره به ددوئ ارمان دیوه باثباته ،باامنه او وولسواکه افغانستان دجوړیدو دپاره په امریکایی توپونو او جنګی الوتکو پوره شی ،خو دوخت په تیریدو سر ه ددوئ سرته عقل او هوښ ورغئ ،چې دځنګلیانو نه دتمدن دراوستلو توقع محض حماقت دئ او په غلو دخزانو ساتنه د کم عقلانو او یا دغلو دشریکانو کاردئ .
ددې په څنګ کې دوسله وال مقاومت دبرحقه مبارزې دتائید په ځائ ئې امریکائې تبلیغاتو ته خپله خوله خلاصه کړه او دمقاومت په ضد ئې دطوطیانو په شان امریکائې سندرې دتروریزم او دهشت ګرئ تکرار کړې ،دخپلواکئ او ازادئ دمقاومت سپکولو او بې اعتباره کولو دپاره ئې ملاوې وتړلې او په ضدئې ناځوانمردانه تبلیغا ت شروع کړل اودیوه ملی او خپلواک سیاسی سازمان دجوړیدو دپاره ئې دوسله والو مبارزینو داعتماد او اعتبار ظرفیت په ځان کې پیدا نه شوائ کړائ .
اوس چه د خارجیانو وحشیانه عملونه دافغان وولس په مقابل کې دپټولو نه دی او دانکاردپاره یی بانې او دتوجیه امکان نشته او په اصطلاح دتجاوزګرانو دستم او وحشت چاړه دافغانی وجود هډوکی ته رسیدله ده ،ټولو په قام او وطن مینو اشخاصو ،ډلو ،سازمانونو او جریانونو ته په کاردی چه دتجاوزګرانو دوحشت دمخنیوي دپاره په صداقت سره دملی تفاهم په چوکاټ کې سره یوځائ شی اوددې ناورین دختمولو دپاره خپل ملی او تاریخی فرض اداکړی .
دوسله وال مقاومت په مبارزه کې دبهرنی لاس ثیقه او مستند ثبوت وجود نه لری او ټولې ادعاوې دګمان په دایره کې پرتې دی .خو په مبارزه کې دطرفدارانو او ملګرو پیدا کول او دهغوئ دامکاناتو نه خپل هدف ته درسیدو دپاره ګټه پورته کول یوه طبیعی او مشروع مسئله ده او ترهغه سرحده مجاز ده چه ملی ارزښتونو او منافعو ته په کې خطر نه وی .
دحیرانئ خبره داده ،چه په افغانستان دامریکاتر مشرئ لاندې دڅلويښتو ملکونو مستقیم تجاوز او اشغال په ډاګه حضور لری او وحشت ئې کله ناکله حتی دمزدوې ادارې دغلامانو له لوری هم بیانیږی ،مګردلیکوالانو او مبصرینو له لوری په ډیره بې غورئ او بې تفاوتئ تر انتقاد او نیوکې لاندې نه نیول کیږې او په ضد ئې خولې ګونګې او سترګې ړندې دی ،خو دخپلواکئ او ازادئ دمقاومت په نهضت باندې دګمان او شک په اوازو دبهرنی لاس دموجودیت په برخه کې وسیع تبلیغات او پروپاګند صورت نیسی ، سړئ په کومه تله داډول دريځ وتلی او دا رنګه قضاوت ته څه ووایي .
زه دانه وایم چه وسله وال مقاومت دنیمګړتیاوو او نواقصونه پاک دئ او ټول اعمال او کړنې یی بې عیبه دی ،لاکن دتجاوزګرانو دظلم په مقابل کې بل بدیل نشته دئ او که نن ورځ دغربیانو په زورمندانه او مغرورانه موضعګیرئ کې حد الاقل دسوچ کولو انګیزه پیداشوې ده ،دهمدې شازلمیانو او مبارزینو دسرښندنو او فداکاریو نتیجه ده ،نورڅوک دی چه په منطقه او نړئ کې دې وحشیانو ته خپله سینه سپر کړی او په مخه کې یې ودریږي ؟.
وسله وال مبارزین اودمقاومت نور غړی هم باید ددې زمانې دملی او بین المللی مسائیلو سره دبرخورد او چال چلند اصول او مقررات زده او مراعات کړی .دخپلو تیرو غلطیو او اشتباهاتو نه پند واخلی او دبل فکر لرونکی اشخاص اوډلو سره دمتقابل احترام په چوکاټ کې دیوځائ او ګډ ژوند په رمز او نزاکت ځانونه پوه کړی ا و خپله بقا دنور و په فنا کې ونه لټوی .

ښاغلئ شاهین صاحب !
دزور او استبداد .او دهغې په مقابل کې دمقاومت تر منځ توپیر باید چه وشی.زور ظلم دئ ،ستم دئ ،ناروا ده ،ناحق او باطل دئ .لاکن مقاومت دزور په مقابل کې دمظلومانو دزړونو داواز پورته کول دي ،دعدالت قائمول دی ،ازادي ده ،فرض دئ ،روا او برحقه دئ .
که نن ورځ په نړئ کې چیرته یو نسبی عدالت وجودلر ی او دانسانانو حقوقوته درناوئ کیږی دادزورونو او ستمونو په مقابل کې دمقاومتونو او قربانیو ثمره ده ،که نه زورور ته یوازې خپل زور حق ښکاری او نور ټول په باطل کې شمیری .
بل داچه :
[code:1:f93095d6ce][quote]فکر نمیکنید به عوض مقاومت مسلحانه که تباهی و ویرانی رابرای ما افغانها در قبال داشته و دارد اگر ما منافع خود را در مسیر منافع کشور های اشغالگر جستجو نمائیم به نفع ما باشد؟ [/[/code:1:f93095d6ce]quote]

همدغه فکر په خپل ځان دنه باور ،عدم استقلال او دنورو نه دتابعیت فکر دئ چه استعمارګران او مستبدین ئې تبلیغوی ،چه ګواکی وولسونه باید خپل سیاسی ثبات او سوله ددوئ (استعمارګرانو) دګټو په مسیر کې ولټوی او خپلې ملی ګټې او دریځونه یې بایددوهمه درجه غوښتنې وی .
دهمدې تفکر په بنا په افغانستان کې سیاسی جریانونو او ګروپونو ددې په ځائ چه خپل ملت ته رجوع وکړی او ددوئ دملاتړ په وسیله خپل سیاسی اهدافو ته ورسیږی ،دخارجیانو سره دهغوئ دمنافعو په نظرکې نیولو سره ئې همکاری او مزدوری شرع شوه ،ځنو ئې دروسانو دغلامئ کړئ په غاړه واچولې او دسوسیالیستی انترناسیونالیزم ترنامه لاندې یې دوولس په مقابل کې روسی سلاح په غاړه وحشت ته ملا وتړله او نور و ئې دپاکستانیانو او غربی استعمارګرانو کتې په ځان کیښودې او داسی کارونه یې وکړل چه انسانیت یې په یادونه شرمیږی ،ملی ګټې دروسانو ،پاکستانیانو او غربی استعمارګرانو دګتو صدقه شوې،سیاسی فساد او شر وزیږید او ناورین شروع شو او ددې مصییت دله منځه وړلوسر لا په دریاب کې دئ چې افغان وولس ئې دخلاصون په امید دعذاب شپې او ورځې تیروی .
که په نورو دوابستګئ او تابعیت لاره نه وائ نیول شوی ،ملی ګټو او ارزښتونو ته اولویت ورکړشوائ وائ ،تکیه په خپل وولس ،په ځان باور او په خپل استقلالیت
داعتقادپه اساس دمسایلو سره برخورد شوئ وئ ،نن ورځ به ددې ناورین سره نه وو مخامخ شوی.
دلته سوال داپیداکیږی چه داشغالګرانو او استعمارګرانو ګټې یعنی څه ؟
دا ګټې باید وپیژندل شی ،تعریف شی او حد او معیارئې دملی ګټوسره پرتله شی او واضح شی چه دملی ګټو سره په تعادل اوتوازن کې دی او که تر ی پورته دي؟
دشواهدو نه خو داسې ښکاري چه داشغالګرانو او استعمارګرانو دحرص او شیطاني هوس دګټو درجه په ملتونودنظامی وحشیانه تجاوز ونو او اشغال پولې ته رسیدلې ده او خپلې ګټې دوولسونو په قتل عام او دهغوئ دفرهنګونو په نابودلو کې لټوی ،چه دازاد انسان ضمیر اووجدان دغه فاجعه نه شی زغملئ او په مقابل کې ئې بې له مبارزې او مقاومت بله لاره نشته

مننه


Ghairat
07.03.2009

[quote:b9cdc82853="عادل عادل"]سلامونه

د غیرت صیب څرګندونې په ټوله کې د ولس د ارادو انعکاس دی.

غیرت وروره

د نجیب د ملي مصالحې تر څنګ د روسانو وتل دده وړاندیز یا د حل لاره نه وه، روسان د افغان باتور ولس د مقاومت په مټ اړ ایستل شول چې افغانستان پریژدي، په بل عبارت نجیب محض یو لاسپوڅئ و او د روسانو د برنامې پر محور څرخیده، دده د ظاهري ملي مصالحې د کالونو محصول همغه و چې ولس یې په قومي تعصباتو کې داسې راګیر کړ چې نن د 10 کاله مقاومت پر ځای 15 کالو ته اړتیا ده تر څو یرغلګر ماتې وخوري او د تعصب په مرض مبتلا لاسپوڅي یې د مقاوت تقدس او حقانیت حس اود عمل په جامه کې توبه وباسي.[/quote:b9cdc82853]
عادل خان عادل صیب سلامونه !
خبره دې په ټوله کې سمه خو په اجزاوکې یوڅه بښپړاوی غواړي اوهغه داچې بیا هم یو داسې افغان پاتې شوی و چې زړه ور،مبتکر ، پر ځان متکي او د طرحې خاوند هم و، په دی معنی چې کله ګرباچوف کارمل ځان ته وغوښت ، څو د روسي پوځ د راویستلو له پاره د تیاري نیولو په اړه ورسره وغږیږي، نوکارمل سخت وویریده او په ځواب کې یې ورته وویل که داتیروتنه تاسې وکړئ نو بیابه د افغانستان د کنترول له پآره دې اړ شئ چې دوه میلیونه سرتیري ورواستوئ ، نو نجیب هم په دې غونډه کې ورسره ناست و، خو د ګوندي دسیپلین اومخالفت د نه په ډاګه کولو له پاره یې څه ونه ویل،خو تر غونډې وروسته ګربجوف ته ورغی اوورته یې وویل چې
دغه نظر یواځې د کارمل دی او د هیئت ټول غړي په دې نظر نه دي۰
نجیب هملته ورسره خپله همکاري په دې برخه کې څرګنده کړه او تیاری یې وښود چې دا کار کیدایشون لري.
که د نجیب سره د خلفیانو ملاتړ موجود وای او یا کارملیانوپه خیانت سره نه وای راپرځولی، تاته هم معلومه ده چې نجیب ته مجاهدینو آن د جلال اباد په څیر سختو جګړو کې هم ماته ور نکړای شوه، په ټوله کې نجیب د بیعقلو خلقیانو لکه تڼی،ګلاب ځوی اوورته ملېډرو کودتا ضعیف کړ او کاواکه کړ او دخاینو کارملیانو کودتا راوپرځاوه، چې نتیجه یې د شمالي اتلاف قدرت ته رسول وو۰
نن چې کوم خلقیانو د شمالي اتلاف سره د ملي اتحاد په نامه نامقدس اتحاد کړی، دا د خیانت هماغه کیلاړیان دي چې د ګوند او دولت په داخل کې دنجیب پر ضد تڼی کودتا ته وهڅاوه چې ګټه یې شمالي ټلوالې ته ورسوله ، څو هغوی بیا نجیب راوپرځوي ۰
د ملګروملتو تر کنترول لاندې مجاهدینوته د قدرت انتقال ته نجیب ملاتړلې وه، څوهیواد د امریکا او پاکستان له تسلط او لاسوهنې څخه وژغوري او د یوه مجاهد په مشرۍ د ملي توافق یو داسې پراخ بنسټه حکومت جوړ شي چې د آزادو انتخاباتو پورې سوله اوملي واکمني په هیواد کې وساتي .نجیب هم د ډیرو ملي شنونکو په څیر د خپل خره تیز پیژنده اوپه دې پوهیده چې که د مجاهدینو دغه تنظیمونه په یواړخیز ډول قدرت ته ورسیږي د هیواد دوه نیم سوه کلنه دولتي سابقه او مادي اومعنوي کلتور به ټول تباه کاندی او سرنوشت به یې د آی .اس. آی
یا نورو بهرنیانو په لاس ورکړي چې همغسې هم وشول .
د کی جي بي ګوډاکیتوب د نجیب ماضي وه، چې د خاد د رئیس په توګه و پورې نښتې وه، خود یو سیاستوال په توګه د جمهوري ریاست په دوره کې د آی .اس . آی او سي .آی ای پرضد دده هڅې دده د ملي سیاست بیلګې دي،چې د بري پّه درشل کې پرې خرابی شوې چې پایلې یې تر نن ورځې پورې روانې دي!
که نن هم داسې یوشخصیت قدرت ته ورسیږي چې طالب اوټولې داخلي ډلې ټپلې
سره په یوه پراخ بنسلټه حکومت کېسره راټولې کړي او د بهرنیانو لاس قطع کړي ، له شک پرته به د هیواد یو ملي اساسي قانون هم پلی او سوله ،ملي او اسلامي ولسواکي به هم په هیواد کې ټینګه شي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more