نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
حکمتيار کابل ته روان دی؟
ډاکتر څپاند
27.02.2009
حکمتيار کابل ته روان دی؟
تير ماښام دالجزيرې په خبري سرويس کی داسی يو خبر نشر شو چه ګواکې
حکمتيار،کابل ته دتلو په لاره کی دادی سعودي ته رسي،چه هلته سياسي
پناهندګي تر لاسه او بيا کابل ورشي٠
که داخبر رښتيا وي،داسی بريښی چه نوموړئ به دافغانستان راتلونکئ ولسمشر
شي٠
[size=18:839958b97e]که داسی شوه،بيا دباتور صيب کابينه به ړنګه شي٠[/size:839958b97e] :shock:
رښتینی
27.02.2009
اوکه ددی فرضیو تسلسل پسی وغځوو نوښاغلی
څپاند ! که فرضا حکمتیار دباتور صیب کابینه منظوره کړه
تاسو محترم غواړئ خپل وزارت ته وږی ورکړئ اوکه زما ....؟
Ashnaghar
02.03.2009
حکمتيار صيب خو يو باتور مجاهد دی او د روسانو په شړلو کې ټاکلی رول درلود . د حکمتيار صيب راتګ کابل ته به سوله هم راولي . خو زه چې حکتيار صيب پېژنم او تر هغه ځايه چې ما ته د هغه دريځ څرګند دی ، هغه به هېڅګله کابل ته رانشي ، تر څو چې امريکايان نه وي وتلي . وايي
د امريکې د سترګو خار
حکمتيار حکمتيار
او که حکمتيار امريکايانو او کرزيخېلانو سره يوځای شو ، بيا به نو [color=white:802d9473f9]نجيب الله هم په حکمتيار شرف ولري [/color:802d9473f9]. خو تاسي ډاډمن اوسئ ، حکمتيار کابل ته نه راځي .
باتور
02.03.2009
څپانده وروره !
د الجزيرې خبري په سلو کي اتيا درواغ دي . .
د حکمتيار راتګ يا نه راتګ د ټول افغان په کابينه باندي کومه منفي يا مثبته اغېزه نه لري او بله دا چي که دی په رښتيا هم کابل ته راسي او له ګوډاګيانو سره همغږی سي نو بيا به موږ ته د ده او رباني تر منځ کوم توپير نه سي پاته .
په درنښت
ghareebdost
06.03.2009
دحکمتيارکابل ته تلل دحکومت دمخاليفنو لپار ه ډيرنيک شګوم دى،ځکه چې نوموړى چاته ورغلى هغه ناکام شوى،چې کله له رباني سره دقاضي حسين احمد په توسط دطالبانو پرضد يوسو،اوکابل ته ورغى ،نو کابل سمدستي سقوط وکړ،
اوکابل ته تلل يې له امکانه ليري خبره هم نه ده،ځکه چې حکمتيار د دريځ په بدلولوکې،ډيره اوږده سابقه هم لري،له رباني سره په لومړۍ جګړه کې يې لومړۍ بهانه دا وه،چې ګيلم جم مليشې دي له ،کابله ووزي،چې ګيلم جم مليشې له کابله ووتلې،ده ورسره ائتلاف وکړ او(شورى هماهنګي)يې ورسره جوړه کړه،بيايې له خپل پاخه حريف مسعودسره دطالبانو پرضد ائتلاف وکړ،دکابل له سقوط نه وروسته ايران ته وتښتيد اوهلته يې دشيعګانو په راديوکې دقران ترجمه پيل کړه،اودايران په حمايت يې تبليغات پيل کړل،اوس بيا په پاکستان کې ناست دايران په خلاف تبليغات کوي،ته او خداى په داسې متزلزل شخص څه باور شته؟؟
نوموړي په مردان کې له مولانا ګوهرالرحمان نه دقران ترجمه زده.کړه ،څه موده ورسته يې په يوه رساله کې وليکل :چې په قران کې چې د(ابابل)ذکر راغلى دا په حقيقت مرغان نه وو،استاديې مولاناګوهر الرحمان ليک ورته را واستاوه،چې تا تراوسه قران کريم يوازي په ترجمه لوستى،او بيادي په تفسيرکې اجتهادي تصرفات هم پيل کړل،دټول امت له مشهورو اومنلو تفاسيرو دي مخالفت ته ملا وتړله،حکمتيارچې هغه وخت زوررليډر و،خپل سپين ژيري استادته يې په امرانه لهجه يو له سپکوسپورو ډک ليک واستاوه،د ليک په ليدلويې داستا د په سترګوکې اوښکې راغلې اوښيرا يې وکړه،چې ګلبدينه!خداى دي تل سپک او ورک لره،ځکه له هم هغې ورځې په شخړو کې ګير دي ،جهاد يې هم مصنوعي اوتبليغاتي ده،تل پردۍ سوبې ځان ته منسوبوي،
محمد احمد حمي
07.03.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
اجازه راكړئ:
ياره خو بلاوي ياست .............. خوند په كوئ.............دمور شيدي مو شه
زه خو په دې اړه معلومات نلرم چي څه ووايم ، خو ستاسي دا چي اورم ډير خوند راكوي .
خداى دي تاسي ټول خوشحاله او آباد لري .
مننه
pattang
07.03.2009
ويښه سلام!
افرين ښه شيان ليکې خو دخپلو خبرو لپاره که عملي پروژه جوړه ، پيدا کړې
ډېر خدمت به ځورولي اولس ته وکړي ٠
مننه
پتنګ
[quote:a0d1d3254b="محمد احمد حمي�"]السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
اجازه راكړئ:
ياره خو بلاوي ياست .............. خوند په كوئ.............دمور شيدي مو شه
زه خو په دې اړه معلومات نلرم چي څه ووايم ، خو ستاسي دا چي اورم ډير خوند راكوي .
خداى دي تاسي ټول خوشحاله او آباد لري .
مننه[/quote:a0d1d3254b]
رښتینی
08.03.2009
[quote:17f4a79685="ghareebdost"]دحکمتيارکابل ته تلل دحکومت دمخاليفنو لپار ه ډيرنيک شګوم دى،ځکه چې نوموړى چاته ورغلى هغه ناکام شوى،چې کله له رباني سره دقاضي حسين احمد په توسط دطالبانو پرضد يوسو،اوکابل ته ورغى ،نو کابل سمدستي سقوط وکړ،
اوکابل ته تلل يې له امکانه ليري خبره هم نه ده،ځکه چې حکمتيار د دريځ په بدلولوکې،ډيره اوږده سابقه هم لري،له رباني سره په لومړۍ جګړه کې يې لومړۍ بهانه دا وه،چې ګيلم جم مليشې دي له ،کابله ووزي،چې ګيلم جم مليشې له کابله ووتلې،ده ورسره ائتلاف وکړ او(شورى هماهنګي)يې ورسره جوړه کړه،بيايې له خپل پاخه حريف مسعودسره دطالبانو پرضد ائتلاف وکړ،دکابل له سقوط نه وروسته ايران ته وتښتيد اوهلته يې دشيعګانو په راديوکې دقران ترجمه پيل کړه،اودايران په حمايت يې تبليغات پيل کړل،اوس بيا په پاکستان کې ناست دايران په خلاف تبليغات کوي،ته او خداى په داسې متزلزل شخص څه باور شته؟؟
نوموړي په مردان کې له مولانا ګوهرالرحمان نه دقران ترجمه زده.کړه ،څه موده ورسته يې په يوه رساله کې وليکل :چې په قران کې چې د(ابابل)ذکر راغلى دا په حقيقت مرغان نه وو،استاديې مولاناګوهر الرحمان ليک ورته را واستاوه،چې تا تراوسه قران کريم يوازي په ترجمه لوستى،او بيادي په تفسيرکې اجتهادي تصرفات هم پيل کړل،دټول امت له مشهورو اومنلو تفاسيرو دي مخالفت ته ملا وتړله،حکمتيارچې هغه وخت زوررليډر و،خپل سپين ژيري استادته يې په امرانه لهجه يو له سپکوسپورو ډک ليک واستاوه،د ليک په ليدلويې داستا د په سترګوکې اوښکې راغلې اوښيرا يې وکړه،چې ګلبدينه!خداى دي تل سپک او ورک لره،ځکه له هم هغې ورځې په شخړو کې ګير دي ،جهاد يې هم مصنوعي اوتبليغاتي ده،تل پردۍ سوبې ځان ته منسوبوي،[/quote:17f4a79685]
محترم غریب دوست ډیره مننه ما یوځل دحکمتیار دتفسیروړتیا په
اړه دلته په ټول افغان کی یوځای دملاحظاتو خبر کړی وه ځینی وروڼو
سوالیی نښی (؟)راپسی راوړی خو تاسو ته دی خدای خیر درکړی چی
ژوندی بیلګی دی راوړی دی اصلا ددوی لوی استاد ابوالاعلی مودودی
په تفسیر کی ډیر غرائب او عجائب لیکلی دی او ددیوبند کره علماو د
هغه ټولی کړمی اوتیروتنی په ګوته کړی دی له تفصیلاتو یی تیریږم
ځکه یوخو اوږده اوبل زه طبعا له اختلافی مسائلوسره حساسیت لرم
اوهیڅ خوند نه راکوی
په مینه
.
میوند ننګیال
09.03.2009
محترموورنو سلامونه !
حامد صيب !
حكمتيارڅه مذهبي لارښود ندي يو انجينر دي كيداي شي څه غلطياني ولري خو درباني سياف حضرتانو او نورو داسلام ټيكه دارانو نه يو په ميليونهاؤ ځله بهتر دي لږتر لږه يي خو يو څه ليكلي هغوي خو هغه د چا خبره غوږ هم ندي ګرولي بله دا چي امام مودودي لوي مفسر اوښه عالم وه داهم صحيح ده چي دهغه په تفسير تفهيم القران كي څه داسي شته چس علماؤ ورته ښه نه وايي خو تاسو داسي يو عالم وښي چه علماو لږڅه دهغوي په باره كي نه يي ليكلي د مثال په ډول دامام شوكاني غوندي عالم ته څه څه ندي ويل شو امام زمخشري لوي او مشهور مفسر دي او دالكشاف مؤلف دي علما وايي معتزلي دي امام غزالي كتاب احياء علوم الدين كي څه ندي ليكلي دي پسي مه ګرځه ديوالي او اتحاد خبره وكړه دديوبند ډير لوي او ښه علماء دي خو ددي دامطلب ندي چي خراب پكي نشته .
اميد كوم خاطر دروند نكړي په ځاي ددي چه ته خلك ددي شيانو نه منعه كړي بحث پري كوي٠
عادل عادل
09.03.2009
سلامونه
غریبدوسته
مهرباني وکړی په خبرو کې مو ټوپونه مه وهی !
تاسو لیکلي چې کله ګلمجمان له کابله ووتل نو حکمتیار ورسره ایتلاف وکړ.
دا خبره دې ډیره غلطه او سوچه دروغ دي.
نیم کابل د ګلم جمانو تر تهدید لاندې ژوند کاوه چې حزب اسلامي ورسره پټ ایتلاف وکړ، جګړه کې یې راګیر کړل، د شا له خوا یې نه تنها چې مرسته ونکړه بلکه ویې ویشتل، د ښار نه ګلم جم ژوندي نه دي وتلي بلکه ټول د شورای نظار په لاس تباه شول، حکمتیار ورته د لوګر-کابل د سړک پر سر د الوتنو کرښه جوړه کړې وه، په زرهاوو نور ګلم جم راتلل خو په واپسئ کې یې یوازې جنازو ته اجازه ورکوله .
زما په نظر دا د حکمتیار خدمت دی چې نن په کابل کې ګلم جم وجود نلري
مزاري دې هم داسې درواخله چې لکه د لاندي د پسه په شان یې په طالبانو وسپاره
حکمتیار زما او ستا د مخالفت، تخریب او دښمنئ پروا ځکه نلري چې د سرسختو دښمنانو په رقابت کې یې پایښت کړی دی او هغه څیرې چې مونږ او تاسو یې نن پیژنو، ښاغلي حکمتیار 30 کاله مخکې پیژندلې وې.
رښتینی
09.03.2009
عادل لیکی :
[code:1:3fa952e395]نیم کابل د ګلم جمانو تر تهدید لاندې ژوند کاوه چې حزب اسلامي ورسره پټ ایتلاف وکړ، جګړه کې یې راګیر کړل، د شا له خوا یې نه تنها چې مرسته ونکړه بلکه ویې ویشتل، د ښار نه ګلم جم ژوندي نه دي وتلي بلکه ټول د شورای نظار په لاس تباه شول، حکمتیار ورته د لوګر-کابل د سړک پر سر د الوتنو کرښه جوړه کړې وه، په زرهاوو نور ګلم جم راتلل خو په واپسئ کې یې یوازې جنازو ته اجازه ورکوله . [/code:1:3fa952e395]
ددی مطلب خو په واضحه توګه داشو چی حکمتیار له شوری
نظار سره دګلمجمانودله منځه وړلو له پاره اتحادکړی و ځکه
تاسو لیکلی چی: [color=blue:3fa952e395]د ښار نه ګلم جم ژوندي نه دي وتلي بلکه ټول
د شورای نظار په لاس تباه شول[/color:3fa952e395]
همداسی ده که څنګه ؟
په مینه
.
ghareebdost
12.03.2009
عادل جانه! عجيب استدلال دي کړى،!!!؟؟؟بله لا دا چې له بيخي نږدې خبري منکرياست، دهماهنګي شورى،او ددوستم،مزاري او حکمتيار اتحاد خو دپرون خبره ده؟؟؟ که کوم مشر مو څنګ ته ناست وي،لږ له هغه نه پوښتنه وکړئ! زه له حکمتيار صيب سره الحمدالله هيڅ ډول تعصب نلرم،الله دي ددين کار ورنه واخلي،زه پخپله په ما
ضي کې له حزب اسلامي سره تړاو لرم ،پوهان خلګ پکي وو،مجاهدين وو،خوشخصيت پرستي نشم کولى،دحکمتيارصيب ،مکرري سهوي ترترلمر روښانه دي،او زه يې په ليکنو بلکل باور نه لرم ،ځکه چې پروپاګند اوتبليغات دهغه اعتياد ګرځيدلى،او زه يقين لرم چې که دبون په غونډه کې دعوت ورکول شوى واى ،له کرزي سره به يې هم ائتلاف کړى وي،او له علمي پلوه خو دومره مقام نه لري،مولانا مودودي خو ډير لوړ شان لاره،دحکمتيار اومودودي مقايسه خندوونکي ده،حکمتيار دعربي ږبي په اصولي قواعدو هم خبر نه دي!دقران کريم تفسير کول خو ډيره ليري خبره ده،ماپه خپلو غوږونو ورنه په مصاحبه کې اوريدلي،چې په(اسامه بن لادن) کې (بن)په همزه سره(ابن) وايې،اوعامه عربي قاعده ده :چې دابن لفظ چې کله په مينځ داسمينو متناسلينو کې راشي نو همزه يې په تلفظ کې نه ويله کيږي...وقس على هذا!!؟؟ او دروند ننگييال صيب!په رباني اوسياف خودې بلا وګرځي غيرت خو لري،،،،،،،،،،،
میوند ننګیال
14.03.2009
محترم غريب دوست صيب ښي چاري !
خطا د هر انسان نه كيږي حكمتيار صيب هم ديري خطاكاني كړي چي يوه يي د دوستم او نورو غلو سره جوړه وه او پدي كار حكمتيار صيب ډير بدنامه شو خو بهر حال اوس جهاد كړي بايد ماضي يي هير شي ځكه كه داسي د ماضي خبري شروع كړو والله كه يو هم دسړي بچي پيدا شي بهر حال اوس ښه روان دي دعا ورته كوي چي رب دي كامياب كړي خو دچوكي مينه يي له زړه لري كړي