د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نو دداسې خلکو مرګ ندی روا ?

pattang
27.02.2009

[color=brown:d196b5c8b0] د لاسپوڅي دولت مامورين دامريکايانو پلوي کوي او په لاريون
ډزې کوي اوس به دامريکې او لاسپوڅي دولت پلويان له خپل جنايت نه څرنګه
دفاع کوي او دطالبانو عمل به پر دې هکله څرنګه ارزيابي کوي? ٠ :==>
خپل خلک وژني د مدنيت نه غواړي د ISI غلامان دي! :=>
نالت په داسې اخلاقو ٠ [/color:d196b5c8b0]

عنايت الله کاکړ

٩ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2009-02-27 18:22:00 م

آمريکايي ځواکونو تېره ورځ دغزني ښارته څېرمه په یوه جومات دلاسي بمونوبريدوکړ اوسپيڅلی قرآن يی ترپښولاندي کړ. آمريکايي څواکونو دافغان ملي اردودپوڅيانو په ګډون تېره ورځ ماښا مغزني ته څېرمه د ده خدايدای په کلې کې په یوه جومات باندې هغه مهال بريدوکړچې خلکودماښام دلمانځه اداکولوته تابیانیوله. آمريکایانولومړی جومات ته لاسي بمونه ورواچول او وروسته يی دجومات دروازه اوکړکۍ ماتې کړې اوجومات ته ورننوتل.هغوي په جومات کې شته خلکوته سپکې سپوری وويلی اوهغوي يی ټول وتړل. له دې وروسته آمريکايي عسکرودجومات المارۍ ماتې اوهلته پراته قرآنونه يی ترپښولاندي کړل اوويې شکول. دغه مهال دماښام لمونځ قضاشو او آمريکايان ده خدای داد ته څیرمه کلي ته ورغلل. دده خدای داد اوسيدونکو خپل کليوال خلاص کړل اوپرداسهار يی دآمريکايي ځواکونو ددې کارپرضد لاريون وکړ.دلاريون دمخ نيوي په موخه آفغان پوليسوپرخلکو ډزي وکړې اوشپږکسان يی ټپیان کړل. دغزني امنیه قومندان له رسنیوسره دخبروپرمهال دشپږکسانو دټپي کیدا خبره ومنله خوده له دې ناخبري څرګنده کړه چې ګواکې آمریکایانو دقرآن کريم سپکاوی کړی دی. دیادولو وړده چې دالومړی ځل نه دی چي آمريکايي پوځیان اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کوي.تردې وړاندي هم هغوي په کونړ،پکتيا،پکتيکا،هلمند،ارزګان،کندهار،غزني،لوګر اومیدان وردګ ولایتونو کې دورته ناوړه چاروپه ترسره کولو سره دځايي خلکو کرکه راپارولې ده.


perkhaumayd2009@tolafghan
28.02.2009

کيداې شي چې دا کار isi کړی وي څرنګه چې په تير وختو کې به يې د روسانو پر ضد د افغانانو غوصه راپارولو لپاه به يي په فوځي جامو کې به يې داسې ناوړه کارونه تر سره کول


عادل عادل
28.02.2009

پیره

د ای-اس-ای خدایجتي خدمتګاران خو تاسو یئ چې تش پر تشه یې پر خلکو هیبت اچوی او تبلیغات ورته کوی.

د افغانانو د نني ویښ عزم په مقابل کې ای-اس-ای هیڅ عدد هم ندی او د خپل بادار په ماتیدو پسې به یې پښې په ډهلي کې هم راتم نشي. ان شاءالله

افسوس چې وطن مو کورني نااهله او خرڅ شوي زامن نه درلودی کوم چې نن د صلیبیانو په لمن کې لوغیژي او هر وخت په کمین کې ناست او د پردیو حلقو سره د وطن د نوامیسو سودا کوي.


watanmal
28.02.2009

ګرانو لوستونكو او ليكوالانو ورڼو سلامونه مى قبول كړۍ.
پتنګه وروره
زه نه پوهيږم چى كوم داسى كار پاتى دى چى صليبيان هغه ترسره كړى نو د خوبه ولى مسلمانانو ضمير به ويښ شى، صليبيانو زمونږ په خاوره ، زمونږ پر دى زمونږ پر ناموسونو يرغل كړى او كوى يى ، د رسول الله صلى الله عليه وسلم كارټونونه ئى جوړ كړل بى حرمتى ئى وكړه همدارنګه په ګوليو د قرآن كريم ويشتل او پرى د پاسه ګندګى او شراب اچولو او د سوځولو ئى ژوندى فلمونه لرو، د قوم په ښځينه او نارينه وه باندى جنسى تيريو ثبوتونه لرو بيا هم ددى پر ځاى چى خپل ضمير ويښ كړو او په زور راغلى په زور وباسو د خپل دين وطن او ناموس نه دفاع وكړو مونږ د نورو ملكونو استخباراتى شبكو څخه لاس وچى جوړ كړو او د پيښو مسوول ئې بغير د څه ثبوت څخه وه ګرځوو او د دروغو ځان ته ډاګ وركړو چى ددى كار مخنيوى نه ستا وظيفه ده او نه دى په وس ده ، اي وروڼو نن چى صليبى هيوادونه يو ميز ته د ناستى كومى خبرى كوى او د افغانستان په ياديدو سره ئې په تندى خولى او په زړونو ويره او په سترګو تياره راځى دا دهغه لږ افغانى مقاومت نتيجه ده چى زمونږ په هيواد كى روان دى ، نو ددى پرځاى چى مونږ په يوه او بله ځان وغولو راپاسۍ د مقاومت كونكو مټى قوى كړى د نورو هيوادونو د استخباراتى شبكو لاسونه غوڅ كړى او كوښښ وكړۍ چى نور مونږ د غم په تغر له ناستى څخه خلاص شو، او كه مونږ همداسي بى غمه وو نو لرى نه ده چى د غم دغه اوښ يو ورځ په خپل كور كى ناست ووينۍ.
زما ګرانو وروڼو هغه ذات چى مونږ او تاسى ئى پيدا كړى يو ، هغه راته صليبيان د دښمنانو له جملى څخه حساب كړى او ملګرتيا څخه ئې منع كړى يو او له دى هم خبر كړى يو چى دوى زمونږ څخه تر هغه نه راضى كيږى چى تر څو مونږ دوى د دين تابع دارى ونه كړو. او ياد لرى چى اسلام ته د ننوتلو فقط يوه دروازه ده چى هغه كلمه طيبه ويل دى او په مقتضاء ئې عقده ساتل او عمل پرى كول دى ، خو د اسلام څخه د وتلو ډيرى زياتى دروازى دى.


perkhaumayd2009@tolafghan
28.02.2009

عادل ورور لږ ساړه خوره

دا يو ه منلې شوې خبره ده چې افغانان پرديو ته سر نه شي ټټولی خو له بده مرغه په خپلو کې هم نه شي جوړيدلی!!!!!!!!!!!
ايا دا راسره نه منې چې په خپلو جنګ مونږ نن دې ورځې ته راوستلو چې نه مو په وطن کې ځاې شته او نه بل چېرې عزت

زه کله کله په دی سوچ کې شم چې دا څومره لونډ او بد مرغه قوم دی


watanmal
28.02.2009

[quote:d1fbfaaebf="perkhaumayd2009@tolafghan"]

دا يو ه منلې شوې خبره ده چې افغانان پرديو ته سر نه شي ټټولی خو له بده مرغه په خپلو کې هم نه شي جوړيدلی!!!!!!!!!!! [/quote:d1fbfaaebf]

[color=darkblue:d1fbfaaebf]همدا وجه ده چى د هر راغلى مغرور څخه ئى لار وركه كړى ده .[/color:d1fbfaaebf]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more