د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زموږ خواره واره افغان ذده کونکی

خیریوسی
25.02.2009

زموږ خواره واره افغان ذده کونکی

محترمو وروڼو ترسلام وروسته
لکه تاسو ته معلومه ده چې زموږ افغانان وروڼه په نړۍ کې خواره واره دی دهغوي اولادونه په هغه ژبه په کوم هیواد کې چې اوسیږی د دولسم ټولګی څخه په ښونمرو کامیابه شی اوو دوی ته په هغه هیواد کې دلوړو ذدکړو اجازه نه وی او نه په خپل شخصی لګښت سره پوهنتون ویلای شی او نه په افغانستان کې دکانکور امتحان ورکولای شی ولی چې ده ذدکړی په نورو ژبو کړی دی نو ومزدوری ته مخه کوی
ددی دپاره چې زموږ دافغانستان سرمایه( ممتاز ذده کونکی ) دلاسه ورنه کړو که په دی اړه څوک معلومات لری او څه ولیکی ستاسو دمعلومات څخه به زموږ خواره واره ذدکونکی ګټه واخلی خیریوسی
په درناوی


میوند ننګیال
25.02.2009

سلامونه او احترامات عاجزه!

اول بايد دهغو محصلينو غم وخوروچه دننه په افغانستان كي دي او ډير بي حده هوښياردي خو دغريبي او تنكدستي له وجي عالي تحصيلات نشي كولي او يا موچي توب كباړ يا كوم بل كار كوي همداسي په پاكستان كي داسي ځوانان شته چه ساري نلري خو يا به بلاستيك او كاغذونه راټولي او يا په ګريسو لړلي وي كه ددوي لپاره څه وليكل شي ښه به وي ځكه په اروپا يا امريكا او يا اسټراليا كي چه څوك اوسيږي دهغوي اقتصاد ډير ښه وي اودچا محتاج نوي كه بيا هم وس نلري كولي شي پس له وخته كار وكړي لمه نور محصلين يي چه كوي خو په افغانستان او پاكستان كي داكار ناشوني دي .
مننه نور بيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more