د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امريکايي ترهګران

باتور
24.02.2009

د ټول افغان له سرپاڼي څخه :

[color=cyan:c3ecbaf05c]دممبۍ په څير بريدونه امريکا کې هم کيدلاى شي ،ايف بي ايي[/color:c3ecbaf05c]
[size=7:c3ecbaf05c]سعيد احمد کاکړ ٦ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2009-02-24 15:49:00 م[/size:c3ecbaf05c]

دامريکا دڅيړنيزې ادارې ايف بي ايي ډائريکټر رابرټ مولر وايي دهند په ممبۍ ښار کې دترسره شوو بريدونو په شان بريدونه په امريکا کې هم کيدلاى شي. په واشنګټن کې دبهرنيو چارو کونسل ته دحال احوال تيرولو په مهال هغه وويل دممبۍ بريدونو څخه دا په ډاګه شوه چې ترهه ګر دلږو پيسو او وړو وسلو له لارې هم پخپلو لويو کړنلارو عمل کولاى شي. رابرټ مولر وويل القاعده دامريکا لپاره اوس هم خطره ده [color=white:c3ecbaf05c]خودامريکايي وګړو په ګډون په غيرمعروفو وړو ترهه ګرو ډلو باندې به هم نظر ساتل وي[/color:c3ecbaf05c]. دهغه وينا وه دنړۍ په هرې برخه کې دالقاعده او دهغې نظرياتو سره تړاو لرونکو خلکو دموجوديت له امله دايف بي ايي په انديښنو کې زياتوالى راغلى دى. دايف بي ايي مشر وويل دا دانديښنې خبره ده چې په صوماليه کې ځانمرګي بريد ترسره کوونکى تن امريکايي وګړى و.

ـ د دې معنی داده چي هرڅوک چي د امريکا د روان سياست په اړه مخالف نظر لري، د ترهګرو په لست کي حسابېږي، مهمه نه ده چي د نړی د کوم هيواد وي . .
اوس هغه وخت را رسېدلی چي د امريکا دولت تر نورو له خپلو خلګو زياتره ډار او وام لري، په دې دلايلو غواړي چي د خپلو خلګو د را پارېدونکي قهر او جوش مخه ونيسي، هسي هم امريکايان د ګوانتنامو تر زندانيانو بتر په حبس کي ژوند کوي. . لېکن که يو وار د عامو خلګو شورش د حکومت په ضد را وخوټېږي نو بيا به يې آرامول خورا ګران کار وي . هر امريکايی شخصي سلاح لري، په يو وارچي صرف يو مليون مسلح خلګ سړکونو ته راووځي نو بيا به يې د امريکا د دولت پلار هم مخنيوی ونه کړای سي.

په درنښت


watanmal
25.02.2009

باتور جانه سلامونه مى قبول كړه
الله پاك دى د دين ، وطن او ناموس په دفاع كى همداسى باتور لره.
دى كى شك نشته چى امريكايان د دنيا له وحشى قومونو څخه دى كه وه ګورو د دنيا په ډيرو ملكونو كى د جنګ اورونه همدوى بل كړى ، يواځى د افغانستان او عراق په جنګونو كى ئى په لكونو انسانان ووژل په لكونو خلك يى بى كوره كړل او كورونه ، مسجدونه ، مدرسى ، او... ورړنګ كړل او د خاورو غونډۍ ترينه جوړى كړى.
ځه فكر كوم چى د انسانانو بلكى د هر ذى روح شيانو د ختملو زياتى شيان همدى وحشى قوم جوړ كړى او په دنيا كى د خپل وحشت او بربريت د خپرولو لپاره په ډير غرور سره په خوار غريب افغانى اولس باندى يرغل وكړو خو له ياده ئى وتلى وه چى هغه چاچى ورته د لكى لاندى اغزى ايښى وه د همغوى د نيكونو هډوكى ددى هيواد - افغانستان - په كندو كى پراته دى ، همدارنګه دوى فكر كولو چى درى لسيزى افغانانو جنګ كړى اوس ستړى دى نو اسانه مړۍ ده راشه په خوله ئى كړه خو خبر نه وى چى افغانان د اوسپنى نينى دى خولى ته په اسانه اچول كيږى خو د هضم كولو خوبونه ئى د هر يرغلګر بى تعبيره شوى ، ځكه دا د باتورانو وطن دى ، دا د غازيانو وطن دى ، پدى وطن كى هميشه اوده زمرى شته پدى وطن كى د شهيدانو بچى شته روښانه ده چى د باز په جاله كى د باز بچى وى ، همدغه زمريانو په حركت كولو سره له هر داړونكى يرغلګر څخه وينو زبيخونكى داړى ايستلى دى او د داړو په جنګولو ئى مجبور كړى.
نن هغه ورځ ده چى صليبيان ئى هم په داړو جنګولو مجبور كړى كله يو كله بله ته زارۍ كوى چى د وطن له اصلى بچيانو له منګولو څخه مو ايساره مرۍ خلاصه كړى خو يو اجنټ به هم پدى كار كى كامياب نه شى او دغه وحشيان به د روسانو په پرتله ډير بد انجام ولرى ان شاء الله.

كه د يو ډير غټ ډنډ ((( چى نهينګان هم پكى ژوند كوى))) پر غاړه سو چنډخى كينى او اوازونه كوى نو د لرى هر سړى فكر كوى چى په ډنډ كى ټولى چنډخى دى خو حقيقت هلته څرګنديږى چى د ډنډ منځ وكتل شى ، همدا ټوكه په امريكايانو او حواريينو باندى وشوه دوى وليدل چى د شمالى ټلوالى په نوم څو چنډخانو چغى وهلى دوى فكر كوو چى ټول به همداسى وى خو بى له تحقيق او څارنى څخه ئى په ډنډ د قبضى كولو لپاره رامنډى كړى اته كاله ورسته ئى ګوردو كار وكړو چى پدى ډنډ كى خو ډير غټ غټ نهنګان شته او د صحيح حقيقت معلومولو لپاره ئې هالبروك يو يهودى سفارتكار راليږلى چى تر څو وضعه معلومه كړى او د ډنډ نه د وتلو او تيښتى لار پيدا كړى.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more