نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په افغانستان کي جګړه د پښتنو سره جګړه ده !
کريم
23.02.2009
و يل کيږي چي پښتانه به شايد د زاته پيدا ناپوهه وي !
که نه وي نو دوی ولي د تاريخ په اوږدو کي خپل دوست او دښمن و نه پېژانده ؟.
وطنونه يې لاندي کړل خو خپل ځان يې و نشو ساتلی .!
پرون په دې لرکي شورويانو د کارمل په واسطه تڼی ، ګلابزوی او دوه منګلان ورته د مشران کړل، سکډ او اوروګان يې ور باندي و اورول، او نن دادی کرزی او د هغه ډالري لاسپوڅي جنګسالاران او نړۍ وال قاچاقبران په دې لړ کي اربکيان افغانان ورته وسله والوي او په هغه بر سوات، وزيرستان او پښتونخوا کي بيا پنجاپيان، همدا په ناپوهه پښتانه ورته وسله واله وي چي ښه په درځ پښتانه پخپلو کي د امريکايي ډالرو پر سر يو دبل بېخ وباسي او ويې وژني .
آخر دا ناپوهی نده نو څه دی ؟
او پښتنو، ليکوالانو، شاعرانو، پوهانو، سياستپوهانو لږ شاني د خدای روی و ګوری را ويښ شۍ ! يو څه وواياست ، ستاسو سکوت تاريخي شرم دی .
دغه لوبه چي روانه ده نو يو ماشوم خو هم پې پوهيږي چي دا يوه شېطاني لوبه ده او د پښتنو د تباهۍ د پاره پلې کيږي .
امريکايان او پنجاپيان چي د خط ها خوا پښتنو او د خط دې خواپښتنو ته وسلې ورکوي نو دا اصلاً د څه د پاره ده ؟
آيا په دې ګليم جم،رباني، ايراني هزاره ګان يا د کاپر احمد شاه مسعود غلو ډلي ور باندي ځپي او که پخپله پښتانه وړونه پخپلو کي سره اچوي او خپل ځانونه ور باندي وژني او چړچې به يې امريکايان او پنجاپيان ور باندي کوي ؟!
او پښتنو !
او کاپرانو، اخوانيانو، پرچميانو، خلقيانو، د اوو او اتو ګوندو پلويانو هر څوک چي ياست پام کوۍ چي پښتانه تباه کيږي،
را ويښ سۍ !
خدای ته و ګوری ږغ مو را وباسۍ !
په درناوی
سپين پښتون
Sangar Watan
23.02.2009
ښاغلی کريم صيب،
په ٢٠ تاريخ ددی سايټ غړئ شوی او په ٢٣ داسی سپيني،سپيني خبری کوی٠
وی يو سړی وو رښتيا،رښتيا به ئی ويل ځی ئی په غرۀ کی هم نه وو٠
محترم کريم،
هر سړی پوهيږي چه غوا توره او پۍ ئی سپين٠مګر چه ورته ګوری اکثر دخپلو
شخصی،حزبي،عقيدتي اوسياسي ګټو په خاطر له هر څه تېر دي٠
پښتو او پښتونواله نه په دی نړۍ کی دجنت وعدې درکوی او نه په هغه دنيا
کی د عيش،عشرت،حورو او غلمانو٠نو موږ څنګه کولی شو چه د مړو سترګو
،بی همته او بي حيثيته وګړو نه چه يا پدی او يا په هغې دنيا د سترو ګټو
دلاسته راوړو په خاطر ژوندي دي،د پښتوالې توقع وکړو٠
اخر پښتونواله،ننګ دی،غيرت دی،،ژبه ده اوناموسداري ده،کم چه په هيڅ
کلچر،دين،ايديولوژی او تګلاره کی نشته مګرپه پښتونواله کې٠
کله چه يو وګړی دا پيمان وکړی چه زه پښتون يم،نو هغه ته پښتونواله تر دی
او هغې نړۍ ډير ستر مقام لري٠پښتون حاظر دی چه د دوذخ په لمبو کی وسوزي
مګر پښتونواله هيره نکړي٠
هيله ده چه ستا دځګر په لګېدلي اور مې پطرول نوی شيندلي٠