اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اسلام څه ته وايي
ابومحمدحنفي
20.02.2009
اسلام (عربي: الإسلام; (غوږ شه! (مرسته·مالومات)، "اطاعت" (د الله د رضا)) يو مونوتېسټېک (د يوه څښتن مننونکي) ګروهې (عقيده) لرونکې دین دی. پخپله د اسلام وی د سولې، امن، سلامتۍ، روغې جوړې رامنځته کول دي. دا دین له درېیو ابراهيمي دينونو (یهوديت، عیسویت، اسلام) له ډلې څخه دی، چې د نړۍ په کچه دویم ستر مذهب ګڼل کېږي. د اسلام د دين لارويانو ته مسلمانان وايي. مسلمانان پدې ګروهه دي چې الله د انسانانو د لارښوونې لپاره وخت پر وخت، خپل استازي (پيغمبران) رالېږلي، چې هریو خپله دنده د الهي اوامرو په رڼا کې په بشپړه توګه سرته رسولې. د الهي استازو (پیغمرانو) وروستې استازې محمد صلی الله علیه وسلم دی.
اسلام "تسليمۍ او غاړه اېښودنې ټه وایي", يا په بله وينا ځان د الله تعالی رضا ته تسليمول. د اسلام د دين لاروي ته مسلمان ويل کېږي، مانا دا چې "هغه څوک چې ځان يې الله تعالی ته سپارلی او د هغه د احکامو اطاعت کوي، مسلمان ګڼل کېږي".[1][2] په ټوله نړۍ کې د ۱٫۱ بيليون او ۱٫۸ بيليون ترمېنځ وګړي د اسلام د دين لارويان دي، چې په همدې توګه وروسته د عيسويت نه اسلام د نړۍ دویم ستر دين ګڼل کېږي.[3]
مسلمانان په دې ګروهه دي چې الله تعالی قرآن مجيد پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړی، او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی وروستی پيغمبر دی. مسلمانان پدې عقيده هم دي چې قرآن مجيد او سُنت (د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم خبرې او اعمال) د اسلام بنسټيزې سرچينې دي.[4] مسلمانان په دې عقيده هم دي چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د يوه نوي دين په توګه د اسلام د دين بنسټګر نه ؤ، خو نوموړی پيغمبر د هغه آرنۍ يو لمانځنې ګروهې پرځای کوونکی دی چې پر زمکه يې بنسټ آدم عليه السلام ايښی چې بيا تر هغه وروسته ابراهيم عليه السلام او د هغه نه پخوانيو او وروستنيو، د الله ټولو پيغمبرانو يې د دغه دين او اصلي لارې بلنه ورکړې. مسلمانان دا عقيده لري چې په يهوديت او عيسويت کې د الله (جل جلاله) پيغام چې د بېلابېلو انبياو لخوا پر دوی نازل شوي، هغه د دوی لخوا د وخت په تېرېدو سره تحريف شوي، او ناسمه ترجماني يې شوې، که هغه په ليکلې بڼه وي او که پرته د ليکلې بڼې وي.[5]
د اسلام دين د ګڼ شمېر اسلامي اعمالو يو غونډال دی. د دغه دين مننونکي بايد د اسلام د دين د پينځه ستنو مننونکي او پلي کونکي وي، د اسلام د دين پينځه ستنې له بېلابېلو فرايضو او دندو نه جوړ شوی او همدغه پينځه ستنې دي چې په يوې ټولنه کې مسلمانان سره متحده کوي.[6] د اسلام د دين د پينځه ستنو سره سره، اسلامي قانون (شريعة) د احکامونو يو دوديزه قضايي واک دی چې د مسلمانانو د ژوند او ټولنې هر اړخ يې اغېزمن کړی. په دې قانون کې هر څه رانغښتې دي، د عملي چارو نه نيولې لکه د خوراک، څښاک آن تر سوداګريزو او پانګه ايزو چارو او تر جګړايزو چارو پورې هر څه په دې قانون کې راغلي دي.[7]
نژدې ټول مسلمانان د اسلام په دوو لويو فريقو لکه سني او شيع پورې تړاو لري. د تشيع فرقه په ۷مه پېړۍ کې د مسلمانانو تر مېنځ د مذهبي او سياسي توپيرونو په پايله کې رامېنځ ته شوې. په اټکلي توګه ۸۵ په سلو کې مسلمانان د اهل سنت لارويان دي او ۱۵ په سلو کې د تشيع فرقې لارويان دي.په منځنی ختيځ، او همداراز د افريقا او آسيا په برخو کې د اسلام دين برلاسی دی. د دغه دين د مننونکو لويې ډلې په چين، د بالکان هيوادونو په ختيځه اروپا او روسيې کې شته. په لويديځه اروپا کې هم ګڼ شمېر مسلمان مهاجرين مېشت دي او همدا راز په امريکا کې هم د مسلمانانو ټولنې شته. په سلو کې نژدې ۲۰٪ مسلمانان په عربو هېوادونو کې مېشت دي.[8]
اسلام د عربي ژبې د درې تورو، سين-لام-ميم (س-ل-م) نه راوتلی. اسلام د همدغې ريښې يو تجريدي فعل دی چې مانا يې ده "تسليم يا ځان سپارل، څان الله ته سپارل، اطاعت کول او د سولې" په مانا هم ده.
کله چې د پورتني ويي د ريښو په اړه په نورو ژبو کې څېړنه کوو، نو بيا په عبراني ژبه کې د پورتني وييکي ضمني ماناګانې هم راوځي. په عبراني ژبه کې د شلوم ويي، د (شين-لامد-ميم) نه خپلې ريښې اخلي (کينډۍ:Ivrit). په ډېرو سېمېټک ژبو کې د همدغه لغت ضمني ماناګانې شته، چې مانا يې بشپړکېدل، پوره کېدل، سر ته رسېدنه، ښه اوسېدنه، هوسا اوسېدنه، يو داسې اصطلاح چې په ژباړه کې اکثراً د سولې د وييکي مانا په ځان کې رانغاړي، ورکوي.
په قرآن کې هم د اسلام د لغت د مانا بېلابېل تعبيرونه راغلي. په ځينو آيتونو کې (ayat), the quality of Islam as an internal conviction is stressed: "الله تعالی که وغواړي چې د يو چا لارښونه وکړي، نو الله (جل جلاله) د هغه سينه د اسلام لپاره پراخه کوي."[9] نور آيتونه بيا اسلام او دين (اکثراً د "مذهب" په توګه ژباړل کېږي) د يو شي په توګه تعبيروي : "نن، ما ستاسو دين ستاسو لپاره مکمل کړ؛ ما ستاسو لپاره خپل د برکتونو اچول مکمل کړل؛ ما ستاسو لپار د اسلام دين غوره کړ."[10] ډېر نور خلک بيا اسلام داسې تعريفوي چې دا هغه دين دی چې انسان د همدې دين په مرسته بېرته الله تعالی ته ورستنېږي نسبت و دې ته چې د ايمان د اعمالو د تصديق په توګه وګڼلای شي.[11]
هغه نور عربي وييونه چې د س-ل-م نه راوتلي:
سلام, چې د "سولې او سلامتۍ" په مانا ده او د ورځيني روغبړ يوه اهمه کلمه ده, السلام عليکم (ته دې سلامت وې/سلامتي دې پر تا وي).
السلام(سوله)د الله تعالی د ۹۹ مبارکو نومونو نه يو نوم دی چې په قران کې هم راغلی.
مسلمان, د اسلام د دين مننونکي ته وايي او مانا يې ده هغه څوک چې ځان الله ته تسليم کوي او يا د الله اطاعت کوي.
سلامه, د "سلامتي," په مانا ده چې د "خدای پامانۍ" په وخت کې وييل کېږي، د "مع السلامه" مانا ( سلامتۍ سره[لاړ شه]) ده.
[size=18:b7b35591ed][/size:b7b35591ed][color=red:b7b35591ed][/color:b7b35591ed]
------------------------------------------
[color=white:b7b35591ed]حدثني أبي عمر بن الخطاب قال بينما نحن عند رسول الله صلى الله عليه وسلم ذات يوم إذ طلع علينا رجل شديد بياض الثياب شديد سواد الشعر لا يرى عليه أثر السفر ولا يعرفه منا أحد حتى جلس إلى النبي صلى الله عليه وسلم فأسند ركبتيه إلى ركبتيه ووضع كفيه على فخذيه وقال يا محمد أخبرني عن الإسلام . فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم " الإسلام أن تشهد أن لا إله إلا الله وأن محمدا رسول الله وتقيم الصلاة وتؤتي الزكاة وتصوم رمضان وتحج البيت إن استطعت إليه سبيلا .[/color:b7b35591ed]