د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په اوداسه کې داستنجأ په باره کې پوښتنه

هیښ
19.02.2009

سلامونه
ديوه ملګري سره مې داوداسه داستنجا په باره کې بحث وو ،ماورته ويل چه استنجا کول درفع حاجت نه وروسته داوداسه يو جز دئ او بايد داوداسه سره همزمان وشي ،لاکن ده راته ويل چه استنجا کولائ شي درفع حاجت نه وروسته وکړې اواودس وروسته ديوې زماني وقفې هم کولائ شې اودوهم وار داستنجا دکولو ضرورت نشته .زه په خپله خبره ټينګ وم چه درفع حاجت نه وروسته دکه استنجأ وکړه او اودس دونه کړ ،نو کله چه اودس کوې بيا به استنجاهم کوې.لنډه داچه واحد نظر ته ونه رسيدو او پوره وضاحت دپاره مې دټول افغان داسلامي لارښوونو برخې ته مراجه وکړه .دټول افغان د اسلامي ښوونو په برخه کې داوداسه په
په ترتيب ،سنتو او فرضو باندې رڼا اچول شوې ده ،خو داستنجا هيڅ يادونه نه ده شوې ،حيران شوم ،چه دا څه چل دئ ،لکه چه بې استنجااودسونه هم روادي او موږ اميان خو تر عالمانو ددين په کارونو کې ډير دقيق او محتاط يو.

که داسلام دخونې درانه چلوونکي په دهکله زحمت وباسي او دغه تشه ډکه کړي او په څنګ کې زما او زما دملګري د جنجال په برخه کې شرعي حکم بيان کړي ،
ثوابونه به مو ګټلي وي .

مننه


و.افغان
19.02.2009

دروند ورور هيښ صاحب:
په اوبو استنجاء کول له غليظ (تشې يا ډکې) اودس ماتې وروسته سنت ده، خو له اوبه پرته په نورو پاکو څيزونو دهغه نجاست له منځه وړل فرض دي، خو اودس پورې اړه نه لري، البته له اوداسه مخکې وي، خو داوداسه سره يي پيوستوب شرط نه دی، داوداسه
معلوم فرضونه دي، چې په دی آيت کريمه کې راغلې دي:
يا أيها الذين آمنوا اذا قمتم الی الصلاة فاغسلوا وجوهکم ....... الخ
استنجاء او استجمار ددی لپاره ده، چې نجاست ختم کړي، يا يي دانتشار مخه ونيسي
ځکه که چیرته دانسان په وجود نجاست پاتې وي، نو که اودس هم وکړي، دنجاست په شتون
کي يي لمونځ نه صحي کیږي، ځکه چې طهارت دلمانځه دصحي کيدو اړين شرط دی.
داوبو دکمښت له وجهې به پخوا خلکو په لوټو، کاڼو او ورته څيزونو دنجاست ځاي پاکوه،
بيا به يي اودس کاوه، ځينو صحابه کرامو به ددغه اودس وچولو (استجمار) سره سره بيا
اوبه هم کارولې (استنجاء يي کوله) چې دپيغمبر صلی الله علیه وسلم دستاينې وړ وګرځيدل.
نو که چيرته سړې په سفر وي، اوبه ورسره کمې وي، دحاجت له رفع کولو وروسته کاغذ
استعمال کړي، او بیا اودس وکړي، نو هم پروا نه لري.
نو ګران وروره ستاسو دملګري خبره صحي ده چې وايي:
((استنجا کولائ شي درفع حاجت نه وروسته وکړې اواودس وروسته ديوې زماني وقفې هم کولائ شې اودوهم وار داستنجا دکولو ضرورت نشته)).
په درنښت


خیریوسی
19.02.2009

محترم هیښ صاحب او وهاج ساپی صاحب کور مودان
که تکلیف نه وی زه به هم یو سوال وکړم هغه داچې
دماپښین ، ماځیګر او ماخستن په اخرو دوو رکاتو کې به مامون الحمد لله وایې که نه ؟

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more