د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دافغانستان د اسلامي امارت اعلامیه

ياقوت
18.02.2009

[size=24:99095465f8]له افغانستان څخه دیرغلګرو شوروي ځواکونودتیښتې دشلمې کلیزې په مناسبت
دافغانستان داسلامي امارت اعلامیه[/size:99095465f8]

ولقد کتبنا في الزبور من بعد الذکرأن الأرض یرثها عبادي الصالحون.

له نن څخه پوره شل کاله مخکې په ۱۳۶۷/۱۱/۲۶ـــ۱۹۸۹/۲/۱۵ کې شوروي یرغلګرځواکونه د افغانستان د مجاهد ولس د جهاد او بیشمیره سرښندنو او قربانیو په نتیجه کې له دې هیواد څخه وتلواوتیښتې ته اړیستل شول.

شوروي یرغلګرځواکونه چې دوخت په ترټولو پرمختللیو وسلو سنبال ول په داسې حال کې له افغانستان څخه تیښتې ته مجبور کړای شول چې د خپل لس کلن یرغل په پایله کې دلته هیڅ رازبریالیتوب ترلاسه نکړ؛ بلکې دبریالیتوب په ځای یې لسګونه زره پوځیان مړه، ورک او ژوبل شول؛ په زرګونو جنګي وسائل یې تبا او په ملیاردونه ډالره مالي تاوانونه ورواښتل چې داټول په اخیر کې دنړۍ له مخې دشوروي اتحاد په نوم د یوې مغرورې زبرځواکۍ دورکیدو په بیه تمام شول.

له افغانستان څخه دپخواني شوروي اتحاد یرغلګرو ځواکونو په وتلو سره شوروي امپراطورې ړنګه شوه، دهغې ترخیټې لاندې محکوم ولسونه آزاد شول، د وارساپکت له مینځه لاړ اودبرلین دیوال ونړیده.

دروسانو په مقابل کې دافغانستان دمجاهد ولس جهاد ټولې نړۍ ته د کمونیزم له شرڅخه نجات ورکړ، ځکه شوریانو په افغانستان باندې دیرغل په مهال یواځې دافغانستان په تسخیرولو بسنه نه کوله، هغوئ غوښتل ددې هیواد په لاندې کولوسره ځان دهند ګرمو اوبو ته ورسوي اوله هغه ځایه د خپلو سیالانو په مقابل کې خپل دتوسعه غوښتنې مقابله پرمخ بوځي.

خو دافغاني مقدس جهاد له برکته نه یواځې داچې شورویانو افغانستان لاندې نکړ؛ بلکې دکرملین په زړه کې هم دسرې امپرتوارۍ واکمنې ختمه شوه، او له هغه سره یوځای الحادي عقیده په ټولې نړۍ کې مسخره وګرځیده.

د افغاني جهاد له برکته دکمونستي زبرځواکۍ په ختمیدو سره امریکا ته هم په نړۍ کې دیکه تازي صحنه مساعده شوه، خو له بده مرغه هغوی ددې پرځای چې له دې چانس څخه دیومثبت تحول په توګه دځان او دنړۍ په ګټه استفاده وکړي دهغه برعکس یې دمغررو شورویانو په قدم ګام کیښود او په نړۍ کې دغربي توسعه طلبي سیاست يي پرمخ واخیست.

په ټوله دنیا کې د مسلمانانو په ځورولو او ټکولو پیل وکړ اوهیچ چاته یې هم د دوی له خوښې پرته دخپلواک ژوندکولوحق نه ورکاوه.

ترڅو یې دهمدغه جابرانه سیاست له مخې دافغانستان په اسلامي امارت هم د ټولو منل شویو ملي اوبین المللي قوانینو خلاف وحشي یرغل وکړ او د هغو يرغلګرو شورویانو په څیریې مظلوم افغانان چې باید دنړۍ د شهکارو محسنینو په توګه تقدیرشوي وای یو ځلې بیا دباروتو په لمبوکې وسوځول.

خو هغه دافغاني متل له مخې: چې بازخانه له بازه نه خالي کیږي؛ په دغه د بازانو په کورکې نورهم داسې بازان موجود دي چې دامریکایي یرغلګرو مغرورې ککرۍ په خپلو پولادي منګولو داسې وشکوي لکه چې تر دوی له مخې یې دروسانو او تر هغوی له مخې دانګریزانو کفري ککرۍ شکولې وې.

دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې خپل مسلمان ملت اوپه مجموع کې ټول اسلامي امت ته ددغې ویاړمنې تاریخي ورځې مبارکې وایې یو ځلې بیا پر هغوی غږ کوي چې د امریکایې ځواکونو او د هغوی د ټولو صلیبي ایتلافیانو په خلاف دمقدس جهاد سنګرونه لا ګرم وساتي، دجهاد په سنګرونو کې په خپلمنځي وحدت او یوالي ټینګار وکړي او دامریکایي صلیبي اشغال له سیوري څخه داسلامي افغانستان له بشپړې خپلواکۍ نه سوا په بل هیڅ شي قناعت ونه کړي.

همدا شان اسلامي امارت امریکایي مغرورو چارواکو ته په سپینو ټکیو کې دا خبره په مکرره توګه اعلانوي چې دشورویانو په برخلیک باندې له اخته کیدلو مخکې له مجاهد افغانستان څخه خپل ټول یرغلګرځواکونه په شا کړي، د شورویانو له شرمیدلي انجام څخه په عبرت اخیستلوسره په افغانستان کې د زورآزموینې منطق پای ته ورسوي او دټولو قضایاوو دسالم حل لپاره دحماقت او سرټمبګی په ځای له معقولیت اودرایت څخه کار واخلي.

اوس لاهم لیرې نده چې امریکایي بدماشان راپه خود شي او له افغانستان څخه دخپلو مورال بایللو ځواکونو په وربللو سره خپل ولس اوهم خپل حکومت ته نجات ورکړي.

د وخت تیریدل د هیچا مراعات نه ساتې د داشانې مناسبو فرصتونو له لاسه ورکول به بیا امریکایي سربداله چارواکو ته له تحسر او پیښمانۍ نه سوا بله هیڅ نیکمرغې ونلري.

والسلام

دافغانستان اسلامی امارت


pattang
18.02.2009

ياقوته ډېره مننه چې د طالبانو دريځ اوخبرتيا دې ټول افغان ته راوړې ده٠


محمد احمد حمي
19.02.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

ياقوت صاحب! ډيره مننه ، كور دي ودان ، هميشه له تازه اطلاعاتو څخه خبر ساته .

بلكه زه خو يو ځانګړى فارم دورځنيو خبرونو لپاره په ټول افغان كور كي اړين ګڼم .


ډاکتر څپاند
25.02.2009

ملا عمر پاکستاني طالبانو ته: په پاکستان کې جګړه جهاد نه دی

خبري څانګه

٧ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2009-02-25 06:58:00 م

رپوټ: کمال الدین رنځور

رسنیو خبر ورکړی چې ملا عمر په یو لیک کې پاکستاني طالبانو ته ویلي دي چې نور دې په پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه نه کوي.

ملا عمر په دې لیک کې چې د تحریک طالبان پاکستان مشر ته یې لېږلی ویلي دي چې د خپلو مسلمانانو سره جګړه جهاد نه دی.

په لیک کې راغلي دي چې "د پاکستان په قبایلي او نورو سیمو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه او د خپلو مسلمانانو وروڼو وژل مجاهدین بدناموي او په افغانستان کې د امریکا اوناټو ځواکونه سره جګړه زیانمنوي."

ملا عمر له پاکستاني طالبانو څخه غوښتي دي چې سره یو شي، خپل صفونه منظم کړي او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو سره جهاد وکړي. ملا عمر ویلي چې "که هر څوک غواړي رښتیني جهاد وکړي، نو د افغانستان دننه دې د ښکېلګرو سره جهاد وکړي".

ملا عمر داهم ویلي دي چې "زموږ موخه د افغانستان ازادول دي. د پاکستان ورانول هیڅکله هم زموږ موخه نه وه."

ملا عمر دا لیک پاکستاني طالبانو ته په داسې حال کې لیکي چې پخپله او ملګري یې په افغانستان کې د افغان ځواکونو په ضد په جګړه بوخت او په بریدونو کې یې تر اوسه په زرګونو بې ګناه مسلمانان وژل شوي دي. په ډېرو پېښو کې یې ولسي خلک - د بې ګناه ثابتېدو سره سره - حلال کړي دي چې څو میاشتې مخکې یې په هلمند کې د ۲۷ لغماني ځوانانو وژنه - چې ایران ته د مزدورۍ دپاره روان و - ښه بېلګه ده.

په دې لیک کې ملا عمر د خپل فکر د یو مهم ار څخه سرغړونه هم کوي. د جهاد سرحدونه ټاکي او غواړي ځانته په افغانستان کې یې محدود کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو مشرتابه په پاکستان کې له جګړې څخه خپل پلویان منع کوي. په پاکستان کې چې کله هم طالبان بریدونه زیات کړي نو د افغانستان د طالبانو د مشرتابه له خواورڅخه غوښتل کېږي چې په پاکستان کې دې بریدونه ودروي. داسې بلنې په افغانستان کې د طالبانو د مصداقیت په اړي جدي پوښتنې راپورته کوي، ځکه له یوې خوا په پاکستان کې د دولت ځواکونو سره - چې امریکایانو او ناټو یې په مرسته افغانستان ته ځواکونه راولېږل او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ - جګړه ناروا بولي، خو له بلې خوا خپل افغانان وژني او د بریدونو په مهال د بې ګناه خلکو وژل هم ځانته روا بولي.

یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې په طالبانو د ګاونډی هیواد پاکستان ډېره اغېزه ده او په مشرتابه کې یې یو شمېر شخصیتونه د دې هیواد د استخباراتو مامورین دي. پخپله په ملا عمر هم دې ته ورته تورونه لګېدلي دي.

سرپاڼه


عادل عادل
26.02.2009

سلامونه

د الجزیرې د خبري سرویس له قوله د طالبانو مشر د اوربند نه وروسته په کوزو طالبانو غږ کړی دی چې خپله توجه په افغانستان کې موجودو یرغلګرو ته واړوي او د مقاومت سره ملګري شي.

زه فکر نه کوم چې دا اوربند به د مشر ملاصیب په امر شوی وي بلکه دا د ځایي حکومت د صداقت نتیجه ده چې د سولې په مذاکراتوکې یې وښود.

که کرزئ د ښاغلي اسفندیار ولي خان په نقش قدم تللی وای نو د وخته به په افغانستان کې د سولې مذاکرات شوي وای، سره لدې چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په مخ کې غټ خنډ د اشغالګرو موجودیت دی چې مقاومت یې بې قیده او شرطه وتل لومړی شرط وړاندې کوي، پداسې حال کې چې په کوزه پښتونخوا کې دې ته ورته عمده خنډ نه لیدل کیژي.

د بلې خوا که چیرته دسوات او باجوړ اوربند د پاکستان د حکومت په خوښه شوی وي نو زما په نظر دا د اوباما د ادارې د هغې پریکړې په اړه غیر مستقیم غبرګون دی د کوم په لړ کې چې 17000 اشغالګر فوځ پر لاره دی، همدا سبب دی چې د کرزي د ادارې چارواکي یې فکرمن کړي دي.

د کرزي د ادارې د سولې د مذاکراتو وړاندیز په لاندې دوو ټکو کې تر شک لاندې راځي:

1( په افغانستان کې د ننه د سولې د مذاکراتو وړاندیزونه کوي خو د ورته پروسې نه په کوزه پښتونخوا کې تشویش لري؟؟؟

2( په افغانستان کې د ننه د اربکیو په نوم وسلې ویشي خو همدغه عمل په کوزه پښتونخوا کې خطرناک بولي او مخالفت یې کوي؟؟

په هر حال د کرزي د ادارې په شمول ټولو افغان اطرافو ته پکار ده چې د سیاسي تدبر نه کار واخلي او د طوفان اخیستې امریکې د خونخوارو منګولو نه زمونږ خاوره او بیچاره ولس وژغوري.


pattang
26.02.2009

عادل صيب خبرې به سپينې کوو :
که څوک له روغو مغزو څخه کارواخلي، متعصب او مريض فکر دملا اوطالب
په هکله د انسانيت په خاطرپرېږدي نو دې نتيجې ته به راشي :
ملا عمر خو ډېره ښه خبره کړې ده:
که په پېښور، بنو، صوات ، ميرامشا.... کې چاودنې وشي ، څوک مري او ولې
مري ? خو پښتانه مسلمانان مري !
که په افغانستان کې چادنه وشي او داشغالګرو په ضد نوي نودا هم جنايت دی .
خو که په چاودنه کې هغه څوک وژل کېږي چې د صليبي اشغالګرو کاسې څټي
نو دا خو وروره د ازادي او خپلواکي زوړ کلتور دی ، يوازې دطالب ابتکار ندی٠
شامير اسرائيلي چې داسرائيلو صدراعظم هم شه په فلسطين کې په يوه هوټل کې
يې ٢٢٥ انګلسان ووژل او څو نور په سلګونو بې ګناه خلک٠
همداسې په سلګونو مسالونه شته ، خو ددلاسپوڅي رژيم اردليان هميشه طالب
ته د تيزن پېغور ورکوي او خپل ځان يې هېر کړی چې ان ټول کالي يې په مرداري
ککړ د ي٠
** رابشو يوې بلې خبرې ته :
که کوزو طالبانو دخپلې ازادۍ لپاره جنګ شروع کړی وی نو لازمه به وه چې
ملا عمر داسې فکر کړی وی :
کومه ازادي لمړۍ مهمه ده کوزه او که بره ?
کوم شرائط دکومې ازادي لپاره ګټور دي اوڅه داخلي ، خارجي
انعکاسونه به ولري ? تاجک ، اوزبک او هزاره به څه نېتونه لري او څه عمل
به کوي ?

[quote:30aec4ac8a="عادل عادل"]سلامونه

د الجزیرې د خبري سرویس له قوله د طالبانو مشر د اوربند نه وروسته په کوزو طالبانو غږ کړی دی چې خپله توجه په افغانستان کې موجودو یرغلګرو ته واړوي او د مقاومت سره ملګري شي.

زه فکر نه کوم چې دا اوربند به د مشر ملاصیب په امر شوی وي بلکه دا د ځایي حکومت د صداقت نتیجه ده چې د سولې په مذاکراتوکې یې وښود.

که کرزئ د ښاغلي اسفندیار ولي خان په نقش قدم تللی وای نو د وخته به په افغانستان کې د سولې مذاکرات شوي وای، سره لدې چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په مخ کې غټ خنډ د اشغالګرو موجودیت دی چې مقاومت یې بې قیده او شرطه وتل لومړی شرط وړاندې کوي، پداسې حال کې چې په کوزه پښتونخوا کې دې ته ورته عمده خنډ نه لیدل کیژي.

د بلې خوا که چیرته دسوات او باجوړ اوربند د پاکستان د حکومت په خوښه شوی وي نو زما په نظر دا د اوباما د ادارې د هغې پریکړې په اړه غیر مستقیم غبرګون دی د کوم په لړ کې چې 17000 اشغالګر فوځ پر لاره دی، همدا سبب دی چې د کرزي د ادارې چارواکي یې فکرمن کړي دي.

د کرزي د ادارې د سولې د مذاکراتو وړاندیز په لاندې دوو ټکو کې تر شک لاندې راځي:

1( په افغانستان کې د ننه د سولې د مذاکراتو وړاندیزونه کوي خو د ورته پروسې نه په کوزه پښتونخوا کې تشویش لري؟؟؟

2( په افغانستان کې د ننه د اربکیو په نوم وسلې ویشي خو همدغه عمل په کوزه پښتونخوا کې خطرناک بولي او مخالفت یې کوي؟؟

په هر حال د کرزي د ادارې په شمول ټولو افغان اطرافو ته پکار ده چې د سیاسي تدبر نه کار واخلي او د طوفان اخیستې امریکې د خونخوارو منګولو نه زمونږ خاوره او بیچاره ولس وژغوري.[/quote:30aec4ac8a]


Sangar Watan
03.03.2009

پاکستان په وړاندې د ملا عمر دريځ او د شوروي په وړاندې د کارمل دريځ

ا. بارکزی، هلمند

١٢ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2009-03-02 20:19:00 م

دپاکستان نامتو انگلیسی ژبی ورځپاڼې چه The News International نومیږ ی دسږ کال دفبروری دمیاشتی په 24 نیټه خبر راکړچه دافغانستان دطالبانو مشرملا محمدعمرمجاهد خپل هغو برادرانو ته ته چه په شمالی او لویدیزوزیرستان کی فعالیت لری هدایت ورکری د ه چه پر پاکستانی امنیتی قوتونوباندی خپل ټول یرغلونه ودروی. ملا عمر لمړ ی یواستازی وزیرستان ته واستوله او ورپسی خپل مطلب د یو لیک په تر څ د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشرانو ته څرگند کړل. د طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد د دغه اعلاميې په ترڅ كې پر پاكستاني طالبانو غږ كړى، چې له پاكستاني پوځ سره جګړه بنده كړي اود افغانی طالبانواوالقاعده سره یو ځای په افغانستان كې دميشتو بهرنيو ځواكونو پرخلاف وسله پورته كړي.
ملامحمد عمر پدغه پيغام کی د پاكستان د مذهبي ډلو مشرانو ته په خپل ليكلي خطاب كې رسولى دى. چه له مسلمانانو سره جهاد نه دى روا. ده په خپل پيغام كې ويلي: "پر پاكستاني امنيتي ځواكونو، په قبايلي سيمو كې د مسلمانانو وژل د مجاهدينو بدنامي ده، دا په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو پر وړاندې روان جهاد ته زيان اړوي". د پاكستان د نيوزانترنشنل ورځپاڼې له مخې، ملامحمد عمر په وزيرستان كې د پاكستاني طالبانو له دريواړو ډلو، چې په دې وروستيو كې دISI او ملاعمرپه لمسون په يوه جبهه (TTP)كې سره راغونډې شوې، غوښتي، چې په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو پرخلاف ګډ كار وكړي، ځكه امريكا او ناټو په افغانستان كې د خپلو پوځيانو شمېر ډېروي.
دملا محمد عمر مجاهد ددغه لیک متن چه پر اخوانی پان اسلامیزم ولا ړ ه ده اوخپل وطن اوخللک دالقاعده اوISI دگتودقربانی کولو معنی لری، دببرک کارمل هغه بیانیه ته ورته ده چه پکی وویل: " دوستی افغان – شوروی شرط وطنپرستی است". دکارمل خبری هم په "پرولتری انترنشنلیزم " ولا ړ ه وه خو کارمل دخپل عمر په آخرو ور ځوکی یو ایرانی خبریال سره په مرکه کی ویلی وه چه دهغه باور نه چه پرروسانودرلود سخت پښیمانه وه.
پاکستانی پو ځ دایران دپخوانی بادشاه دله مینځه تلونه راپدی خواه دامریکی دحکومت دسیمه ایزژاندارم په ټوگه وظیفه تر سره کوی. دپاکستان امنیتی ځواکونه په دغه دوره کی خپل معاشونه ا ووسلی دامریکا دحکومت نه اخلی. خوسره ددی دا پو ځ دخپل اخوانی افسرانوپه خاطراو لدی کبله چه دملا کارمل د"دوست هیواد" پو ځ ده، "مسلمان" بلل کیږی . خو دملا عمرمجاهد په نظرنه یوا ځی افغان پوځیان او پولیس، بلکه افغان ښوونکي، دجماعتونوملایان، داکتران، دلاری جو ړولوعادی کارکوونکی اوحتی هغه کلیوال چه دخپلی سیمي دماینونوپه پاکولو کی بوخت دي کافران اومباح الدم گنل کیږ ی. یوا ځی په 2008 میلادی کال کی په زرگونه تنه ملکی افغان وگړی دطالبانوپه نظامی فعالیتونه کی ووژل شول خو دملا محمدعمرمجاهد غږ پورته نشوچه دافغان طالبان، پاکستانی طالبان او القاعده نه وغوا ړی چه پخپل تخریبی فعالیتونو کی دمسلمان ملی وگړی دژوندساتنی ته پاملرنه وکړ ي.
که ملا محمدعمر مجاهد په ر ښتیاهم یوافغان وای دافغانستان ملی گتی تر القاعده او ISI گتی لو ړ ګنل بایدپدغه شرایطو کی چه امریکا په افغانستان کی دخپل سرتیروشمیردزیاتوالی پلان لری، ټول طالبانو ته ویلی وای چه پرافغان پو ځیانو باندی یرغل بندکړ ی اوددی دپاره چه په افغانستان کی ویجاړونکی جگړ ه ختمه شی اودملکی افغانانو وینه دالقاعده ، ISI ، ناتواو اییتلاف په لاس توی نشی باید دیرژردافغان دولت او ناتوداستازو سره دخارجی پوځونو دوتلو دزمانی پروگرام اودافغانستان دسیاسی استقلال دخوندی کیدو دپاره خبری پیل کړی وای. . ملا عمرپه 1380 کال کی دبن لادن په خاطرافغانستان دجنگ په ډ گربدل کړ ه اوپدی ډ ول دخاین شمالی ډلی تپلی دبیرته راتگ دپاره لاره اهواره شوه. اوس ملاعمرمجاهد غوا ړ ی چه پاکستانی طالبان او دالقاعده تر مشری لاندی نورخرابکارقوتونه دافغانستان دویجا ړ و لو دپاره متحد کړی. نتیجه دا شو چه TTP پاکستانی حکومت ته ددایمی اوربند وړاندیز وکړ . آفرین ملا کارمله!

اوس به هم د ISI وړانده او کاڼه چاکران،پدی باور وي چه ګواکی ملاعمر داسی
يو مکتوب ندی ليکلې،او ياداچه دپاکستان ګټی تر افغاني ګټو اوچتی دي٠
ته پدی نه پوهيږی چه امريکائی الوتکی له همدی پاکستان نه الوتنه کوی
په وزيرستان او پکتيا کی دپښتنو په کور کلي بمونه غورزي،او بيا په ارام
خاطر دوباره دپاکستان دننه خپلی هډی ته ستنيږي؟


pattang
03.03.2009

احمدجاويد سلطاني

١٣ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2009-03-03 16:14:00 م

تېره ورځ مې په بېنوا وېب پاڼه کې دښاغلي ا.بارکزي په نامه دکوم خواخوږي افغان ليکنه ولوستله. له بده مرغه دغه ويروس لرونکي ليکنه نن دټول افغان په پاڼه هم پرليکه شوي ده.سره له دې چې دغه ليکنه لومړی په بېنواکې ښه ورسته شوه،وروسته ټول افغان ته پورته کړای شوه. ددغي ملي پاڼي چلونکوته په کاردې چې په خپله نشراتي پاليسۍ کي دنشراتي انحصارټکی په پام کي ونيسي.هغه په دې ډول چې دنوروپاڼوليکني په تکراري ډول خپرې نه کړي. زموږدپښتوپاڼوبدمرغي همدا ده چې په هره پاڼه کې ورته ليکني په تکراري،یک نواخته اوکليشه اي بڼه خپريږي. ښاغلی بارکزی چې دليکني له منځپانګي ماته کوم متقاعد خاديست اودباخترداطلاعاتي اژانس دزاړه پېر یوزوړ،ټوخن اوله کاره لويدلی سياسي مفسرښکاري،په خپله بې سراوپښوليکنه کې نه يواځې داچې ژورناليستيک،څيړندوی اواکاډميک رسالت په پام کې نه دی نيولی،بلکې له بده مرغه په خپل نس اومغزکې پرته مرداري يی له ټولي بدبويي سره دلوستونکوپه وړاندي ايښي ده. زه سره له دې چې داليکنه په ځواب ويلوهم نه ارزوم،ددې لپاره چې دداډول ناسموتمايلاتوپه مخ نيوي کې مې خپل نقش ترسره کړی وي،دهغه دليکني دځواب په بڼه لاندي توري ليکم. هيله من يم چې ښاغلی بارکزی يی پرځان بد ونه لګوي اوپه ځواب کې دقلم اوژبي عفت په پام کې وساتي: لومړۍ خبره خوداده چې اوس دوره دديموکراسي اودبيان دازادي ده.هرڅوک حق لري دقضاياو په اړه خپل نظراو دريځ څرګندکړي. زه دښاغلي ا.بارکزي نظرته له دې پلوه احترام لرم چې هغه ديوه لوستي افغان په بڼه دروانو پيښوپه اړه خپل دريځ څرګندکړی دی. البته په عين حال کې ځان ته هم داحق ورکوم چې په دې اړه خپلي څرګندوني ولرم: زه دښاغلي بارکزي له ليکني سره دلاندي ټکو له امله سخت مخالف يم: لومړی: نوموړي ته دیوه لوستي،خبيراوخواخوږي افغان په بڼه داپه کاروو چې په خپل آندکې يې ناپيیلتوب کارولی وای.که ناپیلې نه وای هم نوکم ترکمه خپل مخالف لوري ته يې دلوړو انساني ارزښتونوپه پام کې نیولوسره لږڅه دسړي په سترګه کتلي وای. خوله بده مرغه ښاغلی بارکزی په دې برخه کې په خپله دسړيتوب له چوکاټه وتلی دی اوداسي ژبه يی کارولي ده چي یوه بازاري رنډۍ به يې هم ونه کاروي. دوهم: نوموړي ملاعمرته دملاکارمل نوم ورکړی دی.زه ددې نامه له ورکړي سره مخالف نه يم. ښاغلی بارکزی حق لري چې دخپل ظرفيت په چوکاټ کې هرچاته هرنوم چې وغواړي ورکړي! خوهغه څه چې بارکزي پکې اشتباه کړي ده هغه دادی چې نوموړي هیڅ داسي اسناد نه دي وړاندي کړي چې وښيي ملاعمرپه رښتياهم دکارمل نقش ترسره کړی دی. که هغه څوک په دې تورنوي چې له پاکستان سره يی تریوه پايڅه پښه ايستلي وه،نواوسنيوحالاتوته په کتنه سره هغه په کلي،مطلق اوکامل ډول له دې الزامه بري الذمه دی.اوهغه په دې ډول چې پخپله ولس مشر کرزی،اوس دکارمل نقش خوراپه برياليتوب سره ترسره کوي. زه دښاغلي کرزي له شخصيت سره هيڅ اختلاف نه لرم.البته له دې حقيقته سترګي نه شم پټولای چې کرزي دآمريکايانوپه غلامۍ کې ترکارمل هم ور اړولي ده. شاه شجاع خوښاغلي کرزي ته داسي بريښيده لکه تازه چې له حجه راغلی وي! دريم: بله داچې دښاغلي بارک زي دليکني له منځپانګي داسي ښکاري چې هغه ښايي پخوا دخاددميډيا دڅانګې کوم کارکونکی پاتي شوی وي. خاددافغان مجاهدينوپرخلاف دتبليغاتوپه لړکې په یوه راپورکې څرګنده کړي وه چې ښاغلی حکمتيار په پيښورکې پنځوس عرادې رکشاګاني لري!!! حکمتيار اوپنځوس عرادې رکشاګاني!!! دخادکورمغزه خره په دې هم نه پوهيدل چې حکمتيار دزرګونو ميليونوډالروپه لرلوسره دريکشاګانو لرلوته څه اړتيالرله. ښاغلي بارکزي هم له بده مرغه شمشيرزن اوکوستيزن سره یوکړی دی اودخپلي ويناداوږدولو په موخه يې وج اولامده سره یوکړي دي. هغه څرګنده کړي ده چې طالبانودخپلي جګړې پرمهال په زرګونو ولسي وګړي وژلي دي،خوهغه نه دی توانیدلی چې آن یوسند وړاندي کړي.په داسې حال کې چې دآمريکایانوله لوري دوژل شويو ولسي وګړو شمېره په خپله دهغوي په وينا له زرګونو کسانو اوړي. څلورم: ښاغلي بارکزي په خپله ليکنه کې دمولانافضل الرحمن هغه انځورهم سريښ کړی چې نوموړی پکې دوتلي کشميري مشرياسين ملک په واده کې دګډون په حال کې ښکاري. دانځورترکيپشن لاندي يې ليکلي دې چې مولانافضل الرحمن پخپله دځوانوانجونوپه منځ کې مزې چړچې کوي اوزموږدهيواددانجونو ښوونځۍ سوځي!!! دښاغلي بارکزي په سرکې دومره مغزنشته چې دافکروکړي چې مولانافضل الرحمن دپاکستان په پارلمان کې دکشميردکميټې مشردی اوداداري اودپلوماتيک ارتباط له امله اړ وو،چې په دغه واده کې يې ګډون کړی وای.پاتې شوه داچې هغه زموږهیوادته طالبان رااستوي،نوداخبره غلطه ځکه ده چې مولانا اوګوند يې په خپله دطالبانو له سخت دريځي آندسره مخالفت لري.که هغوي ورسره جوړ وای نو نن به يې ولې په مرستيال باندي ځانمرګی بريدترسره کيدای؟ لنډه داچې ښاغلی بارکزی ددې پرځای چې په اوتو بوتو ليکلوخپل وخت ضايع کړي،بايدچې سمه ده مطالعه وکړي.له روانو قضاياوو ښه ځان خبرکړي او له هغه وروسته په څه ليکلو لاس پوري کړي. اوکه چېري ښاغلي بارکزي ته دکرزي دادارې دخاد له خواددې کارپه مقابل کې پيسې ورکول کېږي،نوبيايې نوشکککک جان!!! آمريکايي ډالردي،چې مارشال فهيم يې په هغه کاراخلي،ښاغلی بارکزی دې په دې کارواخلي!!!


momtaz
04.03.2009

لمرزئ

١٣ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2009-03-03 21:17:39 م
سلطاني سیب لږه يي سړه خوره !
بل ته د ادب د مراعت لارښوونې کوي ، خو خپله د ادب په کوڅه هم نه ځي ! د تورځن او ......... ځن د کلمي کارونه کوم ادب دئ ؟
په نس کې د مردارۍ دکلمې کارونه سلطاني سیب په کومه مدرسه کې زده کړي دي ؟
بلخوا سلطاني سیب د ای ــ اس ــ ای په نوم اخیستلو سره ډېر عصبي ښکاري !
د نجونو پر مخ د تیزاب شیندلو ، د ښوونځیو په سوځولو ، د ولسي ښېګڼو د موسسو په ړنګولو ، دښوونکو ، ډاکټرانو ، انجینرانو په وژلو او په زرګونو او لسګونو زرګونو فجایعو ، ویجاړیو او ورانیو چې د ړانده ملا عمر ، د ۲۱ پيړۍ د خرتجال او د هغه د ړندو لارویانو په لاس هره ورځ په افغانستان کې ترسره کیږي ، ایا کېدئ شي سلطاني سیب د خلکو په سترګو کې بیا هم خاورې وپاشي ؟
سلطاني په بېشرمۍ او سپین سترګۍ سره د جاني او د افغانانو او پښتنو د قاتل او د پنجاب د ګوډاګي فضل الرحمان ستاینه او ملاتړ کوي ! یو څوک چې داسې بې ننګه شي چې د نورو په لاس د هېواد وراني او ویجاړي ستايي ، له هغه څخه څه تمه کېدلئ شي !
زه خو د سلطاني په شان کسانو سره چې په ښکاره د پنجاب غلامي کوي او پرې ویاړي هم ، د خبرو اترو او بحث اړتیا نه وینم . د پنجابیانو اود هغه د ګوډاګیانو سره د پښتنو او افغانانو شخړه او جګړه دایمي ده او د ساطاني پشان کسان په دې مبارزه کې یوازې د خځلي ځای لري .


pattang
04.03.2009

تيزن هر څوک تيزن بولي چې خپل عيب پټ کړي٠

[quote:2fcccd93dc="momtaz"]لمرزئ

١٣ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2009-03-03 21:17:39 م
سلطاني سیب لږه يي سړه خوره !
بل ته د ادب د مراعت لارښوونې کوي ، خو خپله د ادب په کوڅه هم نه ځي ! د تورځن او ......... ځن د کلمي کارونه کوم ادب دئ ؟
په نس کې د مردارۍ دکلمې کارونه سلطاني سیب په کومه مدرسه کې زده کړي دي ؟
بلخوا سلطاني سیب د ای ــ اس ــ ای په نوم اخیستلو سره ډېر عصبي ښکاري !
د نجونو پر مخ د تیزاب شیندلو ، د ښوونځیو په سوځولو ، د ولسي ښېګڼو د موسسو په ړنګولو ، دښوونکو ، ډاکټرانو ، انجینرانو په وژلو او په زرګونو او لسګونو زرګونو فجایعو ، ویجاړیو او ورانیو چې د ړانده ملا عمر ، د ۲۱ پيړۍ د خرتجال او د هغه د ړندو لارویانو په لاس هره ورځ په افغانستان کې ترسره کیږي ، ایا کېدئ شي سلطاني سیب د خلکو په سترګو کې بیا هم خاورې وپاشي ؟
سلطاني په بېشرمۍ او سپین سترګۍ سره د جاني او د افغانانو او پښتنو د قاتل او د پنجاب د ګوډاګي فضل الرحمان ستاینه او ملاتړ کوي ! یو څوک چې داسې بې ننګه شي چې د نورو په لاس د هېواد وراني او ویجاړي ستايي ، له هغه څخه څه تمه کېدلئ شي !
زه خو د سلطاني په شان کسانو سره چې په ښکاره د پنجاب غلامي کوي او پرې ویاړي هم ، د خبرو اترو او بحث اړتیا نه وینم . د پنجابیانو اود هغه د ګوډاګیانو سره د پښتنو او افغانانو شخړه او جګړه دایمي ده او د ساطاني پشان کسان په دې مبارزه کې یوازې د خځلي ځای لري .[/quote:2fcccd93dc]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more