نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سلامونه ټولو لوستونکو او چلونکو ته
Ashnaghar
17.02.2009
سلامونه ټولو لوستونکو او چلونکو ته
ستاسي وېبپاڼه له ډير وخت راهيسې لولم، اوس غواړم يو څه په خپله وليکم٠ زه ليکوال نيم خو خبرې کول مې زده دي ٠ زما نوم اشنغر دی، نيم پښتون نيم شاړی :oops: يم خو نورستاني مې ياده نده ، د ٥٠ کالو عمر لرم، ځېږېدلی په افغانستان کې او ژوند په اروپا کې کوم ٠
په افغانستان کې مې شخصي کار او بار وو او په اروپا کې هم د يو باربري شرکت خاوند يم٠
زه پښتو شاعرۍ ، نثر او طنز سره مينه لرم او سپورت ،موزيک او شکار مې هم ډير خوښېږي٠ زه په اروپا کې يواځنی افغان يم چې د شکار جواز لري٠
له دې لارې غواړم پښتنو ورونو سره معرفت پيدا کړم ٠ اميد دی چې ما په خپله حجره ومنۍ ٠
اشنغر
باتور
17.02.2009
اشنغر ورور ته د زړه له کومي هرکلی وايم. . په خير راغلې. .
ستا په راتګ به دا حجره نوره هم خوندوره او مجلسونه به يې لا ګرم سي.
په درنښت
میوند ننګیال
17.02.2009
محترم اشنغرصيب!
دزړه له تل نه تاسو ته دټول افغان دي ښكلي كور ته ښه راغلاست او هر كلي وايم هر كله اوخوشحاله راشي.
اميد كوم چه هروخت ټول افغان ته په خوشحالي راشي .
ستاسود قلمي همكاري په اميد
مننه په ټوله پښتنه مينه
Re: سلامونه ټولو لوستونکو او چلونکو ته
pattang
17.02.2009
اشنغر صيب ستړی مشې خبرې دې ښې واضح ليکلې خو ښکاريان افغانان په
المان کې نور هم شته چې نه يوازې په المان کې بلکې په نورو ځايونو کې هم
لکه شمالي افريقا شکار کوي تاسو ئې ټول نه پېژنۍ ٠ البته په هغه ځای کې چې
تاسو اوسۍ يو نفر افغان به يې چې د Schützenverein څخه يې دښکار کولو
اجازه اخيستلې وي ٠ وروره دالمان به څه ښکاروي يا به سويان ولې يا به هوسۍ
ددواړو داسې سوړ بوی ځي چې هيڅ دخوړلو وړ ندي ٠
[quote:ed36a38c4c="Ashnaghar"]سلامونه ټولو لوستونکو او چلونکو ته
ستاسي وېبپاڼه له ډير وخت راهيسې لولم، اوس غواړم يو څه په خپله وليکم٠ زه ليکوال نيم خو خبرې کول مې زده دي ٠ زما نوم اشنغر دی، نيم پښتون نيم شاړی :oops: يم خو نورستاني مې ياده نده ، د ٥٠ کالو عمر لرم، ځېږېدلی په افغانستان کې او ژوند په اروپا کې کوم ٠
په افغانستان کې مې شخصي کار او بار وو او په اروپا کې هم د يو باربري شرکت خاوند يم٠
زه پښتو شاعرۍ ، نثر او طنز سره مينه لرم او سپورت ،موزيک او شکار مې هم ډير خوښېږي٠ زه په اروپا کې يواځنی افغان يم چې د شکار جواز لري٠
له دې لارې غواړم پښتنو ورونو سره معرفت پيدا کړم ٠ اميد دی چې ما په خپله حجره ومنۍ ٠
اشنغر[/quote:ed36a38c4c]
عادل عادل
18.02.2009
اشنغر وروره ډیر ډیر ستړی مه شې
د افغانانو کوربه او پر لیکه حجرې ته ښه راغلاست.
تاسو او پتنګ ورور د ښکار او د هغه د جواز خبرې یادې کړې دي نو ځکه خو ماته د خپل وطن غرونه او رغونه رایاد شول.
د ریښتوني ښکار ځای خو افغانستان دی، چې سره او سپین ځناور پکې ګرزي او جواز یې هم په کتابونو کې شته دی.
ژوندي دې وي افغان ښکارزن
هیښ
18.02.2009
سلامونه
ښاغلئ اشنغر صاحب !
الله (ج) دراوله ،ستړئ مه شې .
داچه ته دپښتوژبې او کلتورسره مينه لرې ،خدائ پاک دې دامينه وصال ته ورسوي .
تاسو ليکلي چه نيم پښتون او نيم شاړئ يې ،زماپه نظر ته يو افغان يې او بلا دپه هغو مسخ شويو باندې ولويږه چه ځانونه دوه رګه پښتانه بولي ،خو دپښتو ژبې سره ددښمنانو په کتار کې يې ديوه اجير سپاهي دنده اجرا کوي .
بل داچه داحجره ستا خپله حجره او ديره ده ،موږ ددې خاطره درته ښه راغلاست وويلو چه يوڅو ورځې مخکې مودلته بستره اچولې وه ،نور کوم توپير نشته دئ .
هيله ده چه په حجره کې لکه ځني وروڼه يوازې خوب او استراحت ونه کړې ،بلکه د دمې کولو نه وروسته په خپلو ادبي ،سياسي ،اقتصادي ،تاريخي ،انتقادي ،تحليلي او تحقيقي ليکنو او لورېينويي ښکلې او جذابه وګرزوې .
مننه
Ghairat
18.02.2009
[color=yellow:e8fc6ee4e6]د سلا[/color:e8fc6ee4e6] [color=red:e8fc6ee4e6]مو نو[/color:e8fc6ee4e6] [color=blue:e8fc6ee4e6]ګیډۍ :[/color:e8fc6ee4e6]
[color=blue:e8fc6ee4e6]اشنغر خان ځلمیه ستړیمشی، ټول افغان ته هرکله راشې![/color:e8fc6ee4e6]
[color=red:e8fc6ee4e6]ته چې هم پښتون او هم شاړی یې،نو بختور یې چې ډیر ماما ګان او کاکا ګان لرې، [/color:e8fc6ee4e6]
[color=white:e8fc6ee4e6]خو دومره مو پوه کړه چې پښتنو مشرانو ته کاکا وايې که ماما؟نور دې دا دیره [/color:e8fc6ee4e6]
[color=red:e8fc6ee4e6]او حجره خپله ده، که تر اوسه لا میلمه یې ،په لومړۍ لیکنه به کوربه شې [/color:e8fc6ee4e6]
[color=blue:e8fc6ee4e6]اود لوستونکومیلمنو پالنه به کوې او درته ډیره کامیابي په کې له خدایه غواړم![/color:e8fc6ee4e6]
و.افغان
18.02.2009
اشنغر صاحب: سلام ته مو وعلیکم،
ښه راغلاست درته وایم، ګامونه دې بختور شه.
خپله حجره مو ده، بانډارونه به په کې دخیره سره ګرم ساتو.
ستاسو درنګينو لیکنو په تمه.
په درنښت
رښتینی
19.02.2009
.
ټولووروڼوته سلامونه اونيكي هيلي !
اومحترم اشنغر صيب هركله راشي الله دي ټول افغان ستاسو او
زموږګډكورده دلته به خواله سره كوو اودردونه به سره راسپړو
اوس نو كه په ښكار پسي لري نه يي تللي دملګروداتاوده هركلي
هم ځواب غواړي ستاسو دځواب په هيله
په مينه
Ashnaghar
23.02.2009
سلامونه دروړاندې کوم تاسي محترمينو ته
ستاسي د تود هرکلی نه مننه او ډير خوشحاله يم چې دلته نام خدا ډير ليکوالان شته دي او حجره ګرمه او نرمه ده .
پتنګ جانه دا چې په افريقا کې افغانان ښکار کوي نو کوي به يې خو دلته په اروپا کې زه يواځنې افغان يم چې د ښکار جواز لرم . په دې ورستيو کې خو په اروپا کې افغان ته د توپک د درلودلو جواز څوګ نه ورکوي . دلته په اروپا کې افغانان ټول نيم مليون به نه وي او په دې کې هم بيا تر نيم ډير افغانان په خشره کاري ، بېکاري ، د مخدره موادو په مصروفولو او د خپلو خويندو په وژلو کې ډوب دي . ډير لږ افغانان د دې چانس او وخت لري چې د ښکار جواز تر لاسه کړي ، او د جواز تر لاسه کول هم ډير اوږد پروسېجر غواړي . نو زه چې افغانان پېژنم دوۍ دومره حوصله او عصاب نلري چې دا پروسېجر وشي ختمولی .
غيرت جانه نورستان خو ډير ښکلی دی او ډيرې ښکلي درې لري نو زه چې يو وار دره نور ته تللی وم بيا پوهـ شوم چې دا پلار مې ولې دا ځای خوښ کړی وو .
حامد صيب ستاسي د هر کلی نه هم ډيره مننه ، ډير ښکلی وېب سايټ دې جوړ کړی . خدای دې خوار مه کړه .
څنګه چې ته هم خبر يې دغه نړيوال اقتصادي بحران په هر مملکت کې خپل تاثير پرېيښی او د هر فرد ژوند باندې سوری اچولی ، نو ته باور وکړه چې پخوا به يو شرکت تيليفون کوو او لس لارۍ به پکار وې او اوس يوه لارۍ فرمايشوي . نو کار خو اوس لږ شوی دی او زه هم شايد چې انزولوېشن د پاره دولت ته درخواستي ورکړم او بلکل بېکار شم . نو بېکارۍ کې خو کتاب لوستل او هغه چې پښتو هم وي خوند کوي او چې لوستلو سره بيا سړی لږ غوندې ليکل هم وکړي کيف کوي . زه هم کله يو او يا بل شی ليکم خو د لوستلو د پاره ډير وخت لرم .
ستاسي د تود هر کلی نه يو وار بيا مننه
اشنغر
Ghairat
24.02.2009
اشنغر جانه ښې چارې ٠
که پښتو دې پلرنۍ ژبه وي نو د مورنۍ ژبې څو ويزټولې(چملې) هم د بیلګې په توګه د پښتو ژباړې سره ولیکه ، چې له خوږې نورستانۍژبې څخه یو تصر پیداکړو .
یو چا راته ددغې ژبې نمونې اسې تمثیل کړې وې خو باور مې نه راځي جې دا به رښتیا نورستانی ژبه وي ، مثلأ ویل یې :
[color=white:f1f05af02c]ټان شي که بان شي ؟ نه ټان شي نه بان شي اړیتي وېتینګان شي ![/color:f1f05af02c]
یا دا جمله چې :
[color=blue:f1f05af02c]اړه وړه ګیم بړه وړه ګیم شیرین پړه ګای وچ لرګي ![/color:f1f05af02c]
نو ته پرې حکم کولی شې چې دا چا هسې ټوکې او پېښې کړي او دا نوروستانۍ ژبه هېڅ نه ده ، او یا ده خو مخلوطه او نیمګړې نورستانۍ ژبه ده . خوکه بیا هم نورستانۍ جملې وي نو یې را وژباړه چې مطلب ترېڅه دی . په درنښت .
Ashnaghar
27.02.2009
محترما
تاسي بايد د عنوان تر څنګ هغه وړوکي ټايپ شوي جملات هم ولولئ . ما ويلي چې نورستاني مې ياده نده ، خو بيا ستاسو د خبرو په ځواب کې دا ويلی شم :
[color=white:5dc7dfeabf]کېرغن لوټېنګ مسواټنګ ، مټه کټيڼ ګورين افسوس . [/color:5dc7dfeabf]
عادل عادل
02.03.2009
سلامونه
لکه چې د پښتو ژبې کنځلې ټولې د نورستاني ژبې څخه اشتقاق شوې دي.
pattang
02.03.2009
ياره اشنغر صيب نن شپه يوڅو ملګرو، کومو چې داستاسولاندېنۍ کرښې يې
لوستلې وې له خندا مړکړم :
يوراته وايې چې اشنغر صيب خپل مازغه ورک کړي دي ,
هغه بل وويل چې اشنغر صيب شايد خلې سپږې په خوب ليدلې ا و ښکار کړې به يې
وي ، هغه تير ملګري بيا ويل چې اشنا غار صيب خو ټول افغانان تحقير کړي دي
او دوهم بياتکرار کړې چې والله ددې سړي ليکنه شاړي ته ورته ده ، يانې پښتني
ادر او حيا پکښې نشته ٠
او هغه بل بيا ستا ليکنه د يوه جهادي سوړن سره مقايسه کوله او ديوه سوړن
خوشې په نوم جهادي قومندان قصې يې راته شروع کړې قسم په خدای دی چې
زه يې له خندا مړ کړم ٠
اشنغر صيب د اول ځل لپاره د ټول افغان د پاڼې دليک او لوستې په وخت کې
ستا کرښې د دې علت شوې چې زه يې وخندولم ، خدای پاک دې نور هم توفيق
درکړي چې نورې هم داسې مستې له فلسفې او منطقه ډکې کرښې وليکې.
(( پتنګ جانه دا چې په افريقا کې افغانان ښکار کوي نو کوي به يې خو دلته په اروپا کې زه[color=brown:2274021ef9] يواځنې افغان يم [/color:2274021ef9]چې د ښکار جواز لرم . [color=darkblue:2274021ef9]په دې ورستيو کې خو په اروپا کې افغان ته د توپک د درلودلو جواز څوګ نه ورکوي [/color:2274021ef9]. [color=indigo:2274021ef9]دلته په اروپا کې افغانان ټول نيم مليون به نه وي او په دې کې هم بيا تر نيم ډير افغانان په خشره کاري ، بېکاري ، د مخدره موادو په مصروفولو او د خپلو خويندو په وژلو کې ډوب دي[/color:2274021ef9] .
ډير لږ افغانان د دې چانس او وخت لري چې د ښکار جواز تر لاسه کړي ، او د جواز تر لاسه کول هم ډير اوږد پروسېجر غواړي [color=orange:2274021ef9]. نو زه چې افغانان پېژنم دوۍ دومره حوصله او عصاب نلري چې دا پروسېجر وشي ختمولی[/color:2274021ef9] .))