نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د بېنوا پاڼي د ولنټاين ورځ ولمانځله
مختار
14.02.2009
نن د فبرورۍ څورلسمه د ولنټاین( مینانو) ورځ ده
http://www.benawa.com/details.php?id=23617
نن شنبه د فبرورۍ میاشتي ۱۴مه د ولنټاین نړیواله ورځ ده. دغې ورځي ته د مینانو ورځ هم ویل کیږی چې په کال کې یو ځل په ټوله نړۍ کې او اوس په افغانستان کې هم لمانځل کیږي. په دغه ورځ مینان یو بل ته د دې ورځي خاصې ډالۍ ورکوي او مینان یو بل په سرو ګلانو، ځانګړو تحفو او هغو ډالیو نازوي چې د مینې اظهار پکې کیدای شي. د طالبانو له واکمنۍ ورو سته دغه ورځ په افغانستان کې هم په پراخه کچه لمانځل کیږي. که څه هم د افغانستان یوه صنعتي ټولنه ده خو مینان هڅه کوي چې که یو بل ته ډالۍ نه شي استولای یو بل د ګرځنده ټلیفون د پیغامونو په مټ په خاصو الفاظو ونازوي. د دغې ورځي له را رسیدو دمخه د کابل په شهر نو او په خاصه توګه د ګل فروشۍ په کوڅه کې د ولنټاین ورځ له ورایه را رسیدلي ښکاري . دغلته لوی لوی سره پلاستکي زړونه او لاله ګلان خرڅلاو ته ایښودل شوي دي او په دغه بازار کې د بهرنیانو تر څنګ په لسګونو ځواني افغاني نجوني او هلکان لیدل کیږي چې یو بل ته تحفې اخلي او د دغې ورځي نمانځلو ته ځانونه چمتو کوي .
جلالزی
ميوندي
14.02.2009
والنتاين د دیموکراسی سوغات
اته تنه ايډز وهلي افغانان مړه شول .
http://www.tolafghan.com/home/detail/12545
دافغانستان دعامې روغتيا وزارت په ډاګه کړې ده چي اتوتنو ايډز وهلو افغانانو په دې وروستيو ورځوکې ساه ورکړي ده. ددغه وزارت دايډزپرخلاف دمبارزې درياست مشرښاغلي سيف الرحمن خبريالانوته په ډاګه کړه چې اته تنه افغانان چې واردمخه دايډز په ناروغۍ اخته وو مړه شوي دي. نوموړي دايډز وهلو افغانانوهويت په ډاګه نه کړ اونه يی هم داوويل چې دا افغانان کله اوچېري مړه شوي دي. دښاغلي سيف په وينا دايچ آيي وي دوايرس له امله دايډز په ناروغۍ داخته افغانانوشمېره اوس تردوه نيم زره اوښتي ده. ښاغلي سيف زياته کړه چې په افغانستان کې دامهال ترنيمايي زيات نفوس دايچ آيي وي وايرس وهلي دي.نوموړي داپه ډاګه نه کړه چې دغه وايرس ولې اوله کومې لارې دومره په چټکۍ سره په افغانانوکې خپورشو.دګڼو شنونکوپه آندپه افغانستان کې دلويديځ پالې ادارې له راتګ سره سم په بې مهاره ډول اخلاقي بې بندوبارۍ خپره شوې ده چې له امله يی دايډز دغه چټل وايرس هم په همدومره چټکۍ سره په افغانانوکې خپورشوی. له بله لورې داسې ښکاري چې دغه وايرس په لوی لاس دافغانانو ددښمنانو له لوري خپريږي. نړيوالواستعمارچيانو واردمخه دغه کارپه آفريقاکې هم ترسره کړی وو چې له امله يی دافريقازیاتره وګړي ددغه ناروغۍ ښکارشوي وو. که په افغانستان کې داخلاقي بې بندوبارۍ دغه حال وو نوګومان کيږي چي په کمه موده کې به ټول افغانان له یوه مخه دايډز ناروغان شې. دولت ددې پرځای چې دايډز دناروغۍ مخه ونيسي،دايډز ناروغانو ته دروغتيايي جنسي اړيکو چلونه ښيي.همدا اوس چې دعامې روغتيا دوزارت په تشکيل کې دايډزسره دمبارزې په نامه کومه اداره جوړه شوې ده، دهغې په کاري پروګرام کې خلکوته دروغتيايي جنسي اړيکودجوړولو چلونه ښودل کيږي. دعامې روغتيا وزارت داهم ويلې چې هغوي دلومړي ځل لپاره دايډزدناروغۍ ددرملني لپاره دداروګانو په واردولوهم پیل کړی دی. ديادولو وړده چې وارله مخه افغانستان ته دايډزدکنټرول په موخه وارې شوي دوايانې له یوې مخې بې کيفيته ختلي وې.
Ghairat
14.02.2009
که امر معروف ورځ ولمانځ شي نو یو خبره ، چې هم دیني ثواب لري اوهم دمینې افغانی او اسلامي شکل دی . وایي چې په ودونو کې د ډیر لګښت افراطي مصارفو ولور او د نجونو د ودیدلو د خنډ او ځنډ پر ضد به پخوا امر معروف جاری کیده او ودونه به تر سره کیدل ، اوخلکو به دا سې سندرې زمزمه کولې :
[color=blue:0e17ad33ae]جاري امر معروف دی ډولۍ ګرځي جئنکو پسې
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ او پلار دوس یې ژاړي تر قیامته د روپو پسې![/color:0e17ad33ae]
فحش او فحشا، زنا ،لواطت او ایدز د زمینوبرابرولو ته آزدي ویل یا دمینو د ورځې په نامه یې لمانځل خوماته غربي تقلید او یو خود سره او بی مسولیته ګام ښکاري !
عبدالله صابر
14.02.2009
په پښتوکښ بايد ولنټاين ورځ د دووسانوپه ورځ ونومول شي ،ددي ورځ لمانځونکي داسي داووس خلک دي چي خپله خوراولوردخرې سپئ څخه هم په
ټيټه درجه کښ راولي ،ددا ډول بيغيرته مردګاووخلکوعلاج باندي بس طالبان ښه
پوهيږي هغودعاکوئ چي ژرد داسي بيغيرتوڅخه زمونږپاکه خاوره خلاصه شي
په ځاني مالي اوتبليغاتي وسايلو دطالبانوملاتړوکړئ چي دديموکراسئ له تحفو
څخه نور په امن کښ پاتي شو ٠
خورحمان بابا څوسوه کاله مخکښ دا دووسان دخرو په ډله کښي راوستي وو،
[color=blue:a7d719165a]چي بي خدايه محبت کا هغه خلک
نارينه يی واړه خره ښځې يی خرې دي [/color:a7d719165a]
والسلام
pattang
16.02.2009
قدرمند وروڼو !
دغسې بې کلتوره او غيرې انساني رواجونه مونږ ته له پخوانيوحکومت کونکو
څخه را پاته شوی دی ، هغوی د کلک بنسټيز کلتور(مادي اومعنوي) په چرت کې
هيڅ فکر نه کاوه اونه يې استعداد لاره٠
افغانستان دسرې ډېران و هر چا به خپله او پردۍ مرداري پکشې
اچوله او تر او سه هم داسې پاته دی ٠ اوس دکرزيخيلو اوشورايې نظار په دوره
کې خو هر څه په دالرو خرڅول شول ، نن ما يو راپور دبګرام دبنديخانې
په هکله وليد ، هغه ظلم او هغه فحشا چې هلته کيږي په نړۍ کې ساری
نلري٠ ماپه يوه انګليسي مجله کې څو کاله له مخې ولوستل چې هغوی داسې
ليکلي و :
دکابل ښار په تقليد ، دپردويو دودونواو موډونوداخيستلو په نسبت په نړۍ
کې اوله درجه دی خو په نورو کارو کې تر ټولو وروسته پاتې او استعداد يې نلري٠
پښتني دودونه ، اسلامي دودونه ، افغاني دودونه په کابل کې له منځه خي او
راساسيخ دا مردار مرض کليو پاکو بانډو ته سرايت کوي ، ځکه چې کابل کلتوري
مرکز دی خو دامرکز داسې دی لکه چې پردی زړه په پردي جسم کې کېښودل شوی
وي او دمجبوريت له کبله کار ترې اخيستل کېږي
٠
دپښتنو پاک کلتور او اسلامي لارې له سخت زوال سره مخامخ دي ، قوم چې خپل
ملي ، قومي اساسات ونلري هغه مري چې ژوندي مسالونه يې ډېر ليدل کيږي او
دا کار هر چېرته د صليبيا نو د يرغلونه او اشغال د زهرو تحفه تېره شوې ده٠
مونږ به دا دوعا کوو چې خدای پاک دې طالبان موفق او سياسي بيدارکړي ٠
مرګ به ګوډاګي دولت او صليبي اشغالګرو٠