نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دروسانو په اند له افغانستان څخه دروسي پوځ را ویستل يوه لويه تيروتنه وه
و.افغان
14.02.2009
درنو ښاغلو او پتمنو آغلو:
سلامونه
نن مې ديوه روسي ټلويژن له لارې دکروفنوف په نوم ديوه روسي ليکوال خبرې اوريدلې، چې دروس او افغانستان
په علاقاتو غږيده.
دخبرو په ترځ کې يي وويل:
روسان بايد يو وار بيا افغانستان ته مخه کړي، روسانو ډيره لويه تيروتنه وکړه، چې له افغانستان څه ووتل، هغه روسان چې هر کال دافغانستان په نشيي توکو وژل کیږي، شميره
دهغه روسانو څخه څو چنده زياته ده چې هر کال به افغانستان کې وژل کیدل، روسيه بايد
افغانستان لاس ته راوړي، دافغانستان په ګډون دشاوخوا نورو دولتونو سره ګډ بازار
جوړ کړي، دافغانستان اردو تقويه کړي، چې دا کار بالفعل روسيي پيل کړې، او دافغانستان اردو ته يي په رسمي توګه دوسلو ليږد پیل کړ.
ستاسو لوستونکو په دی اړه څه نظر دی؟
آيا ځمونږ سياسي کمزوري بلکه حماقت (وبخښۍ) دافسوس وړ نه دی، چې نن ديوه
دښمن رحم لاندې غورځيږو، او سبا دبل، خو ددی استعداد مو پيدا نه کړ، چې خپله
يو څه جوړ کړو، داسې هم ويل کيږي، چې دامريکايانو او ناټو له
وتلو وروسته به افغانستان د هند، ايران، اوپاکستان، دجګړو مباشر ميدان وي، ځکه چې اوس خو ايران ځانته لکه روس سيمييز قوي ځواک وايي، کله په عربي اماراتو دعوی کوي، چې ددوي دی، او کله په بحرين او کويت..... افغانستان خو يي دی دی.
په درنښت
z.shaheen
15.02.2009
آقای وهاج سلام !
دشمن های شکست خوردۀنظامی میبیند که اگر افغان ها برندۀ جنگ هم شدند ولی توانمندی آنرا ندارند که برای خود یک نظام سیاسی بسازند. زمانیکه ما به بهانه های مختلف بی اتفاقی های افغانها را میبینیم نباید تعجب کرد که وارث شوروی سابق این بار بخت خود را به شیوۀ دیگر آزمایش خواهد کرد.
می گویند هر ملتی دولتی را دارد که سزاوار آن است ! این حرف ممکن است کمی غیر منصفانه باشد چرا که دولتها همیشه با نظر مردم روی کار نمی آیند اما حقیقتی هم در آن نهفته است!
http://farsi.ru/doc/1610.html
عادل عادل
16.02.2009
سلامونه
ګرانه وروره ساپي صیب
دا ګډ وډ چینلونه مه ګوره.
و.افغان
16.02.2009
[quote:d9c16939aa="عادل عادل"]سلامونه
ګرانه وروره ساپي صیب
دا ګډ وډ چینلونه مه ګوره.[/quote:d9c16939aa]
عادل صیب:
که زه يي ونه ګورم، نو آيا واقع په دی بدلیدی شي؟
هیله کوم چې زما دمخکینۍ لیکنې په موخه ښه پوه شوې يي، او ښاغلې شاهين لا ښه
واضح کړې ده.
او که ستاسو مطلب دادی چې لکه ديوه مرغه چې نعامه نومیږي، دهغه په څير ځان ته
دوکه ورکړو، نعامه چې کله ښکاري مرغه يا حيوان وويني چې ددی دښکار لپاره
راروان دی، نو خپلې سترګې پټې کړي، يا خپل سر په ځمکه ورنباسي، چې هيڅ خطر نشته؟
په درنښت
ډاکتر څپاند
16.02.2009
محترمو افغانانو،سلامونه او احترامات ومنۍ،
دی سايټ ته مراجعه وکړی او دخپل سوال ځواب ومومۍ٠
http://www.payamewatan.com/Article-4/Dr.Najibullah-&-withdrawal-of-Soviet-troops-(E.Tokhi).pdf
عادل عادل
16.02.2009
ساپي وروره
سلامونه
ددغه لیکوال خبره چې ګواکي روسانو اشتباه وکړه چې د افغانستان نه ووتل، دده د مړې خیټې خبره ده، اشتباه هغه وخت بلل کیدای شوه چې دوی په خپل میل او خواهش وتلي وای.
که څوک ووایي چې د روسانو راتلل ددوی اشتباه وه زه یې سل په سلو کې منم، خو که څوک وایي چې نه وتل یې اشتباه وه دا څوک ځکه نه مني چې په کوم مورال، کومه حوصله او په کوم اقتصادیې کولی شول خپل وحشي اشغال ته دوام ورکړي؟
دداسې ډول لیکوالانو او د نظر خاوندانو خو نن سبا په کابل کې هم کمی نشته چې حالات په پوره بې شرمی سره د حقیقت خلاف او د اشغالګرو په ګټه تفسیروي.
و.افغان
16.02.2009
[quote:23aba34fcc="عادل عادل"]
ددغه لیکوال خبره چې ګواکي روسانو اشتباه وکړه چې د افغانستان نه ووتل، دده د مړې خیټې خبره ده، اشتباه هغه وخت بلل کیدای شوه چې دوی په خپل میل او خواهش وتلي وای. [/quote:23aba34fcc]
دا خبره له خو تر لمر هم ډيره روښانه وه، خو زما موخه بل څه وه، کومې ته چې مې لومړنۍ
ليکنې ته اشاره کړې وه: روسيه چې اوس دامريکا دیقيني ماتې نښې نښاني ويني، نو يو
ځل بیا دوي افغانستان ته خپلې سترګې رااړوي، دا چې څرنګه مداخلې به کوي؟ لا څرګنده
نه ده، خو نن صبا په روسي مطبوعاتو کې داسی خبرې ډيرې اوړي را اوړي، ځکه چې
مونږ افغانانو دومره بې کفايته خلک يو، چې دښکيلاګ تر وتلو وروسته هم په دی
نه توانيږو چې يو سياسي ځواکمن نظام رامنځ ته کړو.
په درنښت
ډاکتر څپاند
17.02.2009
[quote:75a60996ba="Sapand Safi"]محترمو افغانانو،سلامونه او احترامات ومنۍ،
دی سايټ ته مراجعه وکړی او دخپل سوال ځواب ومومۍ٠
http://www.payamewatan.com/Article-4/Dr.Najibullah-&-withdrawal-of-Soviet-troops-(E.Tokhi).pdf[/quote:75a60996ba]
http://www.ayenda.org/Dr.Najibullah%20Wa%20Khorouj%20Nairo%20haie%20Shprawi(E.Tokhi).pdf
عادل عادل
17.02.2009
سلامونه
ګران ورور ساپي صیب
لکه څنګه چې تاسو اشاره ورته کړې، د یوې خوا په میډیا او دیپلوماسي کچه کې زمونږ د ارادو تشه، او د بلې خوا د منحرفو اسلامي تنظیمونو د مشرانو د هغه افراطي میلان په وجه چې د سمتي او ژبنیو توپیرونو او تعصباتو په وجه یې روسیې ته وښود، سبب شول چې روسیه یو ځل بیا دلته لاسوهنې ته زړه ښه کړي، او ښه ثبوت یې زموږ د مجرمو کمونستانو اوسنی جرات دی چې نن سبا ځانونه یو سیاسي طرف مطرح کوي او د وطن د سرنوشت په اړه د نظر څرګندونه کوي.
پکار خو دا وه چې د روسیې نه د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان د تباهۍ تاوانونه غوښتل شوي وای، لاسپوڅي یې محکمې ته راکاږل شوي وای، او داسې نور . . .
ډاکتر څپاند
17.02.2009
http://www.ayenda.org/Dr.Najibullah%20Wa%20Khorouj%20Nairo%20haie%20Shprawi(E.Tokhi).pdf