نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امريکا بايدپو شي چي دا وطن د پښتنو دی
بدر
12.02.2009
زه نه طالب يم، نه مجاهديم او نه هم ترهګر . خو کله چي وينم زما د پلار او نيکه پاکه مينه مي د ايران، روس او ازبکو د لاسپوڅو په ولکه کي ده ، هغوی زما په وطن کي هم په کابينه کي، هم په شورا کي او هم په اردو کي راته پورته کښته کيږي او امريکا هم ډالري ورکوي زما پر ضد يې پاروي ، هشت صبح راته راباسي، د ډيموکراسۍ په نامه ګوندونه را ته جوړوي، ما په تبه کوي زه په ډاګه وايم چي زه ددې عمل و مخي ته درېږم او د هر هغه ټروريسټ ننګه کوم چي د دغه وطنپلورو پر ضد ځان الوزوي .
امريکا او ټول هغه ځواکونه چي دلته پراته دي که هغوی پښتانه هېروي او دوطن پلورو اجيرانو سره ډالري معاملې کوي نو داخبره دي په ټينګه واوري چي غوړه کونه به خلاص نشي .
دا وطن د پښتنو دی . پښتانه دلته ګڼ شمېره افغانان دي دلته بايد حاکمه ونډه ولري د هغوی پر تاريخ او هسکه شمله که ملنډي وهل کيږي نو همدا به حال وي او هماغه به احوال .
Re: امريکا بايدپو شي چي دا وطن د پښتنو دی
shokoor
12.02.2009
سلام علیکم
[quote:d02136bf8a="بدر"]
دا وطن د پښتنو دی . پښتانه دلته ګڼ شمېره افغانان دي دلته بايد حاکمه ونډه ولري د هغوی پر تاريخ او هسکه شمله که ملنډي وهل کيږي نو همدا به حال وي او هماغه به احوال .[/quote:d02136bf8a]
محترمه وروره پښتانه باید د تیرو دېرشو کلونوجګړو څخه چې اکثر د خپلو پښتنو له خوا روانه ده باید یو څه خو زده کړي وي چې په زور باندې د پښتنو شملې هسکې نه ساتل کېږي. پښتانه پدې سرتنبګی سره ځان او دخپل بچیانو راتلونکئ پخپله بر باد کړﺉ دﺉ. د دېرشو کالو جګړې په نتیجه د پښتنو نږدې یو نسل د پوهې له نعمته بې برخې لوی شوي دي چې په تکنالوژی سمباله نننۍنړۍ کې د خپل او دخپلې کورنۍ ژوند هم نشي سمبالولئ او مجبور دي چې د نورو مزدوري وکړي !
د تېرو دېرشو کالو په هر پړاو کې پښتنو ځانته یو دلیل پیدا کړ چې جګړه وکړي او ځان برباد کړي.
راتلونکئ پوهوخلکو پورې اړه لري نه جګړه مارو پورې!!!
خدای دې پښتنو ته لار ښونه وکړي چې د خپلې ستونزې پرته له جنګ جګړې حل کړي.
والسلام
Temor lang
12.02.2009
دا وطن د یو قوم ملکیت نه بلکه د تولو هغه خلک نه دی چی پکی وسیږی. نژادی و منطقوی سیساستونه نور به پدی خاوره کی کار نکوی. که تاسو وگوری حتی په امریکا کی هم تور پوستکو قدرت په لاس کی اخیستی ده. لازمه ده چی په افغانستان کی هم د پښتنو قومی دیکتاتوری پای ته ورسیږی او نورو قومونو ته هم زمینه مساعد شی چی واک په لاس کی واخلی. که داسی نشی، کورني جګرې به ادامه ولرې او پښتنو تولونه زیاد نقص وکې٠
نيلی
13.02.2009
دعوه
کندهار مي د بابا په قواله دی
که پنچشير دی که واخان دی وطن زما دی
هره لوېشت مي د نيکه او بابا ګور دی
پر هر ګام باندي لحد او کفن زما دی
هر غاټول يې زما له وينو رنګ اخيستی
دا په وينو روزل سوی چمن زما دی
له نيکه را پاته سوی په ميراث دی
دا د مشکورباتونه ختن زما دی
سرداري يې زما په پچه ده ختلې
له آمو تر مست هلمنده مامن زما دی
که تاجک دی که اوزبک دی يو افغان دی
ددې خاوري هزاره ترکمن زما دی
چي فکرونه د نفاق پالي په سر کي
امتياز يې د وهلو کشتن زما دی
دلته هره تيږه کاڼی بدخشان دی
دا لالونه، غرونه غرونه دمن زما دی
د ازل تقسيم باغوان يم پيداکړی
دا بهار دا لاله زار او ګلشن زما دی
دا مورچل مورچل پکتيا او دا شېر برېتي
چي فلک به کوږ و ګوري دښمن زما دی
که ميرويس دی که اکبر که مسجدي دی
هره توره، هر ميدان او تورزن زما دی
فتحه زما ده، فخر زمادی، جشن زما دی
شهيد زما دی د ويرژلو شيون زما دی
چي په زړه کي څه در تېر نه سي آسمانه
چي پرون مي د نيکونو و نن زما دی
جهاني
perkhaumayd2009@tolafghan
13.02.2009
salam to all
i want to say that it is not the time to get power by fighting as pashtoon people think,if we really want to get our position back in our country we have to get education ,education is the main power if we get it we will get our lost position back INSHA ALLAH
باتور
13.02.2009
[color=darkred:3d4f1a361e]امريکا بايدپو شي چي دا وطن د پښتنو دی[/color:3d4f1a361e]
پاک الله چي پې خبر دی، چي [color=green:3d4f1a361e]دا ځمکه د پښتون ده[/color:3d4f1a361e]. . نو امريکا څوک دی چي دا به نه مني ؟؟؟؟؟
په درنښت
میوند ننګیال
14.02.2009
سلامونه او نيكي هيلي !
برادر تيمور!
مونږ ندي ويلي چه افغانستان كي دي يواځي پښتانه حاكمان يي بلكه زمونږه غو ښتنه داده چه لكه څنګه چه پښتانه اكثريت دي همداسي دس ورته په درنده وكتل شي كنه دا وطن به همداسي په وينو لړلي او سور وي دا تا په كوم ځي كي اوريدلي چه يو كلي دي ديو دښمن او قاتل په كومك راشي او د ټول ملك واک دي په لاس كي واخلي .
نيلی خورڅومره ښه او زړه راښكونكي !
کندهار مي د بابا په قواله دی
که پنچشير دی که واخان دی وطن زما
باتور خانه خو مو ژوندي لره خو كه داشغالګرو سره دغه بي غيرته نوي والله كه يي يوه ورځه هم ټينګ كړي