اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د قران کريم تلاوت ته غوږ نيول د وزش په وخت
Abdul Khaliq
12.02.2009
ټولو محترمو ورونو او خويندو ته سلام وړاندې کوم٠
د لوی څښتن تعالی څخه اميد لرم چې روغ جوړ او خوشحاله اووسۍ٠
زه يوه پوښتنه لرم :
د سپورټ (ورزش) په وخت کې د قران کريم تلاوت او ريدل څنګه دي که يو
سړی ورزش کوي او د ميوزک پر ځای تلاوت ته غوږ هم ونيسي نو کومه
ګناه خو به نلري؟
ستاسو د جواب په طمع د قران کريم تلاوت ته غوږ نيول د وزش په وخت
څنګه دي
ع کريم حليمي
12.02.2009
وعليکم السلام و رحمه الله و برکاته
مکرم Abdul Khaliq صاحب ، ښه راغلې ، قلم دي نېکمرغه
هو ! ښه خبره ده ښه چه تلاوت ته غوږ ونيسې ، کوښښ به کوې چه
داسي سورتونه واورې چه سجده تلاوت پکښي نه وي ، او د پروتي
په وخت کښي تلاوت نه دی ښه ، پر بنچ په داسي حال کي چه پښې دي
غزولي وي ،تلاوت به نه کوي ، مبارک چه په په پروتي په حالت کي تلاوت
کاوه ، نو پښې ئې راټولولې ، يعني زنګنونه به ئې قط کړه ،
او کوښښ وکړه چه ټول يا نور سپورټ کوونکي ئې وانوري ، ولي که هغو
خبري کولې ، ترک د واجبو پېښيږي ، walkman به ئې ښه لياره وي
ابومحمدحنفي
03.03.2009
جزاک الله خيرا
دا ده ډير پام وړ او مهمه مسئله ده