د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په نړۍ کې د یوقطبي امپراطورۍ لپاره امريکايي خوبونه

و.افغان
11.02.2009

درنو وروڼو او پتمنو خويندو سلامونه او نیکې هيلي:
نن مې په يو روسي ټلويژن کې دپانوراما په نوم يو پروګرام تعقيب کړ، چې يو روسي
سياستوال په کې خبرې کولې، دهغه ځينې خبرې راته جالبې وبريښيدې، غواړم له
تاسو سره يي شريکې کړم، چې خپل اندکتنې مو پرې څرګندې کړۍ:

((غواړم چې دافغانستان په اړه وغږيږو، چې نن سبا ډیرې داسې خبرې کيږي، چې امريکايان
په افغانستان کې ډیر بد راګير شوي دي، خو خبره په حقیقت کې داسې نه ده، دامريکايي
قيادتونه دافغانۍ سيمي په ځانګړتياوو او جګړو ډير ښه خبر وو، همدارنګه هغوي
دسره فوځ له تجربو څخه هم ډیره ګټه پورته کړي وه، او لکه څنګه چې مالومه ده، نو امريکايان
تر دې درجې غبيان نه دي، چې يواځې موخه يي هماغه اهداف ويي کوم يي چې نړۍ ته اعلان کړل ((تروریزم ختمول: دالقاعدة ختمول، او افغانستان کې ديموکرات نظام راوستل ژباړن)).

بلکه اصلي اهداف او استراتيجۍ بالکل بل ډول دي، او هغه ښه په دقت سره په ځاي کيږي،
دا دنړيوال مرکز دنشاطاتو جوهر دی، چې ګټه او فايده يي دټول بشريت هغه کمو لږکيو په غيږ کې توييږي، او يو ددغه مهمو نشاطاتو او عملياتو څخه تر ممکن حده دنړۍ دخلکو
دشمير کمول دي، ځکه خو افغانستان په يو داسې مرکز بدل شوی دی، چې دنړۍ دخلکو دوژلو لپاره يوه ډیر مهلکه
وسله توليدوي، موخه مې نشه يي توکي دي، چې اوسمهال له نوي سلنو زياته برخه يي
له افغانستان څخه راځي، غواړم چې په اړه دامريکايي فوځونو په رول رڼا واچوم، له اته زرو 8000 ټنو څخه زيات نشيي توکي دنړۍ ګوټ ګوټ ته دامريکايي څارنې لاندې، په
امريکايي الوتکو کې وړل کیږي، په دې برسيره په سوونه ټنه هغه لمړني مواد چې دنشيي
توکو په جوړولو او سازولو کې پکار راځي، ټول افغانستان ته دامريکايي سيطري او رقابت
لاندې راوړل کیږي، او دارنګه مونږ وينو چې يو داسې پلان شوې پروګرام روان دی، چې
دامريکايانو دسيطري او رقابت لاندې دی، او غټ هدف يي دادې چې دنړۍ دخلکو شمير
تر ممکنه حده کم کړي، )))).....

ستاسو لوستونکو په دې اړه څه نظر دی.
په درنښت


میوند ننګیال
12.02.2009

سلامونه او نيكي هيلي !
وهاج صيب كيداي شي همداسي وي خو دنسل كشي لپاره دوي يو بل پلان په باره كي ما لږاوريدلي ول خو يقين پر ي نلرم والله اعلم هغه پلان دادي چه دا د پوليو واكسين هم ددي لپاره وركول كيږي چه د نسل زياتيدو مخه ونيسي يو كس راته وويل چه په اسرايلو او نورو ترقي يافته ملكونو كي داد پو ليو واكسين نه استعماليږي ٠
دوي خو نوري هم په سلهاوؤ لاري لري چه نسل كوشي وكړي كيداي ش چه دافغانستان نيولو كي بل هدف وي مننه


عبدالله صابر
12.02.2009

ښاغلئ ميوند ننګيال صاحب
خبره د پوليو واکسين وکړه ، زما په فکرپه دي هم لږه رڼا اچول پکاردي ،رښتياهم
داسي ويل کيږي چي واکسين دنسل کمولويوه هڅه ده خواوس بايد داخبره زمونږ
مسلمان ډاکټران وڅيړي اوپه عين حال کښ داسلام په مبارک دين کښ هرڅه معلوم
دي او ايا اسلام په دي هکله څه وايی ؟ څه موده وړاندي مي په خبرونوکښ واوريدل
چي په سوات کښ طالبانو واکسين بند کړئ اوهغوی دليل راوړئ چي په اسلام کښ
له مرض نه مخکښ علاج کول نشته ،داخبره ترکومه صحي ده ؟
ښاغلئ وهاج صاحب اوښاغلئ حليمي صاحب دنظرپه هيله 

والسلام 

والسلام 


Sangar Watan
12.02.2009

[quote:cf4cd3c4bb]وهاج صيب كيداي شي همداسي وي خو دنسل كشي لپاره دوي يو بل پلان په باره كي ما لږاوريدلي ول خو يقين پر ي نلرم والله اعلم هغه پلان دادي چه دا د پوليو واكسين هم ددي لپاره وركول كيږي چه د نسل زياتيدو مخه ونيسي يو كس راته وويل چه په اسرايلو او نورو ترقي يافته ملكونو كي داد پو ليو واكسين نه استعماليږي ٠
دوي خو نوري هم په سلهاوؤ لاري لري چه نسل كوشي وكړي كيداي ش چه دافغانستان نيولو كي بل هدف وي مننه
_________________
"لا عيش إلاّ عيش الآخرة"

عبدالله صابر
ښاغلئ ميوند ننګيال صاحب
خبره د پوليو واکسين وکړه ، زما په فکرپه دي هم لږه رڼا اچول پکاردي ،رښتياهم
داسي ويل کيږي چي واکسين دنسل کمولويوه هڅه ده خواوس بايد داخبره زمونږ
مسلمان ډاکټران وڅيړي اوپه عين حال کښ داسلام په مبارک دين کښ هرڅه معلوم
دي او ايا اسلام په دي هکله څه وايی ؟ څه موده وړاندي مي په خبرونوکښ واوريدل
چي په سوات کښ طالبانو واکسين بند کړئ اوهغوی دليل راوړئ چي په اسلام کښ
له مرض نه مخکښ علاج کول نشته ،داخبره ترکومه صحي ده ؟
ښاغلئ وهاج صاحب اوښاغلئ حليمي صاحب دنظرپه هيله


[/quote:cf4cd3c4bb]

ډيرو ګرانو اومحترمو افغانانو سلامونه ومنۍ،
ستاسو پورتنۍ ليکنه می څو،څو وراه ولوسته،ډير ه پريشاني را باندی راغله٠
اول می نه غوښتل څه وليکم،مګر زړه می ډير په غسه شو او غواړم چه يو څه
وليکم،هيله ده چه خفه نشی٠
يو ځل ښاغلي ميوند ننګيال د يوه طالب په هکله ليکلي وه چه په افغانستان
کی ئی خلک دساينس دزدکړی نه منع کول خو په پاکستان کی بر عکس٠
دغه رازځمايو دوست راته کيسه کوله چه دطالبانوپه دوره کی يوه "غټ طالب"
دښونځي زده کونکو ته ويل چه دقيامت په ورځ د کيميا او بيالوژي امتحان
نشته،نو کوښښ وکړی چه ديني زدکړی وکړی او بس !
مګر همدغه طالب صيبان بيا په 4WD موټرو کی ګرزيدل،دکولر سړي هوا ته
به ناست ول او دعلم او تکنالوجی دټولو امکاناتو نه ئی استفاده کوله !
کوشان ليکل :
دربساطی نکته دانان خود فروشي شرط نيست---------
يا سخن دانسته ګو ای مردی دانا،ياخموش٠

يو بل شاعر ويلي :
شګفتن ميکند ان غنچۀ را رنګ و بو رسوا----------
همين خوبست که دستی بی هنر در استين باشد٠

نو که موږ په يوه موضوع کی هيڅ مالومات نه لرو،دابه ښه وی چه د يوه دوست
نه پوښتنه وکړو اويا په يوه بله طريقه معلومات حاصل کړو٠
هسی هم دپښتو ژبې دښمنان موږ ته قابو ناست دی او ګوري چه د پښتو ژبې
سايټونو کی څه خپريږي،ولی ددښمن تبرګي ته لاستئ جوړوۍ !
زه مذهبي عالم نه يم،مګر دا ټولو نړيوالو ته څر ګنده ده چه اسلام د منطق او
استدلال دين دی٠ په اسلام کی دناروغيو دمخنيوي لپاره ډير زيات هدايات
شته٠دهغی جملی نه د پاکۍ او نظافت مسله ده چه نظافت دايمان جز ګڼل شوی٠
او نن ورځ ټولو ته څرګنده ده چه پاکي او نظافت د ناروغيو دمخنيوۍ ډيره
مهمه وسيله ده٠
دپولیو ناروغي چه دافغانستان او يو څو نورو روسته پاته هيوادو بغير،په
ټوله نړۍ کی له منځه تللی،دهلاکت او يا هم د پښو يا لاسونو د وچوالي يافلج
سبب ګرزی چه نتيجه ئی معيوبيت دی٠
د پوليو واکسين اوس هم په ټوله نړۍ کی ټولو ماشومانو ته ورکول کيږی٠
په سترو پانګواله هيوادو کی د پوليو واکسين دستنی له لاری دنورو واکسينو
سره يو ځای لګول کيږي،مګر په اکثرو هېوادو کی لاهم د پوليو واکسن د خولی
له لاری،يو څاڅکی،ورکولی شي٠
زه بښنه غواړم که تاسو متاثر شوي اوسۍ،خو زما په عقيده،طالب لکه چه دنوم
نه ئی څرګنديږي،نيمچه عالمان دی،او متل دی چه وائی :چه بیعلمه شيخي کا
همدا کفر ئی بس دی٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more