نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په افغانستان کې دچا جګړه ده؟
و.افغان
11.02.2009
درنو وروڼو او پتمنو خويندو سلامونه او نیکې هيلي!
په افغانستان کې دچا او چا جګړه ده؟
آيا امريکايي طالباني جګړه ده؟
امريکایي افغاني جګړه ؟
او که بین الأفغاني (افغاني طالباني) جګړه ده؟
ځينې وروڼه به کيداي شي، خبره دامپراطوريو
جګړو او انتقام ته وغځوي، پرته له شک
څخه چې حقيقت هم دی، خو په دې سکالو کې
پرې بحث نه کوو.
ددې پوښتنو څخه زما مطلب په دې ډول دی:
کله چې امريکا په افغانستان حمله وکړه، او په دې
کاميابه شوه چې دطالبانو حکومت
ته راوپرځوي، بوش دسپينې ماڼۍ څخه ټولې نړۍ
ته خپله کاميابي اعلان کړه، او
دغه وياړ يي يواځې امريکايي قهرمانۍ ته ورپه
غاړه کړ.
خو له څه وخت تيريدو سره چې مقاومت له ځان
څخه ګردونه وڅنډل، او په افغانستان
کې يي امريکايانو ته په ستونځو جوړولو پیل کړ،
ورځ په ورځ يي ځواک په ځواکمنيدو شو،
امريکا له ويري څخه ناټو هم له ځان سره په جګړه
کې ښکيل کړه، اګر که مخکې يي غوښتل چې دافغانستان
ښکار يواځې دامريکا په برخه وي.
خو اوس چې ورځ په ورځ مقاومت پياوړې کيږي، امريکا
اړه کيږي، چې افغانانو ته قناعت ورکړي، چې دا جګړه
دهغوي نه بلکه دافغانانو ده، نو ځکه بايد افغانان په کې
له دوي سره اخلاص وکړۍ.
دميونيخ دښار په امن کانفرنس کې يي همدارنګه ټولې نړۍ
ته وويل، چې دا امريکايي جګړه نه ده، بلکه دطالب او
القاعدي په وړاندې
دټولې نړۍ جګړه ده، بلکه عجيبه يي لا داده چې دا
کوښښ هم کوي، چې روسيه په دې
قانع کړي چې جګړه کې ورسره برخه واخلي.
نووروڼو ځما په اند تر لمر ډیره روښانه ده چې دا
جګړه دافغانانو او دامريکايانو جګړه ده، نه بین الأفغاني
جګړه،
ښکيل افغاني اړخونه دی بايد په دې پوه شي، چې دا جګړه
دافغانانو ده، بلکه په افغانانو تپل شوي ده، دمقاومت جنګيالي دي،
کوښښ وکړي، چې يواځي ښکيلاګر او ملي جنايتکاران په نښه
کړي، دافغاني ادارو عام خلک په نښه کول، يواځې ددوي ،دين،
او وطن په تاوان تماميداي شي.
بل اړخ افغاني ادارو وګړو ته هم پکار ده، چې له امريکايانو
څخه خپله لاره بیله کړي، په دې
معنا چې امريکايانو ته دا ووايي، چې دا ستاسو جګړه ده،
تاسو پيل کړې ده، او تاسو
به يي سرته رسوئ، دافغانستان پوليس او اردو که چيرته
دمقاومت په ضد عمليات کوي
نو په حقیقت کې دخپل ولس په ضد عمليات کوي، په اوس
مرحله کې بايد دافغان پوليسو
او اردو دا دنده وي، چې دجګړې پر مهال وخت کې دعام
ولس امنيت ټينګ کړي، دتعليمي ادارو حمايت وکړي، د
چپاولګرو غلو مخه ونيسي، دملت په وړاندې دی خپل
ملي رسالت ادا کړي، تخريبوونکې دی په نښه کړي، خو
کوښښ دې وکړي، چې دښکيلاګرو ددفاع لپاره ميدان ته
راټوپ نه کړي، او نه دښکيلاګرو په ضد دمقاومت په
مخ کې خنډ جوړ شي، ځکه چې دا جګړه ددوي او دطالبانو
تر منځ بين الأفغاني جګړه نه، بلکه دمقاومينو
او دښکيلاګرو تر منځ جګړه ده.
تاسو په دې هکله څه نظر لرئ؟
په درنښت
مختار
11.02.2009
دا جګړه د غاصب ښکېلاکګر او د يوه مؤمن هيواد جګړه ده .
دا جګړه تر ټولو ستره اسلامي او افغاني جګړه ده .
دلته د امريکا د ټروريزم سره دجګړې نوم يو نا وړه او ناسم
رامينځته شوی شعاری نوم دی چي دهغه په نامه افغان وژني
ته برأت ورکول کیژي .
مرګ پر امريکا !
مرګ پر بوش!
مرګ پر استعمار !
pattang
11.02.2009
افرين مختاره ! خدای پاک دې ستا غوندې نور ډېر را پيدا کړي
په مينه
[quote:fb66be7c5f="مختار"]دا جګړه د غاصب ښکېلاکګر او د يوه
مؤمن هيواد جګړه ده .
دا جګړه تر ټولو ستره اسلامي او افغاني جګړه ده .
دلته د امريکا د ټروريزم سره دجګړې نوم يو نا وړه
او ناسم رامينځته شوی شعاری نوم دی چي دهغه
په نامه افغان وژني ته برأت ورکول کیژي .
مرګ پر امريکا !
مرګ پر بوش!
مرګ پر استعمار ![/quote:fb66be7c5f]
میوند ننګیال
12.02.2009
سلامونه او احترامات !
وهاج صيب زما په نظر داجګړه نه بين الأفغاني ده نه او نه
د طالب امريكا جګړه ده دا داسلام او كفر جګړه ده او بيا
دافغانانو او اميركايانو جګړه ده زه نور څه نه ليكم ځكه
تاسو زما دزړه خبري ليكلي مننه
ډاکتر څپاند
13.02.2009
امريکا او دهغه انډيوالان غواړي چه ټوله نړۍ خپله کړي ٠
د هر ملک لپاره يوه بهانه لټوی٠زموږ وطن ئی دتروريزم سره دمقابلی تر نامه
لاندی اشغال کړ،عراق ئی ونېوه چه کواکې خطرناکی اسلحی لري٠داچه نوبت
دچا دی ،زمان به ئی رامعلوم کړي٠
مګر زموږ دهيواد نيول اسانه کار نه وو او ندی٠متاسفانه چه د ISI غلامانو
د انګريز او امريکی سره مرسته وکړه،که نه نو،دوی دافغانستان دنيولو خوب
هم نه ليد٠
اوس دوی او ددوی غلامان دکرزي،دهغه دغير مشروع ادارې او خرڅ شوی
پارلمان په شمول هک پک دی چه څه وکړی؟،لاره تری ورکه ده،اوباما بوش
ملامت ګڼي او بوش ګناه داستخبارتو په غاړه اچوي٠
دښمن سخت وارخطا دی،او غواړي چه داړو پوزه جوړه او ترپ کاندی٠
مګر تاريخي مسوليت دافغانانو،خاصتا دباسواد او تحصيل يافته نسل په غاړه
دی٠غواړئ چه د ١٩٩٢ حوادث تکرار او هيواد د شوری نظار او مخالفينو تر منځ
ټوټې ټوټی شي؟مالومداره خبره چه نه،هرګز نه٠
فلهذا مخکی لدی چه ډيره نا وخته شی،دخدای،دخلکو او دوطن په خاطر دحل
يوه منطقي او تر ټولو ګټوره لاره وسنجوئ٠که نه نو،شوری نظار،ګلم جم،تورن
اسمعيل،محقق،او نور او نور اماده باش ولاړ دي چه قدرت تر لاسه کړي٠
په هغو کي نه مجاهد،نه طالب،نه کمونست او نه امپرياليست مطرح دی٠يواځی
داموږ يو چه يو بل ته بريتونه تاوو او هر هغه څوک چه درهبری ارزښت ولري
سم دم ئی دISI،CIA,KGB،کافر،کمونست،اخوان،پرچمي،خلقي،افغان ملتي
ماويست،دپاکستان يا هند نوکر او نور او نورو په نامه بدنام او زړه تورن کړو٠
دخدای په لياز تر کمه :!:
perkhaumayd2009@tolafghan
13.02.2009
سلام ټولو ته! ورونو او خوېندو!
که لوي څښتن کړي وي نو مونږ به دا جنګ هم وګټو خو د تشويش
خبره داده چې له دې وروسته به له چا سره وجنئګيږو؟!
زه دا پوښتنه كول غواړمه چې د روسانو له خروج
وروسته مونږ ولې په خپلو کې وجنګېدلو؟
خداې لپاره بس كړئ او د هيواد غم وكړئ،نور به يي
څومره وجاړوئ؟
د
[url][/url][img][/img][list=][/list]
shokoor
13.02.2009
سلام علیکم
[quote:5de0f95888]په افغانستان کې دچا جګړه ده؟[/quote:5de0f95888]
که له واقعیت نه تېر نشو دا دخپله افغانانو جګړه ده ! که افغانانو د شورویانو د وتلو وروسته د قدرت لپاره د یو بل په وړاندې جګړې نکولې بهرنیو ته هم زمینه نه برابریدله چې طالبان وزېږوي. او بیا که طالبانو د آی اس آی او عربو خېښانو په مرسته د ( میم زیر ما ټولې زما) سیاست نه تعقیباوه او په بیلا بېلو پلمو د وهلو او ټکولو کړنلاره نه تعقیبوله او افغانستان یې د ترهګرو په ځالې نه بدلاوه اوس به امریکایان او نور به هم دلته نه وای.
او اوس هم همدا افغانان په ځانګړیتوګه پښتانه دي چې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د جګړې په پلمه ځان او د خپله پښتانه وژني.
له یوې خوا سپینږیري، امامان، دینی عالمان، معلمین، ډاکټران او انجینران بهرنیو ته د جاسوسۍ او یا همکارۍ په تور وژني او له بلې خوا ښونځي چې د علم او معرفت او د پښتنو بچیانو دځلاندې راتلونکې بنسټځایونه دي سوځوی او ویجاړوي .
که دا د افغانانو په ځانګړیتوګه د پښتنو خپلمنځي جګړه نه ده نو څه ده؟
والسلام
میوند ننګیال
14.02.2009
سلامونه !
داډالر څه عجب شي دي څه كاني كا
شكوره احتياط كوه چه كناهګار نشي اشغالګر راغلي دين يي له منځه ويوړايډز خو يي خپور كړچه نور به لا څه وكړي
shokoor
14.02.2009
[quote:2cfcc4ed13="ميوند ننګيال"]سلامونه !
داډالر څه عجب شي دي څه كاني كا
شكوره احتياط كوه چه كناهګار نشي اشغالګر راغلي دين يي له منځه ويوړايډز خو يي خپور كړچه نور به لا څه وكړي[/quote:2cfcc4ed13]
السلام علیکم !!!
larghonay laraway
17.02.2009
ټولو ته سلامونه!
دوستانو همغه د ارواښاد ملنګ جان شعر دى چې (پښتون په كې برباد شو) يا لكه سايل چې وايي (هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم)
نه د افغانانو خپلمنځي جګړه ده او نه د القاعدې او امريكا جګړه ده بلكې پښتنو ته چل دى او په خپله پښتانه د جګړې قربانيان دي.
په اصل كې جګړه د كفر او اسلام ده خو پښتانه تر دې مهاله نه دي خبر چې د چا په نفع جنګېږي.
د پښتنو اوسنۍ خپلمنځي جګړه بالاخره د امريكا په ګټه ده. هغه كه د ملي اردو په جامه كې د كرزي پلويان دي او كه د طالب په جامه كې د آى ايس اى دبړه ماران دي ټول د امريكا په ګټه جنګېږي.
بس همغه ټوكه ده چې خلكو ملاپسې تړلې وايي : دوه جينكۍ سره په غېږه ورغلې وې نو شرط يې دا ؤ چې هره يوه څملي له ملا سره به څملي، نو ملا پوهېدو چې يوه خو به خامخا څملي نو مخكې تر مخكې يې پرتوګ ايستلى ؤ)
خبره رانه اوږده شوه اصل مطلب دا دى چې امريكا غواړي د اسلام سپېڅلى علم له عربي نړۍ واخلي اود ايران شيعه ګانو ته يې وركړي. ځكه عربانو كې څه ناڅه د اسلام جذبه هم شته او د جهاد هم. خو ايران هم د دوى د شيعه ييزم د رواجي مذهب او هم د هغوى د كمزورې عقيدې له مخې له امريكايانو سره ډېر جوړ راځي او نړۍ ته يې يوه زرګري جګړه شروع كړې ده .
دغه كومې خبرې چې احمدي نژاد كوي دا ټول د امريكا له خوا پمپېږي او د مسلمانانو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي.
خو اى كاش چې ويده عربان په دې پوهېدى او ويده پښتانه يو څه راويښ شوي واى چې حالات يې په خپله ګټه راڅرخولي واى.
باور وكړئ زما يو نژدې پېښوري ملګري راته وويل چې ورور يې د لشكر طيبه غړى دى او د جنرال حميدګل تر مشرۍ لاندې فعاليت كوي خو كله چې له روسوايۍ سره مخ شي نو بيا نوم وربدل كړي او په نوي نامه فعاليت پيل كړي.
مونږ بايد دې جګړې ته سرسري فكر ونه كړو. له يوې خوا خو اوس وخت كې افغانان دومره پياوړي نه دي چې د دې جګړې د ګټلو توان ولري ځكه دا يوه تخنيكي جګړه ده تاسو وليدل چې د طالبانو روانې ډاډسنې يې له هوانه وويشتې. دا مخامخ جګړه نه ده چې پښتانه غښتلي دي او وبه يې ګټي، بلكې دا د ټكنالوجۍ جګړه ده او پښتانه هيڅ داسې وسله نه لري چې سيالي وكړي. اوريدلي به مو وي چې (جنګ په وسله كېږي او ننګ په غله) افغانستان دواړه نه لري. زه كه فرض كړو چې بهرني ځواكونه هم له افغانستانه ووتل نو بيا به يې څوك كنټرول كړي؟ پاكستان؟
نو بايد څه وكړو؟
ايا پښتانه دې همداسې كېني او هغه د چا خبره ( ته اودرې چې دا څه كوي؟!) نه هيڅكله نه، خوزما په نظر كه مونږ له حالاتو ګټه اخيستل غواړو نو د هيچا په لمسه بايد جګړې ته زړه ښه نه كړو بالاخره به بهرني ځواكونه هم پوه شي چې پښتانه نه استعمالېږي او خپلو شومو هدفونو ته د دوى پر مټ نه شم رسيدى نو په خپله به اووځي او كه پښتانه همداسې توره په لاس ژوند ته زړه ښه كړي نو امريكايانو ته له دې نه ښه بهانه بله نشته چې د نړۍ صليبيان په دې قانع كړي چې پښتانه القاعده دي او دا د القاعده يا تروريسم او نړۍ جګړه ده.
وروڼو څوك بايد په ما تور ونه لګوي چې زه يا له امريكاډالر اخلم او يا له پنجابيانو كلدراې، زه له هيچاسره نه يم تړلى دا زما نظر دى خو وايي ځمكه هغه سوزي چې اور پرې بل وي. دجګړې د كولو او بندولو پوښتنه بايد له هغه چا وشي چې د بچيانو پر مخ يې د زده كړې دروازې بندې دي او طالب جنګيالي په زور په كور ورننوزي او امريكايي لنډه غران پرې بمونه وروي.
مونږ او تاسو خو انټرنيټ ته ناست يو او هغه د چا خبره د مړې ګېډې پاړسي وايو خو كه قضاوت كوو نو د هېواد ټولې ستونزې او مجبوريتونه بايد په پام كې ونيسو. قضاوت د آى ايس اى په كلدارو او د امريكا په ډالرو نه كېږي . همدا رنګه نه د عربو غوندې په عياشۍ كې ډوب قوم خپله راتلونكې سنجولى شي او نه يې د پښتنو غوندې بې غوره خلك. خو عياشي او بې غوري اخر تر كومه؟
larghonay@yahoo.com
Sangar Watan
17.02.2009
ښاغلي لاروي داسی ليکلي:
[quote:86e7016c7e]اصل مطلب دا دى چې امريكا غواړي د اسلام سپېڅلى علم له عربي نړۍ واخلي اود ايران شيعه ګانو ته يې وركړي. ځكه عربانو كې څه ناڅه د اسلام جذبه هم شته او د جهاد هم. خو ايران هم د دوى د شيعه ييزم د رواجي مذهب او هم د هغوى د كمزورې عقيدې له مخې له امريكايانو سره ډېر جوړ راځي او نړۍ ته يې يوه زرګري جګړه شروع كړې ده . [/quote:86e7016c7e]
مګر څه ثبوت؟
دايران د" اسلامي انقلاب" راهيسي ،په په کراتو ليدل شوی چه شيعه ګان د
امريکی او اسرايلو په ضد په تبليغاتي يا عملي ډګر کی په جګړه اخته دي٠
ايران يواځينئ اسلامي هيواد دی چه د امريکی او انګليس سره ښکاره ډغری
وهي٠دلبنان شيعيه ګانو پخپل وس د اسرايلو سره په نره جګړه وکړه٠دسوريي
شيعيه ګان هم څه ناڅه دامريکی او انګليس د سترګو اغزی دي٠په عراق کی
هم شعيه ګروپونو تر ټولو روسته سلاح په ځمکه کيښوده٠
مګر تاسو اوس ، يو امريکائی ضدسني جنبش ،را په ګوته کړی؟
دافغانستان جنګ څرنګه چه نورو دوستانو پدی بحث کی پری څرګندونئ کړي
يو مشخص سبب اوهدف نه لري بله مختلف اسباب او مختلف اهداف پکی
داخل دي٠ داچه دغرب لپاره ترټولو ستر هدف څه دی؟ دا به وخت او زمان موږ
ته څرګند کړي٠
مګر زموږ روښان اندو رسالت څه دی؟
موږ بايد خپله ټوله انرژي او توان پدی مصرف کړو چه افغان ملت يو موټئ او
دپخوا پشان يو تن او يو وجود شي٠زموږدوهم رسالت به داوي چه په هره ممکنه
وسيله غربيانو ته تفهيم کړو چه افغانان د يوه اسلامي،ولسواک او ملي واکمنۍ
غوښتونکي دي٠دوي بايد پدی پوه شي چه سوله د جنګی مجرمانو په وسيله
ټينګيدای نشي٠
همغه ډول چه په اتيايمه عيسوی لسيزه کی طرح شوی وه،دکمونستانو،جهاديانو
او اوس پری علاوه کړه،دطالبانو رهبري دی له افغانستان،ايران،پاکستان،هند،
تاجکستان،ازبکستان او ترکمنستان څخه فرار او چيرته لری دی په افريقا،
امريکا يا استراليا کی ميشته شي٠هله به د سولی دتامين مکانات برابر شي٠
په درناوي،
رښتینی
17.02.2009
ښاغلي سنګر ليكي :
[code:1:cf269ce07b]دايران د" اسلامي انقلاب" راهيسي ،په په کراتو ليدل شوی چه شيعه ګان د
امريکی او اسرايلو په ضد په تبليغاتي يا عملي ډګر کی په جګړه اخته دي٠[/code:1:cf269ce07b]
هوتبليغاتي نه عملي دعملي بيلګه يي نشته
[code:1:cf269ce07b]ايران يواځينئ اسلامي هيواد دی چه د امريکی او انګليس
سره ښکاره ډغری وهي٠[/code:1:cf269ce07b]
ترډغروخبر ونه رسيده اوس داوباما اداره له ايران سره خبري
كوي او ترننه تبليغاتي ډغري رواني وي
[code:1:cf269ce07b]مګر تاسو اوس ، يو امريکائی ضدسني جنبش ،را په ګوته کړی؟[/code:1:cf269ce07b]
عجيبه پوښتنه !!
[code:1:cf269ce07b]همغه ډول چه په اتيايمه عيسوی لسيزه کی طرح شوی وه،دکمونستانو،جهاديانو
او اوس پری علاوه کړه،دطالبانو رهبري دی له افغانستان،ايران،پاکستان،هند،
تاجکستان،ازبکستان او ترکمنستان څخه فرار او چيرته لری دی په افريقا،
امريکا يا استراليا کی ميشته شي٠هله به د سولی دتامين مکانات برابر شي٠ [/code:1:cf269ce07b]
ښاغلي سنګر په دي لړليك كي دي بايد ايران نه واي راوړي
ځكه تاسو مخكي دايران پلوي ته ملا تړلي وه خو اوس دروڼاندي
دپاس ساتلو په موخه بيرته په ايران راوګرځيدلي او دايران په
شتون كي سوله ناشو ني بولي !!
په هرصورت ستا په ليكنه كي نور ملاحظات هم شته البته زما
په اند خو خير هسي نه رانه خپه شي ......
اوبل محترم لرغوني صيب ستاسو له وزيني اورنګيني
ليكني نه ډيره مننه خبري مو ډيري كره او دتاييد وړدي
او كله كله داسي مهرباني كوي
په مينه
larghonay laraway
18.02.2009
السلام عليكم!
حامد صيب په لنډو او مؤثقو جملو كې د سنګر وطن ورور تېروتنې ورسمې كړي خو زه به يوازې همدومره ورته ووايم چې وروره ثبوتونه يې ډېر دي چې لومړى به افغانستان او عراق درواخلو.
امريكا پر عراق د جګړې لپاره يوازې يو دليل لاره چې كيمياوي وسلې لري. خو هيڅ يې هم چاته ونه ښودل يوازې همدومره يې وكړل چې له سنيانو يې واك واخيست او علم (بيرغ ) يې شيعه ګانو ته وركړ.
همدا راز په افغانستان كې هم د كرزي صيب په واكمنۍ كې شيعه تر هر چا مخكې دي. په دې دوره كې د كانكور د لومړۍ دورې ازموينه په پنسل واخيستل شوه او د نومرو وركولو لپاره ايران ته واستول شوې چې په زرګونو هزاره شيعه ګان په خاينانه توګه پوهنتونونو ته وردننه كړاى شول.
دوه كاله وړاندې كانكور كې پنځه زره هزاره ګان د لوړو زده كړو وزارت له خوا په غلا پوهنتونونو ته كامياب شوي دي چې اوس يې خبره هم رسوا ده خو څوك ورته څه نه شي ويلى.
سنګر صيب په دې دوره كې په هره اداره او هر وزارت كې دوى په امتيازي توګه مقررېږي. همدا راز د بشر د حقونو اداره هم دوى ته له پلان سره سمه وركړل شوې ده. او دغه تېر محرم خو د دوى دومره سياسي ؤ چې د كابل هره څلور لارې يې د كعبې په څېر سمبوليكه جوړه كړې وه او محرم يې داسې تېر كړ چې بې له دې چې سنيانو ته خپل زور وښيي نور ترې هيڅ اټكل نه شي كيداى ځكه نه يې اسلامي بڼه درلوده او نه د دوى په پخوانيو دودونو كې داسې شوي وو.
لس زره ځوانان يې د اغا خان له خوا چاڼ شوي چې څو كاله پس به يې د طب په برخه كې وروزي.
هر كال له هند نه تحصيلي برسونه راځي او دوى په ډېره سپين سترګۍ سره په اكثريت كې لېږي حال دا چې مستحق هم نه وي.
ګرانه تر ټولو غټه د انديښنې وړ خبره يې دا ده چې د كابل پوهنتون په دوه درې كيلومترۍ كې محسني د خوشحال خان بابا د ليسې د ليليې په ځمكه كې د قم په نقشه او د ايران په مالي مرسته د شيعه ګانو لپاره يو سياسي او مذهبي مركز جوړ كړ چې راتلونكې يې ډېره خطرناكه ده.
همدا راز د كرزي دويم مرستيال د بيړنيو مرستو مسؤوليت هم لري چې تر ننه يې بې له باميانو، داكونډي، جاغوريو، مالستان او شهرستان نه بل هيچاته څه مرسته نه ده لېږلې او حال دا چې د پښتني سيمو بې وزلي او فقر ما او تاته ښه معلوم دى.
همدا راز په سلګونو ثبوتونه دي خو هغه څوك يې ښه محسوسولى شي چې په كابل كې مېشت وي.
بله دا چې ايران هيڅكله هم د حامد صيب خبره عملي څه نه دي كړي او تبليغات خو ځكه كوي چې ما او ستا غوندې خلكو ته ځان د امريكې ستر دښمن وښيي. څه موده وړاندې يوه څېړنه داسې هم وه چې تر دوه زره لسم ؤ او كه دريارلسم پورې به ايران سوپر ځواك شي.
سنګر صيب د هيوادمل ډېر وړوكى دفتر دى او يوازې يو مشاور وزير دى خو دسكرتر يې يو هزاره دى ځكه چې دلته په هره برخه كې د هزاره شتون شرط دى خو پښتون كه وي او كه نه وي.
زما له شيعه ګانو يا هزاره ګانو سره كومه شخصي ستونزه نشته او نه يې په پرمختګ خپه كېږم خو له ناوړه لارې پرمختګ او په نا انډوله توګه هر ځاى كې شته كول يې يوازې د يو پلان له مخې دي او دا ټول د ايران زور دى چې له امريكا سره يې د پردې تر شاه لاس يو كړى او دوى ته قم تر كعبې هم ګران او مهم دى.
Sangar Watan
18.02.2009
[quote:f35ddea6c8]--------------------------------------------------------------------------------
ښاغلي سنګر ليكي :
Code:
دايران د" اسلامي انقلاب" راهيسي ،په په کراتو ليدل شوی چه شيعه ګان د
امريکی او اسرايلو په ضد په تبليغاتي يا عملي ډګر کی په جګړه اخته دي٠
هوتبليغاتي نه عملي دعملي بيلګه يي نشته
Code:
ايران يواځينئ اسلامي هيواد دی چه د امريکی او انګليس
سره ښکاره ډغری وهي٠
ترډغروخبر ونه رسيده اوس داوباما اداره له ايران سره خبري
كوي او ترننه تبليغاتي ډغري رواني وي
Code:
مګر تاسو اوس ، يو امريکائی ضدسني جنبش ،را په ګوته کړی؟
عجيبه پوښتنه !!
Code:
همغه ډول چه په اتيايمه عيسوی لسيزه کی طرح شوی وه،دکمونستانو،جهاديانو
او اوس پری علاوه کړه،دطالبانو رهبري دی له افغانستان،ايران،پاکستان،هند،
تاجکستان،ازبکستان او ترکمنستان څخه فرار او چيرته لری دی په افريقا،
امريکا يا استراليا کی ميشته شي٠هله به د سولی دتامين مکانات برابر شي٠
ښاغلي سنګر په دي لړليك كي دي بايد ايران نه واي راوړي
ځكه تاسو مخكي دايران پلوي ته ملا تړلي وه خو اوس دروڼاندي
دپاس ساتلو په موخه بيرته په ايران راوګرځيدلي او دايران په
شتون كي سوله ناشو ني بولي !!
په هرصورت ستا په ليكنه كي نور ملاحظات هم شته البته زما
په اند خو خير هسي نه رانه خپه شي ......
اوبل محترم لرغوني صيب ستاسو له وزيني اورنګيني
ليكني نه ډيره مننه خبري مو ډيري كره او دتاييد وړدي
او كله كله داسي مهرباني كوي
په مينه
_________________
زره نـفـرت مـې زړه کـــــې نـه ځـایـږي
ټـول یـې لـه مـینې نـه جـوړ کـړی یـمـه
السلام عليكم!
حامد صيب په لنډو او مؤثقو جملو كې د سنګر وطن ورور تېروتنې ورسمې كړي خو زه به يوازې همدومره ورته ووايم چې وروره ثبوتونه يې ډېر دي چې لومړى به افغانستان او عراق درواخلو.
امريكا پر عراق د جګړې لپاره يوازې يو دليل لاره چې كيمياوي وسلې لري. خو هيڅ يې هم چاته ونه ښودل يوازې همدومره يې وكړل چې له سنيانو يې واك واخيست او علم (بيرغ ) يې شيعه ګانو ته وركړ.
همدا راز په افغانستان كې هم د كرزي صيب په واكمنۍ كې شيعه تر هر چا مخكې دي. په دې دوره كې د كانكور د لومړۍ دورې ازموينه په پنسل واخيستل شوه او د نومرو وركولو لپاره ايران ته واستول شوې چې په زرګونو هزاره شيعه ګان په خاينانه توګه پوهنتونونو ته وردننه كړاى شول.
دوه كاله وړاندې كانكور كې پنځه زره هزاره ګان د لوړو زده كړو وزارت له خوا په غلا پوهنتونونو ته كامياب شوي دي چې اوس يې خبره هم رسوا ده خو څوك ورته څه نه شي ويلى.
سنګر صيب په دې دوره كې په هره اداره او هر وزارت كې دوى په امتيازي توګه مقررېږي. همدا راز د بشر د حقونو اداره هم دوى ته له پلان سره سمه وركړل شوې ده. او دغه تېر محرم خو د دوى دومره سياسي ؤ چې د كابل هره څلور لارې يې د كعبې په څېر سمبوليكه جوړه كړې وه او محرم يې داسې تېر كړ چې بې له دې چې سنيانو ته خپل زور وښيي نور ترې هيڅ اټكل نه شي كيداى ځكه نه يې اسلامي بڼه درلوده او نه د دوى په پخوانيو دودونو كې داسې شوي وو.
لس زره ځوانان يې د اغا خان له خوا چاڼ شوي چې څو كاله پس به يې د طب په برخه كې وروزي.
هر كال له هند نه تحصيلي برسونه راځي او دوى په ډېره سپين سترګۍ سره په اكثريت كې لېږي حال دا چې مستحق هم نه وي.
ګرانه تر ټولو غټه د انديښنې وړ خبره يې دا ده چې د كابل پوهنتون په دوه درې كيلومترۍ كې محسني د خوشحال خان بابا د ليسې د ليليې په ځمكه كې د قم په نقشه او د ايران په مالي مرسته د شيعه ګانو لپاره يو سياسي او مذهبي مركز جوړ كړ چې راتلونكې يې ډېره خطرناكه ده.
همدا راز د كرزي دويم مرستيال د بيړنيو مرستو مسؤوليت هم لري چې تر ننه يې بې له باميانو، داكونډي، جاغوريو، مالستان او شهرستان نه بل هيچاته څه مرسته نه ده لېږلې او حال دا چې د پښتني سيمو بې وزلي او فقر ما او تاته ښه معلوم دى.
همدا راز په سلګونو ثبوتونه دي خو هغه څوك يې ښه محسوسولى شي چې په كابل كې مېشت وي.
بله دا چې ايران هيڅكله هم د حامد صيب خبره عملي څه نه دي كړي او تبليغات خو ځكه كوي چې ما او ستا غوندې خلكو ته ځان د امريكې ستر دښمن وښيي. څه موده وړاندې يوه څېړنه داسې هم وه چې تر دوه زره لسم ؤ او كه دريارلسم پورې به ايران سوپر ځواك شي.
سنګر صيب د هيوادمل ډېر وړوكى دفتر دى او يوازې يو مشاور وزير دى خو دسكرتر يې يو هزاره دى ځكه چې دلته په هره برخه كې د هزاره شتون شرط دى خو پښتون كه وي او كه نه وي.
زما له شيعه ګانو يا هزاره ګانو سره كومه شخصي ستونزه نشته او نه يې په پرمختګ خپه كېږم خو له ناوړه لارې پرمختګ او په نا انډوله توګه هر ځاى كې شته كول يې يوازې د يو پلان له مخې دي او دا ټول د ايران زور دى چې له امريكا سره يې د پردې تر شاه لاس يو كړى او دوى ته قم تر كعبې هم ګران او مهم دى.
[/quote:f35ddea6c8]
دا اول ځل دی چه حامد صيب په غوسه شوی،خدای دی پيښ کړی خير :!:
که رښتيا هم ايران دومره مهارت لري چه د ستاسومحترمينوور نه يادونه کړی،نو
زه ورته وايم افرين او نوش جان٠
را به شو زموږ سني ورونو ته:عربستان سعودی،مصر،ليبيا،پاکستان،ترکيه
ټوله منځنی اسيا،اندونيزيا،ماليزيااو نوراو نور،ټول د امرکې لاس تړلي غلامان
داولی؟
Ghairat
18.02.2009
شیعه و تل له امریکایانو او لودیځوالو سره د سنی دولتونو په خلاف ښه مناسبات ساتل ، له اوسنی ایران پرته آن د عراق د شیعه و په شمول د امریکې احسانمند دی، ایران د شاه تر پایه پورې د امریکایانو پوځي هډې درلودلې ، او د همغې دوستۍ له کبله له خمیني راهیسې د ایران شیعه حکومت د امریکا په خلاف لفظی تظاهر او تظاهرات کوي . امریکا په مجموع کې له شیعه و څخه راضی اود سنی سختدریځو سره په عملی جګړه کې ده، او معلومه نه ده چې په نږدې یا لرې راتلیزه کې به ایران هم امریکا ته مخه نکړي . د ایران دپلوماسی همیشه دوه مخیز ه وی او هرې خواته د انډل تاوَ ولو شونتیا ځانته پریږدي او په اصطلاح په داسې ځای کې نه څملي چې ډډې یې خوږې شي ، او د کلتوری اغیز له پاره د نوک پر ځای سوک ځایوي چې وروسته یې بیا مخه نشی نیول کیدای .
و.افغان
18.02.2009
سنګر وطن صاحب:
دايرانيانو څخه دخیر تمه مه کوئ، هيڅ خير به ترې ونه وينئ، نه به يي له آخوند ټيم څخه ووينئ
او نه له کمونست او سکولري ټيم څخه، ټول دپخوانۍ پارسۍ امپراطورۍ خوبونه وينې،
چې افغانستان يي دهغوي په اند يوه ټوټه ده.
دا چې تر اوسه تاسو په ايرانيانو خوشباوري لرئ، نو ډیر دافسوس خبره ده.
او بیا چې هغوي ستاسو هيواد لاندې کوي، دتباهۍ لپاره مو له هيڅ څيز څخه هم دريغ نه راوړي،
او بيا ورته آفرين او نوش جان هم وايئ، نو له چا ګيله وکړو.
نور به څه نه وايم
په درنښت
Sangar Watan
19.02.2009
درنو او محترمو افغانانو سلامونه،
غواړم چه عرض کړم چه يوې ټولنې ته په مجموعي توګه دښه يا بد خطاب
مناسب کار نه ښکاري٠
دبيلګې په توګه که وويل شي چه ټول پښتانه،ټول پاکستانيان،ټول ايرانيان،ټول
عرب او داسي نور ښه يا بد دي،دا نظريه دمعقوليت نه بيګانه ښکاري٠
په هره ټولنه،په هره مذهبی ډله ،هر سياسي سازمان،په هر قام،ملت او هرې
کورنۍ کي ښه او بد وګړي شته٠
زه چه ګورم يو شمير دوستان ټول شعيه مذبه وګړئ بد بولي او دی اصل ته پام
نکوی چه خدای (ج)په هره انساني ټولنه کی ډير ښه،متوسط،بد او ډير بدافراد
خلق کړي ٠که موږ پدی عقيده اوسو چه دا يا هغه انساني ډله پدی يا هغی
انساني ډلې لوړتيا لري،زما په عقيده دا به يوه ګناه وي٠
رابه شو د يو څو اسلامي هيوادو مقايسي ته:
دامريکی دوست دافغانستان دوستي ملي/ولسواک/اسلا مي
ايران ؟؟ظاهرا نه نه هو/نه/ظاهرا هو
سعودی هو،هو هو، نه نه/نه،نه/ظاهرا هو
پاکستان هو،هو نه نه هو؛نه/هو،نه/هو
په پورتنۍ ساده مقا يسه کی ليدل کيږی چه دايران دولت دپاکستان او سعودی
عرب دحکومتونوپه مقايسه مثبت ارزيابی کيږي٠
زه پدی پوهيږم او دامنم چه ايرانيان د "فارس کبير" خوبونه ويني،دغه شان
زه هم د دلوی افغانستان دبيا جوړيدو خيالونه په خپل سرکي ګرزوم٠
مګر په عمل کی هومره بد چه موږ له پاکستان څخه ليدلي،هيڅ مسلمان ګاونډي
به دبل چا نه نوي ليدلی٠
په همدي بحث کی چا يادونه کړی چه ايرانيانو و هزاره ګانو ته په کابل کي
تعليمي او تحصيلي مرکز جوړ کړی٠مګر پاکستان او سعودی څه کړي؟
دISI اجڼټانو دسعودي په مالي مرسته زموږ دګران هيواد ټولی ودانۍ،کارخانې
پلونه،سړکونه،ښونځي او ټول هستوبود ونړول،او اوس تاسو بيا پدي تصور
ياست چه ګواکی ايران تر ټولو خطرناک دښمن دی٠
راځۍ چه صادقانه اقرار وکړو چه ټوله اسلامي نړۍ په مستقيم يا ناسيخه ډول
دغرب په کنترول کی ده،او اوس دادی ايران هم و غرب ته دتسليميدو و خواته
روان دی،مګر د غرب نه ئی امتيازات اخيستي او دادی نور امتيازات هم تر
لاسه کوی٠
لعنت دی په هغه چا شي چه خپل ملت،خاوره،حيثيت او اسلامي
اعتبار ئی په امريکی خرڅ کړی او امريکائی لښکر و ته ئی پخپله خاوره کی
ځای ورکړي٠
شاباش پر هغه چا چه د غرب په مقابل کی مقاوت کوی او خپلې
ملي کټی ورته ارزښت لري٠
larghonay laraway
19.02.2009
سنګر صيب پام مو وي چې د بحث موضوع دا نه ده چې ايران ښه دى كه پاكستان!
او نه تر اوسه چا دا خبره كړې چې ايران ښه دى يا پاكستان.
مونږ كه وايو چې ايران ښه نه دى نو د دې مطلب دا نه دى چې پاكستان دې خامخا ښۀ وي. بله دا چې دلته بحث د يو هيواد پر ملتونو نه دى بلكې د هغوى په حكومتونو دى، د ايران ايران ته له بد ويلو زمونږ هدف د ايران حكومت او د افغانستان په اړه د هغوى پاليسي ده. هيله ده پر يوه موضوع له سره ټولې ليكنې ولولئ او بيا پرې خپل نظر وركړئ. فكر كوم دا د منطقي نظر څرګندولو فورم دى ، نه د افرين او نوش جان!
په هر حال زما نظر خو دا دى چې اوسنۍ جګړه امريكې پيل كړې، امريكا يې كله سړوي او كله يې تودوي، د كرزي له حكومت سره مستقيمې اړيكې لري او له مخالفانو سره يې د آى ايس اى په واسطه غير مستقيمې اړيكې ساتي. هدف يې دا دى چې سني مسلمانان كمزوري كړي او شيعه ايزم ته لاره هواره كړي ځكه هغه له دوى سره ډېر ټكر نه لري. تاسو به ليدلي وي د افغانستان او روس په جهاد كې د ايران خلكو ډېره دلچسپي نه لرله اونه به د كوم سنګر يا جهادي غونډ نوم واخلئ چې هلته دې ايرانيان له روسانو سره جنګېدلي وي بلكې د عربانو ډېر جهادي مركزونه وو او له افغانانو سره په شريكو مركزونو كې هم ډېر وو.
خو د امريكې هدف ته د رسيدو لپاره له بده مرغه چې سني مسلمانان په خپله د جګړې قربانيان دي او په ځانګړې توګه په افغانستان او پښتونخوا كې پښتانه مسلمانان د جګړې قربانيان دي او په خپلو كې يې سره اچولي دي، خپل ښوونځي پرې سوزوي، خپل معلم پرې وژني، خپل ډاكټر پرې رټي او په دې بهانه بيا امريكا په عامو وګړو بمبارد كوي.
سنګر صيب ګرانه ! دا زما نظر دى او مهمه نه ده چې تاسو دې راسره همنظره وئ، خو خپل نظر وليكئ چې تاسو اوسنۍ جګړه څنګه ارزوئ؟
ځكه د وهاج صيب پوښتنه فكر كوم همدا ده!
عبدالله صابر
19.02.2009
[quote:4a85feb85d]راځۍ چه صادقانه اقرار وکړو چه ټوله اسلامي نړۍ په مستقيم يا ناسيخه ډول
دغرب په کنترول کی ده،او اوس دادی ايران هم و غرب ته دتسليميدو و خواته
روان دی،مګر د غرب نه ئی امتيازات اخيستي او دادی نور امتيازات هم تر
لاسه کوی٠ [/quote:4a85feb85d]
سنګروطن صاحبه ايران دغرب نه امتيازات اخيستي نه دي اونه يی اوس ترلاسه
کوي بلکي دغرب اوايران ګټې مشترکې اودوښمن يی يودی ، امريکاخواوس په
ايران دومره احسانونه بارکړل چي ايران به يی کله هم بدله ورونه ګرځوي ، دايران دوه
دوښمن ګاونډيان صدام اوطالبان په داسي ډول له منځه يوړل چي نه دايران يوعسکر
ووژل شواونه يی يوه روپئ مصرف شوه ، وايی چي ړوند له خدايه څه غواړي دوه
سترګي ،ايران چي څه په خوب کښ غوښتل هغه په ويښه امريکاورکړل ،داصحي
چي ايران به ځينوځايوکښ له امريکاسره دنظراختلاف لري ، داسي اختلاف لکه
څنګه چي امريکا اوبرتانيا کله کله دنظراختلاف ولري خوترډزه ډوزه خبره نه رسي
ايران دامريکا داسي دوست دی لکه برتانيايی چي دوست دی نوکه برتانياهيواد
امريکاته دخولې غورې پشې وکړي نودابه په دي معنی نه وي چي مونږبرتانياته شاباسئ اوافرين ووايو،
ايران کله هم دغرب ګټوپه مقابل کښ خنډ شوئ نه دی اوخنډ جوړيږي هم نه ځکه
ددواړوګټې مشترکې اودښمن يی يودی ،ددواړودوښمن سني دی دامريکاجګړه
له سنيان سره چي له سنيانوسره ده نوداايران ته ترټولولوی امتيازدی چي دوښمن
په مفته کښ له منځه ځي ٠
Sangar Watan
20.02.2009
په افغانستان کې دچا جګړه ده؟
ښاغلي لرغونی لاروی پدی کی هيڅ شک او شبهه نشته چه ستاسو دپښتو قلم
او پښتو ادبيات،دستايني وږ دي او هيله ده ځما پشان نور افغانان هم دپښتو
ژبی دسم او صحيح ليکنې په اړستاسو او نورو پښتو ليکوالو نه ګټه واخلي٠
را به شو جر او بحث ته،واقعا چه دلته بايد دمنطق او استدلال نه کار واخلو،او
که په ځيني مواردو کی سره هم اندي ونلرو،نو يو دبل دنظر حترام وکړو او جنګ
جنجال ته خبره ونه باسو٠
کله ناکله ځينی دوستان دلته اوهلته ټوکی او ټکالي يا شاباش او افرين وائی،
دا دبحث يوه ټوټه ده نه دهغی محتوا٠
زه پدی شرط حاظريم چه جر اوبحث ته دوام ورکړم چه تاسو په غوسه نشۍ او
دکندهاريانو خبره خوشکه ونکړی٠
کله چه ستاسو يوه جمله په " ګرانه"شروع کيږی،(مبتدا)،نو دجملې وروستی
برخه (خبر)،مو دمقابل جانب د تحقیر او تحديد لهجه لري٠
کله چه ما خپله ليکنه کوله نو دمحترم وهاج صيب دا لاندي ليکنۍ مې په نظر کې
مجسمې وې :
[quote:fc086a6f62]
دايرانيانو څخه دخیر تمه مه کوئ، هيڅ خير به ترې ونه وينئ، نه به يي له آخوند ټيم څخه ووينئ
او نه له کمونست او سکولري ټيم څخه، ټول دپخوانۍ پارسۍ امپراطورۍ خوبونه وينې،
چې افغانستان يي دهغوي په اند يوه ټوټه ده.
دا چې تر اوسه تاسو په ايرانيانو خوشباوري لرئ، نو ډیر دافسوس خبره ده.
او بیا چې هغوي ستاسو هيواد لاندې کوي، دتباهۍ لپاره مو له هيڅ څيز څخه هم دريغ نه راوړي،
او بيا ورته آفرين او نوش جان هم وايئ، نو له چا ګيله وکړو.
نور به څه نه وايم [/quote:fc086a6f62]
ستاسو دلاندني نظر سره کاملا موافق :
[quote:fc086a6f62]په هر حال زما نظر خو دا دى چې اوسنۍ جګړه امريكې پيل كړې، امريكا يې كله سړوي او كله يې تودوي، د كرزي له حكومت سره مستقيمې اړيكې لري او له مخالفانو سره يې د آى ايس اى په واسطه غير مستقيمې اړيكې ساتي[/quote:fc086a6f62].
مګر ستاسو دا نظر چه مو ليکلي راته د سوال وړ دی !
[quote:fc086a6f62] تاسو به ليدلي وي د افغانستان او روس په جهاد كې د ايران خلكو ډېره دلچسپي نه لرله اونه به د كوم سنګر يا جهادي غونډ نوم واخلئ چې هلته دې ايرانيان له روسانو سره جنګېدلي وي بلكې د عربانو ډېر جهادي مركزونه وو او له افغانانو سره په شريكو مركزونو كې هم ډېر وو. [/quote:fc086a6f62]
ولی د سوال وړ دی؟
داځکه چه دروسانو سره جنګ په اصل کی د غربي نړی ياپانګوالي نظام او
دشوروی کمونيزم جنګ وو،متاسفانه افغانان پدی جنګ کی ددواړو خواوو نه
استعمال،تباه او بربا شول٠داجګړه CIA اوISI پر مخ بيوله او CIA په سني مذهبه هيوادو کی ډير امکانات لرل چه ساده،صادق او په اسلام مين
ځوانان ودی ته وهڅوي چه افغانستان ته ورشي او ديو اسلامي هيواد دازادی
لپاره،داسلام دمقدس دين نه ددفاع لپاره جهاد وکړی او دشهادت جامونه پورته
کړي٠مګر زما په نظر غربي نړۍ ته په شعيه مذهبو هيوادو کی،داامکان چندان
موثر نه وو٠
مګر سره ددی هم ايرانيانو وکولای شوه چه د تورن اسمعيل نه امير اسمعيل خان
جوړکړی اوحتی چه هغه ئی په کندهار کی د طالبانو له بند نه هم ازاد کړ٠
او بياهم ستاسوددی نظر سره موافق يم چه :
خو د امريكې هدف ته د رسيدو لپاره له بده مرغه چې سني مسلمانان په خپله د جګړې قربانيان دي او په ځانګړې توګه په افغانستان او پښتونخوا كې پښتانه مسلمانان د جګړې قربانيان دي او په خپلو كې يې سره اچولي دي، خپل ښوونځي پرې سوزوي، خپل معلم پرې وژني، خپل ډاكټر پرې رټي او په دې بهانه بيا امريكا په عامو وګړو بمبارد كوي.
نتيجه :
په افغانستان دا جنګ،جګړه او بدبختي چه څه ناڅه ٣٠ کاله شوه چه روانه ده،
يو ځانګړی عامل نلري،بلکه په اسطلاح multifactorial لانجه ده٠کله ئی يوه
او کله بله خوا عمده اواساسي ښکاري٠عوامل ئی پدی بحثونو کی مکررا ذکر
شوی،تکرار ته ئی حاجت نشته٠
مګر زه بښنه غواړم چه دی نظر سره موافق نيم چه ګواکي دا دشعيه ګانو دګټو
لپاره يوه جګړه ده٠"اوبه خړې دي هر څو ک ماهيان نيسي."
دجنګ دوه طرفه زورور پنګوال،کمزوره مګر دستر مورال څښتنان "طالبان"
دی او غوبل ميدان ئی افغانستان نوميږي٠
په در ناوي٠
Ghairat
22.02.2009
[quote:57db9e9d4d]دجنګ دوه طرفه زورور پنګوال،کمزوره مګر دستر مورال څښتنان "طالبان" دی او غوبل ميدان ئی افغانستان نوميږي٠ [/quote:57db9e9d4d]
سنګر صیب چې داسې ده نو بیا ولې هغه آرسټ نه لټوو او پر ضد يې مبارزه نه کوو چې دو طالبانو او افغان ولس تر منځ یې واټن رامنځته کړی دی، آخر زمونږملي وحدت خو د بهرني ځواکونو په هغه وحدت یا اتلاف نشي جوړېدای چې زمونږ د هیواد پر ضد یې په خپلو منځو کې کړی دی، بلکې هغه څه چې د ټولو افغانانو له پاره د منلووړ وي باید رامنځته شي او په تلسټ یې له طالب او غیر طالب ولس څخه وحدت وغوښتل شي، ملي وحدت خوندي شي او بهرنیان ځواب شي!
زما په اند روانه جګړه یواځې د طالب اوامریکا یانوتر منځ نه ده، بلکې د هغې کورنۍ جګړې اور په کې هم بلیږي چې له کومې څخه چې د طالب قدرت زور اخیستی و، طالب دغه اورمړ کړی نه و، خو په زور سره یې دغه اور ځپلی و ،کم کړی یې و، ولې وړې وړې سپرغۍ او لوګی یې لا دوام لاره، چې امریکایانو په خيل تیريسره بیا بَل او راتازه کړ او د یو جز په توګه یې په د جګړو په هغه اور کې کې راونغښت چې امریکا نوپخپله زمونږپه هیواد لګولی و!
نو ورونو، دجګړې ریښه کور نۍ وه اولا کورنۍ پاتې ده، په زور اوځواک سره له منځه نځي، بلکې په یو واقعي ملي افغاني پخلاینې او سیاسي حل سره له منځه تلای شي او بس!
هو، سوله کولی شي چې جنګ له منځه یوسي، لکه څنګه چې جنګ هم سوله له منځه وړې ده، خوجنګ هیڅکله هدف نه دی، که وي نو دبهرنیو دوښمنانو هدف به وي، چې له کورنۍ جګړې څخه ناوړه ګټه اخلي ، بلکې داخلي جنګ تل یوه نوې ملي سوله غواړې چې تر پخوانۍ پراخه، آزادانه، ژوره او با ثٍباته سوله وي! دغسې سوله تل د جنګ هدف وي او یا هغه څه ورته ویلی شو چې په نتیجه کې جنګ ختموي او له منځه یې وړي! نوهغه څوک چې د جنګ له پاره نه جنګیږي یعنې د بهرنیانو له خوا اود بهرنیانو په خوا او د بهرنیانو په خوله نه جنګیږي ، حتمأ سوله غواړي اود سولې فکر باید ورسره وي!
خوکورنۍ سوله د ملي ورورۍ سوله ده او په اصطلاح د « وروري به کوو حساب ترمنځه!» متل پلی کول دی یعنې د ورورۍ دقیق حساب غواړي، په دې معنی چې ورونه یو له بل سره مساوي او برابر حقوق لري ، که دولس یوه برخه ملي اواسلامي ولسواکي خوښوي او بله یې اسلام او دریمه یې ملتپالنه، او یوه بله یې دریواړه غواړي، نو داسې ډله باید نه وي چې د ملپالنې، اسلام یا ولسواکۍ سره مخالفت ولري، ځکه دادریواړه اساسي غوښتنې د آزادۍ ښکارندویي کوي ، دیکتاتوري نه مني که هغه کمونستي وي،که فاشستي وي ، که پوځي وي اوکه کومه بله دیکتاتوري، نو هره ډله باید زیار وباسي چې ددیکتاتورۍ او زورواکۍ پر ضد د اسلام،ملتپالنې اوملي اسلامي ولسواکۍ په وحدت او ګډ تلسټ یو آزاد او خپلواک افغاني رژیم رامنځته کړي چې ملي سوله یې د نړۍ هېڅ قدرت نشي ماتولی!
که طالب مشرتابه چمتو وي چې د ملت سره( د حکومت سره نه) د افغان ملت دغه دری اړخیزه ملي ــ اسلامي ــ ولسواک وحدت ومني، او پر تلسټ یې د یوه ملي حکومت د جوړولو له پاره خبرو ته تیار وي، نو بیا کوم قدرت دی چې ددغه ګام مخه ونیولای شي او څوک به وي چې له طالبانو سره دملي اسلامي ولسواک سنګر کې و نه دریږي ،مګر داچې طالبان خپله د بهرني لاس په لمسون د ملت له ملي اسلامي ولسواک وحدت څخه ډډّه وکړي اود افغانستان جګړه د امریکا او پاکستان په ګټه توده وساتي!
باتور
23.02.2009
ښاغلي غيرت خان ته !
دا د ګوډاګي دولت په وزارتونو د حملو په اړه څه نظر لرئ ؟؟
په درنښت
کريم
23.02.2009
و يل کيږي چي پښتانه به شايد د زاته پيدا ناپوهه وي !
که نه وي نو دوی ولي د تاريخ په اوږدو کي خپل دوست او دښمن و نه پېژانده ؟.
وطنونه يې لاندي کړل خو خپل ځان يې و نشو ساتلی .!
پرون په دې لرکي شورويانو د کارمل په واسطه تڼی ، ګلابزوی او دوه منګلان ورته د مشران کړل، سکډ او اوروګان يې ور باندي و اورول، او نن دادی کرزی او د هغه ډالري لاسپوڅي جنګسالاران او نړۍ وال قاچاقبران په دې لړ کي اربکيان افغانان ورته وسله والوي او په هغه بر سوات، وزيرستان او پښتونخوا کي بيا پنجاپيان، همدا په ناپوهه پښتانه ورته وسله واله وي چي ښه په درځ پښتانه پخپلو کي د امريکايي ډالرو پر سر يو دبل بېخ وباسي او ويې وژني .
آخر دا ناپوهی نده نو څه دی ؟
او پښتنو، ليکوالانو، شاعرانو، پوهانو، سياستپوهانو لږ شاني د خدای روی و ګوری را ويښ شۍ ! يو څه وواياست ، ستاسو سکوت تاريخي شرم دی .
دغه لوبه چي روانه ده نو يو ماشوم خو هم پې پوهيږي چي دا يوه شېطاني لوبه ده او د پښتنو د تباهۍ د پاره پلې کيږي .
امريکايان او پنجاپيان چي د خط ها خوا پښتنو او د خط دې خواپښتنو ته وسلې ورکوي نو دا اصلاً د څه د پاره ده ؟
آيا په دې ګليم جم،رباني، ايراني هزاره ګان يا د کاپر احمد شاه مسعود غلو ډلي ور باندي ځپي او که پخپله پښتانه وړونه پخپلو کي سره اچوي او خپل ځانونه ور باندي وژني او چړچې به يې امريکايان او پنجاپيان ور باندي کوي ؟!
او پښتنو !
او کاپرانو، اخوانيانو، پرچميانو، خلقيانو، د اوو او اتو ګوندو پلويانو هر څوک چي ياست پام کوۍ چي پښتانه تباه کيږي،
را ويښ سۍ !
خدای ته و ګوری ږغ مو را وباسۍ !
په درناوی
سپين پښتون
_________________
خدای دي فضل کړي
larghonay laraway
23.02.2009
سنگر صيب سلامونه!
زما نظر خو همغه پخوانى دى چې اوسنۍ جګړه د سني مسلمانانو په تاوان او د ايران په ګټه ده.
رابه شو د (ګران) كليمې ته . باور وكړه چې زه كوښښ كوم ډېر رسمي ونه ليكم، بلكې د ښاغلي او محترم پر ځاى اكثره وخت ګران ليكم. كنه تاسو زما نورې ليكنې هم وګورۍ چې له چاسره موافق هم يم ګران ورته ليكم او هغه د چرسيانو د (قربان) غوندې مې تكيه كلام شوى دى. خو بيا هم كه تاسو په ګران درديدلي يا خپه شوي يئ نو ښاغليه ډېره بښنه غواړم. او بله دا چې په نيټ خو مستعار نومونه وي كله كله حتى له مانه تر ځان مشر ته هم د ګران خطاب كېږي نو خداى دې وكړي چې تاسو يې د قهر، غوسې اوسپكاوي په لهجه نه بلكې د مينې، ورورولۍ او صميميت په معنى تعبير كړئ
په همدې هيله.
Ghairat
24.02.2009
ښاغلی باتور خان او درنو لوستونکو ته سلامونه !
باتور خان لیکی :
[quote:ee8096135f]ښاغلي غيرت خان ته !
دا د ګوډاګي دولت په وزارتونو د حملو په اړه څه نظر لرئ ؟؟
په درنښت[/quote:ee8096135f]
ګرانه له پوځي اړخه دغه يو بيساري عمل و، خو ايا خوسرانه پوځي کړنو تر ننه پورې زمونږ هيواد ته کومه نېکمرغي راوړې ده ؟
له بلې خوا مو په هغه بله برخه کې په خیالي کابینه کې دملي وحدت دنده ماته راسپارلې اودلته دې بيا رانه داسې پوښتنه کړې، نو څه فکر کوې چې آیا د ملي وحدت له زاويې څخه ،چې له راسپارل شوې دندې پرته یې هم زه ډیر کلک غوښتونکی یم، چې آیاپورتنی برید د افغانستان د خلکود ملي وحدت سره مرسته کوله اوکه پر ضد اغیزه یې لرله؟
که مرسته یې نه کوله، بلکې دغسې عمل دهغې برعکس اغیز لري،نو له ما څخه به یې بیا څنګه د تایید تمه ولرئ؟
اوکه دا عمل د ملي وحدت په ګټه بولئ،نو ښايي ددې ادعا د ثٍٍبوت له پاره دلایل هم وړاندې کړئ،اوکه نه لږ تر لږه تر هغه وخته انتظار وباسئ څو په عمل کې ثابته شي چې نوموړي برید دافغانستان د ورونو قامونو تر منځ ملي وحدت باندې مثبتې اغیزې شیندلي دي اوخلک یې په یو غږ ملاتړکوي . تر اوسه خوداسې نه بریښي ، بلکې برعکس ناشونې ښکاري چې ورته بریدونه به یا زمونږوطنوال د خپل ملي وحدت ښکارندوی اومرستندوی وبولي او یا دې په دې اړه کومه ټولپوښتنه تر سره شوي وي !
زما په اند افغان ولس له خود سره اتلولیو څخه چې موخه یې په یو اړخیز ډول
د کومې کمونستي ، اسلامستي او يا بلې کومې پوځي ، فاشستي دیکتاتورۍ رامنځته کول وي سخته کرکه لري ، دملي ورورۍ ، ولسواکۍ او اسلامي عدالت نقضونکې يې بولي او ان د خپلواکۍ د لاسته راوړلو لار اوږدونکې يې ګڼي ٠ رښتيا خبره داده چې د وطن ازادي ګټل هم لکه ساتل يې اوس له پوځي څخه زيات ملي او سياسي اند او ــ عمل ته اړتيا لري ٠