نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زموږ عاجل خبرونه !
روان
11.02.2009
زموږ عاجل خبرونه !
د عدلیې وزارت کوم چې نن د ځانمرگو برید کونکو له خوا تر بریدونو لاندی راغی لا هم د برید کونکو په منگولو کی دی . پولیس وایی چی لومړی یوه ځانمرگی د وزارت دروازې ته نژدې ځان والوزاه او ورپسې یو شمیر برید کونکي د لاسی بمونو په چولو سره وتوانیدل چې محافظتی کمربند مات او وزارت ته ننوزي.په سیمه کی د پولیسو یوه لوړ پوړي جنرال د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط د بینوا همکار ته وویل چی دمگړۍ په وزارت کې جګړه روانه ده. د وزیر سرور دانش او د ریسانو او معینانو برخلیک تر اوسه نه دی معلوم . افغان ځواکونو د برید کونکو د نیولو او یا هم وژلو هڅه کوي . نور جزیات به شیبه وروسته پر لیکه شي.
تازه خبر: د نن ورځي د حملې تازه را پور . زموږ خبريال د عدليې وزارت د يوه مامور نه پوښتل چي څه خبره ده هغه موږ ته چي دخپل نوم د اخیستلو نه يې ډډه وکړه ،وويل چي جګړه روانه ده .
نور جرئیات به وروسته وړاندي شي .
عاجل خبر : د کابل په يوښمېر سیمو کي هم جګړه روانه ده . بشپړ خبر به وروسته پر ليکه شي .
نوی خبر : په کابل کي زبردسته جګړه روانه . ددې خبر پاتي به وروسته بيان شي .
بېړنی خبر : د عدلیې وزارت ته ننوتي برید کونکي ووژل شول
د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایې چې د عدلیې وزارت ودانۍ ته داخل شوي یو شمیر ترهگر چی ځینی رپوټونه یی شمیره پینځه او ځیني یې شپږ ښيي او ځيني يې بيا دوه خو ځيني يې اته وايي ، ولی سمه پته يې نشته چي څو تنه به وي، له یو ساعته مقاومت وروسته ووژل شول خو ځيني راپورنه وايي چي يا داسي نده هغوی ژوندي دي .دغه کسان نن وزارت ته ننوتل او یو شمیر مامورین یی هم ووژل . خو ځيني وايي چي زخميان دي خو ځيني بيا وايي چي هغوی و تښتېدل .ویل کیږي دافغانستان استخباراتي شبکو د بریدونو له نني پلان څخه لا دوه ورځي وړاندي خبر ول او له همدې امله يې دفاعي سخت ترتيبات نيولي وه . په همدې لړ کي وزیر سرور دانش او د هغه نور عالي رتبه مامورینو ته لا د وړاندي هدايت شوی وو چي د برید پر مهال بايد په وزارت کی موجود نه وي . سهار وختی ټولو لوړ پوړو چارواکو ته د دغه برید په اړه راپور رسیدلی وو چي کونه وکاږي تر څو ګڼ شمېر بې واسطې مامورين ووژل شي . خو د بلي خوا بيا ويل کيږي چي همدغه لوړ پوړي چارواکي برمته دي . بشپړ رپورټ به وروسته اعلان شي ، بېغمه اوسۍ !
خو يوبل عاجل خبر بيا وايي چي ددغه وزارت دلوړ پوړو چارواكو برخليك لا نه دي څرگند او نه هم امنيتي كسانو تر اوسه په دي اړه څه ويلي دي . داسي معلوميږي چي سخته جګړه لا روانه ده . بشپړ راپور به وروسته تق ديم شي .!!
pattang
27.02.2009
کابل کې داستخباراتودتحقيق مدير ونيول شو
ذبيح الله / مجاهد
تيره شپه ( 26-02-2009) د اسلامي امارت دمجاهدينو له لوري دهيوادپه پلازمينه کابل ښار کې دګوډاګۍ ادارې د استخباراتودرياست دتحقيق مدير(قاسم خان د میرزامحمدزوی د پنجشير اوسيدونکی ) ددې ښارپه يوه اړونده سيمه کې ژوندی ونيول شو .
نيول شوی تن په دې وروستيو کې دپخواني مديرتحقيق ( ګلالي ) پرځای ټاکل شوی وو.
دتحقيق مدير ترنيول کيدووروسته دمجاهدينو له خوايوه خوندي ځای ته ليږدول شوی ، خو دبرخليک په اړه به يي دمجاهدينوعالي شوری فيصله کوي .
perkhaumayd2009@tolafghan
28.02.2009
دا يو ه منلې شوې خبره ده چې افغانان پرديو ته سر نه شي ټټولی خو له بده مرغې په خپلو کې هم نه شي جوړيدلی!!!!!!!!!!!
زه کله کله په دی سوچ کې شم چې دا څومره لونډ او بد مرغه قوم دی