ادبي ټوکې ټکالې
پاملرنه
ياقوت
10.02.2009
درنو لوستونکو
ښې چارې
يو وړانديز لرم هغه دا چې پس له دې که کومه ټوکه فورم ته ورکوئ له ملا پسې بايد ونه تړل شي دا په حقيقت کې له انګريز نه راپاته کلتور دی چې غوښتل يې ملا او مولوي دخلکو په سترګو کې ټيټ راولي او حقير او سپک يې معرفي کړي نو دملا په نامه پسې به يې ټوکې جوړولې او په خلکو کې به يې خپرولې. خو زمونږ دې نقطې ته تر اوسه پام نه دی شوی.
ته که له کوم ملا يا مولوي سره شخصي عقده لرې داددې خبرې مبرر نه شي جوړيدلی چې دټولوملايانو سپکه وکړې.
په راتلونکي کې مو توجه غواړم.
jankhan
12.02.2009
.....
..........
................
ع کريم حليمي
13.02.2009
ځوانانو سلام
تاقوته
ويلي ئې دي چه ډېر ژاړی او لږ خاندی ، لږ خندا خو زموږ حق دی که ته وائې
چه يا ؟؟
خان جانه
غټو ګيرو او ټوکو ئې سره څه ؟؟؟
هوتکه ! چيري ورک يي لکه امام غائب ، که اېرانيانو پيداکړې ، زاره به مي
وچوي
و.افغان
13.02.2009
درنو دوستانو سلام!
ګورئ وروڼو! په ملا پسې ځينې ټوکې داسي وي، چې موخه ترې په دين کې طعن وي،
یا خپله په ملا کې طعن وي، هغه هم په دې نيت چې دين کې طعن وکړي، نو دارنګه ټوکې
حرامې څه، چې انسان کفر ته هم رسولي شي.
خو هغه ټوکې چې هدف ترې ناوړه نه وي، او نه يي دمتن څخه ددين سپکاوۍ حس کيداي
شي، نو زما په فکر هغه پروا نه لري.
مونږ ملګري طالبان، اوهمدارنګه نور طالبان چې په هر ځاي کې سره کښيني، نو له دغو
ټوکو هم پسې آخوا اوړي.
بل ځينې دغه ټوکې ځمونږ دملايانو علمي او اجتماعي حالات څرګندوي:
دمثال په توګه ځمونږ په وطن کې دپخوانيو حکومتونو دغلط سياست په وجهه دملايانو غربت او فقيري، له عربي ژبې سره دملا ناآشنا والې، ډير جټان چې دملايانو په جامه
کې يي خان نغښتې وي، دملايانو سره دخلکو هغه اجتماعي تعامل چې نه دخداي جل جلاله په کتاب کې شته او نه درسول صلی الله علیه وسلم په سنت کې، او داسې نور پسې
ورځه، نو که داسې رښتينې واقعيتونه په يوه ټوکه کې څرګند شي، نو څه پروا به ولري؟
بيا هم تاسي دمحدثينو او مؤرخينو دتاريخي کتابونو تراجم ولټوۍ، ډيرې زياتې ټوکې به پيدا کړۍ، چې ملايانو پوری اړه لري.
او که نور څه نه وي، نو دالعلامة المحدث ابن الجوزي رحمه الله دا کتاب وګورئ:
أخبار الحمقی والمغفلين.... او بل يي داذکياوو کتاب وګورئ.
په درنښت
محمد احمد حمي
13.02.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ټولو درنو وروڼو ته نيكي هيلي او سلامونه وړاندي كوم
لومړى له ياقوت صاحب څخه ډيره مننه كوم چي دې موضوع ته يې دناپامه كسانو پام راواړوى ، كور يې ودان ، ورپسې له نورو ټولو ليكونو څخه هم دزړه له كومي خوښي څرګندوم ، دليكونكو دې عمرونه ډير وي ، او په آخر كي يې دوهاج ساپي صاحب ډير كور ودان چي دياقوت صاحب ياقوت يې په خپلو لمبو نور هم راته روښانه كړ ، او ډير مناسب تفصيل يې ورپكښي وكړ .
دده په تاييد زه دعلامه ابن الجوزي الحنبلي رحمه الله ددوو كتابونو (اخبار الحمقى والمغفلين) او (كتاب الاذكياء) تر څنګ دعلامه ابشيهي رحمه الله د (المستطرف في كل فن مستظرف ۲ ټوكه) زياتونه هم كوم ، ځكه ما يې الحمد لله په خپله بالاستعياب مطالعه كړي ، او له هره بابه ډير نوادر پكښي جمع شوي ، يوه يې دبيلګي په ډول درته وړاندي كوم :
يو ځل يوه عالِم ته دهغه دوست بل عالِم ميلمه ورغى ، ميزبان عالم له اهل الله څخه ؤ ، دنيايي توكو ته يې ډيره پاملرنه لازمه نه ګڼله ، همدا لامل وو چي داوسيدو دخوني بام ، تيرانو او باڼسونو يې ګيډه كړي وه خو دى يې اصلاح كولو ته دالله جل جلاله له ذكره نه وو وزګار شوى ، مېلمه عالِم پوښتنه ورڅخه وكړه:
ملګرې! دخوني بام دي ګيډه كړې هسي نه چي را ايله شي ، ښه به نه وي چي بام يې ورنوى كړې ؟
مېزبان عالِم : فكر كوم چي همداسي به ښه وي ، ځكه چي دخوني بام داسي ښكاري لكه چي پر ركوع باندي لمونځ كوونكى ولاړ وي .
ميلمه عالِم: هو! ته ډير ښه وايي ، خو زه بيريږم چي هسي نه له ركوع څخه سجدي ته ولاړ نه شي ، چي بيا به مو خراب كړي .
jankhan
13.02.2009
دوهاج ساپي صيب دخكلو خبرو په وجه مي خپله ليكنه بيرته واخيسته
[quote:787a9da76f]ويلي ئې دي چه ډېر ژاړی او لږ خاندی ، لږ خندا خو زموږ حق دی که ته وائې
چه يا ؟؟
خان جانه
غټو ګيرو او ټوکو ئې سره څه ؟؟؟ [/quote:787a9da76f]
حليمي صيب: خداي دي وكړي چي زما په خبره خفه شوي نه ياست ، زما دا مطلب نه دي چي ټوكي ناروا دي، خو هر سه خپل حد لري.
داهم واورۍ:
http://www.youtube.com/watch?v=2N2fagiIejg