نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ازادۍ راډيو که د استعمار ويانده راډيو؟
ياقوت
10.02.2009
ازادۍ راډيو که د استعمار ويانده راډيو؟
کله چې دامريکا صليبي ځواکونو دافغانستان په خاوره نظامي تيري ته مټې رابډوهلې نو په دې وخت کې يوې تبليغاتي وسيلې ته ضرورت احساس شو چې امريکا د نظامي تجاوز ترڅنګ فکري او اروايي جګړه پرمخ بوزي او ددوی له شاهکارونو څخه په خپل وخت ځورېدلي افغانان خبر وساتي تر څو له يوې خوا دامريکايي رعب او ډار لاندې يې راولي او له بلې خوا دجهاد او مبارزې جذبه يې ور مړه کړي هماغه وه چې دغه راډيو يې جوړه کړه او څرنګه چې دې موخې ته رسېدلو لپاره يو راښکونکي او جذاب نامه ته ضرورت وه نو دازادۍ نوم يې ورته غوره کړ.
زما له ټولو ګرانو هيوادوالو دا هيله ده چې له دغې راډيو سره چې په حقيقت کې داوريدونکو له زړونو څخه داسلام مينه او اسلامي روح اوباسي، او امريکا ته دجاسوسۍ دنده پر غاړه لري، په بشپړه توګه پريکون وکړي او دخپرونو دمخنيوي لپاره يې له هيڅ راز وسيلې څخه دريغ ونه کړي.
که زما خبره سمه نه وي تاسو وواياست چې کوم پروګرام يې داسلام له مبارک دين سره اړخ لګوي؟ په هر پروګرام کې زمونږ ګرانو هيوادوالو ته دګبينو په منځ کې زهر ورکوي او دهغوی له نالوستۍ او بې سوادۍ ناوړه ګټه پورته کوي.
ان شاء الله ژر به ددغې غلامې راډيو په اړه يوه مفصله تحقيقي ليکنه دويبپاڼو له لارې خپره شي او اصلي څېره به يې ښه پسې په ډاګه شي.
و.افغان
10.02.2009
دروند ياقوت صاحب:
اصلي څیره يي په ډاګه ده، امريکايي راديو ده، او پکار ورته همدا ده، چې دخپل دولت
امريکا په ګټه پراخ تبليغات وکړي، مونږ باید له پردو څخه له دې زیاته نوره طمعه ونه لرو.
هره راديو او خپرونه ضرور خپل ټاکلې اهداف لري، همدارنګه بې بې سي هم دوراخله، خو بې بې سي دومره ده چې دامريکايي رادیو په څیر په پرله پسې توګه ښکرور درواغ نه وايي.
په درنښت
pattang
10.02.2009
وروڼو دازادۍ راديو خپل زوړ تاريخ لري او د cia دپروپاګندي يوه
راديو وه اود ه، خواوس پکښې څو لاسپوڅي افغانان هم کار ونه کوي ٠
Re: ازادۍ راډيو که د استعمار ويانده راډيو؟
z.shaheen
10.02.2009
[quote:5d5d4ca9c1="ياقوت"]ازادۍ راډيو که د استعمار ويانده راډيو؟
کله چې دامريکا صليبي ځواکونو دافغانستان په خاوره نظامي تيري ته مټې رابډوهلې نو په دې وخت کې يوې تبليغاتي وسيلې ته ضرورت احساس شو چې امريکا د نظامي تجاوز ترڅنګ فکري او اروايي جګړه پرمخ بوزي او ددوی له شاهکارونو څخه په خپل وخت ځورېدلي افغانان خبر وساتي تر څو له يوې خوا دامريکايي رعب او ډار لاندې يې راولي او له بلې خوا دجهاد او مبارزې جذبه يې ور مړه کړي هماغه وه چې دغه راډيو يې جوړه کړه او څرنګه چې دې موخې ته رسېدلو لپاره يو راښکونکي او جذاب نامه ته ضرورت وه نو دازادۍ نوم يې ورته غوره کړ.
زما له ټولو ګرانو هيوادوالو دا هيله ده چې له دغې راډيو سره چې په حقيقت کې داوريدونکو له زړونو څخه داسلام مينه او اسلامي روح اوباسي، او امريکا ته دجاسوسۍ دنده پر غاړه لري، په بشپړه توګه پريکون وکړي او دخپرونو دمخنيوي لپاره يې له هيڅ راز وسيلې څخه دريغ ونه کړي.
که زما خبره سمه نه وي تاسو وواياست چې کوم پروګرام يې داسلام له مبارک دين سره اړخ لګوي؟ په هر پروګرام کې زمونږ ګرانو هيوادوالو ته دګبينو په منځ کې زهر ورکوي او دهغوی له نالوستۍ او بې سوادۍ ناوړه ګټه پورته کوي.
ان شاء الله ژر به ددغې غلامې راډيو په اړه يوه مفصله تحقيقي ليکنه دويبپاڼو له لارې خپره شي او اصلي څېره به يې ښه پسې په ډاګه شي.[/quote:5d5d4ca9c1]
همه میدانند که این رادیو از طرف سنای امریکا تمویل میگردد و مسلم است که پالیسی نشراتی آن در قدم اول در حفظ منافع علیای ایالات متحدۀ امریکاست. این ساده لوحی خواهد بود که انتظار آنرا داشت که رادیوی آزادی برای امارت ملا عمر تبلیغ نماید.
آنچنان که مخالفان نظام موجود افغانستان کار های انجام شدۀ مثبت را نادیده گرفته صرف اخبار ضددولت را نشر وتبلیغ مینمایند رادیوی آزادی هم بیشتر بالای کار های بازسازی و کارهای انجام شده به نفع دولت تبلیغ مینماید که از نگاه پالیسی نشراتی یک کار عادی است. فکر نمی کنم که نشرات طالبان گاهی هم در مورد یکی از مدرسه های که در طول سال های گذشته از طرف دولت در افغانستان اعمار گردیده است چیزی نشر کرده باشد.
ولی جناب یاقوت شما مشخص ننمودیدکه کدام بخش برنامۀ رادیوی آزادی بصورت مشخص مورد انتقاد شما قرار گرفته است؟ اگر مهربانی نموده مشخص بسازید تا بالای آن بحث شود.
ياقوت
11.02.2009
ساپی صيب رښتيا وايې لکه څنګه چې په جهنم کې منافقين سره په درجو کې تفاوت لري همدارنګه په دنيا کې هم د هغوی اعمال سره فرق کوي، bbc نسبتا ښه ده خو ازادۍ؟ راډيو بيا بيخې دخلکو په سترګو کې خاورې ورشيندي.
او شاهين خانه يو پروګرام خو نه دی نه دوه دي چې زه يې درپه ګوته کړم. هر پروګرام يې کتابونه کتابونه بحث غواړي. مثلا "ښځه د ژوند په هنداره کې" يا د روغتيا پروګرام داسې څيزونه وايي چې کله خو زه دا تحمل نه شم کولای چې دخپلې کورنۍ دښځو او ماشومانو سره يې په ګډه واورم، له افغاني غيرت او ثقافت نه ډېرې لرې خبرې کوي چې په يوه سالمه افغاني مسلمانه کورنۍ کې دغو خبرو ته د کونيتوب او کچنيتوب نوم ورکول کيږي. او بيا يې دغو پروګرامونو پر مخ بيولو ته فريده هوډ انتخاب کړې ده چې په نرمه او نازکه لهجه په ډېرو حساسو موضوعګانو کې غږيږي، د هغې داواز په اوريدو اوريدونکي د الله تعالی ددې حکم په حکمت پوهيږي چې دښځې اواز عورت دی، او بايد پرته له ضرورته يې نارينه وانه وري که له نارينه وو سره دضرورت پر وخت خبرې کوي بايد په ځيږه لهجه ورسره خبرې وکړي چې نارينه يې په غږ کې خشونت حس کړي.
دا خو يوه ډېره وړه او کوچنۍ بيلګه وه، نور که ته دموسيقۍ خپرونې يې واورې چې هره ورځ په مسلسل ډول پرلپسې دوه ساعته خپريږي او داوريدونکو فرمايشونه او سندرې نشروي، تاته به جوته شي چې دازادۍ راډيو په خوږو څرنګه زهرجن پيغام خلکو ته وړاندې کوي؟ تاسو راته يو ځيرک او عاقل لوستونکي وبريښيدئ ځکه مې داخبرې درته وکړې.
همداسې يې داونۍ ياداشت يا د ګوړې اچار درواخله,
ته ماته ووايه چې تا دومره وخت کوم ايت، حديث، دصحابه وو او تابعينو دژوند په اړه يا داسې نور څه اورېدلي دي چې په اخرت کې دې په درد وخوري؟
بيا چې لا کله په کومه ديني موضوع تبصره کوي!!!!!!!!!! له هغې خبر مه شې داسې تبصره کوي ته به وايي کوم عيسوي يا نصراني داسلام په اړه غږيږي.
او دخبرونو او راپورونو خو يې پوښتنه مه کوه چې څومره په حقيقت ولاړ وي؟. دوی پخپله يو ډير ښه شعار لري چې (راپور زمونږ قضاوت ستاسو) رښتيا وايې دوی دې مونږ صرف خبروي چې په فلاني ځای کې داسې پېښه شوې نور مونږ خپله قضاوت کوو چې څومره يرغلګر وژل شوي؟ ملکي خلکو ته زيان اوښتی؟ چا وراړولی؟ او نور....
خو افسوس زمونږ په هغو خويندو او ورونو چې ځانونو افغانان هم وايي او بيا ددغې راډيو لپاره کارکوي ترڅو خپل صليبي باداران خوښ او زمونږ بې وسه او درديدلی اولس لاپسې د هراړخيزه تخلف کندې ته وټيل وهي. افسوس دی افسوس.
بس کوم شی به يې درته ښيم، دعا کوئ که خدای کول يوه تحقيقي ليکنه پرې کوم بيا به ښه درته درمعلومه شي.