د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دا ايت شريف څنګه تفسيروئ؟

ياقوت
10.02.2009

دا ايت شريف څنګه معنا کوئ؟
يا أيها الذين آمنوا لا تتخذوا اليهود والنصارى أولياء بعضهم أولياء بعض ومن يتولهم منكم فانه منهم....الايه
او په اوس وخت کې يې دکرزي اداره مصداق جوړېدلی نه شي؟ او ولې؟


محمد احمد حمي
10.02.2009

السّلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ګرانه وروره كوم آيت چي تا ليكلى دى ، دا دسورة المائدة 51 نمبر آيت دى .
ددې آيت په اړوند په تفسيرِ يسيرِ كي حضرت شيخ التفسير مولانا مراد علي رحمة الله عليه داسي ليكلي دي:

روايت دى: چى عباده بن صامت رض رسول ص ته وويل چه زما په يهودو كښى ډير دوستان دى امازه دخداى ج او رسول ج دوجه څخه دټولو څخه بيزاره سوى يم ، او عبدالله بن اُبى (رئيس المنافقين) وويل چه زه خو دزمانى دګرځيدو څخه بيريږم اودهيچا سره دوستى نه پريكوم نو نازل سوه [ يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوْا] اى ټولۍ دمومنانو [ لَا تَتَّخِذُوْا الْيَهُودَ ] مه نيسئ يهود [ وَالنَّصَارى أَوْلِيَاءَ ] اونصارى دوستان [ بَعْضُهُمْ ] بعض ددوى څخه چى دى [ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ] دوستان دى دبعضو نورو ځكه چى تاسى ته ټول سره متفق دى [ وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ ] اوهر څوك چى دوستى كوى ددوى سره [ مِنْكُمْ ] ستاسى څخه [ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ] پس بيشكه دى دټولۍ څخه ددوى حساب دى نو بايد چى هر څوك دي ځان ډير ساتى ددوى ددوستى څخه . [1]

او مولانا مفتي محمّد شفيع رحمة الله عليه په خپل مشهور تفسير معارف القرآن كي ددې آيت په اړوند ليكلي دي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ .
ژباړه:
اى مؤمنانو! مه جوړوئ يهود اونصارا دوستان. دوى په خپل مينځ كى دوستان دي ديوه او بل. اوڅوك چى په تاسى كى دوستى كوى ددوى سره نو هغه ددوى څخه دى. (2)

ورپسي بيا دآيتونو دتړون تر عنوان لاندي ليكي:

په ذكر سوو آيتونو كى ددرو مهمو اُصولى مضمونونو بيان دى چى دمسلمانانو داجتماعى اوملّى يو والى او راغونډېدو بنيادى اُصول دى:
اول داچى مسلمانان دغير مسلمانانو سره روا دارى، همدردى، خير خواهى عدل او انصاف او احسان او سلوك هرڅه كولاى سى، او داسى كول پكار دى ځكه چى دوى ته ددې تعليم وركړل سوى دى. ليكن ددوى سره داسى ژوره دوستى او خلط ملط چى په هغه سره داسلام امتيازى نښانې ګډي وډى سى ددې اجازت نسته. دا هغه مسئله ده چى د (تركِ موالات) په نامه سره پيژندل كيږى . (3)

او دهمدي آيت په تفسير كي دزيات تفصيل دپاره وګوره :
تفسير كابلى ، سورة المائدة ، آيت : 51 ، پاره : شپږمه 6 . (4)

اوس دا خبره چي آيا اوسنى دكرزى حكومت يې مصداق جوړيدلى شي اوكه نه؟
كه جوړيدلى شي نو دكرزي دادارې ددليلونو ځوابونه څه دي ؟
او كه نشي جوړيدلى نو ولي ؟
په دې اړه ځكه څه نشم ليكلى ، چي په دې ډول موضوع دعلمِ سياست يوه مسئله ده ، او زه دسياست په علم كي هيڅ پوهه نه لرم ، كيدلاى شي دا ټكي درته يو بل ورور واضح كړي .

هيله من يم چي ستا پوښتني ته به مي تر يو اندازې پوري كافي جواب ويلى وي .
په درنښت

=====================================================================================
پايليكونه :
---------------
(1) شيخ التفسير حضرت مولانا مراد علي رح ، تفسير يسير ټوك 1 مخ 342 ، 343، چاپ: مكتبه حبيبيه ، ارګ بازار كندهار ، افغانستان . تصحيح او ترتيب : مولانا حافظ محمد احمد الحقاني الافغاني رح، دچاپ كال: نه دى درج ، دچاپ شمېر: نه دى درج .

(2) حضرت مولانا مفتي اعظم محمد شفيع رح ، تفسير معارف القرآن ، پښتو ، ټوك 2 ، پاره 6 ، مخ 184 ، ژباړه: مولانا حافظ محمد احمد الحقاني الافغاني رح ، چاپ: مكتبه حبيبيه ، ارګ بازار كندهار ، افغانستان . دچاپ كال: 1429 هجري سپوږميز ، 2008 زيږديز كال، دچاپ شمېر: لومړى چاپ .

(3) پورته ياد شوى ماخذ : ټوك 2 ، پاره 6 ، مخ 185 .

(4) شيخ الهند مولانا محمود الحسن رح او مولانا شبير احمد عثماني رح ، تفسيرِ كابلى ، لومړى ټوك مخ نمبر : 654 ، 655 ، 656 ، چاپ: سعودي عربستان ، دچاپ كال: نه دى درج ، دچاپ شمېر: نه دى درج .
يادونه: محترمه په ډيرو را نقل كولو او ليكلو مي لاس ستړى شو كه دا تفسير درسره په كور كي موجود وي خو ډير ښه ، كه نه وي نو دكمپيوټر لپاره يوه نسخه يې دلاندي پاڼي څخه ډاونلوډ كولاى شي ، په هغه كي وګوره ، پاڼه داده :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4400


ياقوت
11.02.2009

حميد صيب ډير ښه وضاحت مو کړی دی. خو زمونږ مسلمانانو ستونزه دا ده چې دقران کريم دورې کوو، ترجمې يې کوو، او تفسير مو يې لکه دطوطي په څير ياد کړی وي خو کله چې دهمدې ايتونو دتطبيق خبره راشي بيا هيڅ نه پوهيږو. قدرمنو قران کريم يو داسې کتاب دی چې دهرې ټولنې په هر وخت کې د درد شفا ده، داسې کتاب دی چې له مونږ څخه تطبيق غواړي مونږ بايد هرڅه دقران په تله وتلو.
زماپه کم علم سره خو رزی او اداره يې ددې ايت مصداق جوړيږي او ايت شريف په ډاګه واضحه کوي چې دوی دهغوی له جملې څخه دي (ومن يتولهم منكم فانه منهم) نو بنا جنګ ورسره داسې فرض دی لکه له امريکايانو سره
نور نه پوهيږم


محمد احمد حمي
11.02.2009

سلام عليكم
ياقوت صاحب ياقوتي ليكنه دي كړي ، خداى دي نور هم درسره مل شي .
بيشكه چي دآيت شريف (ومن يتولهم منكم فانه منهم) مراد ډير واضح دى او هم وذكر شوي ادارې ته صراحة شمول كوي ، خو نه پوهيږم چي هاخوا ته دوى دقرآن كريم ددې واضح آيت په اړه څه وايي ، ځان له دې آيت څخه څنګه خلاص بولي ، ددوى دويناګانو ، جوابونو او رايو بايد دكلكو دليلونو په مټ ارزونه وشي ، او ان شاء الله داسي يو تحقيق به بيا ددې جوګه شي چي څه نا څه خلګ كوم چي دانصاف خاوندان وي، ددې رژيم له تاريكيو راوباسي .
همدغه ځاى ماته ګران و ځكه مي خپله لا علمي څرګنده كړه .
والله اعلم وعلمه اتم واحكم



ع کريم حليمي
12.02.2009

مکرم ياقوت صاحب سلامونه او مينه !
په دې خبره کي شک نسته چه د هر تحريک د رباني دا وظيفه ده ، چه د خپل 
تحريک د قيام او بقا او حفاظت د پاره دخپل تحريک پېروان د هغو د مخالفو 
پېروانو د ناستي او ولاړي او ملګرتيا څخه منع کړي ، او په تېره بيا د هغو 
خلکو څخه چه هغوئ د زور په ذريعه د دغه تحريک په محوه کولو پسي ملا-
-تړې وي 

مکرم ياقوت صاحب !
مسلمان به هر شئ سي ، خو درواجن کېدای نسي ، که دروغجن  سوو ؟ 
د دغه ايات شريف په باب مو پوښتنه کړې وه 
يا أيها الذين آمنوا لا تتخذوا اليهود والنصارى أولياء بعضهم أولياء بعض ومن يتولهم منكم فانه منهم....الايه

او د دې ايات شريف څخه تاسو څرنګه دغه حصه  إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِى الْقَوْمَ الظلِمِينَ
قطع کړې وه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟او د [color=cyan:95265b9b2c]الايه[/color:95265b9b2c]مو ورته ليکلې وه 

که داسي وي چه له ربه شرمېدلې ، نو افرين !!! نو رب دي هدايت درته وکړي 
چه د ظلمه لاس واخلې ، نو بيا ممکن ده چه هدايت هم درته وسي ، اول دي 
رب ماته هم هدايت وکړي 
م

 


ياقوت
12.02.2009

[quote:698274a36c]او د دې ايات شريف څخه تاسو څرنګه دغه حصه إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِى الْقَوْمَ الظلِمِينَ قطع کړې وه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟او د الايهمو ورته ليکلې وه[/quote:698274a36c]
حليمي صيب کومه ستونزمنه خبره نه ده دا دی اوس به يي پوره وليکم.
يا أيها الذين آمنوا لا تتخذوا اليهود والنصارى أولياء بعضهم أولياء بعض ومن يتولهم منكم فانه منهم إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِى الْقَوْمَ الظلِمِينَ

په همدومره ايت مفهوم افاده کيده ځکه مي وروستۍ جمله ذکر نه کړه، ګنې قران له اوله تراخره ټولې جملې سره يوتر بله تړلي وي بايد دټول قران ايتونه ذکر کړو.
ماته خو په کې کوم اشکال نه ترسترګو کيږي.


میوند ننګیال
12.02.2009

سلامونه !
ايات نيم ليكل كيداي شي په شرعي لحاظ دومره ضروري نوي


Ghairat
18.02.2009

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!
که خبره د کرزي صیب وي نو تاسې د یهودو په اړه لیکلي چې :

[quote:8623c57f8b]نو بنا جنګ ورسره داسې فرض دی لکه له امريکايانو سره[/quote:8623c57f8b]
اوڅنګه چې کرزی د امریکا ګوډاګې دی،ځکه خو د اسراییلوپه رسمیت پیژندنې ته هڅه کوي۰
که نه دیپلوماتیکه اړتیا ددې خبرې نشته، بلکې زیانمن کار دی، د افغانستان سیمه ییز حیٍیت ته صدمه رسوي، د استقلالیت هغه تشه ادعا یې هم له منځه وړي او له عربي هیوادونو سره مو سیاسي، دیني او کلتوري اړيکې هم تر پښو لاندې کیږي!کرزی که نور هم ځان شرموي نو دا کار به وکړي ۰
[color=white:8623c57f8b] والله لا یهدی القوم الظالمین[/color:8623c57f8b]
خوکه کرزی دومره امریکایانوته تسلیم نشي اوخپل افغاني اواسلامي هویت وساتي او استقلالیت هم بشپړ کړي نو بیا یې نورې اړیکې له امریکایانوسره ښايي دومره تر پوښتنې لاندې هم رانشي! سعودي عرب هم ورسره نږدې اړیکي پالي اوخپل استقلال یې هم له لا له لاسه نه دی بایللی!


ياقوت
19.02.2009

[quote:f975a92ca1]نوکرزی خو د امریکایانو سره نه جنګیږي، بلکې په طرف یې ولاړ دی [/quote:f975a92ca1]
همدا خبره ماهم کړې، ويلي مې دي چې بناله کرزي سره جنګ داسې فرض دی لکه له امريکايانو سره.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more