د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دلومړي ځل لپاره: په پښتو ژبه دقرآن كريم ترجمه او تفسير خپل كمپيوټر ته كښته كړئ

محمد احمد حمي
09.02.2009

بسم الله الرحمٰن الرحيم
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

په ټول افغان ويب پاڼه كي ټولو درنو كار كوونكو ، ليكونكو او لوستونكو ته دزړه له كومي نيكي هيلي او سلامونه وړاندي كوم .
ورپسې دا چونكه زما لومړۍ ليكنه ده ، ځكه يې په يوه بركتناكه موضوع باندي پيل كوم ، او هغه دا چي :

دلومړي ځل لپاره دقرآن كريم بشپړ پښتو تفسير او ترجمه كولاى سئ خپل كمپيوټر ته دركښته كړئ ، دقرآن كريم دا تفسير هغه تفسير دى كم چي په (تفسيرِ كابلى) باندي مشهوره دى ، چي په سعودي عربستان كي په دوو غټو ټوكونو كي چاپ سويدى ، دا تفسير دسكينر Scanner په واسطه سكين سويدى ، او بيا پاڼه په پاڼه سره ترتيب سوى او له هر ټوك څخه يې يو دايډوب پي ډي ايف Adobe PDF فائل جوړ سوى ، تر څو لوستونكي يې خپل كمپيوټر ته كښته كړي ، او لكه دكتاب غوندي مطالعه يې كړي او ګټه ورڅخه واخلي .

ديادوني وړ ده چي مكمل تفسير په دوو فائلونو كي دى ، هر ټوك په بېل بېل فائل كي ، چي هر يو يې شا اوخوا څلوېښت ايم بي 40 MB سائز لري ، يعني مجموعه 80 اتيا ايم بي ، وروسته له هغه څخه چي دا دواړه فائلونه مو خپل كمپيوټر ته كښته كړه ، نو دايډوب پي ډي ايف پروګرام داتم 8 ، يا 7 اووم ، يا شپږم 6 ورژن له لاري يې چلولى شئ ، دډاونلوډ Download لينكونه يې په لاندي ډول دي :

لومړى ټوك:
http://www.4shared.com/get/58365088/d2fdb770/The_Holy_Quran1_Pushtu____________1-15_.html

دوهم ټوك:
http://www.4shared.com/get/58370489/a84df6b8/The_Holy_Quran2__Pushtu____________16_-30_.html;jsessionid=23D0FC3D3628ACD37B15C1F8D47ACC88.dc116

يادونه: (1)
كله چي مو لوړ لينكونه په نوو پاڼو كي خلاص كړه ، نو هغه له تاسي شاوخوا يوه دقيقه انتظار غواړي ، كله چي دقيقه پوره شي بيا هلته بل لينك درته ښكاره كيږي پر هم هغه باندي په كليك كولو سره ډاؤنلوډنګ شروع كيږي .

يادونه: (2)
پورته ليكل شوي لينكونه ډير اوږده دي او كله ناكله اوږده لينكونه په دې فورمونو كي پوره نه ښكاره كوي ، ځكه نو دا لينكونه مي دنوټ پېډ Notepad په يوه فايل كي كاپي كړي او هغه فايل مي هم اپلوډ كړيدى ، تاسي كولاى شئ چي كه چيري لوړ لينكونه درته سم كار ونكړي نو دهغه نوټ پېډ فايل څخه هم كار اخيستلى شئ . كه اړينه وبلل شوه دهغه دډاؤنلوډ كولو ادرس به هم بيا وليكو .

كه په تاسي كي چا دا تفسير ډاونلوډ كړئ او ګټه يې ترې واخيسته ، نو زموږ لپاره ددې بدل يوازي او يوازي دزړه له كومي دعا ده ، او بس .
خداى مو خوشحاله ، ښاد او آباد لره .
دخداى په امان
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته


و.افغان
09.02.2009

ډير ګران محترم ورور محمد أحمد حميم صاحب ته دزړه له تله هرکلې وايم،
حميم صاحب: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خپل کور ته ددی خکلی مبارکې قيمتي توښې سره په خير راغلۍ.
زه خو کور کې دا تفسیر لرم، خو په سفر کې يي ګرځول سخت وو، دادۍ همدا اوس مې خپل کمپيوټر ته ددې دوه دوتنو په ښکته کولو پیل وکړ.
ستاسو دنورو علمي ليکنو په هيله.
قلم مو تاند او هاند مو څپاند.
په درنښت


رښتینی
09.02.2009

محترم حميم صاحب ټول افغان ته ستا په راتګ خوشاله شوم
الله جل جلاله دي ستا په څير خواږه او درانه ملګري نور هم
رازيات كړي محترمه ستاسو يودووه ليكني مي ولوستلي او
سترګي مي پري يخي شوي الله دي دخير بدل در كړي

په مينه


محمد احمد حمي
10.02.2009

سلامونه
ډيرو زړه ته راتيرو درنو ملګرو ، په تېره بيا ساپى صاحب او حامد صاحب ، خداى جل جلاله مو خوشحاله لره ، ستاسى له نظرونو څخه يوه نړۍ مننه او كور وداني .

دډاونلوډ دلا آسانه كولو لپاره دا لاندي دوه لينكونه هم ليكم چي په رار rar فارميټ كي دي ، دا هم هغه نسخه ده دتفسير كابلي ، خو سائز يې لږ ځكه كم دى چي درار پروګرام هم همدا خاصيت دى ،
بله ګټه ددې نوو پاڼو داده چي يوه دقيقه انتظار نه غواړي ، بلكه پر لاندي لينك باندي په كليك كولو سره سمدستي ډاؤنلوډنګ شروع كيږي :
لومړى ټوك
http://www.islamic-invitation.com/book_details.php?bID=441&dn=1
دوهم ټوك
http://www.islamic-invitation.com/book_details.php?bID=442&dn=1

ډيره مننه او مهرباني .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more