د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزئ د قندهار دی

ويښ ځلمی
14.09.2002

[color=white:264a469f20]........................................کرزئ د قندهار دی........................................
د امريکا په زور راغلئ څه واکدار دی
....................وائي کرزئ د قندهار دی
..............................................په کابينه کې ئې څو غله داړماران شامل کړه
.............................................لاسونه ئې سره د بل په وينو قاتلان شامل کړه
..........................................دا وينې څکونکي د ملت څو دښمنان شامل کړه
دا خلک وپوښتی چه څوک ئې طرفدار دی
.........................وائي کرزئ د قندهار دی
.................................................د مجاهد او ملحد د واړو گډ پلان وگوری
.................................................داسې ملنډې مسخرې نن په افغان وگوری
................................................دا وطن وران وايه په څه دا شهيدان وگوری
دا ئې څه لوبې شروع کړي دا څه کار دی
......................وائي کرزئ د قندهار دی
.....................................................ددوي پې څه چه بې گناه په قندهار مري
......................................................يا په قندوز او پکتيا او ننگرهار مري
...............................................خېر که افغان ولس هرچېرته په بمبارد مري
هسې دی ناست دی په چوکۍ د بل اختيار دی
...............................وائي کرزئ د قندهار دی
.....................................................په سرنوشت زمونږه لوبې بهرنيان کوي
.................................................دا به تر څو په مونږ د نورو گوډاگيان کوي
....................................................څو به ظلمونه په مظلوم دا ظالمان کوي
چې خاينانو ته قدرت ورکي غدار دی
...................وائي کرزی د قندهار دی
................................................خلگ به تر کومه غولوي قره قولۍ باندې
.................................................يا په چپنه او پکول، شخه لونگۍ باندې
............................................کله چلېږي داسې خلگ په دوه رنگۍ باندې
په لباسو څوک نه غولېږي چې هوښيار دی
..........................وائي کرزی د قندهار دی
........................................کارمل پدې باندې مجرم ؤ چې روسانو راوست
............................................چې ئې قدرت له لاسه ورکه بهرنيانو راوست
................................................وائي د نورو گوډ کې ؤ گوډاگيانو راوست
دی هم پردو دلته راوستئ بل ئې يار دی
......................وائي کرزی د قندهار دی
...........................................دا يو متل چې پردئ کټ تر نيمو شپو وي ياره
...................................................د غلام شاته به بادار وائې ترڅو وي ياره
...............................................چې بادار تښتي گوډاگئ هم په وتو وي ياره
هغه به تل وي چې پخپل مټ استوار دی
.......................وائي کرزی د قندهار دی
.................................................اړمه څو چې د قدرت رسي ريښتيا وليکه
.......................................................له چا نه مه وېرېږه دغه په هر چا وليکه
................................................که وي په تا کې يا په بل هم ئې په ما وليکه
افغان ولس دی مين شوئ په اشعار دی
....................وائي کرزی د قندهار دی[/color:264a469f20]


ډاکتر وطنمل
23.09.2002

امريکايانو خو دشمالي اتلاف سره دوښمني نشوه کوﻻی، هغوی د امريکا ددوښمن په راپرځولو کې غټه مرسته ورسره کړې وه ، بيا هم يې پرې کرزي غوندې يو پښتون ومانه که پښتنو د القاعدې او طالبانو په ضد پاڅون او
ټينګاوی کړیوای هم به يې ډيرقدرت تر ﻻسه کړی و او هم به د پاکستاني ښکېلاک ( طالب)څخه خلاص شوي وای ـ خوايي کله چې په اذل کې عقل وېشل کېده پوښتانه هلته هم غيرحاضر ووـ
پاتی شو کرزی ، هغه رښتيا هم واک نلري اوګناه يې نشته، که له قدرته استعفا وکړي ضرر به يې له فايدې څخه
ډير زېات وي ولسلام ـ


د اروزگان خونړۍ واده

ويښ ځلمی
25.09.2002

[color=white:8651339992]_______________________د اروزگان خونړۍ واده_______________________
......لاسونه په نکريزو هلته چا په وينو سره کړه
دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
................................................................ښکاره شو د وفا لباس کې راغئ خو جفا کړي
............................................................پخوا دې هم سره کړي نن دې بيا په وينو سره کړه
...............................................................دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
...............زمونږ د پت عزت دښمنو څه لوبې مو وکړې
څه روس په وينو سره کړه ،څه امريکا په وينو سره کړه
.........دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
......................................................بمونه دې گذار کړه خوېندې مېندې مو دې مړې کړې
.................................................................ځوانان دې هم وژلي بې گناه په وينو سره کړه
..............................................................دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
........نن گوره جنازې چې يو په يو له کوره وځي
.دا ټول دې د واده ډولئ تر خوا په وينو سره کړه
دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
................................................................په يو او په بل نوم باندې مو وژني ښه پوهېږم
...................................................................بيا وائي راته دا چې اسامه په وينو سره کړه
..............................................................دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
......تر څو به زمونږ وينې ستا پدې پلمو بهېږي
نا حقه دې په کور کې ناوې شاه په وينو سره کړه
دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
..................................................................کسات مې درنه اخلم د افغان بچی يم پوه شه
.....................................................................ظالمه مظلومان دې ناروا په وينو سره کړه
.............................................................دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
......................قلم پلاس اړم يم ستا د ظلم تاريخ ليکم
دروغ نه وايمه ريښتيا دی، تا ريښتيا په وينو سره کړه
..........دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
....................................................................لاسونه په نکريزو هلته چا په وينو سره کړه
..............................................................دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟[/color:8651339992]


د ننگېالو په وطن

ويښ ځلمی
27.09.2002

[color=white:76b07d930e]..................................................د ننگېالو په وطن..................................................
..........د ننگېالو په وطن څه لوبې اغيار کوي
څه ئې چې زړه غواړي هغه پخپل اختيار کوي
..........................................................څوټنگه سري ئې پېدا کړه په پېسو اخيستي
................................................................د خپلو گټو پخاطر هر يخوا بمبارد کوي
د خوېندو مېندو په کيسه کې ندی وروڼه وژني
....د گران هېواد په ورانېدو کې مې تلوار کوي
................................................................په کنډواله وطن کې ځانته خزانې لټوي
...........................................................روس ،امريکا دلته زمونږ په سر قمار کوي
چې د وطن احساس او مينه ئې پزړه کې نه وي
......داسې خاين پخپله خاوره کې لوټمار کوي
..........................................................د پت عزت دښمنو څومره بې پتي پېښه کړه
...........................................................ځما د ننگ په سيمه هر بې ننگ گذار کوي
په وينوسره لاسونه ښکاري لا مظلوم له وينو
...........په ورور وژنه لوټماريو افتخار کوي
..............................................ظالم زمونږ غوښې په سيخ کړې ترې کباب جوړوي
..........................................................ناسته په مزو کې د دښمن سره بانډار کوي
دوي دې دا وکړي خېر، د هر ظلم انجام شته دی
...............ددې بې پتو ملگري کله پت يار کوي
....................................................چې هر سړی حساب ته کش د عدالت نظام شي
..................................................................اړم ددې ورځې راتلو ته انتظار کوي[/color:76b07d930e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more