د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دار کفر څه ته وایي؟؟

عادل عادل
05.02.2009

السلام علیکم و رحمة الله و بركاته

كه مهرباني وكړی لاندې پوښتنې په شرعي دلایلو ځواب کړی:

1) د دار کفر تعریف څه دی د مثالونو سره یې واضح کړی؟ ایا د ګفر دار وجود لري؟

2) په دار کفر کې د مسلمان میشته کیدل جایز دي؟ که وي تر کومو شرایطو لاندې؟ او د نه جواز په صورت کې یې حکمتونه او ګټې څه دي؟

هیله ده خپل مفید، علمي او شرعي مالومات و نه سپموئ او زمونږ سره یې شریک کړئ.

په درنښت



ع کريم حليمي
05.02.2009

علیکم السلام و رحمة الله و بركاته
اسلامي فقهاوو ځمکه پر دوه برخو وېشلې وه چه : دارالحرب او  دار الاسلام
او په ورسته ئې  دار العهد پر اضافه کړ 

پورته خبري شرعي ريښې نه لري ، اسلامي فقهاوو د عصر له پاره سياسي 
تقسمات کړي وه ، او دغه درې اصول ئې جهان ته اعلان کړي وه  ، پر کوم ملک 
چه به ئې عسکري حمله کوله ، د جنګ اعلام ته ئې شرعا ضرورت نه پاته کېدی 

نن د دې فقي زمانه نېستي سوې ده ،نن پر نړۍ ټول ملکونه يو و بل ته
  دار العد دي ، هر اسلامي ملک چه  منشور د ملل متحد امضا کړی 
او يا هلته ئې خپل نماينده ورلېږلی ، په هيڅ صورت خپله ديني عقيده ،او 
سياسي اصول د توري او ټانک په زور نسي صادر کولی 

هو ! دفاعي جنګ په وخت او زمانه کښي د هر ملک او فرد حق دي ، وي به 

د کوم اصولو چه زمانه نېستي سي ، دتعليماتي پروگرامونو ئې هم له 
منځه ځي  ، ولي چه پر زدکړه ئې کټه نسته ، کله چه زمانه ئې راغبرګه سي
تدريس ئې هم راغبرګ کړي ٠  
د دارالحرب او دار الاسلام  فقه د اسلام د صادرولو له پاره ډيره ښه قاعده کلی وه
فقهاوو ته لازمه ده چه د اسلام د صادرولو لپاره نوې د منلو فقه وليکي 

په درنښت 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more