د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په اسلام کې د مورګيج Mortgage له لارې د کور اخیستل

مؤمن
05.02.2009

محترمو وروڼو السلام علیکم و رحمته الله برکاته.
غواړم پوښتنه وکړم چې د اسلام مقدس دین له نظره دمورګیج له لاري د کور اخیستل څه جواز لري؟
په لویدیز کې نیژدې ټول کورونه په همدي طریقه اخیستل کیږي، او که څه هم دا واضع ده چې بانک د کور اخیستونکي ته پیسي په سود ورکوي، او ټاکلي اندازه سود هر میاشت ورنه اخلي، خو بیا هم یو شمیر مسلمانان مختلف روایتوانه وړاندې کوي او ځان ته دا اجازه ورکوي چې له بانک څخه په سود پیسي واخلي او کور پری واخلي.

همدا رنګه، که څه هم پوره معلومات نه لرم، خو په پاکستان کې په ورته توګه خلکو د بانک په پیسو باندې موټر اخیستل.

هیله ده چې وروڼه خپله پوهه ونسپموي او له موږ سره هم خپل اسلامی زده کړه شریکه کړي، تر څو ځان د ګناهونو له ارتکاب څخه وساتلی شو.

په درنښت.
مؤمن


و.افغان
07.02.2009

ډیر محترم ورور مؤمن صاحب:
تاسو خپله ويلي دي، چې دغه قرض دسود په مقابل کې ورکوي، چې دغه سودته شرعا ربا النسيئة
ويل کیږي، او ډیر بدترين سود دی دګناه او حرمت له نګاه نه.
نو دداسې معاملې دحرمت په باره کې هيڅ پوښتنه نه پيدا کیږي، نه پوهيږم چې هغه څوک
يي روا بولي، دربا دحرمت په اړه دقرآني صريحو آيتونو او نبوي صحيحو حديثونو څخه
څه او څنګه ځواب کوي؟؟!!
بيا دبانک له لارې دکور اخيستلو يا ګاډي رانيولو لپاره شرعي حلول هم شته دي، چې
کور يا ګاډې بنک راونيسي، او په اخيستونکي باندي يي په قسطونو (برخو) قيمته
خرڅ کړي، داسی به بانک هم ګټه کړي وي، او هم به يي ځان او اخيستونکې له سود
څخه ژغورلې وي.

په درنښت


Ghairat
28.05.2009

[quote:d177d80e68]له خپل نفس سره جهاد کول رښتيا هم چی ډیر سخت کار دی، خو که انعام يي جنت وي، نو آيا بيا هم سخت دی!؟ [/quote:d177d80e68]

په جنت کې برعکس دنفس غوښتنې آزادې دي او بسیا کیږي نو هېڅډول جهاد یا مبارزه بیا نه غواړي۰

په دې دنیا کې دنفس د غوښتنو نغده بسیا ددین په مرسته د جنت په نسیا بسیا بدلیږي ،خو حریص انسان د بسیا نغده سودا د وعدې په نسیا سودا نشي بدلولی،که څه هم نغده یې لنډمهاله او نسیا بسیا یې بیا تلمهاله دوام لري۰
نو دا نسیا سودا یواځې د عقل حکم دی ، چې بی عقله او ړوند نفس ورته متاسفانه [color=red:d177d80e68]په آسانۍ [/color:d177d80e68]غاړه نشي ایښودلی ،أیا همداسې نه ده ؟



ع کريم حليمي
30.05.2009

مکرم دانشمند غيرت صاحب سلامونه او ښې هيلي مي ومنئ 
[quote:a9cb35970b]په دې دنیا کې دنفس د غوښتنو نغده بسیا ددین په مرسته د جنت په نسیا بسیا بدلیږي [/quote:a9cb35970b]
د پورته جملې په تحليل کښي مشکل لرم ، يعني په معنی ئې نه پوهيږم 
په درنښت 


رښتینی
01.06.2009

[code:1:89d3dfc6ef]په دې دنیا کې دنفس د غوښتنو نغده بسیا ددین په مرسته د جنت په نسیا بسیا بدلیږي[/code:1:89d3dfc6ef]

حليمي صيب سلام اونيكي هيلي مي ومنه !

غيرت صيب دی نه خپه کیږی داد زیار صیب جامد تقلید ډیر ځایه
داسی ستونزی زیږولی دی او پښتو یی دعامفهمی له پوړنه ښکته غورځولی
ده او ددی جملی مطلب زما په اند داسی دی چی په دنیا کی دنفس غوښتنی
ددین په مرسته په اخرت کی په پور یا نسیا نفسی غوښتنو سره بدلیږی

دلته غیرت صیب ته د نسیا اوبسیا قافیی خوند ورکړی دی او دپښتو دنګه توب
خوند یی پری هیر شوی دی اودا کار مناسب ځکه نده چی نسیا عربی توری په
پښتوکی متعارف او مشهور نده او نور له غیرت صیب سره په بښنی غوښتلو
امید لرم چی دده دجملی مطلب می سم بیان کړی وی

په مینه


Ghairat
27.06.2009

له حامد صیب څخه بیا هم مننه !
مطلب داچې د انسان نفس خپلې اړتیاوې ژر تر ژره او په همدې دنیاکې رفع کول غواړي ، خو دین د نفسی اړتیاود پریمانه اوهر ارخیزه رفع کولو دعده ورکوي او په بله دنیا (آخرت) کې یې دجنت د خوندونو په شکل معرفي کوي، داوعده درک کول د نفس له وسې پوره نه ده اود عقل په زور درک کیدای شي ۰
دهمدغه عقلی درک په تلسټ هغه مسولیت هم منځته راځي چې مسلمان یې د خپل دین، خدای (ج) او رسول (ص) په وړاندې لري!
خوددې له پاره چې د دیني احکامو عقلی درک دنوموړواحکامود عملي کولو اړیزی وګرځي احساس ته اړتیا لري ،کوم چې دمسلمانانو په دیني روزنه رامنځته کیږي او پیاوړتیا مومي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more