د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د طالبانو اسلام


04.02.2009

دښاغلي ابدالي په قلم ، له دستار څخه :

ګرانو لوستونکو پښتنو نيکي هيلي او سلامونه !!!

تاسي خبر ياست چه نن په لره پښتونخواه کي امنيتي حالات جنګيالي طالبانو له وجي خراب دي او پښتانه په سوات او قبائيلو کي خاورې په سر بچو له د سر امان غوښتلو له در په در دي !!! د دوې غټ ګناه دا دې چه دوي د طالبانو په شريعت کي کافران دي . راځئ چه د تکفير دغي سوچ پلټنه وکو چه دا کوم ګناه دې‌ چه بيوسه پښتانه ئي ناکرده مني .!!

د تکفیر مسئله ډیره ضررناکه او لرغونی فتنه ده کومه چې د امیر المؤمنین حضرت علی بن ابی طالب په دور خلافت کی د مسلمانانو یوې ګمراه ډلې [color=#FF4040:98342af604](الخوارج)[/color:98342af604] د مسلمانانو پر ضد اوچته کړی وا او په عام ولس (مسلمانانو) او حاکمانو (حضرت علی او امیر معاویه) باندی د کفر فتوې صادر کړې او واجب القتل ئې فیصله کړل ۔ هم دغه رنګه اوسمهال په لره پښتونخواه کی تحریک ظالمان پاکستان او بیا په بیلګۍ سره د سوات فضل الله ملا د قرآنی آیاتو غلط تآویلات او سنت نبوی او صحابؤ عمل نه په واضحه انحراف کړې او عام مسلمانانو (حاکم او محکومو) پښتنو باندی د کفر تور پوری کړی او واجب القتل ئی فیصله کړی ۔ هم د دې ګمراه ډلې [color=#FF4040:98342af604](الخوارج)[/color:98342af604] پهکله علامه الشیخ محمد ناصرالدین الألبانی په خپل کتاب [color=#FF4040:98342af604](فتنة التكفير)[/color:98342af604] کی د دغی منحرفی ډلې د قرآن او سنت نه خارج کیدلو دوه وجې بیان کړی :

[quote:98342af604]هي فتنة عظيمة قديمة تبنتها فرقة من الفرق الإسلامية القديمة وهي المعروفة بـ الخوارج ومع الأسف الشديد فإن البعض من الدعاة أو المتحمسين قد يقع في الخروج عن الكتاب والسنة ولكن باسم الكتاب والسنة والسبب في هذا يعود إلى أمرين اثنين
أحدهما هو : ضحالة العلم
والأمر الآخر - وهو مهم جدا - : أنهم لم يتفقهوا بالقواعد الشرعية والتي هي أساس الدعوة الإسلامية الصحيحة التي يعد كل من خرج عنها من تلك الفرق المنحرفة عن الجماعة التي أثنى عليها رسول الله صلى الله عليه و سلم في غير ما حديث بل والتي ذكرها ربنا عز وجل وبين أن من خرج عنها يكون قد شاق الله ورسوله وذلك في قوله عز وجل : } ومن يشاقق الرسول من بعد ما تبين له الهدى ويتبع غير سبيل المؤمنين نوله ما تولى ونصله جهنم وساءت مصيرا } ( 115 - النساء ) . فإن الله - لأمر واضح عند أهل العلم - لم يقتصر على قوله } ومن يشاقق الرسول من بعد ما تبين له الهدى . . . نوله ما تولى . . . { وإنما أضاف إلى مشاقة الرسول اتباع غير سبيل المؤمنين فقال : { ومن يشاقق الرسول من بعد ما تبين له الهدى ويتبع غير سبيل المؤمنين نوله ما تولى ونصله جهنم وساءت مصيرا } ( 115 – النساء [/quote:98342af604]

وړمبې : د علم کمې
دویم ـ ترټولو مهم ـ : چه دوی په شرعی قواعدو پوهه نه لری کوم چې صحیح اسلامی دعوت له اساسی ارزښت وی او تیرؤتونکی ترینه منحرفه ډله شی له اسلامی ډلی (الجماعت) نه کومه چه رسول کریم صلی الله علیه وسلم په یو شمیر احادیثو کی ستایلې ده او الله پاک په قرآن کی دغه بله منحرفه ډله په هغی ډلی یاده کړی [color=#4040FF:98342af604]( چا چې د رسول (ص) مخالفت ته ملا تړلی او د مؤمنانو د لارې نه بغیر په بله لار روان شی ، او حال دا وی چې نیغه لار ورته ښکاره شوی وی ، نو هغه به موږ هم هغې طرفته پوځو کوم طرفته چې هغه په خپله وګرزیدو او هغه به جهنم ته غورزؤو چه بدترین ځائې د قرار دې)- سورة النساء ۱۱۵- [/color:98342af604]
دې آیت کی د اهل علم په نیز واضح امر دې چه الله پاک نه یوازی د رسول د مخالفت ذکر کړی مګر د مخالفت سره سره د مؤمنانو د لارې نه بغیر بله لار نیول ئی د دغې ډلې خاص نښې ښودلې ۔

الشیخ الألباني نوره زیاتوی :
[quote:98342af604]من هنا ضلت طوائف كثيرة جدا - قديما وحديثا - لأنهم لم يكتفوا بعدم التزام سبيل المؤمنين فحسب ولكن ركبوا عقولهم واتبعوا أهواءهم في تفسير الكتاب والسنة ثم بنوا على ذلك نتائج خطيرة جدا خرجوا بها عما كان عليه سلفنا الصالح رضوان الله تعالى عليهم جميعا ۔ [/quote:98342af604]
له دې وجې ډیرې لرغونی او اوسنۍ ډلې ګمراه شوی ځکه چه دوی نه دا چه یوازی د مؤمنانو د لاری تیرؤتو بلکی د خپل عقل او هوی النفس مشروټۍ له لکبله د کتاب الله او سنت رسول غلط تفسیر او تأویلاتو په بنسټ ډیر خطرناک نتائج ئی پائی ته ورسؤل او د السلف الصالح (صحابۀ) له منهجه تیروتو ۔

[quote:98342af604]وهذه النقطة يسهو عنها - ويغفل عن ضرورتها ولزومها - كثير من الخاصة فضلا عن هؤلاء الذين عرفوا ب ( جماعة التكفير ) أو بعض أنواع الجماعات التي تنسب نفسها للجهاد وهي في حقيقتها من فلول التكفير ۔[/quote:98342af604]
او دا هغه بنیادی نقطه ده ترکومی چه ډیر مخصوص خلک تیروتی او اهمیت نه ئی غافله شوی ورسره دغه خلک کوم چه په [color=#FF4040:98342af604]( جماعة التكفير )[/color:98342af604] تکفیری ډلې پیژندل شوی او یا هغه ډلې چه ځان ته جهادیان وائی خو حقیقت کی هغی د تکفیریانو لښکرو نه وی ۔

شيخ الألباني نوره زیاتوی چه په عام توګه مسلمانانو او خاص توګه ملانو له دا جائز نه دی چه د کتاب الله او سنت نبوی تشریح له په ظاهری وسائلو لکه په عربی ژبی عبور او الناسخ والمنسوخ زدکړې پاندی اکتفا وکړی مګر لازمه ده چه تر ټولو اګاهو سیرت النبی او صحابؤ آثار له رجوع وکی ځکه چه هغی زموږ نه عبادت که ډیر لوړ او علم که ډیر فقیه ول ۔

پاتی شوه د پښتنو خبره کوم چه په هرحال اصحاب اللغة نه دی خو ځینی مشروټه ملان لکه د سوات فضل الله نائب (مولانا دوران) چه د قرآنی آیاتو ترجمه په مسخرو او کنځلو کی په FM کوی نو دا اوریدونکی ساده او ناپوهه پښتانه وته ګوته په خوله وی !! چه وا خدایا دا خو موږ ټول پښتانه کافران یو خو د ځانه خبر نه وؤ !!!!!!

په سنن که د خلفاؤ راشدینو حدیث د العرباض بن ساریه رضی الله عنه نه مروی دې چې وائی : [color=#4040FF:98342af604]وعظنا رسول الله صلى الله عليه و سلم موعظة وجلت منها القلوب وذرفت منها العيون فقلنا : كأنها موعظة مودع فأوصنا يا رسول الله قال : ] أوصيكم بالسمع والطاعة وإن ولي عليكم عبد حبشي وإنه من يعش منكم فسيرى اختلافا كثيرا فعليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين من بعدي عضوا عليها بالنواجذ . . .[/color:98342af604]
موږ ته رسول صلی الله علیه وسلم وعظ (نصیحت) وکړو داسی چه زړونو مو وژړل او سترګو مو اوښکې توی کړی ۔۔ موږ وئیل چه یا رسول الله دا خو لکه الوداعی نصیحت وی نو موږ ته وصیت (حکم) وکه ۔۔ وئیل : د اطاعت وصیت درته کؤم حتا که په تاسی تور حبشی حاکم متولی وی ، او تاسی که چا ژوند ولرو نو ستر اختلاف (ګمراهی) به وګورئ ، نو تاسی په کلکه زما او وروسته زما د خلفاؤ راشدینو سنت (طریقې) راټنګ کړئ داسی لکه د غاښونو ترمنځ ۔
تردې ثابتېږی چه خپل عقیدې عبادات اخلاق او سلوک پیژندلو له موږ اصل له راوګرځو ۔۔ او وګورو چه رسول کریم او دهغه صحابؤ د مسلمانانو خلاف ځانمرګی بریدونه په علم پابندی او خلاف رای اظهار کولو په ګناه انسانان ذبح کول او کورونه ورانولو غوندی سخت ظلمونه کړی ول ؟؟!!!!!!!

شیخ الألباني بیا د دغی ډلې پهکله وائی :
[quote:98342af604]ومن هؤلاء المنحرفين : الخوارج قدماء ومحدثين
فأن أصل فتنة التكفير في هذا الزمان - بل منذ أزمان - هو آية يدندنون دائما حولها ألا وهي قوله تعالى : } ومن لم يحكم بما أنزل الله فأولئك هم الكافرون { ( 44 - المائدة ) فيأخذونها من غير فهوم عميقة ويوردونها بلا معرفة دقيقة ونحن نعلم أن هذه الآية الكريمة قد تكررت وجاءت خاتمتها بألفاظ ثلاثة وهي : } فأولئك هم الكافرون { } فأولئك هم الظالمون { [ 45 - المائدة ] } فأولئك هم الفاسقون { [ 47 – المائدة[/quote:98342af604]
او د دغی منحرفېن خلکو نه یوه لرغونی ډله الخوارج او په تړاو ئی بله اوسنی خوارج (سختګیره اسلامی ) ډله ده چه اصل که دواړو ترمنځ مشترکه دلیل [color=#FF4040:98342af604](قرآنی آیت)[/color:98342af604] یو دې او خپل تکفیری فکر قائمؤلو له تری دوی وړومبی درې ټکی راټینګ کړی او هغه دې : [color=#4040FF:98342af604]{ ومن لم يحكم بما أنزل الله فأولئك هم الكافرون } ( 44 - المائدة )[/color:98342af604] او څوک چه د الله د نازل کړې شوی قانون مطابق فیصله ونۀ کړی هغوئ کافران دی ۔
نو دوی د دې آیت پهکله ژور فهم نه لری او نه ئې په دقیق معرفت څرګندوی ۔!!! او موږ علم لرو چه دا مبارک آیت په تکرار سره راغلې او خاتمه ئی په دریو ټکو داسی شوی : [color=#4040FF:98342af604]{ فأولئك هم الكافرون} { فأولئك هم الظالمون } [ 45 - المائدة ] { فأولئك هم الفاسقون } [ 47 - المائدة ۔۔[/color:98342af604] (هغوئ کافران دی) ۔۔ (هغوئ ظالمان دی) ۔۔ (هغوئ فاسقان دی) ۔المائده ۴۴-۴۵-۴۷ - !!!!

[quote:98342af604]فمن تمام جهل الذين يحتجون بهذه الآية باللفظ الأول منها فقط : } فأولئك هم الكافرون { : أنهم لم يلموا على الأقل ببعض النصوص الشرعية - قرآنا أم سنة - التي جاء فيها ذكر لفظة ( الكفر ) فأخذوها - بغير نظر - على أنها تعني الخروج من الدين وأنه لا فرق بين هذا الذي وقع في الكفر وبين أولئك المشركين من اليهود والنصارى وأصحاب الملل الأخرى الخارجة عن ملة الإسلام ۔[/quote:98342af604]
په دوی جهالت داسی تمام شوی چه د کوم آیت په یو ټکی دوی دلیل وړاندی کوی نو ثابته ده چه دوی لږ ترلږه هم د شرعی نصوصو ـ قرآن او سنت – پوهه نه لری په کوم کی دغه د [color=#FF4040:98342af604](کفر)[/color:98342af604] لفظ بیان شوې ۔۔ او دوی بې له نظره او تدبّره په دې مانا تسلیم کړو ګوندی دا له دین نه خارج کیدل وی او له دې رنګی کفر او نورو ملتونو کفر لکه مشرکین (یهود او نصاری) ترمنځ هیڅ توپیر نه وینی !!!!!!!

[quote:98342af604]بينما لفظة الكفر في لغة الكتاب والسنة لا تعني - دائما - هذا الذي يدندنون حوله ويسلطون هذا الفهم الخاطئ المغلوط عليه ۔[/quote:98342af604]
او حال دا چه د کتاب الله او سنت په لغت کی د کفر ټکې په دوام دا مانا نه لری کوم له چه دوی لکه د ساز غږیږی او غلط فهم مسلط کوی ۔

[quote:98342af604]فشأن لفظة { الكافرون } - من حيث إنها لا تدل على معنى واحد - هو ذاته شأن اللفظين الآخرين : { الظالمون } و { الفاسقون } فكما أن من وصف أنه ظالم أو فاسق لا يلزم بالضرورة ارتداده عن دينه فكذلك من وصف بأنه كافر سواء بسواء ۔[/quote:98342af604]
نو د [color=#FF4040:98342af604](الکافرون)[/color:98342af604] ټکې مثال داسی ـ کوم چه په ځانګړی یوه مانا نه لری – لکه په مثال د نورو دؤو ټکو [color=#FF4040:98342af604](الظالمون)[/color:98342af604] او [color=#FF4040:98342af604](الفاسقون)[/color:98342af604] دې چه کله چا ته ظالم او فاسق اوئیل شی نو ضروری نه ده چه دغه سړې د دین نه خارج شی یعنی مرتد شی ، نو دغه رنګه چا ته کافر وئیل هم په قیاس یو مثال لری – سواء بسواء ۔!!!!!!!! او دا درې آیتونه پرله پسې په یو سیاق کی سوره مائده کی نازل شوی ۔ (آیت رقم ۴۴،۴۵،۴۷) ۔

دا د قرآن عربی لغت یو منفرد شان دې چه یو ټکې لفظی مانا کی سیاق او سباق سره متنوع وی نو واجب دی چه هر هغه څوک په مسلمانانو باندی فتوې او احکامات صادر کوی چه د قرآن او سنت پهکله واسع علم ولری ۔

[quote:98342af604]{ومن لم يحكم بما أنزل الله فأولئك هم الكافرون } فما المراد بالكفر فيها ؟ هل هو الخروج عن الملة ؟ أو أنه غير ذلك ؟ [/quote:98342af604]
{او څوک چه د الله د نازل کړې شوی قانون مطابق فیصله ونۀ کړی هغوئ کافران دی } نو دې آیت کی د کفر نه مراد څه دې ؟ ایا موخه ئی د ملت نه خارج کیدل دی؟ یا بل څه دی ؟

شیخ الألباني د مفسر القرآن حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه رانقل کوی چه :
[quote:98342af604]" ليس الكفر الذي تذهبون إليه وإنه ليس كفرا ينقل عن الملة وهو كفر دون كفر "
ولعله يعني بذلك الخوارج الذين خرجوا على أمير المؤمنين علي رضي الله عنه ثم كان من عواقب ذلك أنهم سفكوا دماء المؤمنين وفعلوا فيهم ما لم يفعلوا بالمشركين ۔ [/quote:98342af604]
دا هغه کفر نه دې کوم له چه تاسی ورځئ او نه دا کفر د ملت نه خارج کوی ، دا د کفر نه کم تر دې ۔ د دوی اشاره الخوارج ډلې ته کیدل شی چا چه امیر المؤمنین علی رضی الله عنه په خلاف خروج کړې ؤو او په نتیجه ئی د مؤمنینو داسی وینه توئی کړه چه دومره به د مشرکینو نه وی توئی ۔

په صحیحین کی د عبدالله بن مسعود نه روایت دې چه رسول (ص) فرمائی : [color=#4040FF:98342af604]( سباب المسلم فسوق وقتاله كفر)[/color:98342af604] ۔۔ د مسلمان پر ضد کنځل فسق دې او قتال ورسره کفر ۔
اوس که تر دې حدیث لاندی فسق او کفر هم د پورته قرآنی آیت د فسق او کفر په مانا واخلو نو بیا ګناه کی د پریوتلو خبرې ختم شوې خو نیغ په نیغه د دین نه خارج کیدل دی ۔ او لکه د طالبانو په نیز واجب القتل دې ۔

[quote:98342af604]أنني التقيت مع بعض أولئك الذين كانوا من ( جماعة التكفير ) ثم هداهم الله عز وجل :
فقلت لهم : ها أنتم كفرتم بعض الحكام فما بالكم تكفرون أئمة المساجد وخطباء المساجد ومؤذني المساجد وخدمة المساجد ؟ وما بالكم تكفرون أساتذة العلم الشرعي في المدارس وغيرها ؟
قالوا : لأن هؤلاء رضوا بحكم هؤلاء الحكام الذين يحكمون بغير ما أنزل الله ۔ [/quote:98342af604]
شیخ الألباني وائی چه د [color=#FF4040:98342af604](جماعة التكفير)[/color:98342af604] ځینی توبه کؤونکی غړو نه می وپوښتل چه تاسی خو چارواک حکام کافران ګرځولی نو د جمات پیش امام خطیب او مؤذن مو ولی کافران قرار کړل؟ د مدارس شرعی علم استاذان مو ولی کافران کړل ؟ هغی وئیل : ځکه چه دوی د دغو کافره حاکمانو په حکومت رضا ول چا چه "بغیر ما أنزل الله" حکومت کؤو ۔!!!!!!

په پام کی ولرئ چه د پیښور شیخ الحدیث مولانا حسن جان هم په دې وړ کی شهید شو او په لنډو تیرو ورځو په سوات کی د جمات یو پیش امام سره د خپل ځوئی حلال کړې شو !!! ځینی د پولیس غړی د تبلیغ سیروزې په دوران ووژل شول !!!! د مړو بې حرمتی کارونه په بازار کی زوړول هره ورځ معمول شو !!!! دا کوم اسلام دې ؟!! کوم شریعت دې ؟!!! دا ظالمان خو دا هم نه پیژنی چه یو [color=#FF4040:98342af604]کفر عملی[/color:98342af604] وی او بل [color=#FF4040:98342af604]کفر اعتقادی[/color:98342af604] وی !! اوله کفر له ملته نه خارج کوی خو دویم ئی په اعتقادی توګه خارج کوی ۔ په اوسنی زمانې کی څومره د فسق کارونه چه خلکو عملی استحلال کړی لکه سود زنا شراب نو دا ټول [color=#FF4040:98342af604]"عملی کفر"[/color:98342af604] لاندی راځی او په هیڅ توګه د دې ګناه کؤونکی مرتد کافر نشی منل ترڅو چه په اعتقاد سره دا کارونه حلال ومنی او د [color=#FF4040:98342af604]"اعتقادی کفر"[/color:98342af604] مرتکب شی ۔

په صحیح مسلم او بخاری کی حضرت اسامه بن زید حدیث دې چه یو وار په جنګ کی مشرک ئی د تیغ لاندی برابر شو نو مشرک چټک سره کلمه شهادت اوئیله خو دغه صحابی پری لاس ونه نیول او قتل ئی کړو ۔۔ رسول پاک (ص) کله خبر شو نو سخت خفه شو او وئیل چه " د لا إلاه إلا الله وئیلو نه پس هم تا قتل کړو؟!!" ۔۔ صحابی جواب ورکړو چه یا رسول الله هغه د مرګ د ډاره داسی وکړو نو رسول (ص) وفرمائیل چه [color=#4040FF:98342af604]" هلا شققت عن قلبه ؟ "[/color:98342af604] ایا تا دهغه زړه څیرلې وو چه رښتیا دې که دروغ ؟!!!!

سبحان الله ۔۔ دغسی یوه واقعه په تیر وخت د سوات په مټه علاقی کی یو سپین ګیرې سره شوی وا کله چه ظالمه طالبانو په بازار کی ترینه پرتوګ کوز کړو او لمنې ئی ترینه اوچتې کړی چه شرمګاه ئی ښکاره شی ۔۔ هم داسی ئی بازار کی ګرځؤلو کله چه دغه سپین ګیری [color=#FF4040:98342af604]"اشهد أن لا إلاه إلا الله [/color:98342af604]" وئیلو نو ظالمانو به ورته په خوله څوک ورکؤ چه " غلې شه کافره ، تا له کلمه وئیل جائز نه دی !!!" ۔

لقد كان لكم في رسول الله أسوة حسنة – بيشکه تاسی له رسول الله عملی طور أسوة حسنة دې
http://www.destaar.com/hujra/viewtopic.php?p=6240&sid=d4c50861e109a102ee313922dd2f7ad5#6240


wazirafghan
06.02.2009

له ښاغلې پتوال صاحب څخه یوه نړۍ مننه، چې ټول افغان ته يي له ډیرې مودې وروسته
سر راښکاره کړ، او دښاغلې ابدالي عالمانه ليکنه يي په مونږ ټولو پيرزو کړه.
ډیره مننه !

ابدالي صيب: ستاسو په ليکنه کې داوسني تکفيريانو او خوراجو څيري ډیرې ښې
انځور شوي دي، همدارنګه داوسنيو او پخوانيو تکفيريانو تړاو تار
مو په ډیره ښه توګه لوستونکو ته څرګند کړی دی.

غواړم چې خوږو لوستونکو ته دپښتنو او دتکفيري اندواند خپلمنځې اړيکو باندې څه رڼا واچوم، په دې هيله لکه څنګه چې تاسو دخوارجو دسرطاني عقيدي څخه پرده پورته
کړې ده، زه هم دهغه تورمخه انساندښمنه کيرغيړنو مخونو څخه پردې پورته کړم، چې
دخپلو موخو لپاره يي دغه تکفيريان روزلي دي، تر اوسه پورې دغه تکفيريان پالې، او
تر هغې ورځې پورې به يي پالې، چې دوي پرې خپل ځانونه خپلو مهمو اهدافو ته ورسوي،چې له هغې وروسته بیرته ددې خوراجو په غاړو باندې خپلې تيري چړي راکش کړي، ځکه چې نور به يي شتون دهغوي په تاوان وي، نه ګټه.

پښتانه چې نږدې نهه نوي سلنه يي مسلمانان دي، او په دغه سلنه کې لويه برخه يي دحنفي
فقهي مذهب پیروان دي، اهل سنت او جماعت پورې تړلي دي، دوي نسبت نورو فقهي مذهبونو (مالکيان، حنابله، شوافع)
ته دتکفيري مفکوري څخه ډیر لري خلک وو او دي، داسلامي تربيي څخه پرته ددوي خوي بوي او عنعنات هم
دتکفير سرطانې مفکوری سره اړخ نه لګوي، دا مصيبت ځمونږ خاوره کې نه وو، دا
مصيبت افغانستان ته دعربو انساندښمنه خوارجو، او ويني څکونکو تکفيريانو، راډالۍ
کړ، په پښتنو علاقو کې دا مصيبت دروس پر ضد دافغانانو دمقاومت په وخت پيدا شو،
ددې مفکوري کتابونو سيمي ته راوړل شول، ددې کتابونو، مجلو، او اخبارونو تر شا
سيمييزي استخباراتي ايجنسۍ (آي اس آي + سي آي ای) دخپلو استراتيجي مفاداتو په خاطر کلک ودريدل،
هغوي غوښتل چې په هره ممکنه وسيله روسي لښکري ماتي شي، اګر که دا وسيلي وروسته
دافغان او افغانستان په اوږدمهالی بربادۍ تماميږي، بلکې دافغان او افغانستان اوږدمهاله
بربادي دهغوي يو مهم هدف وو، چې له بده مرغه تر لاسه يي کړ.
دروس پر ضد دافغاني مقاومت په وخت ددې تکفيريانو او خوارجو ډیر روزنتونونه
وو، چې دآي اس آي له خوا پرې هيڅ پابندي نه وه، بلکه دهغوي غړو ته ټريننګونه ورکول،
دافغانانو په اته نهو جهادي ګوندونو کې يي شتون لره، او مجاهدينو ته به يي دا فکره
ورکوله، چې دډيورنډ له کرښي هغه اړخ ته ټول کافران او مرتدين دي، وژل يي روا دي، نو پام کوۍ، چې بچ درنه نه شي، خو حقیقت دا وه چې ټول افغانان مسلمانان وو، هغو چې هجرت کړی وو، هم مسلمانان وو، او هغو چې نه وو کړې هم مسلمانان وو، پرته له يو شمیر ملحدينو
چې دروس په زور يي دحکومت واګې په لاس کې اخيستې وی، نوره خو افغاني اردو
هم مسلمانه وه، خو دې خوارجو چې دسيمييزو استخباراتي ايجنسيو له خوا رهبري
کيدل، دمجاهد طبقي ذهنونه دومره مغشوش کړل، چې دروس له وتلو وروسته يي هيڅ
رنګ ملي جوړجاړي ته غاړه کينښوده، او هغه څو پنځوس کلنه ښکلي اردو يي په دې
تش په نامه جاهل مجاهدينو تار په تار کړه.
دمثال په ډول دجهادي رهبر شيخ الحديث پروفيسور استاذ سياف بیان وو، چې افغانستان داسې مثال لري، لکه داوبو ډک بیلر، که چیرته دی بیلر ته يو څاڅکې متيازي ولويږي، نو آيا دبیلر ټولې اوبه نه نجسیږي، ټولو خلکو به وويل: چې ولې نه، نو سياف به وويل: چې همداسي به مونږ په افغانستان کې يو سوچه اسلامي حکومت راولو، چې هر غړې به يي سوچه مسلمان وي (يعنې دده په ذهن مسلمان ، یعنې هر هغه ځناور، جاهل، زنکه باز، بچه باز، قمار باز، چې دده دقوماندې لاندې وو، او جګړه يي کوله، خو هيڅکله به هم اهلکار ته دکار سپارلو اقرار ونه کړي).

دخپلمنځې جګړو وروسته هغه طالبان ميدان ته راوويستل شول، چې تر دغه دمه په مدرسو کې په خپلو درسونو مشغول وو.
ساده طالبان اګر که داوسنۍ نړۍ سره دسياسي تعامل جوګه نه وو، خو تکفيريان هم نه وو، طالبان
دمسعودي ځواکونو سره جنګيدل خو مسعود يا دمسعود ملګرو باندې يي دتکفير
ټاپه نه لګوله، تر څو چې په طالب ځواکونو کې داسامه بن لادن ملګري ورګډ شو، نو
دخپلې سرطاني مفکوري دخپرولو کوښښ يي پيل کړ، مسعود يي کافر کړ، او په يو
شمیر طالبانو يي دا ومنله چې مسعود کافر دی، چې دهغوي جملې څخه يو شهيد ملا
داد الله وو، چې په دې اړه ځمونږ يو دوست ورسره ډير بحث هم کړې وو.
په هر حال په اوسنۍ جګړه کې دتکفير مفکوري ډیر زور وموند، او پاکستاني حکومت
يي دپښتنو په علاقو کې ډير زيات سپوټ وکړ، تر دې په استخباراتی دفترونو کې يي
هم دتکفيري مفکوري کسان کښينولې دي، او دخلکو سره بحثونه کوي، دقرآن آيتونه
او پيغمبري حديثونه داستدلال لپاره وړاندې کوي، او تنکې ځوانان دبم الوزلو او سرپريکولو ته هڅوي، په دې تړاو له ما سره مالومات ډیر دي، چې دلته خورول يي
مناسب نه ګڼم.
دآي اس آي استخباراتي ايجنسۍ دتکفيري فکر له حمايت څخه څو موخې وي:
لومړۍ دا چې په ګاونډې ملک افغانستان په هره سيمه کې دخلکو ژوند له خطر
سره مخ شي، او اوسنې افغانی دولت چې ددوي په کې نسبت هند او ايران ته هيڅ حصه
نشته، بیلابيلي امنيتي ستونځې ورته جوړې کړي.
دوهمه موخه يي دا وه چې ددې سفيهو احمقو خلکو له لارې دلرې پښتونخوا په قبايلي سيمو او ايجنسيو خپله ځواکمندتيا مستحکمه کړي.
دريمه موخه دا وه چې ټول هغه قومي مشران چې وخت نا وخت دحکومت لپاره ستونځې
جوړوي له منځه ويسي، او همداسي شوه آي اس آي داسي په آسانه دغه قومي مشران
له منځه يوړل چې هډو تصور يي هم نشو کولاي.
په لنډه توګه غوښتل يي چې دپښتنو پښتې په داسې توګه ماتي کړي، چې دسوونو کلونو
لپاره بیا درغيدو نه وي.
په پښتنو دتکفير مفکورې لپاره نن دلرې پښتونخوا په هر جومات کې تقريرونه کيږي،
درسونه ورکول کيږي، او دا هر څه دحکومت دڅارنې لاندې تر سره کیږي.
خو پنجاب کې بيا دداسي هيڅ شي نښې نښانې نه لیدل کیږي.
هو افغان مقاومت ته خو مونږ هم خوشاله يو، خو پاکستان له اوس نه داسي اورونه
مونږ ته کري، چې دافغان مقاومت پايلي هم زمونږ لپاره زهر قاتل وګرځوي، او دا ټول
ددې تکفيريانو او خارجي مفکورو والا په لاسونو.

تاسو ليکلي:
[quote:359410b14b]
په اوسنی زمانې کی څومره د فسق کارونه چه خلکو عملی استحلال کړی لکه سود زنا شراب نو دا ټول "عملی کفر" لاندی راځی او په هیڅ توګه د دې ګناه کؤونکی مرتد کافر نشی منل ترڅو چه په اعتقاد سره دا کارونه حلال ومنی او د "اعتقادی کفر" مرتکب شی ۔ [/quote:359410b14b]

فکر کوم چې دعملي استحلال وييزي هم دعقيدي له مخې ناسم دی، دغه وييزي خوارج
کاروي، او په مسلمان باندې دهغه دډير فسق له وجهې دکفر ټاپه لګوي، ګواکې چې دده
دا ډیر فسق ددی مانا ورکوي، چې دا فاسق دا ګناه حلاله ګڼې، او څوک چې ګناه حلاله
ګڼې نو کافر دی، مطلب دا چې دلوازمو څخه استحلال ثابتوي، خو داهل السنت والجماعة په عقيده کې دګناه استحلال په لوازمو نه ثابتيږي، بلکه په صريح اقرار ثابتيږي.


عادل عادل
07.02.2009

سدوزی وروره

سلامونه

وروره خبرې دې ټولې درسره منم خو په یوه څپړ به سل مخونه نه وهې.

تاسو د تش په نامه جاهلو مجاهدینو په لاس د اردو رنګول یاد کړي دي.

د افغانستان د اردو نه مو مطلب کومه اردو ده؟؟؟ د ګلم جم ملیشې یادوې؟ هغه لښکر چې د روسي یرغل پاسباني او غلامي یې کوله؟

هغه اردو چې ټول یې قومي کنډکونه شول، په فوټ او متر به یې جګړه کوله، ټول قراردادیان وو، شراب، چرس، ښځې او هلکان یې په هره پوسته کې وو؟ تاسو کومه اردو یادوی؟

د نجیب ګاو د ظاهري ملي مصالحې ټوله دوره د قومي توپیرونو او تعصباتو د تخم کرلو ته خاص کړل شوې وه، ټوله تش په نامه اردو یې په قومي غونډونو بدله کړې وه چې د خپل سقوط نه وروسته یې د سم نیم جهادي تنظیمونو ځنې متعصبه مشران او وګړي په خپله مهلکه غیژ کې داسې راونغاړل چې نن یې زه او ته د کفر او اسلام په تحلیل کې پاتې یو .

د روسانو میراثي اردو ته د افغانستان اردو ویل په واقعیت کې د هغوی حقانیت تسلیمول دي، چې پدې صورت کې د هغوی په وړاندې د ولس پاڅون هم خدای نخواسته تر سوال لاندې راځي!


wazirafghan
07.02.2009

[quote:303f94176d]تاسو د تش په نامه جاهلو مجاهدینو په لاس د اردو رنګول یاد کړي دي.

د افغانستان د اردو نه مو مطلب کومه اردو ده؟؟؟ د ګلم جم ملیشې یادوې؟ هغه لښکر چې د روسي یرغل پاسباني او غلامي یې کوله؟[/quote:303f94176d]

ښاغلې عادل:
سوچ کوم، چې زما خبرو ته ښه ځير شوي نه يۍ، ګرانه وروره!
دافغانستان غټه اردو وه، او دا اردو خو عقلا نا ممکنه ده، چې په نهو لسو کالو کې
دې ټوله په کافری ملي ضد اردو بدله شوي وي، هو په اردو کې ډير سرکرده خلقيان او پرچميان وو، چې دوطن
دخرڅولو معامله کې شريک وو، نو هغوي په هيڅ توګه دبخښلو نه وو، هغه لنډغرو تش
په نامه مجاهدينو چې خپل منځ کې يي سره وخوړل، ملت يي تباه کړ، وسلي يي تباه کړي،
دبګرام دهوايي اډې دوه سوه جنګي الوتکې يي له مينځه يوړې، ذخیري يي ختمې کړې،
او اوس دخلقي پرچمې، شعليي، ګلمجمي، او هر ګند سره په يوه چوکۍ ناست دی،
څلويښتو کافرو هيوادونو ته يي دغلامۍ سر ټيټ کړې دی، که دوي چيرته دروسانو
له وتلو وروسته دريښتينې ملي مصالحي کوښښ کړې واي، جنګي مجرمين او جنايتکاران يي محکمو ته کش کړي واي، داردو دختمولو پر ځاي يي اردو کې اصلاحات
راوستي واي، او دغو خلکو ددې توان لرلو، که دا کار يي کړې واي، نو نن به مو دا بدې ورځې نه ليدلې.
دا درسره منم چې ډاکټر نجيب چوتاري کوله، خو دمجاهدينو ځواک خو دومره کمزوري نه وو چې دډاکټر نجيب چوتاري يي لاندې کړي.
خو اصل خبره دا وه چې دې مجاهدينو ته دآي اس آي او سي آي ای له خوا دا تعليمات ورکړل شوي وو، چې دملي او ملت وييزي په خولې اخيستل غټ حرام او سور کفر دی،
خو دادي نن له هر رنګه ګندونو ډکه ملي ضد جبهه جوړوي، او نوم هم دملي ورکوي، هغه وخت چې به چا دملت يا ملي وييزي وکاروه، نو سزا به يي مرګ وو، مرګ، يو دوست مې راته په ټليفوني خبرو کې ويل، چې څو ورځې وړاندې قریب الرحمن سعيد سويډن ته راغلې وو، نو په خبرو کې يي دا دملي او دملت وييزي ډیر کارول، نو ما ورته وويل چې:
سعيد صاحب، دحزب هغه وختونه دې هیر شول، چې هر چا دملي او ملت وييزي په ژبه
ياد کړل، نو ژبه به مو ترې پريکوله، نو سعيد صيب وويل: رښتيا واقيعيت همداسي وو،
خو هغه وخت مو سياسي رشد نه درلود، اوس مونږ ته پته ولګيده، چې ملي او ملت
څه مانا لري.

[quote:303f94176d]هغه اردو چې ټول یې قومي کنډکونه شول، په فوټ او متر به یې جګړه کوله، ټول قراردادیان وو، شراب، چرس، ښځې او هلکان یې په هره پوسته کې وو؟ تاسو کومه اردو یادوی؟[/quote:303f94176d]

وروره! که رښتيا راباندې وايي، نو په افغاني جهاد کې دمخلصينو تر څنګ ډیر داسي
فساق او فجار وو، چې په فسق او فجور کې يي له خلقيانو او پرچميان وراړولې وه،
زه چې دسياف برجسته قوماندانان له نږدې څخه پيژنم، نو ټول يي چرسيان، شراب خواره،
زنکه بازان، غله، او بچه بازان وو، او سياف له دې هر څه ښه خبر وو، خو څنګه چې هغوي دسپو
په شان دسیاف په خولې جنګيدل، نو سياف هم لکه دسپو ښه په ناز ساتل.
دافغانستان دڅو پنځوس کلنې اردو تار په تار کول، دپاکستان يو لوي ارمان وو، چې ورته ددې احمقو جانيانو په مټ ډیر په آسانه حاصل شو.

[quote:303f94176d]د نجیب ګاو د ظاهري ملي مصالحې ټوله دوره د قومي توپیرونو او تعصباتو د تخم کرلو ته خاص کړل شوې وه، ټوله تش په نامه اردو یې په قومي غونډونو بدله کړې وه چې د خپل سقوط نه وروسته یې د سم نیم جهادي تنظیمونو ځنې متعصبه مشران او وګړي په خپله مهلکه غیژ کې داسې راونغاړل چې نن یې زه او ته د کفر او اسلام په تحلیل کې پاتې یو .د روسانو میراثي اردو ته د افغانستان اردو ویل په واقعیت کې د هغوی حقانیت تسلیمول دي، چې پدې صورت کې د هغوی په وړاندې د ولس پاڅون هم خدای نخواسته تر سوال لاندې راځي![/quote:303f94176d]

دافغانستان اردو دروسانو میراثي نه وه، تاسو بايد دافغانستان داردو په اړه مطالعه
وکړۍ، هو روسانو دځينو لاسپوڅو په لاس افغان دولت او داردو ځينې سرکرده غړي
په خپل کنټرول کې راووست، خو بیا هم په ټوليز ډول اردو مسلمانه ملتپاله وه، آن تر دی
چې دمجاهدينو سره دجګړي پر مهال يي آذانونه هم کول، لمونځونه يي هم کول، او روژي
يي هم نيولی، ديوه وطن اردو خو يو عسکري جهاز وي، چې يو قوي ماشين ته ورته وي،
نو دغه ماشين داجباري اوامرو په وجه دچلوونکې اشارو او امرونو ته خاضع وي، نو حل په دی
کې نه وي، چې دغه ماشين له مينځه يوړل شي، ځکه چې دغه ماشين يا جهاز سبا ددې
وطن دحمايت لپاره بيا دهمدې جانب مقابل پکاريږي، بلکه حل په دې کې وي، چې جانب مقابل دغه ماشين روغ جوړ خپل قيادت لاندې راولي، او کار ترې واخلي.
په مينه


میوند ننګیال
07.02.2009

سلامونه او ښي چاري !
محترم سدوزي صيب ښه ليكنه مو کړي خو مشكلات چه ډير شو نو دطالبانوپه وخت كي ډير شولر دا صحيح ده چهى بعضي عربانووراني وكړخو چه زمونږحنفي علماؤڅومره ظلم او غلط كارونه وکړل عربانو ندي كړي لكه حلالول صحيح چه د جهاد دوره كي هم بعضي مجاهدينو يو څه كسان حلال كړي ول خو هغه ټو ل هغه ملحدين ول چه نه يي خور پيژنده او نه مور دافانستان پيغلي د طالبانو په وخت كي څومره دشمال نه پنجاب ته ويوړل شوي لكه هزاره ګان وژل چه دپا كستان يو څو سپو او مردارو ملايانو به فتوى ګاني وركولي دحسن جان نه پوښتنه وشوه چه په پاكستان او افغانستان كي خودكش روا ده نو جواب يي ورکړ چي :
جي باكستان كي حكومت دي اوقانون دي دلته خودكش ندي روا (ځكه هلته خو امريكايانو ددي لورګاني څټلي ) او افغانستان باندي خو يرغل شوي بيا يي د بوتان وران كړل او فتوى يي وركړه خو دده په ملك كي چه كوم بتان ول موهن جوداړو يا ټكسلا او نورځايو كي هغه تاريخ وه وايي چه د كابل پوهنتون ماته زما يو خپل وويلي چه كابل پوهنتون ته راغلي وه نو محصلينو ته يي ويلي چه علم وکړي سا ينس څه كوي او قسم په خداي چه د پيښور په يو پوهنتو ن كي وويلي چه ساينس او ټكنا لوجي كي پرمختګ وكړي ځكه دادكاميابي لاره ده وا اسلام صرف دافغانستان لپاره وه او كنه داد الله درواخله يو متعصب او ظالم انسان وه شمالي كي يي يو كس راونيو ه ورته يي وويلي چه لمونځ تير كړه په لمانځه كي غلط شوي وه وي داسي يي وويشته لكه نخښه چه سړي ولي لوي مشكل طالبان ول او دي يواځي عرب بايد ملامت نشي ډيرمشكل د پاكسنتان نه هم لرو ٠
مننه


میوند ننګیال
08.02.2009

سلامونه او ښي چاري !
محترم سدوزي صيب ښه ليكنه مو کړي خو مشكلات چه ډير شو نو دطالبانوپه وخت كي ډير شولر دا صحيح ده چهى بعضي عربانووراني وكړخو چه زمونږحنفي علماؤڅومره ظلم او غلط كارونه وکړل عربانو ندي كړي لكه حلالول صحيح چه د جهاد دوره كي هم بعضي مجاهدينو يو څه كسان حلال كړي ول خو هغه ټو ل هغه ملحدين ول چه نه يي خور پيژنده او نه مور دافانستان پيغلي د طالبانو په وخت كي څومره دشمال نه پنجاب ته ويوړل شوي لكه هزاره ګان وژل چه دپا كستان يو څو سپو او مردارو ملايانو به فتوى ګاني وركولي دحسن جان نه پوښتنه وشوه چه په پاكستان او افغانستان كي خودكش روا ده نو جواب يي ورکړ چي :
جي باكستان كي حكومت دي اوقانون دي دلته خودكش ندي روا (ځكه هلته خو امريكايانو ددي لورګاني څټلي ) او افغانستان باندي خو يرغل شوي بيا يي د بوتان وران كړل او فتوى يي وركړه خو دده په ملك كي چه كوم بتان ول موهن جوداړو يا ټكسلا او نورځايو كي هغه تاريخ وه وايي چه د كابل پوهنتون ماته زما يو خپل وويلي چه كابل پوهنتون ته راغلي وه نو محصلينو ته يي ويلي چه علم وکړي سا ينس څه كوي او قسم په خداي چه د پيښور په يو پوهنتو ن كي وويلي چه ساينس او ټكنا لوجي كي پرمختګ وكړي ځكه دادكاميابي لاره ده وا اسلام صرف دافغانستان لپاره وه او كنه داد الله درواخله يو متعصب او ظالم انسان وه شمالي كي يي يو كس راونيو ه ورته يي وويلي چه لمونځ تير كړه په لمانځه كي غلط شوي وه وي داسي يي وويشته لكه نخښه چه سړي ولي لوي مشكل طالبان ول او دي يواځي عرب بايد ملامت نشي ډيرمشكل د پاكسنتان نه هم لرو ٠
مننه


محمد احمد حمي
09.02.2009

السلام عليكم
ټولو په موضوع كي را ګډو او شريكو وروڼو ته نيكي هيلي او پېرزويني

لومړى ورور چي كمه نوشته كړيده په هغه كي يې ډير زور دخوارجو وټكي ته وركړيدى ، يعني ګواكي دسوات او قبائل جنګياليان يې په خوراجو كي شمار كړل ، خير ، دا به ورسره ومنو ،خبره په دې كي ده چي دبحث په دوران كي يې يوازي دمحمد ناصر الدين الالباني وكتاب فتنة التكفير ته حواله وركړيده ، سره له دي چي دچا په اړه چي دى ږغيږي هغوى ټول تقريبا حنفيان دى ، او الباني دشام او سيدونكى لومړى حنفى ؤ بيا دسلفِ صالحينو دنامه څخه په بده ګټه اخيستلو سره دوهابيت عقيده من شو ، او دڅلورو مذهبونو دعلماؤ څخه يې په ډيرو مسئلو كي اختلافات وكړه ، او په احاديثو كي يې ډير صحيح احاديث ضعيف او ډير ضعيف يې صحيح وبلل ، په همدې لړ كي يې ډير كتابونه هم وليكل چي مشهور يې سلسلة الاحاديث الصحيحة په اوو 7 ټوكونو كي او سلسلة الاحاديث الضعيفة په لسو 10 ټوكونو كي (له ما سره موجود دي) او څه نور كتابونه يې هم سته .
الباني پر احاديثو باندي په تجاوز كولو كي تردې حده پورى ورسيدى چي وې ويل:
په صحيح مسلم كي هم ضعيف او كمزوري احاديث شته .
سره له دي چي داسلام دمقدس دين دڅوارلسو پيړيو علماؤ دصحيح بخاري او صحيح مسلم احاديث ټول صحيح بللي دي ، ځكه نو دالباني په رد كي بيا ډير كتابونه په سعودي، مصر، شام، او نورو هيوادونو كي وليكل سوه ، چي دنوموړي ناپړيتي او ناخواله تحقيقات چي دى پرې نازيدى ،ټول يې ورته له خاورو سره خاوري كړه .
الباني دا هم ويل چي تراويح اته ركعاته كول پكار دي ، پرده باندي ددې مسئلې په رد كي باچا خان چي په خټه پښتون او په قطر كي اوسيدونكي كلك عالم دى په عربي كي په دوو غټو جلدونو كي يو كتاب وليكئ ، ګومان كوم چي نوم به يې (التحقيق الامين في الرد على الالباني المسكين) وي ، ...........
پرهر تقدير دليكني مقصد مي دادى چي دپښتنو پر احوالو باندي دڅيړني كولو په دوران كي پكار ده چي وهغو كتابو ته حواله وركړل سي كم چي په دوى كي منل سوى ، مشهور ، معلوم او معروف دى ،
آيا دحنفي فقه په ټولو كتابو كي پر دې موضوع باندي چا څه نوشته نه وه كړي چي زموږ ښاغلى ليكونكى دې ته اړ شو تر څو دوهابي الباني عبارتونه موږ ته پيش كړي ، او دهغو ترجمې را ته وكړي ، كه دى په خپله هم دالباني غوندي عقيده لري ، نو هغه دي له ځانه سره وساتي ، او دا زهر دي نور په پښتنو سوچه مسلمانانو ورڼو كي نه خپروي ، او پښتانه دي هم خبر وي چي دداسي خلګو پر خبرو دي غوږ نه نيسي .
والسلام مع الاكرام


و.افغان
09.02.2009

دبحث ټولو ګډونوالو ته سلامونه او نیکې هيلي:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
لمړۍ وروڼو بايد واضحه کړم، چې دطالبانو دتحريک غوڅ اکثريت کې دخروج يا تکفير
فکره نشته، خو له دی هم انکار نه کوم، چې دطالبانو له پرځيدو وروسته ځينې داسې خلک پيدا شو چې طالبانو ته منسوبوي،
خو طالبان نه دی، دخوارجو او تکفيريانو مفکورو ته ورته افکار لري، چې دا خلک دځايي
استخباراتي مؤسسو له خوا رهبري کيږي، او له تخریب، ورانۍ، او دمعصومو وينو تويولو
څخه يي پرته بل کار نه وي، دا خلک په دوه ډوله دي، ځينې يي فکري داسي جوړ دي، او دا
ډول هغه خلک دي چې دالقاعدي سره تړاو لري، دوهم ډول بیا داسي دي، چې داستخباراتي شبکو سره تړلي دي، کفر او اسلام ورته اهميت نه لري، خو دخپلو مفاداتو
په خاطر دخارجي فکرې دخورولو لپاره لاس په کار لګيا وي، او دا ډله دتخريبوونکو په رهبريت کې واقع دي، چې له بده مرغه بيا خپل لاسونه په پاکو طالبانو مږي.
ځينې وروڼو ته به زما پورتنۍ خبرې تعجبآورې ښکاري، خو حقيقت همداسې دی، دارنګه
خلک شته، چې کشران يي هم معلوم دي، او مشران يي هم معلوم دي.

زما له ښاغلي ابدالي او دهغه هم آنده ملګرو څخه دا پوښتنه ده ، چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم دخوارجو باره کې وايي: (يمرقون من الدين کما یمرق السهم من الرمية، فاذا لقيتموهم فاقتلوهم، فان فی قتلهم اجرا لمن قتلهم یوم القيامة).
ژباړه: دا خوارج له دين څخه داسي ووځي، لکه غشۍ چې له کمان څخه ووځي، هر وخت
چې تاسو له هغوي سره مخ شۍ، نو مړه يي کړۍ، په تحقیق سره دقيامت په ورځ به دهغه
چا لپاره ډير اجر وي، چې دغه خوراج يي وژلي وي؟

[color=white:40937b0568]
نو محترمو: دهغه چا په اړه مو څه نظر دۍ، چې ددې خوارجو حمايت کوي، رهبري يي کوي ،
وسلې ورکوي، او مسلمانان پرې وژني؟
آیا هغوي هم بايد ددې خوارجو په رنګ ووژل شي، او که څنګه؟
آيا هماغسې اجر به يي په وژلو کې نه وي، کوم اجر چې دخوارجو په وژلو کې وي؟؟
په درنښت.
[/color:40937b0568]


میوند ننګیال
10.02.2009

ګران ورورحميم صيب !
دهر څه نه مخكښي دټول أفغان چوپال ته پخير راغلي .

تاسو ليكلي :

الباني پر احاديثو باندي په تجاوز كولو كي تردې حده پورى ورسيدى چي وې ويل:
په صحيح مسلم كي هم ضعيف او كمزوري احاديث شته ٠

ګرانه د احاديثو ضعيف موضوع يا متروك خبره دالباني خبره نده پدي باندي ډير كار شو ي ډير وخت يي نيو لي او ډيرو علماؤ پري غټ غټ كتابونه ليكلي که چيرته د مصطلح الحديث په باره معلومات لري او يا دي لوستي وي نو بيا به دي دا خبره نه كوله ځكه تا ته به ددي معلو مات وي چه مسلم كي ضعيف حديث شته او كنه بله داچه تا چه د الباني په باره كي څه ليكلي دغټو غټو علماؤ هم نيوكي شوي لكه امام ابو حنيفة رحمةالله عليه چه لمونځ فارسي ته اړولي وه امام شو كاني غير مقلد وه شاه ولي الله وايي تقليد واجب دي زمخشري چه يو لوي مفسر وه او دتفسير ومخشري مؤلف دي علماء وايي چه معتزلي وه امام غزالي پخپل كتاب احياءعلو مالدين كي داسي حوالي وركړي چه علماءء وايي بيخي د منلو وړ ندي امام يوسف دجمعي لمونځ وكړنودجمعي نه وروسته چا ورته وويل چه تا په كوم ځاي كي او دس كړي وه نو هغه اويو كي مږه مرداره شوي وه چه زمونږحنفي مذهب كي بايد لمونځ راوګرځول شي خو هغه لمونځ راونه ګرځوه دسيد قطب باره كي هم ستا غوندي خلكو ډير څه ويلي خو په ځاي ددي چه تا په الباني نيوكه كړي بايد دخوارجو او يا ددي ليكني مربوط دي د حنفي علماؤ ليكني راوړي وي مونږ به هم تري فايده مند شوي وو دا ليكنه ددي باره كي نه وه چه الباني څنګه دي زه هم د بعضي علماء باندي تنقيد لرم خو دانده چه مونږدي په هغوي تنقيد وكړو ډيرداسي نور مسايل شته چه مونږبا يد پر ي ليكني وكړو اودحل لاره يي پيدا کړو٠


رښتینی
10.02.2009

ښاغلي ننګيال صيب اياتاسو دحديثو ديوه فن چي جرح اوتعديل ورته
وايي په اړه مالومات لري اوكه نه ؟

كه يي لرئ نو ليكنه مواصلاح غواړي اوكه يي نلرئ نوليكنه مو زما
په اند موجه نده ځكه د صحيح مسلم اوصحيح بخاري خبر بيله ده او
دحديثودموضوعي او غيرموضوعي حديثو خبره بيله ده
ښاغلي حميم په الباني ځكه نيوكه كړي ده چي هغه دصحيح حديثو
په كتاب (مسلم شريف)حكم كړي چي په دي كي كمزوري حديث دي
دي خوداسي نه وايي چي ګواكي كمزوري حديث له سره شتون نلري
كمزوري حديث پريمانه دي ځكه دموضوعات په نامه لوي كتابونه
ليكل شوي دي خو په مسلم كي كمزوري حديث نشته او الباني وايي
چي په مسلم كي اوهمدابه د حميم صيب موخه وي

په مينه


میوند ننګیال
10.02.2009

ګران حامد صيب !
كه الباني وايي چه موضوع يا ضعيف دي دليل به لري .
حامد صيب كيداي شي چه دالباني خبره داسي وي چه دكوم حديث متن قوي وي خو سند يي ضعيفة وي او دوي پر ي نوي پوه شوي .


و.افغان
10.02.2009

درنو ګډونوالو ته سلامونه او نیکې هيلي:
زمونږ ګران ورور حميم صاحب که چيرته په شيخ البانې خپله نیوکه په مثالونو کې توضيح
کړي، خو خبره به ښه واضحه شي، په داسې موضوعګانو له مثال پرته نيوکه راته دومره ګټور نه ښکاري.
دصحيح مسلم په مقدمه کې دامام مسلم رحمه الله له خبرو څخه، په صحيح مسلم کې دامام مسلم له منهج څخه، دصحیح مسلم په اړه دمحدثينو او نقادو له تطبيقاتو څخه،
او دصحيح مسلم سره زما دخپل درې کلن علمي څيړنيز تعامل څخه راته جوتيږي، چې په صحيح مسلم کې احاديث څو ډوله دي، اصول دي چې په قوي، لوړ صحيح اسانيدو دباب په پيل کې راوړل، بل متابعات دي چې دمتابعت په نيت مخکينیو حديثو پسې راوړل کیږي، او داسانيدو قوت يي لکه دمخکينۍ حديثونو غوندې نه وي، او بل هغه معلول (معلل) احاديث دي، چې په سند يا متن کې يي علت وي، او امام مسلم رحمه الله يي دهمدې لپاره راوړي وي، چې علت يي په ګوته کړي، په اغلب حالت کې امام مسلم دغه معلول اسانيد يا متون په باب کې له صحيح احاديثو وروسته راوړي، کله کله تعلیل ته اشاره وکړي، او کله کله يي يواځې دډیرو صحیحو حدیثونو وروسته په ذکر کولو اکتفاء کوي، چې مطلب په داسې ځاي له ذکر کولو څخه دهغه حدیث تعلیل وي, او دغه معلول حدیثونه او اسانید په اصولو کې نه شمیرل کیږي، (ددې ډیر مثالونه لرم چې دحديثي تاريخ په اوږدو کې محدثينو ورته اشاره کړې).
امام مسلم رحمه الله په مقدمه کې وايي:
((فأما القسم الأول: فإنا نتوخى أن نقدم الأخبار التي هي أسلم من العيوب من غيرها وأنقى، من أن يكون ناقلوها أهل استقامة في الحديث، وإتقان لما نقلوا، لم يوجد في روايتهم اختلاف شديد ولا تخليط فاحش كما قد عثر فيه على كثير من المحدثين وبان ذلك في حديثهم، فإن نحن تقصينا أخبار هذا الصنف من الناس أتبعنا أخبارا يقع في أسانيدها بعض من ليس بالموصوف بالحفظ والإتقان كالصنف المقدم قبلهم على أنهم وإن كانوا فيما وصفنا دونهم فإن اسم الستر)).

په درنښت


وصيل پېروز
20.02.2009

پتوال صاحب داسي ښکاري چي ښه مفتي هم يې ځکه داسي ژرژرفتواوې ورکوې لکه په جيب کي چي دي وي . يقيناًښه ذهن دي دی ځکه دکتابونوکتنه نه درڅخه غواړي بلکه له ياده يې ورکوي . افرين دی درباندي وي . خويوه خبره بايددرته وکړم چي دومره ژرهم بايدسړی دکفرفتوی ورنه کړي ځکه دنبي کريم صلی الله عليه وسلم حدیث چي څوک یوچاته کافرووايي که هغه حديث پرداسړي صادق نه شونودکفر فتوی ورکوونکی په خپله پرې کافرکيږي . داسي ښکاري چي اسلامي احساس نه لرې بلکه دپښتونيزم په ځاله کي نښتی يې . موږمسلمانان يونورکه پښتانه وي که ازبک،پنجابی وي که امريکایی خوچي اسلام ته خدمت کوي زموږوروردی اوموږ يې ترشاولاړيو. تاله دې وجې طالبان کافران بللي چي پښتانه يې درپه درکړي په دې څوک نه کافرکيږي . سمه ده يوطالب به بې عقلي کړې وي ته فرض کړه ږېره خرېیلی سړی به يې وژلی وي داکافرنه شوبلکه ګنهکارشو. نورمي زړه پردرسوزيږي ځکه يو خودي ډېري عربي جملې ليکلې دي که دي خبرې نوري هم ردوونوزړه به دي ولويږي . خدای دي هغوټولوملګروته هدايت وکړي چي دنشنليزم په جال کي نښتي اواسلام ترې هېردی لکه پتوال صاحب .


رښتینی
20.02.2009

ښاغلي فيروز صيب سلام او نيكي هيلي مي ومنه !
محترمه تاسو دپتوال دليكني دپيل جملي ته ځير شئ:

[color=darkblue:0247423fb3]دښاغلي ابدالي په قلم ، له دستار څخه : [/color:0247423fb3]

اوبل تاسو عربي جملي يادي كړي دي خو هغه قراني ايتونه او حديث دي
اوټولو طالبانوته نه بلكي يوي ځانګړي اومخصوصي ډلي (تكفيريانو)ته
متوجه دي نو تاسو زړه هيڅكله مه پري سوځوئ او هري جملي ته يي منطقي
او مستنددلايل وليكئ چي موږهم خوند ورنه واخلو

اوټول افغان ته ستاراتګ ته هركلي وايم

په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more