د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مونږهم کاندید لرو !

larghonay laraway
02.02.2009

يو ملګري راته په بريښناليك (د مونږ هم كانديد لرو) په نامه لاندې مطلب رالېږلى ؤ چې د بريښناليك له لارې پرې تاوده بحثونه روان دي ما وغوښتل چې ستاسو سره يې شريك كړم.

مونږهم کاندید لرو !

راتلونکي عمومی ټاکنې چې بايد سږ کال تر سره شي،تر اوسه پورې د ګنګوسو له مخې څو کسانو خپل ځانونه کانديد کړي دي.سره له دې چې په رسمي ډول د يو کانديد له خوا هم دا نه ده په ډاګه شوې.په دغو کانديدانو کې د پخوانيو جهادي ډلو استازي او ښي اړخه شخصيتونو نومونه ډېراخيستل کيږي.

ډېر افغانان ددغو انتخاباتو پايلو ته خوشبين نه دي.حتی د پارلمان يوې غړې شکريا بارکزۍ د رسنيو سره په يوه مرکه ويلي: "افغانان به دا ځل د بد او بدترين تر منځ صندوقونه ته اوټونه اچوي. "
له بلې خوا افغانانو نن په هغو چا باور له لاسه ورکړی چې د کرزي سره يو ځای د قدرت پر ګاډۍ کښېناستلي.هغوی يو بېل الترناتيو غواړي.داسې الترناتيو يا بديل چې ددغو ډلو سره تړاو و نه لري.خو دغه بديل چېرته دی،څوک دی؟ ډېر عادي افغانان د زړه خبره کوي:"که نن ډاکتر نجيب الله ژوندی وی٩٥ ٪ افغانانو هغه ته خپلې رايې ورکولې."دا وړاندې ينه تېر کال نظر پوښتنې هم سابته کړې چې د شهيد نجيب الله په هکله د افغانانو سره يوې خپلواکې موسسې په لار اچولې وه.

د دې مانا څه ده؟ آيا ددې مانا دا نه ده ,او هغه وخت را رسيدلی نه دی، چې د تېر د خلک دموکراتيک ګوند(وطن ګوند) د حاکميت، مترقي ځواکونه بېرته ميدان ته راووځي؟

دډیرو په اند ،هو، هغه وخت را رسيدلی دی، او لا د خلک دموکراتيک ( وطن ګوند ) په ليکو کې داسې څېري شته چې د مسالمت اميزي مبارزې ډګر ته ور ودانګي او جګړه ځپلی افغانستان د روان کړکيچ څخه وباسي.

اوس دې پوښتنې ته راځو چې چېرته دی دا بديل؟ آيا داسې څوک شته چې د ډاکتر نجيب الله ځای ډک کړي؟

هو !داسې شخصيتونه شته چې د شهيد نجيب الله ځای ډک کړي، او يو د هغو له منځ نه ډاکتر حبيب منګل دی، چې باید په راتلونکو انتخاباتو کې ځان د ولس مشرۍ لپاره کانديد کړي.وتلی سياست پوه،سابقه دار ديپلومات، برجسته نطاق ، پراخه علمي زېرمه،د وطن او خلکو سره ناپايه مينه، زړه ور مبارز، پاک لاس. دا هغه ځانګړتياوې دي چې په ډاکتر حبيب منګل کې يې موږ موندلی شو.

ګرانو هېوادوالو !

ددې وطن برخليک ستاسو په لاس کې دی.ستاسو انساني او اسلامي دنده ده چې هغه چاته رايه ورکړی، چې وطن د روانې غميزې نه وباسي او تاسو دلوی خدای په برکت دتروریزم ،جګړی ،نیستی ، فساد ،بی قانونی ُ ظلمونو او ستم څخه وژغوري.


هیښ
02.02.2009

سلامونه
ښاغلئ لرغونئ !
زه خو پوه نه شوم چه داليکنه ستا ده اوکه ستا دملګري ده .
بل داچه د [color=white:49dc337de0] موږ [/color:49dc337de0]نه ستاسي موخه څوک دي ؟
دليکنې دمتن نه خو داسې ښکاري چه دموږ په سپږنه بړستن کې پخواني دپرچم دبانډ ګرګ وهلي غړي نغښتي دي ،نو بيا که کوم سازمان او ډله لرئ ،هلته داسوال مطرح کړئ او يو ددغو نابغه ګانو او دلعنتي کارمل دنخبه ګانونه دنوي خيانت او جنايت دپاره راوړاندې کړئ .
دافغانستان روان مصيبت خو د همدغو دپرديو افکارو نه ډکوککريو د خايينانه کردار اورفتار ثمره ده .

مننه


Ghairat
02.02.2009

[color=blue:6204f20f20]مونږ هم یوکاندید لرو[/color:6204f20f20]یعنې څه، کاندید خو هر څوک لرلی شي،خو د [color=white:6204f20f20]مونږ[/color:6204f20f20] ټکی هر سر پیازــ کون پیاز کارولی نشي،که له مونږ نه مطلب پرچمیان وي نو دوی خو تاریخ وهلي تاریخ ځپلي تاریخ لړلي او تاریخ د اسفل السافلین جهنمي کندې ته غورځولي دي، دوی باید اول د ملت له محشري محاکمي څخه برأت واخلي ، حبیب منګل دې د ملت په وړاندې په افغانستان باندې د خپل بادار شوروي د پوځي تیري او لس کلن ناتار ځواب ووايي
که اعدام نشو او برئت یې واخیست بیا به د کاندید کیدو حق هم ولري ۰
داچې ګلاب ځوی فتنه پځي ته په ټوله پکتیا کې دومره بیسواده ، بی شعوره ځنګلیان پیدا شول چې نوموړی ته یې د شورا له پاره رایې ورکړې، او یا علومي په خپل سمت کې د څوتنو سمتپالو رايې تر لاسه کړې نو حبیب منګل یې باید دومره شعور او پوهه خو ولري چې چې افغانستان نه پکتیا ده اونه د سمتپالو ځاله ،چې د علومي او او ګلاب ځوی په څیر به د شوروي د دغه ګوډاګي جنایتکاره سیاسي ماضي له پامه غورځوي او بل چاته نه، ده ته به رایه ورکوي ؟؟؟؟


میوند ننګیال
02.02.2009

سلامونه!
ايا دا دشرم خبره نده چي هغه څوك كانديد كړودچا دوجي نه چي دا ديرش كاله افغانستا ن په اور كي دي


ډاکتر څپاند
02.02.2009

ډيرو درنو او دقدر وړ هيوادوالو!
موږ له يوی خوا داسلاميت،ملي والي او ولسواکۍ خبری کوو او بيا سم دم 
پخپله دهغو خلاف جبهۀ کی ولاړيږو؟
که په دموکراسی عقيده لرۍ،نوبيا دا خبره ډيره بي خونده ښکاري چه يوشمير
 پکتياوال دګلابزوی په خاطر بيسواده،بيشعوره،ځنګليان او يا کندهاريان 
دعلومي په خاطرستميان وبولو٠

دا وقعيت اظهرمن الشمس دی چه پرچمي،خلقی،جهادی،طالبي او اوس د
دموکراسی مګر اشغال تر شرايطو لاندي،زموږ بيګناه او بيچاره هيوادوال
په ډيره بیرحمۍ سره وزورول شول٠مګر دابايد هير نکړو چه په طالبانو،
اوسنی واکدار رژيم په ليکو،جهادی ډلو او دغه راز پرچمي اوخلقي حلقو کی هم
ځينی شريف،وطنپرسته او دښه نيت او ښه استعداد خاوندان شته دي٠
که ديوه واقعی ازاد او دموکراتيک انتخاب له لاری(البته داشغال په شرايطو کی
دازادو او دموکراتيکو انتخاباتو انتظار دخوب ليده دي او بس)زموږ هيوادوال
خپل نمايندګان دپورتنينو ډلو ټپلو ا و يا د هغی نه دباندي ماحول نه وټاکي،
ملت ئی خاماخا منونکی دی٠که ملت داسی يو شخص يا يوه ډله دمنلو وړ نه ګڼی
نو هغه دی چه دقانون سره سم به ايستضاح شي اوکه لازم وی صلب اعتمادبه
 کړی شی٠
ددی نه بغير که يوی خوا د ولسواکی ناری سوری پورته او دبلی خوا بيا داووايو
چه احمد کمونست،محمود CIA،کلبیISI ٠٠٠ او نور او نور،نو موږ به هيڅکله
هم يو مستعد،ملی او دمکرات رهبرپيدانکړی شو٠
 


z.shaheen
02.02.2009

موضوع کاندید شدن اشخاص را میتوان از دو دیدگاه برسی نمود.
یکی نظر به دلایل گوناگون موضوع داشتن سمپاتی به شخص کاندید است و دیگر اینکه کاندید شدن یک شخص از نگاه مشروعیت قانونی مطرح بحث قرار میگیرد. در برابر قانون همه اتباع افغانستان دارای حقوق مساوی اند و آقای حبیب منگل هم ازین حقوق برخوردار است!!! اگر نامبرده خود را کاندید کند وشماری کافی مردم افغانستان با وجود دانستن سابقۀ پرچمی اش برایش رای بدهند نوش جانش باد و اتباع اصولی کشور باید آرای مردم را محترم بشمارند.

[color=blue:291e6142b8]فصل چهارم قانون انتخابات
انتخاب کننده گان و انتخاب شونده گان
شرایط انتخاب کننده گان وانتخاب شونده گان :
ماده سیزدهم :
1- شرایط انتخاب کننده گان :
هر افغان واجد شرایط آتی میتواند در انتخابات ریاست جمهوری ، شورای ملی و شورا های ولایات وشورا های ولسوالی ها را ی بدهد:
1- درزمان انتخابات سن 18 سالگی را تکمیل نموده باشد.
2-هنگام ثبت نام تابعیت افغانستان را دارا باشد .
3- به حکم قانون یا فیصله محکمه با صلاحیت از حقوق سیاسی و مدنی محروم نگردیده باشد.
4- اسمش درلست ثبت نام رای دهنده گان درج باشد.
2- شرایط انتخاب شونده گان:
1- هرافغان واجد شرایط می تواند خود را درانتخابات ریاست جمهوری ، شورای ملی و شوراهای ولایتی وولسوالی ها کاندید نماید.
2-قاضی القضات اعضای ستره محکمه ولوی څارنوالی حین تصدی وظیفه نمیتوانند درانتخابات ریاست جمهوری ، شورای ملی ، شوراهای ولایات وشوراهای ولسوالی ها خود را کاندید نمایند .
3- منسوبین قوای مسلح (وزارت های دفاع ملی وامور داخله وریاست عمومی امنیت ملی) حین تصدی وظیفه نمیتوانند درانتخابات ریاست جمهوری ، شورای ملی، شوراهای ولایات ، شوراهای ولسوالی ها خود را کاندید نمایند مگر اینکه 75 روز قبل از تدویر انتخابات از ارگان های مربوط استعفی نمایند .
4- اعضای حکومت ، قضات ، څارنوالان و کارکنان ملکی که خود را کاندید پست ریاست جمهوری ، شورای ملی، شوراهای ولایات وشوراهای ولسوالی ها نمایند ، مکلف اند 75 روز قبل از تدویر انتخابات از وظیفه استعفی نمایند .
5- هرگاه کاندیدان مندرج جزء 4 این فقره درانتخابات موفق نشوند عواقب استعفی بالا ایشان تطبیق نگردیده درصورت مراجعه الی 20 روز بعد از ختم انتخابات دوباره بوظیفه قبلی ادامه میدهند . به استثنای عهده های انتخاباتی ، مدت بین ختم ، انتخابات ومراجعه درخلال 20 روز به رخصتی قانونی آن ها محاسبه میشود.[/color:291e6142b8]


Sangar Watan
03.02.2009

دښاغلي لاروي د بريښنا ليک منشه !
http://www.tolafghan.com/home/detail/12427


مونږ هم كانديد لرو

larghonay laraway
03.02.2009

ټولو ته سلامونه!
ما د (مونږ هم كانديد لرو) ليكنې پر سر څرګنده كړې وه چې ماته دغه ايمل چا رالېږلى ؤ. نوكه كوم ورور ته روښانه نه وي بايد پوه شي چې زما ليكنه نه ده او نه ورسره موافق يم خو په دې ليكنه د انټرنيټ له لارې په بريښناليكونو كې تاوده بحثونه روان دي ځكه ما ستاسو مخې ته وړاندې كړه.


Ghairat
03.02.2009

دروند سپاند صاحب اوټولودوستانو ته سلام او درناوی!

دموکراسي د اندونو روښانتیا او ددې له باره د بیان آزادي او په نتيجه کې بیا آزاده تصمیم ګیري ده د انتخاباتو، شورا د وکیلانو اونورو سیمییزو استازو له لاری!
د اند روښانتیا په پړاوکې لا دقیقه محاسبه باید له هر کاندید سره وشي او په نورو پړاوونوکې لا بشپړه شي۰ دچا خبره که په [quote:46c04409b6]پرچمي اوخلقي حلقو کی هم ځينی شريف،وطنپرسته او دښه نيت او ښه استعداد خاوندان [/quote:46c04409b6] وي ،چې شک پرته شته ،خو دا باید هغه اشخاص وي چې صفوفوته منسوب وي اود اولیه ګوندي سازمان له مشرۍ څخه په لوړه کچه لکه د سیمه ییزو سازمانونومشري، د شهري او ولایتي کميټې غړیتوی، د مرګزي کمېټې یا سیایي دفتر غړیتوب یې نه وي کړی یعنې په سیاسي مسولیت کې نه راځي!
نوکه دوی په شخصي توګه د چا په وینو لاسونه سره اود چا د غوښوپه خوړلو یې خولې ککړې نه وي او کاندید شي ،که د بري چانس نه لري نو د کاندید کیدو حق
خو به به ولري!
د خلق او پرچم سیاست د ملي خیانت سیاست و، د شوروي ګوډاګیتوب د ملي آزادۍ او ملي واکمنۍ پر ضدعمل دی اومنسوب حاملین اوعاملین یې ملي خاینان دي ،نو په هغوی کې چاته صادق، وطنپرست او
داسې نور ستاینویلي کارول زیاتی او په افغانولس تیری دی!
دموکراسي له انارښۍ سره توپیر لري اوهر حوک په هر ځای چې هر څه چې یې زړه غواړي نشي کولای او شهر ناپرسان ورته نشوویلی) نو که پورتني اصول په کې مراعات نشي لکه د علومي ،ګلاب ځوی په ټاکنه کې چې مرعات نشول، بیا نو د اړوندوموکلانو د شعور کچه له د دیموکراسۍ له غوښتنو څخه ډیره ټیټه ده، اوله
همدې ټیټوالي څخه چې ښايي یو ځای په سمت پالنې( نه ستم پالنې چې غلط راخیستل شوی) او بل ځای ناپوهۍ ولاړه وي ، علومي اوګلاب ځوی ناوړه ګټه پورته کړې وي! ناوړه نتيجه یې تاسې ټول وینئ چې دعه دواړه د ملي ګټو پر ضد بیا شمالي تلوالې سره ولاړ او د ناملي جبهې غړي دي او د روسیې په پلوي هلې ځلې کوي!


عادل عادل
03.02.2009

وروره د خلکو سترګو ته خاورې مه شیندی او خدای ته وګوری په زخمونو یې مالګې مه دوړوی.

ناولي کمونستان وخت ناوخت خپل کرغیړن مخونه د ولس په هنداره کې ګوري په دې طمع چې نور به ددوی په وړاندې د خلکو حساسیت د منځه تللی وي او جرمونه به یې هیر او بښل شوي وي ؟ هیڅکله نه !!!

ډاکټر نجیب یو قاتل، لاسپوڅی، خاین او ملحد انسان وو چې د نن ورځې ټولې بدبختئ او غمیزې ددغه کرغیړنې څیرې او دده د بادارانو او لارویو د لاس زیږنده ده.

که نجیب ته څوک شهید وایي نو په حقیقت کې د یونیم ملیون شهیدانو وینو ته سپکاوی کوي

که نجیب او هر لاسپوڅي ته څوک پښتون وایي نو په حقیقت کې د پښتو او پښتنو سره دښمني او جفا کوي.

مړه او ذلیل دې وي کمونستان او ننني منافقین او لاسپوڅي.


pattang
03.02.2009

وروڼو نجيب هغه غوا يي او شرابخور و چې دخاد دامريت په وخت کې يې انسانان
په لغتو وژلي دي ٠ ددې منافقينو ملحدينو اولس خرڅوونکو چې زور ونرسيږي
نوبيا دملي، هېواددوست او مسلمان نارې وهي ٠
نالت پر دې مردارخورو زه ددوی هم پښتو پېژنم او هم غيرت قصې ډېرې دي خو زه
يو څه مريض يم د هر يو په مخ مې ور توکل او بيابه مې ځړاوو٠
رابشو حبيب منګل ته هغه هم دکارمل د غوجلې منافق چاپلوس خوسکی دی لعنت
پردې غوړ مخي چاپلوس ، منافق مردارخواره ٠


بابړ
09.02.2009

ولسشرۍ ته د کانديدانو په کتار کي يوه نوې زياتېدنه

http://talafghan
.com/messegesandreports
/walasmashraetadakandidanonaw
eezafatanae=khabartya.html

د افغانستان د ملي دفاع پخوانۍ وزير او د افغانستان د سولي د
غورځنګ لارښود ډګر جنرال شهنواز تڼۍ د خپل ګوند لخوا د
راتلونکي ولسمشرۍ لپاره د کانديد په توګه و نومول شو .
په مسکو کي د دغه ګوند شورا وايي چي ډګر جنرال شهنواز
تڼۍ د کاري وړتيا او پوهي له امله د ولسمشرۍ چوکۍ ته
وړ کانديد دی .


pattang
09.02.2009

بابړ صيب سلام عليکم !
پردې کې به شک نوي چې شهنواز تڼي پښتني کلتور په کور کې ساته
(له اورېدو درته وايم ) خو هغه په داسې يوه چيکړ کې ګډ و چې ټول اولس
يې په غم ولاړه ٠ شهنواز تڼی دهغه ګوند غړی دی چې د افغانستان داولس
له کلتور،دين او عنعناتو سره يې بنيادي دوښمني لرله او ملت يې تبا که٠
دانالتيان اوس خپله شورا په مسکو کې لري، له مسکو او دروسانو له
تېرې اوغېرې قانوني حملې زمونږ اولس کرکه او وېره لري٠  
تڼی او دهغه ملګري دې خپل وخت نه ضايع کوي ،خپلې شپې دې له
روسۍ ا وتکې سره تېره وي٠
په شهنواز تڼی او دهغه په ملګرو حقوقي پورپاته دی اوهغه دادی
چې ديوې شريعي او افغاني محکمي  په مخ کې له خپل جنايته دفاع وکړي
او اولس ته ځواب ورکړي٠  
نالت پردې لوده خبيسانوچې  يوپه جرم او ګناه ککړ انسان د اولسمشر ځای ته
ټاکي او وړاندې کوي يې ٠

[quote:6ea12ca87b="بابړ"]ولسشرۍ ته د کانديدانو په کتار کي يوه نوې زياتېدنه

http://talafghan
.com/messegesandreports
/walasmashraetadakandidanonaw
eezafatanae=khabartya.html

د افغانستان د ملي دفاع پخوانۍ وزير او د افغانستان د سولي د
غورځنګ لارښود ډګر جنرال شهنواز تڼۍ د خپل ګوند لخوا د
راتلونکي ولسمشرۍ لپاره د کانديد په توګه و نومول شو .
په مسکو کي د دغه ګوند شورا وايي چي ډګر جنرال شهنواز
تڼۍ د کاري وړتيا او پوهي له امله د ولسمشرۍ چوکۍ ته
وړ کانديد دی .[/quote:6ea12ca87b]


Sangar Watan
15.03.2009

او دادی کانديد ميدان ته راودانګل،

[quote:bc13145a02]

مجلس موسسان دراخیر مصوبه يی رادر زمینه شرکت فعالانه در دومین انتخابات ریاست جمهوری به تصویب رساند که بر اساس ان داکتر حبیب منگل شخصیت سیاسی و اجتماعی ،دیپلومات شناخته شده وازجمله فعالین نهضت فراگیر به کرسی ریاست جمهوری بحیث کاندید نهضت معرفی گردید . به همه شوراهای ولایتی ،شورای شهر کابل و شوراهای برون مرزی وکلیه سازمان ها واعضای نهضت وظیفه سپرده شد تا در کارزار انتخاباتی با تمام نیرو و توان شرکت نموده ودیگر نیروهای ملی وترقیخواه را درین امر جلب نمایند .در بخش دیگر اعلامیه مجلس موسسان پیرامون انتخابات ریاست جمهوری وشوراهای ولایتی نیز به تصویب رسید و جلسه حوالی 2 بعد از ظهر به پایان رسید .

مجلس موسسان نهضت فراگیر دموکراسی وترقی افغانستان[/quote:bc13145a02]

دا لاندني افراد حاضردي چه دامريکی اوانګليستر قومندی لاندی دافغانستان
جمهوري رياست ته ونومول شي٠
کرزی،احدي،جلالي،اشرف غني،رمضان بشردوست،ګل اقا شيرزوي،
حبيب منګل :?: :?:  اوداسی نور٠٠٠٠٠


ehsas
20.03.2009

محترم سنګر صيب
دا پورتني خلګ خو پرېږده چې هغه ځوانانو چې د بن لادن او ای اس ای تر مشرۍ لاندې هم ځانونه کانديد کړي وو ، څشی يې له لاسه رانغلل او لکه مګکو غوندې خپلو سوريو کې پټ شول . تر هغه مخکې چې کومو ځوانانو د روسانو تر کماندې لاندې ځانونه په واک رسولي وو ، هم پرتوګونه يې زېړ شول او يا وځوړول شول .

زه چې د دې فوروم ليکنې لولم نو اخستنه مې دا ده چې دا پښتانه هم يا د دې او يا د هغې او يا د هغه نورو تر کماندې لاندې ځان کانديدولی شي او بس. نو که کوم خپلواک پښتون پيدا شو ، د هغه فاتحه خو مخکې له مخه لوستل شوې ده . ځکه د امريکې او انګرېز ، د ای اس ای او د بن لادن ، او د روسيې او ايران تر کماندې لاندې ډير کانديدان شته چې خپلواک کانديدان رخصت کړي .

نو انډيواله ؛ په پښتنو کې خو څوګ پاتې ندی او نه به پيدا شي او دا نور چې په افغانستان کې ژوند کوي ، د دوۍ نه خو غير له دې هم څه نه جوړېږي که ځان کانديد هم کړي . نو تر ټولو ښه لاره يې دا ده چې د همدې بن لادن او ای اس ای تر کماندې لاندې کانديدانو ته خپله رايه ورکړو ، او د اسلام او اسلامي دولت د جوړولو تر پردې لاندې د وهابي عربو نوکري ومنو . پرته له دې به هېڅ کله په دې هيواد کې امنيت رانشي .

يو لافوک پښتون وو او ډيرې لافې يې وهلې چې پښتانه غيرتي دي ، برده ګي نه مني او داسې نور ..
ما ورته وويل چې هاغه تر ټولو شخ بروت پښتون هم عربو څخه سر نلري ، ځکه د عربو ملا خدای تړلې ده او پښتون چې شاه پښتون هم شي بيا هم د حج د کولو د پاره عربستان ته ځي . ښه بېلګه يې ميرويس نيکه وو چې تر څو يې د عربي شيخانو لاسليک رانوړ ، نو د يو کشر په اندازه حيثيت يې هم د پښتنو په منځ کې ندرلود .

انډيواله اعرابو داسې پښتانه روځلي چې پښتانه د پښتنو په وړاندې استعمالوي . نو ته څه فکر کوې چې ايا کوم خپلواک کانديد به وشي کولی چې دا ولس د يوه بيرغ لاندې راټول کړي ؟؟؟


pattang
21.03.2009

ملګريه خپه نشي پوهه دې يوې خواته پرېږده خو نوم دې دغلطو احساساتو استازيتوب کوي٠ دا خپلواک پښتون به څوک او ا مذدور به څوک وي ، يوڅه
رڼا پرې واچوه٠

[quote:a799760ba0="ehsas"]محترم سنګر صيب
دا پورتني خلګ خو پرېږده چې هغه ځوانانو چې د بن لادن او ای اس ای تر مشرۍ لاندې هم ځانونه کانديد کړي وو ، څشی يې له لاسه رانغلل او لکه مګکو غوندې خپلو سوريو کې پټ شول . تر هغه مخکې چې کومو ځوانانو د روسانو تر کماندې لاندې ځانونه په واک رسولي وو ، هم پرتوګونه يې زېړ شول او يا وځوړول شول .

زه چې د دې فوروم ليکنې لولم نو اخستنه مې دا ده چې دا پښتانه هم يا د دې او يا د هغې او يا د هغه نورو تر کماندې لاندې ځان کانديدولی شي او بس. نو که کوم خپلواک پښتون پيدا شو ، د هغه فاتحه خو مخکې له مخه لوستل شوې ده . ځکه د امريکې او انګرېز ، د ای اس ای او د بن لادن ، او د روسيې او ايران تر کماندې لاندې ډير کانديدان شته چې خپلواک کانديدان رخصت کړي .

نو انډيواله ؛ په پښتنو کې خو څوګ پاتې ندی او نه به پيدا شي او دا نور چې په افغانستان کې ژوند کوي ، د دوۍ نه خو غير له دې هم څه نه جوړېږي که ځان کانديد هم کړي . نو تر ټولو ښه لاره يې دا ده چې د همدې بن لادن او ای اس ای تر کماندې لاندې کانديدانو ته خپله رايه ورکړو ، او د اسلام او اسلامي دولت د جوړولو تر پردې لاندې د وهابي عربو نوکري ومنو . پرته له دې به هېڅ کله په دې هيواد کې امنيت رانشي .

يو لافوک پښتون وو او ډيرې لافې يې وهلې چې پښتانه غيرتي دي ، برده ګي نه مني او داسې نور ..
ما ورته وويل چې هاغه تر ټولو شخ بروت پښتون هم عربو څخه سر نلري ، ځکه د عربو ملا خدای تړلې ده او پښتون چې شاه پښتون هم شي بيا هم د حج د کولو د پاره عربستان ته ځي . ښه بېلګه يې ميرويس نيکه وو چې تر څو يې د عربي شيخانو لاسليک رانوړ ، نو د يو کشر په اندازه حيثيت يې هم د پښتنو په منځ کې ندرلود .

انډيواله اعرابو داسې پښتانه روځلي چې پښتانه د پښتنو په وړاندې استعمالوي . نو ته څه فکر کوې چې ايا کوم خپلواک کانديد به وشي کولی چې دا ولس د يوه بيرغ لاندې راټول کړي ؟؟؟[/quote:a799760ba0]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more