نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان او د ډېورند کرښه .
باتور
01.02.2009
څوک چي وايي طالبان د ISI په ګوډاګيتوب کي ډوب دي او د پښتنوسره د پنجاپيانو په شان دښمن دي، هغه له دې اوسنيو سياسي شرايطو نه په ماشومانه او يا هم په مغرضانه ډول اخيستنه کوي او له حق او حقيقت نه ډېر لري دي او يا هم د ضرورت او مجبوريت له کبله سترګي پرې پټوي !!
http://de.youtube.com/watch?v=vyh275egyCk&feature=related
په درنښت
ډاکتر څپاند
03.02.2009
محترم باتور صيب،
پدی مسند فلم کی ويل شوی دی چه"چه په عام ډول،يا متوسط طالبان،پاکستان
اوجنرال مشرف دواړو ته بدبين دی،دوی دډيورنډ کرښه نه مني او دسرحد هغی
خوا دافغانستان خاوره بولی"
هلته علاوه کړي شوی چه لااقل دطالبانو يوه برخه دISI او پاکستان له کنتروله
خارجه شوی ده٠
The verage taliban hites Pakistan and hites general Musharaf too.
Atleast part of it (taliban)is out of control
""taliban" like attack dog,the dog has bitten his Master
پدي کی خو هيڅ شک نيشته چه د هر جنبش عام،متوسط يا اوريج يا صفوف
هميشه دخپلو رهبرانو داهدافو قرباني شوي دی٠
بيچاره عادی غړی او صفوف،ددموکراسی،اسلام،ازادی،عدالت،او نورو
ښايسته شعارونو قربانيان دی.مګر کله چه جال له اوبو راپورت کړی شي،
رهبران دخيرپه غوڼډۍ کينی،او دا صفوف دی چه په پولیګون،دشت ليلی،پنجير
او اوس دF16 تربمونولاندي په دستجمعی ډول خپل ژوند له لاسه ورکوی٠
په هماغه ځای کی دISI جنرال محمود او ملا عمر د روستنی ديدار په هکله
وګورۍ،
http://au.youtube.com/watch?v=20Q02D5-riY
باتور
03.02.2009
:[color=darkred:e14de566e9]محمود خان اڅګزۍ[/color:e14de566e9] يو ضعيف النفس، بې غيرت او لس ځله خرڅ شوی پښتون دی !!!
په درنښت
ډاکتر څپاند
03.02.2009
محترم باتور صيب،
تاسو ليکلي:
[quote:3dd8556599]
:محمود خان اڅګزۍ يو ضعيف النفس، بې غيرت او لس ځله خرڅ شوی پښتون دی !!! [/quote:3dd8556599]
کيدی شی چه لږه توضيح هم ورکړی !
Ghairat
03.02.2009
پتنګ ځان ته سلام اونېکې هیلې!
[quote:cea887e7b7]د ډېورند مسئله دپښتنود منځ خبره ده هغه نه څوک غوښتی شي او نه يې ردولی شي يوازې پښتانه به يې حل کوي او حل يې خاص شرائط غواړي [/quote:cea887e7b7]
ستاسو له دې ټکي سره موافق یم چې [quote:cea887e7b7]او حل يې خاص شرائط غواړي [/quote:cea887e7b7] اواوس باید مطرح نشي ، خود نوموړې جملې نور ه برخه بالکل د افغانی خاورې بشپړتیا او ملي آزادۍ اوخپلواکۍ د بشيړتیا له اصولو سره مخامخ ټکر لري،حال داچې د لرې پښتونخوا سیاسي مشرانو تل دغه کرښه رد کړې او افغانستان خو د امیر امان الله خان له وخته راهیسې تل په رسمي توګه رد کړې ده۰
د افغانستان د اقتصادي صعف او د واکمنانو د بی غیرتۍ له امله ددې مسلې په حل کې ځنډ،چې ستا خبره خاص شرایط غواړي باید د پښتونستان د غوښتنې حق اود برحقیت اصول یې هیڅکله نسبي نکړي او تر پوښتنې لاندې یې را نه ولي!
داسمه ده چې د پښتونستان غوښتنه د پښتنوحق اود پښتنوکار دی،نه د بل چا ، [color=red:cea887e7b7]او ردول یې د پښتنو کار نه،بلکې یواځې د پښتنود دوښمنانو کار دی [/color:cea887e7b7]،نوځکه خو پاکستان تل رد کړې ده !
دا قاري یوسف دا خبره چې دا مسله د افغانستان د خلکو پورې اړه لري ځکه بیځایه ده چې ګواکې دافغانستان خلکو لا داخبره نه ده معلومه کړې چې د وطن خپله برخه بیرته غواړي اوکه نه، لکه دوی ته معلومه نه وي چې دوه ځلې پرې له پاکستان سره جګړې شوي او څو ځلې پرې ددواړوهیوادونو مناسبات خراب شوي اود ملګروملتونود امنیت په شورا کې یې د تاریخي ،اتنیکي اوجفرافیوي شواهدو په رڼا کې بریالۍ دفاع شوې او د امریکا له ویټوپرته دنړظ د هیوادونواکثریت پښتونستان د افغانستان حق ګڼلی دی، نوکه طالب پرېسترګې پټوي او نامعلومه یې ګڼي چې ايا دافغانستان خلک ، په تیره بیا پښتانه یې غواړي که نه، ايا همدا
د ISI په ګټه دریځنیول نه دي ؟؟؟؟؟
stanizy
04.02.2009
[color=cyan:6f4bedadfb]ګرانولوستونکوته سلامونه وړاندی کوم
دیته ورته موضوباندی مایو وخت پخوا هم لیکنه کړی وه اودادۍ لوستونکوته یی له هغه ځایه کټ مټ را نقلوم:[/color:6f4bedadfb]
شګيوال صيب ،غيرت اونوروتولولوستونكوته سلامونه اونيكي چاري
دقدرمن شګيوال صيب له ښكلي ادبي ليك اوښه سياسي تحليل اوڅيړني څخه خورادير متاثرشوم ،خدای پاک موپه علم اوقلم نورهم بركت كړه اوزه موهم دي ته وهڅولم چي دالاندي څوكرښي تاسي ته وړاندي كړم.
رښتياهم تاسي دبهرنيو يرغلګرو ځواكونو اودهغوي په لاس جوړې كړي اداري په اړه ډير معقول تحليل كړي اودايو ترلمر روښانه حقيقت دي چي نورنوبهرنيو ځواكونو دزور خپلي تولي وسلي اووسيلي به كار واچولي اودافغانانو په ځانګړي توګه دپښتنو استقامت اومقاومت به وړاندي نورنودوي ته تردي زيات څه نه دي ورپاته اوښه بيلګه يي د ودونوپه ورا اوډولۍ باندي ناوړه اودنړۍ والوټولو معيارونو اوانساني كړووړوبرخلاف ظالمانه اوبي رحمانه بمباري دي چي ټولي نړي مسموع اومرئي وليدل اودبشر دحقونو تش به نوم نړيوالوډلوټپلو په شمول هيچاهم ورباندي دامريكادظالم اوپه رښتيني معناترورستي نظام له ويري غږ بورته نه كړ اونن به تاسي دكرزي خواركي پهلوان زنده خوش است هغه درخواست هم اوريدلي وي چي دامريكاله نوي ولسمشر باراك اوباما څخه يي وكړچي نوردي نود امريكانوي حكومت دافغانستان به مظلومو خلكو، كورونو اوكليو باندي بمباري ودروي .
نورنو امريكايان په دي پوه شوي دي چي دوۍ اوملګروته يي دلته دجګړي له لاري بري ته رسيدل ناشوني دي اوس نو دانګريزانو له شيطاني تكتيك نه په كاراخيستلوسره غواړي چي نوك اوووري، طالب اوكليوال سره بيل كړي اودطالب په مقابل كي له قبايلواوعاموخلكونه د ډالروپه زور كارواخلي كټ مټ لكه په عراق کې يي چي داكار وكاوو اوتريوكمه حده هلته داكار ددوي په ګته هم تمام شوخودوي به دماپه انددلته پدي لوبه كي زكه څه ترلاسه نه كري چي عراق اوافغانستان دزمكي اواسمان ترمنځ توپير لري همداراز افغانان لكه دعراقيان په څير نه دي اوښه بيلګه يي دصدام نيول ووچي خپلو نيزدي ملګرودپيسوپه مقابل كي په امريكايانو وبلوره خودطالبانو حكومت ترصدام ډير پخواړنګ شوي [color=white:6f4bedadfb]لاكين مشران يي لاتراوسه هم ژوندي دي بلكي ښه به قوت اويوقيادت سره خپل دمقاومت دندي سرته رسوي < البته دghairat په شان لوستون كي به ډير په ساده ګۍ سره زمادي ليكني ته داغبرګون وښه يي چي طالبان خودپاكستان خلك دي اوهغوي يي ساتنه كوي > خوزه به دايوه خبره دلته وليكم اوكه زوند باقي وي بيابه تاسي وګوري چي طالبان دISI خلك نه بلكي يوخالص ملي پاك ،سبيڅلي اواسلامي غورزنګ ده چي دوخت دشريايطو اوغوښتنو سره سم رامنځ ته شوي ، داسره لدي چي ډيري نيمګړتياوي يي هم لرلي خو كه همداسي باته شوي وي دانيمګړتياوي به دوخت په تريدلوسره په خپله اصلاكيدلي اودي غورزنك به تطور اونوښتونه راټوكل.
اوس خبره داده جي څنګه دوي دباكستان ګوډاګيان ندي يودوه ساده بيلګې يي دلته وړاندي كوم :
۱ــــــــ دطالبانودحكومت په دوره كي پاكستان يوله هغودري هوادونوڅخه وو جي ددوي اداره يي به رسميت بيزندلي وه اوښي سياسي اړيكي يي ورسره لري اوداچي زه معلومات لرم پاكستان په واروار له طالبانو غوښتنه كړيده چي دادډيورنډ كرښه دي ددواړوهيوادونوتر منځ رسمي كرشه وپيزندل شي اويا هم كم ازكم دي تمديد شي خوداكار دطالبانو دواكمني په دوره كي هركز ترسره نه شواوس ستاسودي په خداي قسم وي چي دپاكستان به تردي هم بل لوي هدف په افغانستان كي وي؟
ځيني ملګري دلته شايد ووايي سي هيواد دپاكستان يوه صوبه ګرزيدلي وه خوزماپه انددابه دخ ر ه په عقل هم برابره نه وي البته كه عقل يي لرلي خويوه خبره چي تر لمر هم ډيره رڼه ده اوهغه داچي كه طالب نوي نو نن به دي داګران هېواد افغانستان په وړوكي تاجكستان ،وزبكستان ،هزارستان ،شيعستان اونوروباندي بدل وو.
۲ــــــــ دطالبانو له سقوط نه تراوسه دطالبانوډير مشهورمشران لكه عبدالسلام ضعيف , چي زه نه غواړم دنورونومونه يي دلته وليكم, چي كله دباكستان خاوري ته اوښتي پاكستان نيولي اوپه امريكايانويي پلولري دي چي دپاكستان د بهرنيوجارودوزارت رسمي بيان تقريبا په 2005 كال كي داسي خپورشوي ,جي موږ تراوسه پورې شاوخواشپږسوه طالبان اوعربان نيولي اوامريكاته موور حواله كړي .
نوددي نه روسته به هم طالبان دپاكستان خلک وي؟
البته زه په دي باورلرم چي پاكستان لكه دايران په شان زموږ دشمن دي او ډيره زيركي سره كاركوي اوله هري موقع دخپل هيوادپه كټه استفاده كوي چي پدي كاركي موږ افغانان بيا ډير كمزوري يو.
اوپه پاي كي داخبره كوم هغه څه چي تاسي غوښتل طالبانو وكړل، طالبانو د پاكستان په داخل كي اوربل كر اوهلته يي پاكستاني طالبان ديته وتوانول چي دپاكستان دحكومت اوپوځ په مقابل كي وسلي ته لاس كړي اودپاكستان حيات ته يولوي چيلنج وركړي .
په مينه[/color:6f4bedadfb]
Ghairat
04.02.2009
ستانیځی صیب ته سلام!
په تلوسه مې ستاسې لیکنه ولوسته چې ښايي د کومې پوښتنې ځواب په کې وموندل شي، خو په مایوسۍ مې وتړله ، ځکه متاسفانه هیڅ ډول نوې خبره اومعلومات یې نه لرل چې له پاکستان څخه د طالبانو د مشرتابه استقلالیت یا لږتر لږه د پاکستان په وړاندې د ملي ګټو د دفاع یوه رنجه یا یو غبرګون په کې نغښتې وي! ټولبې ناخوالې چې ISI تر اوسه پورې د طالبانو په صفوفو یا کادرونو
کړي، طالب رهبري یې په اړه سکوت اختیار کړی اونه یواځې دا، بلکې د پاکستان
له هوايي ډګرونوڅخه د امریکايي بمغورځونکوالوتکو الوتنې او د طالبانو بمبارولوهم ددوی سکوت مات نه کړ اوتر ننه پورې دپاکستان له ځمکنۍ لارې څخه د امریکایانو لوژیستیکي انتقالاتو هم د طالب مشرتابه خولې ته د ISI ورغورځولی قلف مات نه کړ، ګوډاګیتوب هم آخر سرحد لري، کرزی که هره بلا دی
د بادارې امریکا پر ضد هم کله ناکله یوڅه وايي حو له شاه شجاع څخه د خپل توپیر
کومه ادعا خو وکړای شي،ولې ملا عمر خو نه پاکستان ته اونه هم ISI ته کله یو داړچینګی قدرې هم ونکړ نو د غلام غلامي نور څه ته وايي؟؟؟؟؟
د ملا عمر طالب غورځنګ نه ملي دی اونه سوچه اسلامي، ځکه د ISI د مرداریو اونفوذ په ګډون به دغه غورځنک څنګه سوچه اسلامي وي، چې رهبري یې په
پنجابي ناولتیا اوISI په لاسوهنه ککړه وي؟؟؟
په لرو قبالیلوکې مود طالب غورځنګ ته ګوته نیولې، خو کومه دی هلته د ملي موخو کوم څرک یا کومه نښه(؟)، بلکې برعکس څه او څوک چې هلته د پښتنو قامي او ملي رنګ او روغن لري طالبان همغه له منځه وړي او هغه څه سرته رسوي چې ISI یې جرئت هم نشو کولی ، بلکې په اسمان یې غوښتل ،خو طالب په ځمکه ورکړل!
اوپه ښوجملو مو زمونږ اندیښنه تایید کړه چې له طالب سره د ISI مرسته صرف او صرف د ډیورن کرښې د رسمي کولو له پاره وه اوده :
[quote:3fcc968982]۱ــــــــ دطالبانودحكومت په دوره كي پاكستان يوله هغودري هوادونوڅخه وو جي ددوي اداره يي به رسميت بيزندلي وه اوښي سياسي اړيكي يي ورسره لري اوداچي زه معلومات لرم پاكستان په واروار له طالبانو غوښتنه كړيده چي دادډيورنډ كرښه دي ددواړوهيوادونوتر منځ رسمي كرشه وپيزندل شي اويا هم كم ازكم دي تمديد شي [/quote:3fcc968982]
او بیا که څه هم په غلط ادرس د منکر په ځای داړونده مطلب ادعا کونکي ته قسم ورکوې چې :
[color=red:3fcc968982]
اوس ستاسودي په خداي قسم وي چي دپاكستان به تردي هم بل لوي هدف په افغانستان كي وي؟ [/color:3fcc968982]
دا پوښتنه باید ملا عمر ته او بل هغو لیکونکوته دلته راجع کړې لکه صابر خان وروراونورو ته چې د ISI مرستې بیخطره او بیغرضه لولي، خو په هر صورت په دې ډول دې آن په قسم سره د ټول افغان ملت خبره تایید کړه چې د طالب او ISI
همکاري لږ تر لږه د پاکستان له پاره صرف یوه موخه لري اوهغه صرف او صرف پر طالبانو د ملي خیانت او جنایت ارتکاب دی چې د ډیورن کرښه پرې لاسلیک کړي!
خوداچې [quote:3fcc968982]دا كار دطالبانو دواكمني په دوره كي هركز ترسره نه شو[/quote:3fcc968982] علت یې د طالب مشرتابه نه و، که نه تاسې به هغه ځواب هم حتمأ په خپله لیکنه لیکلی وای چې آیا ملا عمر خان څنکه او څه ډول ځواب ورکړ، ISI یې
په تمه او په انتظار پریښوده اوکه قاطع یې ځواب کړه چې دا کار کیدونکی نه دي ؟؟؟؟
څرګنده ده چې له یو قاطع ځواب وروسته چې د پاکستان تمه یې غوڅه کړې وای د پاکستان مناسبات له طالبانو سره دومره نږدې او دومره ټینګ نشول پاتې کیدای لکه څنګه چې ټینګ پاتې شول او لا هم دوام لري !
نو خفه نشې ، اوس ستا قسم بیرته غبرګ تاته راجع کوم :[color=red:3fcc968982] نو ستا دې هم قسم په خدای وي اوتا دې خدای اوقران ډډ بډ کړي چې په داسې حالت کې به هر ویښ پښتون تر هغه پورې چې پاکستان ته یې د طالب له خوا د ډیورن د کرښې په اړه غوڅ ردونکی ځواب نه وي اورېدلی په حقه دا اندیښنه و نه لري چې د طالب غورځنګ د هیواد او ټولې پښتونخوا له پآره د موزي غلام د غلامۍ خطر له ځانه سره لري؟؟؟؟[/color:3fcc968982]
pattang
04.02.2009
غيرت خانه سلا مونه !
زه يې بياتکراروم :
دپښتنو د يوالې مسئله خاص په پښتنو پورې تړلې نه تر افغانستانه پوري اونه تر افغان اولسه پورې٠
پردې مسئله څووارې ليکنې هم شوي دي خوډېره لاسوهنه پکښې او دطالب مطلق تړل په پنجابي او isi پورې داسې مانا ورکوي چې دلاسپوڅي ګوډاګي ادارې او دصليبي اشغالګرو ناوړه دودونو او کارونوته ته غېرې مستقيم برات ورکول دي
او دخلقو فکرونه بلې خواته اړول دي ( خدای پاک د ستا لدې کاره ساتي )٠
دپښتنو تړون او ګډوالی دبرو او کوزو پښتنو طبعي حق دی او د ديوې
بي د يريکڅونلې (bidirectional ) رابطي تفاهم اوګډې ستراتيږي په کاراچولو به مخ ته ځي خو چې وخت يې راشي٠
زه اوس ستا ټولې کرښې دلته نه راوړم څکه ډېرې يې له واقعته لري دي :
دافغانستان اولس او دولتونو يې نه پښتونستان غوښت او نه يې غواړي :
چي په تورخم شينګګ ، ځاځي ميدان ، سپين بولدګ .... کې دپاکستان جنډه ولاړه
وي او پښتانه وروڼه سره جدا وي نو بيا د پاکستان سفارت په کابل کې څه کول ?
اواوس څه کوي ??
دا رابطه حقوقي دا مانا لري چې دافغانستان دولتونو پا کستان په موجوده سرحدونوکې په رسميت پېژندلي دی اوپېژندلې يې وو٠ کومه راديو يې پرو پا ګنده
او قبائلو ته پيسې ورکول هغه دروسانو سياست او پيسې وې ،په پکتياکې فيض
محمدخان نائب الحکمه وو او مدير ستار خان د قبائلو مدير، په جوالونو جوالو نوپېسې به قبائلو ته ورکول کېدې داټولې پيسې دروسې وې او هندهم پکشې شامل
وو او اوس هم دی نه دپښتنو دازادي لپاره بلکې دخپل هدف لپاره٠
ته دافغان اولس نه خبرې کوې کوم اولس? په هيڅ صورت سره تاجک ، اوزبک او
هزاره د پښتنوګډون نغواړي ، پښتانه په افغانستان کې اوس خپله غلامان دي نو
نويو غلام بل څرنګه ازادوي ? ايا دا خبره له حقيقته لرې نده ?
پوبي او الرګي له طالب سره غلط کاردی ، کله طالب و وايې چېدوی د ډېورند کرښه مني نودوی څوک دی چې دا واک ځان ته ور کوي او ورکولی يې هم نشي
طالبانو د خپل قدرت په وخت کې دډېورند کرښه په اولس پورې تړلې بلله اوبولي يې .ته چې داسې سوال له طالبه کوې چې بېله خدايه نه په اسمان ستوری او نه په مځکه ښوری لري ،نوولې دا سوال د کرزي له دولت څخه نکوې ?
په بل ځای کې ليکې isi غواړي چې دطالبانو له لارې دډېورند کرښه په رسميت وپېژني نو څکه مداخله کوي ... وروره داخبرې خو ستميان هم کوي نو زه ستا نه بيا
تکراري پوښتنه کوم چې ايا دافغانستان تېرو دولتونو داکرښه په رسميت نده پېژندلې ? څوک چې د چاسرحدات په رسميت نه پېژني نو بيا د سفارت په کچه سياسي اړيکي څوک نه نيسي٠
که فرضا ستا فرضيه درسته وي او isi دا کرښه په طالبانو په رسميت وپېژني يانې لکه دانور اميران دڅلورم ځل لپاره لاسليک ورته ورکړي ايا طالبان به د لرو برو پوهوپښتنو په زړونو کوډې وکړي چې زړونه يې يو له بله سره تور شي او دډېورند کرښه يې هېره شي ? نه دا کار امکان نلري٠
نو وروره که طالبان وي که احمد وي اوکه محمود ،ددوی له لاسليکونو سره
دپښتنو يوالی، ګډه ژبه ، عنعنات ، پښتونولي ، ورورولي ،د قوميت په
احساساتو، يووالي او غو ښتنو د طلسم او تورجادو د ابدي جدايې ټاپه
نشي وهلی ٠
په اوس وخت کې طالب هيڅ ضرورت نلري چې دډېورند کرښه غير لدي نه :
(( دډېورند کرښه د افغانستان داولس کاردی .... ) په نورو الفاظووليکي
داخو يې لويه هوښياري ده خو که ستا خبره ومني نو هغه ده چې صليبي اشغالګر
وته دې تسليم کړل ، څکه چې په اوس وخت کې طالبان مرستې ته ضرورت لري
او کوز پښانه وروڼه مو ډېره مرسته ورسره کوي٠
رابشو کوزو خانانو ته هغوی دپښتنو په نوم تجارت کوي، مخ کې به يې مسکو ته
منډې وهلې اوس واشنګټن ته منډې وهي٠
په مينه
Sangar Watan
06.02.2009
محترم پتنګ صيب،دغوبسوځالې کی ګوتې وهی خدای دی خير پيښ که چه
لرغونی درباندی خبر نشی :!:
mehman
06.02.2009
دوستان شامل بحث سلام بر شما
[quote:7a2e71a3da="stanizy"][
اوپه پاي كي داخبره كوم هغه څه چي تاسي غوښتل طالبانو وكړل، طالبانو د پاكستان په داخل كي اوربل كر اوهلته يي پاكستاني طالبان ديته وتوانول چي دپاكستان دحكومت اوپوځ په مقابل كي وسلي ته لاس كړي اودپاكستان حيات ته يولوي چيلنج وركړي .
په مينه[/quote:7a2e71a3da]
واقعیت این است که طالبان افغانی تحت رهبری ملا عمر از سالیان متمادی بدینسوآتشی را که در خانۀ پشتون های افغان شعله ور کرده بودند به خانۀ پشتونهای آنطرف خط دیورند انتقال داده دران جا هم به تباهی پشتونها اقدام میورزند. بهترین مثال آن تخریب وبستن مکاتب در سوات است. طالبان سران قوم،روحانیون ، معلمین پشتونها را به بهانه های گوناگون به قتل میرسانند و آنها دارو مدار پشتون ها از قبیل پل ها ، سرک ها ، مکاتب ، کلینیک ها و دیگر تاسیسات عام المنفعه رایا خود شان مستقیماً تخریب میکنند و یا زمینۀ آنرا مساعد مینمایند تا قوای خارجی و پاکستانی هم همین کار را بکنند.
برای من جای تعجب است که قشر تعلیم یافتۀ پشتونها چرا پشتونهای جنگره را قناعت نمیدهندکه جنگ بخصوص این جنگ نا برابر راه حل نیست وچون این جنگ در خانۀ پشتونها شعله ور است لذا تنها تباهی خود پشتونها را به دنبال دارد.
با تقدیم حرمت
Ghairat
06.02.2009
ښاغلی پتنګ لیکلي :
[quote:ffcd404496]څوک چې د چاسرحدات په رسميت نه پېژني نو بيا د سفارت په کچه سياسي اړيکي څوک نه نيسي٠ دا رابطه حقوقي دا مانا لري چې دافغانستان دولتونو پا کستان په موجوده سرحدونوکې په رسميت پېژندلي دی اوپېژندلې يې وو٠ ايا دافغانستان تېرو دولتونو داکرښه په رسميت نده پېژندلې ? [/quote:ffcd404496]
ځوانه د امیر آمان الله خان له وخته چې دغه کرښه تحمیلي ګڼل شوی ا و د افغانستان له خوایې په رسمیت منل تل رد شوی او د لویدیځ سرحد اټک سیند یا اباسین څخه ختېځ ته پرته خاوره د پاکستان د دولت خپله خاوره ګڼل شوې ده ۰
داچې افغانستان د زور پر ځای چې نه یې لري تل د سولی او روغې جوړې له لارې ددې مسلې دحل غوښتنه کړې ، نو د دیپلوماتیکو اړیکو پریکولو ته اړتیا نه لري ، اونه هم دغه اړیکي د پښتونستان د برحقې داعیې د نفې کولومعنی لري!
که د روستیو ۵ یا ۶ افغاني حکومتونو له خوا دا کرښه په رسمیت متل شوې وای،نو بیا پاکستان څه اړتیا لرله چې له طالبانو څخه یې ځو ځلې د رسمیت پیژندلو لو یا د ډیورن د تړون د تمدیدولو غوښتنه وکړي ؟؟؟
که د دغې کرښې غیر حقوقي کیس نه وای او ستا خبره د ديورن کرښه په رسمیت پیزندل شوې او پښتونستان په پاکستان بلورل شوی وای، نو بیا پاکستان څه ضرورت لاره چې د افغانستان د ورانولو هڅوته هر وخت او په هر قیمت او له
هرې ممکنې لارې څخه دوام ورکړي ؟؟؟؟
که ملا عمر نور څه مشي ویلی،نودومره خوویلی شي چې د افغانستان بهرنۍ اړیکې به د خپلوملي کټو په تلسټ عیاریږي او د بهرنیانو پر ضد جګړه به یې یواځې اسلامی جهاد نه بلکې ملي جهاد هم وي او د هر بهرني تیري په وړاندې دوام موندي!
رښتینی
07.02.2009
ښاغلي غيرت ليكي :
ا[code:1:d3d6bbcc18]و د بهرنیانو پر ضد جګړه به یې یواځې اسلامی جهاد نه بلکې ملي جهاد هم وي او د هر بهرني تیري په وړاندې دوام موندي![/code:1:d3d6bbcc18]
محترم غيرت صيب موپه دواړو لوريو كي دافراط ښكار پاته شوي يو
هغه چي اسلامي اسلامي چيغي يي وهلي هغوي له ملي او ملت توريو
سره حساسيت لاره او له بده مرغه مليګيرايان بيا له اسلام او اسلاميت
سره يواځي كلتوريكي اړيكي لري او داسلام مذهب دكلتور ديوه جزء
په حيث پيژني ډير كم خلك به داسي وي چي اسلام دژوندله پاره دتګ
لاري په توګه مني
زه يو وتلي ليكوال پيژنم ډير تکړه ليكوال دي هغه يووخت اسلامپال و
خو بيا وروسته ملتپال شو داسلامپالي په مهال يي ما ليكني لوستلي
دي اواوس دملتپالي په وخت كي يي هم كله كله يوه نيمه ليكنه ولولم
باور وكړئ دهغه دفكر دي ستر توپير زه دهغه له ليكنو بيزاره كړم
زموږ مذهبي فكره خلك اوس هم داسي دي چي دهغه خپل افغاني افراط
له پوړنه نه راښكته كيږي پښتو اوپښنوالي ملت او ملتپالني ته دكفرپه ستر
ګه ګوري او ددوي په دي افراط كي ددي بل لوري دافراط هم پوره لاس ده
هغوي له پښتو او ملتپالني نه هرڅه جوړكړي دي او دا يي مذهب ګرځولي ده
كه هغوي په خوله دملتپالني مفكوري ته هرڅودمذهب تبۍ ورکړي خو دهغو
ي عمل دروغژن ثابتوي
بناء يوه منځني لاره ضروري ده هغه داسي چي نه اسلامي ارونه او اصول شاته وغورځول شي او نه ملت او ملتوالي ته توجه كمه شي ملت او دملت وګړي د يوه
انسان هرڅه دي هيواد او سيمه دانسان كور او كلي وي پرمذهب عمل او اسلام
پلي كول په ملت سره راځي دخداي ستر پيغمبر كه كه (دانا نبي لاكذب )شعار
پورته كاوه نو له هغه سره يوځاي يي( انا بن عبدالمطلب) هم ويلي
دهمدي ستر پيغمبر دغوره صفاتو په ترڅ كي مكي مدني او ابطحي صفات هم راغلي دي
ښاغلي غيرت موضوع مي بدله كړه خو اوس مهال ديوي داسي لاري تشريح كولو
او وړاندي كولوته اړتيا ليدل كيږي چي هغه منځني او معتدله لاروي او دهغي په
ذريعه وكولاي شو چي ددي دواړو نظريو خلك يوه بل ته رانږدي كړو
او دا به په نرم چلند سره كولاي شو كه هر يو لوري منفي اړخونه لري طبعا مثبت
ټكي هم لري كه موږ هروخت ديوه لوري په منفي اړخونو بحث كوو او هغه څيړو
دابه مو له هغو ي سره ظلم كړي وي او هغوي به دي ته برابر كړو چي په خپل افراط
نور هم ځواكمن پاته شي او دا عادلانه چلند نشو بللي
و.افغان
07.02.2009
[quote:0c772a737c="حامد"]
زموږ مذهبي فكره خلك اوس هم داسي دي چي دهغه خپل افغاني افراط
له پوړنه نه راښكته كيږي پښتو اوپښنوالي ملت او ملتپالني ته دكفرپه ستر
ګه ګوري او ددوي په دي افراط كي ددي بل لوري دافراط هم پوره لاس ده
هغوي له پښتو او ملتپالني نه هرڅه جوړكړي دي او دا يي مذهب ګرځولي ده
كه هغوي په خوله دملتپالني مفكوري ته هرڅودمذهب تبۍ ورکړي خو دهغو
ي عمل دروغژن ثابتوي
بناء يوه منځني لاره ضروري ده هغه داسي چي نه اسلامي ارونه او اصول شاته وغورځول شي او نه ملت او ملتوالي ته توجه كمه شي ملت او دملت وګړي د يوه
انسان هرڅه دي هيواد او سيمه دانسان كور او كلي وي پرمذهب عمل او اسلام
پلي كول په ملت سره راځي دخداي ستر پيغمبر كه كه (دانا نبي لاكذب )شعار
پورته كاوه نو له هغه سره يوځاي يي( انا بن عبدالمطلب) هم ويلي
دهمدي ستر پيغمبر دغوره صفاتو په ترڅ كي مكي مدني او ابطحي صفات هم راغلي دي
ښاغلي غيرت موضوع مي بدله كړه خو اوس مهال ديوي داسي لاري تشريح كولو
او وړاندي كولوته اړتيا ليدل كيږي چي هغه منځني او معتدله لاروي او دهغي په
ذريعه وكولاي شو چي ددي دواړو نظريو خلك يوه بل ته رانږدي كړو
او دا به په نرم چلند سره كولاي شو كه هر يو لوري منفي اړخونه لري طبعا مثبت
ټكي هم لري كه موږ هروخت ديوه لوري په منفي اړخونو بحث كوو او هغه څيړو
دابه مو له هغو ي سره ظلم كړي وي او هغوي به دي ته برابر كړو چي په خپل افراط
نور هم ځواكمن پاته شي او دا عادلانه چلند نشو بللي[/quote:0c772a737c]
ګران او محترم ورور حامد صاحب:
چې مرګ نه واي نو، څومره ښکلې خوږي، ملهم خبرې مو کړي دي، زما دزړه
همدغه ارمان دی، چې افغان عالم دديني خدمت تر څنګ دخپل وطن دملي
ګټو په باره کې دومره پوهه او احساس پيدا کړي، چې نور څوک يي دخپلو
مفادو لپاره استخدام نه کړي،
په دې پوه شي، چې وطن دی نه وي، نو دا دين به چيرته قائموي.
همدارنګه زما دوطن سياستوال او ملتپال په دين کې هم دومره پوهه
ولري، چې له
عمل څخه يي مسلمانيت څرګند شي، او دافغاني ټولنې علماء او
طلاب العلم الشرعي ددې ټولنې په ترقۍ او پرمختګ کې يو اهم
جز او اساس وبولي.
دخلقيانو او پرچميانو دالحادي مفکوري، مطلقي روسي
غلامۍ څخه، اودګاونډې ملکونو په دلاسوهنې، په وجه مو
څومره تاوان ليدلې دی، هومره تاوان ځمونږ ځوان نسل ته دعربي
نړۍ څخه دغير اسلامي متطرفه لعنتي افکارو په وجه رسيدلې دی،
چې دښکيلاګرو له ماتيدو
وروسته به هم ځمونږ ټولنه تر ډير وخته ترې ځوريږي.
ددي هر څه سبب دافغانستان دمسلمانانو ديوه مستقل ديني مرجعيت
نه شتون دی، چې
اوسنۍ مرحله کې دداسي مرجعيت منځ ته راوړل، او جوړول
ډیر اړين دي، داسي مستقل
مرجعيت چې په يوه ګوند، او په يوه دولت هم رأيه ونه وهي،
کټ مټ دعراق دهيئة علماء
المسلمين دينې مرجعيت.
که داسي مستقل مرجعيت مونږ لرلاي، نو ولې به مو يوه ډله
ځوانان په فضل الرحمن پسې تلل، بله ډله قاضي حسين احمد
پسي، بله سياف او ربانې پسی، بله اسامة، او ايمن الظواهري
پسې، او بله په نورو ساده لوحو او پيسه خورو تاجرانو پسې.
په درنښت
ډاکتر وطنمل
07.02.2009
حامد صيب د غیرت داليكنه ستاسو د ښي او په زړه پورې ليکنې او تاييدي مثال كيدي شي او ستاسې د کتنې باران ته يې د
پټي په توګه دلته ږدم ٠
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
د اسلام ولسواکۍ اوملي ګټو تړاو په ګروب ډول داسې پرتله کیداي
شي :
په داسې حا ل کې چې دموکراسي اوملي ګټې سره وحدت لري،
اسلام له ملي ګټوسره وحدت او له دموکراسۍ سره اتلاف جوړوي
، ځکه چې :
1 ــ ولسواکي د حکومت جوړولو شکل اوحکومت کولو توګه ده،
رهبري کونکي مقامات به ټول د انتخاباتو له لارې د رایو په اکثریت
ټاکل کیږي دا اصل د بیعت اومشورو له امر سره په اسلام کې ټیک
سمون اومطابقت لري اوتر دې حده پورې اسلام دموکراسي غواړي
اودکوکراسي هم اسلام مني !
۲ــ په فرض واجب او حرامو کې دموکراسي نه چلیږي او د
اسلامي شرعی حکم مقدم دی ،نو که ولسواک قانون هر
څومره پراخه وي له شرعې سره ټکر نشي کولی او په کوم
ځای کې چې ټکر سره کوي د شرعی حکم به نافذیږي ،
نه دموکرا سي!
۳ــ دغه راز که کومه غوښتنه په دموکراتیکه توګه راولاړه
شوي وي خود ملي ګټو سره ټکر کوي، نو بیا هم ملي ګټې
اولویت لري !
خوکه چبرې ملي ګټې د شرعی احکامو سره ټکر ولري
شریعت اولویت لري اوملي ګټه به پاتې وي ، نو نتیجه داچې :
۴ ــ د ژوند رسمي چارې به ټولې په دموکراسۍ تنظیمیږي،
مګر هغه چارې چې د اسلامي فرایضوواجباتو سره تړاو لري
د شرعي مقاماتو او محاکمو له خوا پلي کیږي ، او نوموړي
مقامات هغه ملي اوولسواکه غوښتنې چې د شرعې سره ټکر
نه لري دقیقأ مراعاتوي!
په بله وینا ولسواکي له خپلو ټولوهغه برخو او غوښتنوڅخه
په افغانستان کې لاس وینځي چې د اسلام یا ملي غوښتنو
سره ټکر خوري، خو ټولې هغه غوښتنې پلې کولی شي او
باید پلې یې کړي چې نه د شرعې له پریکنده امر او غوڅې
نهې سره ټکر لري او نه د ملي ګټو سره !
[color=blue:6d1124d034]نودغسې دموکراسۍ ته چې اسلامي شرعه
اوملي ګټې دواړه په پام کې نیسي مونږ ملي او اسلامي
دموکراسي وایو ! [/color:6d1124d034]
په شرعه کې دموکراسی نشته خو په دموکراسۍ کې شرعې ته [color=white:6d1124d034]ځای[/color:6d1124d034] شته ، په دې معنې چې آراد انتهابات، په ټولنیزو چارو مشوره (= ملي شورا) اود هر فرد خپل خپل مسولیت اسلام هم تاییدوي ۰ ولې ملي ګټې د دموکراسۍ شکل جوړوي اودموکراسي د هغې محتوا، ځکه په دموکراسۍ کې ملي ګټې ښې پلې کیږي لکه څنګه چې یواځې په ملي أزادۍ کې دموکراسي رامنځته کیدای شي او بس !
داسې فرض کړئ ، صرف فرض یې کړئ چې بهرني ځواکونه ووتل
او یايي د وتلو نيټّه معلومه کړه ، ملي روغه وشوه او د موجوده
اساسی قانون په جوکاټ کې انتخابات تر سره شول اوملا عمر
وټاکل شو او یا له انتخاباتو پرته د افغانستان شورا د جمهور
ریس په شمول لویې جرګې پریکړه وکړه اوملا عمر یې دیوې
دورې له پاره ولسمشر وټاکه ۰ اوس تاسې راته ووایاست چې
د اساسي قانون د انفاذ سره به په د اوسني عدلیه وزارت کې د ملا
عمر تر قیادت لاندې څه اصولي اواساسي تغیر او تو پیر راسي ؟؟
طبعأ هیڅ اصولي تو پیر منځته نشي راتلای، صرف همدومره چې
د عدلیې د وزارت کارونه به پیګیر، چټک اوګړندي شي او
رشوت به لومړی ورک شي نور ټولې چارې به ملي او ولسواکه چلیږي ،څه چې ملي شورا فیصله کوي ملا عمر به یې دپلې کولوهڅه کوي او بس !
نوکه طالبان د ملي أزادۍ له پاره هم جنګیږي ولې بیا هم له پورتنۍ
ملي او اسلامي دموکراسۍ سره مخالفت کوي نو ددوی جهاد
بیا ملي نه دی اوآن د ملي ګټو پر ضد تمامیږي! بر عکس که
دوی د غه پورتنۍ ملي اسلامي ولسواکه لار غوره کړي نو ډیر
ژر به انشأ لله بري ته ورسیږي !
باتور
08.02.2009
ښاغلي غیرت ليکلي !
په شرعه کې دموکراسی نشته خو [color=brown:c8dcd5f19c]په دموکراسۍ کې شرعه شته[/color:c8dcd5f19c] !
که دا مطلب يو څه واضح کړی، نو موږ به يو څه پرې پوه سو !
په درنښت
pattang
08.02.2009
انډيوالانو نور هرڅه چې ليکۍ زړه مو خپل خو غربي د موکراسي
تر پردې لاندې ديکتاتوري ده يانې دديکتاتوري ښه سنجول شوی شکل دی ٠ ليبراله غربي ديموکراسي د سرمايه دارواو پېسه داروخلکو د عشق نجلۍ ده او بل
شی نه٠ په افغانستان کې ازاد انتخابات هو،خو نور ټول کارونه يې بايد له اسلامي
او افغاني کلتور لاندې او نورمونه يې يو کلک د کنترول مېخانيزم ولري ٠
اوبل ډول غربي ديموکراسي څوک هلته نه غواړي اونه دڅوک وخت پرې ضايع
کوي٠
[quote:484b9d2470="باتور"]ښاغلي وطنمل ليکلي !
په شرعه کې دموکراسی نشته خو [color=brown:484b9d2470]په دموکراسۍ کې شرعه شته[/color:484b9d2470] !
که دا مطلب يو څه واضح کړی، نو موږ به يو څه پرې پوه سو !
په درنښت[/quote:484b9d2470]
ډاکتر وطنمل
08.02.2009
درنوورونو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
ما دلته صرف د غیرت صیب لیکنه رانقل کړې او زه یې مطلب داسې اخلم چې چې ګواکز ملي دموکراسي مجبوره ده په اسلامي هیواد کې د شریعت اولویت ومني، لکه په نوروهیوادونو کې چې دموکراسي د ملي کټو اولویت مني ! نو په اړونده جمله کې به که د غیرت اجازه وي ، د (ځای) ټکې اونور څوټکي ورزیات کړم چې ناوړه پوهاوی لیرې شي!