نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آيا آفغان طالبان به دصومالي طالبانو په څير ملې پخلاينې او دولس اختيار ته غاړه کيږدي؟
و.افغان
31.01.2009
آيا آفغان طالبان به دصومالي طالبانو په څير ملې پخلاينې او دولس اختيار ته غاړه کيږدي؟
http://www.alarabiya.net/articles/2009/01/31/65375.html
دصومالي طالبانو مشر شيخ شریف أحمد نن دخالي په ورځ 31-1-2009 دصوماليا دمنتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړه، نوموړي ژمنه وکړه، چې دختيځي افريقي ګاونډې هيوادونو سره به دسولي فضا رامنځته کړي، دسمندري غلو مخه به ونيسي، او دتندروه ياغيانو واګي به تر ولکې لاندې راولي.
دامريکا متحده ايالاتو دشيخ شریف أحمد ټاکل کيدو ته هرکلې ويلې دی، او ټينګار يي کړې دی چې صومال ته دسولي راوستو لپاره دښاغلې شيخ شریف سره همکارۍ ته ډیره ليواله ده، دامريکا متحده ايالاتو په خپلې هغې خبر پاڼه کې چې په نيروبي کې دامريکايي سفارت له خوا خپره شوی ده، دا هم ويلي دي: چې شيخ شریف دجیبوتي سولييزي پروژې ډیر ملاتړ کاوه، هغه په ډیر هڅاند ډول سره کوښښ کاوه چې صومال ته دسولې راوستو پروژه کاميابه شي.
سياسي څيړونکې وايي چې ښاغلي أحمد کولاي شي، چې دخپلو اسلامي ريښو په رڼا کې، او دصومالي پارلمان په مرستې سره، ټولو صوماليانو ته يووالې او سوله راولي، نوموړي بايد ټولو هغو لويديځوالو دښمنانو ته دا احساس ورکړي ، چې اوسمهال پکار ده، هغه ته فرصت ورکړل شي چې په افريقا کې دسولې راوستلو لپاره خپل کوښښ وکړي.
دشيخ احمد دمنتخب کيدو وروسته دصوماليا په پلازمينه کې داميدونو نښې نښانې ليدل کیږي، ځينو خلکو دډیرې خوشالۍ په وجه هغې سکټې داسمان په لور وتوغولې، کومې چې دالوتکودويشتلو لپاره په کار وړل کیږي، هغوي ټول شپه په ويښه ټلويژنونو او راديو ګانو ته تيره کړي وه، له شپي تيريدو وروسته په شنه سهار کې هغوي دشنو ونو شنې څانګې پورته کړي وي، او دپارلمان له خوا دشيخ شريف دمنتخب کيدو کلک ملاتړ يي کاوه، او په ډلو ډلو کې يي خپلې خوښۍ څرګندولې.
يوه ښځه چې فرحية حسن نوميږي، او ددرې بچو مور ده، په لوړ آواز غږ وکړ: (هرکلې درته وايو اۍ شریفه، نور له جنګونو ستړي شوي يو، پريږده چې صوماليان نور يو بل ته دورورۍ لاسونه وغځوي).
شيخ احمد شريف چې دوه څلويښت کاله عمر لري، په يوې صومالي ليسه کې دجغرافيا دمضمون ښوونکې وو، نوموړې دصومالي طالبانو مشر دی، کومو چې دصوماليا په پايتخت مقديشو کې په کال 2006م زورورو مليشو ته ماتې ورکړې، په پلازمينه مقديشو او دصومال په اکثره سيمو کې يي امن راووست.
سره له دې چې په پیل کې لويديځ دصومالي طالبانو دامن تود هرکلې وکړ، خو بيا يي په هغوي تورونه ولګول چې دترهګرو تندروه ډلو سره اړيکي لري، بیا واشنګتن خپل لوي سيمییز حليف اتوپيا وروليږله، تر څو داسلامي ځواکونو لاسونه له دولت څخه وباسي.
شيخ احمد له هيواد څخه ووت، او بيا يي دصومال دآزادۍ لپاره دنورو اسلامي ډلو سره ګډه ټلواله جوړه کړه، او په ګډه يي داتوپيايي ځواکونو دويستلو لپاره جګړه پيل کړه، خو دغه ځواکونه دډیر پاتې کيدو وړ پاتې نه شو، او په روانه مياشت کې يي له هيواد څخه پښې سپکې کړې،
يو لوديځوال ديپلومات وايي چې: دانتخاب دا مهم ګام یو وار بیا صوماليانو ته اختیار په لاس کې ورکوي، او اسلامي جنګيالو ته پکار ده چې دنورو په څير دوي هم شيخ احمد ته يو فرصت ورکړي، مګر دځوانانو هغه ډلګۍ چې دامريکا په تورلست کې ده، له انتخاباتو څخه مخکې يي په دې ټينګار کاوه چې دوي به ضرور دحکومت پر ضد خپلې نورې نوې حملې پیل کړو، او دوي ته مهمه نه ده چې دولسمشرۍ چوکۍ ته څوک رسيږي.
((دا ډلګۍ دهغو تندروه ځوانانو ده چې دالقاعدي سره اړيکې لري، بلکه دالقاعدي يوه څانګه بلل کیږي، ديوه صومالي ديپلومات له خولې چې مونږ ددغو خلکو (القاعده) سره دوه خياره په لاس کې لرو، چې يا خو خپل ځانونه او دا ټول صومال دهغوي په لاس کې ورکړو، چې هر څه را باندې کوي، نو کوي به يي، ځکه چې هغوي له ځان څخه پرته نه څوک مني، او نه څوک مسلمانان ګڼې، او يا به يي په ګډه له بيخه زيلۍ اوباسو، چې له شر څخه يي په امن شو))). ژباړن.
دصومال پارلمان په دی هيله دی، چې دوي يو داسي سړې منتخب کړ، چې کولاي شي تندروه ياغيان له مينځه يوسي، او يا يي حکومت ته را جلب کړي، مګر هغوي له دې ويره څرګنده کړې کې چيرته ښاغلې أحمد په ريښتينې ډول دملي پخلاينې وطني حکومت رامنځ ته نه کړي، نو دهغه کارونه به هغه ته ډیر سخت شي.
ډاکتر څپاند
01.02.2009
محترم وهاج صيب،
داسي ويل کيږی چه ګواکی شيخ احمد شريف دامريکی يو پخوانی دوست وو
اوپه پټه ئی هميشه د امريکی لپاره کار کړی٠
نو که داخبره سمه وی،موږ بايد انتظار وباسو چه په افغانستان کی هم يوه مورشيخ احمد فريد وزيږوی،او هغه بيا دطالبانو رهبر شي٠
دطالبانو موجوده رهبري ستاسو دليکنی سره سم په لاندي ډول تعريف لري :
[quote:8f441b6a11]((دا ډلګۍ دهغو تندروه ځوانانو ده چې دالقاعدي سره اړيکې لري، بلکه دالقاعدي يوه څانګه بلل کیږي، ديوه صومالي ديپلومات له خولې چې مونږ ددغو خلکو (القاعده) سره دوه خياره په لاس کې لرو، چې يا خو خپل ځانونه او دا ټول صومال دهغوي په لاس کې ورکړو، چې هر څه را باندې کوي، نو کوي به يي، ځکه چې هغوي له ځان څخه پرته نه څوک مني، او نه څوک مسلمانان ګڼې، او يا به يي په ګډه له بيخه زيلۍ اوباسو، چې له شر څخه يي په امن شو))). ژباړن. [/quote:8f441b6a11]
مګر په يوه خبره بيا بيا او په ډير دقت سره غور وکړی،اوهغه دا چه په ننی نړۍ
کی چه دترقۍ او پيشرفت کچۀ ئی تر هرچا تاسو ته بهتره معلومه ده،ولی موږ
بيا هم ځانونه په يوه بل تلک اويا يوه بله لومه کی ګرفتار کړو٠
راځی چه دداسی يوه نظام دطرحی او ايجاد په فکر کی شو چه د ننی عصر
دخواستونو ځواب ورسره وی،او هم په داسی يوی دموکراسی استوار وی،چه
که دعام ولس دخوښی وړ نه وو نو دتبديلولو لپاره ئی ټانک او ټوپک ته
ضرورت پيښ نشي٠
06.02.2009
دروند وهاج صافي صیب او منلي سپاند صافي صاحب او ټولودوستانو ته سلام !
افغانستان سره د سومالیا عجیبه او غریبه پرتله موبحث ته وړاندې کړې ده !
د هغوی د طالبانومشر احمد شریف قدرت ته رسیدلی او ملاعمر په وسلوال مقاومت کې غزوني کوي، احمد شریف سره د انریکا د ملاتړ موجود و خو ملا
د انریکايي بمبایونه تېښته کې دی ، شریف د پارلماني ټاکنو قانوني لار خپله کړې
او ملا عمر دغسې لاره په غوڅه توګه ردوي، نو ددوی تر منځ واټن
[color=white:071a4720fd]«زماهی تا ماهست »[/color:071a4720fd]یا له ځمکې نه تر اسمانه رسي!
خو بیا هم د سولې هیله مونږ اوتاسې اوهر وطندوست په دې اندئنه راولي چې
څنګه کیدای شي چې لږ تر لږه په ورته ډول یوې سولې مونږ هم مونږ هم ملي سولې ته ورنږ دې شو!
په یو حالت کې مونږهم کولی شو چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یوبیطرفه سړب چې
د امریکایانو یره په هېڅډل پپ یا ښکاره تړاوګونان پرې نشي کیدای کاندید او قدرت ته ورسوو اوهغه بیا د طالبانو سره دملي سولې ګام پورته کړي! خو اړونده کاندید باید دومره ښه مسلمان وي چې طالبان پرې باور وکړای شي، لږتر لږه دومره ملتپال هم وي چې عام افغانان پرې د کوم هیوتد د ګوډاګیتوب تور نشي لګولای او دغومره پوه هموي چې ایایپ قانون مني او ددغه قانون په جوکاټ کې اسلام، وطن اوملت ته خدمت کوي اوکولی یې شئ!
خو پوښتنه داده چې دا سې سړی به نو څوک وي ؟ او څوک کولی شي دملي سولې
له پاره په ټولټاکنوکې د اکثریت رایې وګټي ؟؟؟؟؟
[color=yellow:071a4720fd]دکاندید شویوکسانو په لیست کې یوهم دا متره او وتره نه لري چې له ملي دریځ څخه د امریکا په وړاندې ودریږي او د اساسي قانون په چوکاټ کې د یوه آزاد پراخ تلسټه ملي اسلامي حکومت د جوړولو له پاره د افغانانو ملي سوله بري ته ورسوي! [/color:071a4720fd]
[color=blue:071a4720fd]نو راځئ چې د ددغسې یو شخص په لټه کې شو چې له پورتنۍ ژمنې څخه وتلی شي چیرې د اکثریت په خاموش اپوزیسیون کې ولټوو او دملئ شولې د مهدي په توګه یې کاندید کړو![/color:071a4720fd]
06.02.2009
دروند وهاج صافي صیب او منلي سپاند صافي صاحب او ټولودوستانو ته سلام !
افغانستان سره د سومالیا عجیبه او غریبه پرتله موبحث ته وړاندې کړې ده !
د هغوی د طالبانومشر احمد شریف قدرت ته رسیدلی او ملاعمر په وسلوال مقاومت کې غزوني کوي، احمد شریف سره د انریکا د ملاتړ موجود و خو ملا
د انریکايي بمبایونه تېښته کې دی ، شریف د پارلماني ټاکنو قانوني لار خپله کړې
او ملا عمر دغسې لاره په غوڅه توګه ردوي، نو ددوی تر منځ واټن
[color=white:9ec412d4ff]«زماهی تا ماهست »[/color:9ec412d4ff]یا له ځمکې نه تر اسمانه رسي!
خو بیا هم د سولې هیله مونږ اوتاسې اوهر وطندوست په دې اندئنه راولي چې
څنګه کیدای شي چې لږ تر لږه په ورته ډول یوې سولې مونږ هم مونږ هم ملي سولې ته ورنږ دې شو!
په یو حالت کې مونږهم کولی شو چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یوبیطرفه سړی چې
د امریکایانو سره په هېڅډل پټ یا ښکاره تړاوګومان پرې نشي کیدای کاندید او قدرت ته ورسوو اوهغه بیا د طالبانو سره دملي سولې ګام پورته کړي! خو اړونده کاندید باید دومره ښه مسلمان وي چې طالبان پرې باور وکړای شي، لږتر لږه دومره ملتپال هم وي چې عام افغانان پرې د کوم هیوتد د ګوډاګیتوب تور نشي لګولای او دغومره پوه هموي چې ایایپ قانون مني او ددغه قانون په جوکاټ کې اسلام، وطن اوملت ته خدمت کوي اوکولی یې شئ!
خو پوښتنه داده چې دا سې سړی به نو څوک وي ؟ او څوک کولی شي دملي سولې
له پاره په ټولټاکنوکې د اکثریت رایې وګټي ؟؟؟؟؟
[color=yellow:9ec412d4ff]دکاندید شویوکسانو په لیست کې یوهم دا متره او وتره نه لري چې له ملي دریځ څخه د امریکا په وړاندې ودریږي او د اساسي قانون په چوکاټ کې د یوه آزاد پراخ تلسټه ملي اسلامي حکومت د جوړولو له پاره د افغانانو ملي سوله بري ته ورسوي! [/color:9ec412d4ff]
[color=blue:9ec412d4ff]نو راځئ چې د ددغسې یو شخص په لټه کې شو چې له پورتنۍ ژمنې څخه وتلی شي چیرې د اکثریت په خاموش اپوزیسیون کې ولټوو او دملي سولې د مهدي په توګه یې کاندید کړو![/color:9ec412d4ff]
ع کريم حليمي
07.02.2009
ډېر مکرم او محترم پتوال صاحب ، استادوهاج صافي صاحب او منلي سپاند صافي صاحب او درنو دبحث کتوونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
[quote:f0dd206c91]خو پوښتنه داده چې دا سې سړی به نو څوک وي ؟ او څوک کولی شي دملي سولې
له پاره په ټولټاکنوکې د اکثریت رایې وګټي ؟؟؟؟؟
دکاندید شویوکسانو په لیست کې یوهم دا متره او وتره نه لري چې له ملي دریځ څخه د امریکا په وړاندې ودریږي او د اساسي قانون په چوکاټ کې د یوه آزاد پراخ تلسټه ملي اسلامي حکومت د جوړولو له پاره د افغانانو ملي سوله بري ته ورسوي!
نو راځئ چې د ددغسې یو شخص په لټه کې شو چې له پورتنۍ ژمنې څخه وتلی شي چیرې د اکثریت په خاموش اپوزیسیون کې ولټوو او دملي سولې د مهدي په توګه یې کاندید کړو![/quote:f0dd206c91]
دا خو ډېره اسانه خبره ده ، ښدی !کانديد بې کړو !!
مهمه داده چه کاميابه به ئې کړی ، که يا ؟
تاسو لمړی دې ته فکر کړئ چه: د کانديد له پاره اول شئ يو ټيم جوړول دي
چه په دې ټيم کي د محتلفو پوهو خاوندانو ته ضرورت سته ،او دغه ټيم
ته لازمه ده ، چه دا عهد پېمان وکړي چه يوسل لس في صده وخت به د کانديد
د کاميابۍ له پاره ورکوي ٠ که دا ټيم شل نفره وګنو ،دابه فرض کړو چه :
santer command شل نفري
او دغه مرکزي سنټر کماند بيا ضرورت لري ، ويوه ولايتي سنټر کماند ته
او ولايتي سنټرونه بيا ضروت لري ، د هري ولسوالۍ يو سنټر ته
زه فکر کوم چه ،(په خپل فکر باوري هم يم)
تر دې لمخه چه خپل کانديد پېش کړو،يا کړئ ، لمړی بايد دغه ټيم
ددغسې یو شخص په لټه کې سي چه و اسماني اخلاقو ،مدني قانون ته ژمن وي
او سياسي ژمني هم له دې ټيم سره وکړي ، نو بيا به دغه شخص و ملت ته
د دې امانت وظيفې له پاره يو امانتګارشخصيت معرفي کړي ، او دا ټيم
به هم د کانديد په غياب کښي د کانديد په نمايندګي په هر ښار اوکلي کښي
ملت ته وعدې ورکولی شي ، په اساس د هغو ژمنو چه کانديد د
santer command سره کړي وې
زه فکر کوم چه و يو داسي ټيم ته به زړه ښه کړم
په درنښت