اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دخوب تعبیر
خیریوسی
31.01.2009
محترمو وروڼو السلام علیکم
څوک چې بیده یا ویده شي نو څه په خوب ووینی
ولی څوک خوب وینی خوب لیدل څه شئ دی
په درناوی
ع کريم حليمي
02.02.2009
ډېر ګران او مکرم ajaza صاحب ،السلام عليک
ګرانه !
خوب يو خيال دي ، او انسان پر خپل فکراو تفکر هيڅ حاکميت نه لري
که ويښ وي هم فکر کوي او که بيده وي هم فکر کوي ، کله چه په ويښه او ړنو
سترګو ، خاطرې ور ياد سي چورت او فکر ئې ګڼو ،او کله چه په خوب کښي
فکر په ځغاسته شروع وکړي ، نو خوب ليدل ئې ګڼو
انسان پر خپل بعضي داخلي جهازونو هيڅ حاکميت نه لري ، يو له هغو څخه
فکر دی
پر فکر يو تصرف او تسلط لرو چه: مصرفه ئې وساتو
په درنښت
خیریوسی
04.02.2009
محترم حلیمی صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
یو خوب به دفکرو ثمره وی او بل خوب چې رؤیا ده هغه به دفکر ثمره نه وی
ولی چې په ایات شریف کې أَرَيْنَاكَ راغلی دی
وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ }الإسراء60
په درناوی
ع کريم حليمي
04.02.2009
ډېر ګران مکرم ajaza وعليکم السلام و رحمه الله و برکاته
د انسان د علم او احساس چينه روح دی
د خوب په وخت کښي چه د انسان روح د مادياتو له ځنڅير څخه تر يوې
اندازې را خلاص سي ،نو په دغه وخت کښي غيري مادي شيان ويني
او ګوري
څنګه چه انساني علاقې هر څومره د مادي نړۍ يا مادياتو څخه پاکي وي
په هغه اندازه دده دعلم او احساس قوتونه پر مخ تګ کوي ، او دملکوتي
نړۍ سره نژدې والی ئې ډېريږي
په روح کښي پاک رب دومره استعداد او صلاحيت ايښئ چه په ويښه او د
بيدارۍ په حالت کښي هم له دغو مادي علايقو څخه ځان خلاصولی سي
نو په دغه صورت کښي کوم شيان چه عامو روحونو ته په خوب کي ښکاري
له هغوڅخه دوئ ډير زيات په ويښه ليدلای سي ، او دوی غيبي اوازونه اوري
څوک په ويښه د ملکوتي نړۍ ته تللی سي ، او څوک په بيدو
او انبيا بيا هغه خلک دي ، چه په ويښه او بيدارۍ او هم په خوب
کښي د ملکوتي جهان سره خبري کولی سي او هم ئې ليدلی سي
او غيبي اوازونه اورېدلی سي
دغه سببونه دي چه غوثان د تصرف خاوندان دي ، خو د غوث پېژندل
هم د هر چا کار ندی ، مقام وال د مقام خلګ پېژني
پر معرفت او فيض دي برکت سه ، امين
ماته د هدايت دعا وکه ، او مبارک ته ووايه چه بنده درڅخه شرميږي،
لږ مي چار حد ته در پرېږده !!!!
په مينه
ع کريم حليمي
07.02.2009
ډېر ګران مکرم ajaza وعليکم السلام و رحمه الله و برکاته
[quote:9aa7ee01ee]یو خوب به دفکرو ثمره وی او بل خوب چې رؤیا ده هغه به دفکر ثمره نه وی
ولی چې په ایات شریف کې أَرَيْنَاكَ راغلی دی
وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ }الإسراء60 [/quote:9aa7ee01ee]
النَّوْمِ -رُؤْيَا
څوک چه ويده سي ، يو وخت د رُؤْيَا حالت ورپېښ سي
او بعضي وخت د حلم حالت ورپېښ سي ، او بعضي وخت شپه په النوم تېره سي
النوم يعني خوب او رُؤْيَا وهغه نوم ويل کېدای سي چه کشف او الهام پکښې وي ، حلم خو نو هغه دی
چه هلک د بلوغ ادراک وکي
مبارک په اکثره وخت له اصحابو څه پوښتنه کول چه :چا به خوب نه ولي ليدلی ؟
په درنښت
و.افغان
09.02.2009
دبحث ګډونوالو ته سلامونه او نيکې هيلي:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ددروند مکرم حليمي صاحب په اجازه!
اسلام کې دخوب په تړاو ځيني احکامات او حدود شته دی، غواړم چې په لنډه توګه
ورته اشاره وکړم:
خوب څو ډوله دی:
لمړې ډول چې: عربي کې ورته حلم وايي، مونږ ورته په پښتو کې دشيطان غولول وايو،
البته دشيطان غولول ځانته په دې کې نه وي، چې په انسان غسل واړوي، بلکه نور
ډولونه هم لري، لکه مثلا چې خوب کې شيطان د ملايکی يا صالح انسان په شکل کې ووينې، چې په بدکارۍ
يا ناروا څیزونو ته يي هڅوي، کله کله يي په خوب کې وډار کړي، مثلا خوب وويڼې چې سر يي پرې دی، او دۍ خپل سر پسې منډې وهي، او ديته ورته نور، لکه شیطان ورته خوب کې راشي، او دخدايۍ دعوی وکړي، او ورته ووايي، چې هر څه حرام مې درته حلال کړي دي، چې دداسې خوبونو او جهل په وجه ډیر صوفيان ګمراه شوي دي، ځکه علم نه لري، او له دې خبر نه دي، چې دپيغمبر صلی الله علیه وسلم له مرګ څخه وروسته دحرامو تحليل او دحلالو تحريم بند شوی دی.
نبې کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: {الرؤيا من الله، والحُلُم من الشيطان}. او دجابر، رضي الله عنه حدیث دی چې يو بانډچې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته راغۍ، او ويي ويل: اۍ دخداي پیغمبره! خوب کې ما ځان وليدو، چې سر مې پريکړ شوې دی، زما مخې ته په ځمکه ټوپونه وهي، نو نبي کریم صلى الله عليه وسلم ورته وويل: په تا باندې دشیطان کړو لوبو څخه څوک مه خبروه.
دوهم ډول: حديث النفس ، دنفس خبرې، انسان ډیر کله ديوه څیز په اړه سوچ وکړي، اوږد فکر پرې کړي، يا يي ددپيښيدو ارزو وکړي، نو بیا يي په خوب کې ووينې، دا يو عادي کار دی، هر انسان څخه پيښيږي.
دريم ډول: چې دانسان دبدني طبيعت سره تړاو لري، مثلا کله چې دانسان مزاج خراب شي،
نو هغه څه په خوب وينې، چې دده دمزاج سره اړخ لګوي، مثلا کله يي چې بلغم خوله کې زیات شي، نو خوب وينې چې په سيند کې لامبو و هي، يا چې کله ډیر تږي وي، نو خوب وينې چې اوبه څښم، يا مثلا بې ادبې دی معاف چې حاجت نيولې وي، نو په خوب کې يو ځاي ته او بل ځاي ته منډې وهي، چې حاجت رفعه کړي، نو حاجت يي نه رفعه کیږي.
دا هم يو عادي ډول دی، چې بدني مادي حالت پورې اړه لري.
څلورم ډول : هغه خوب دی چې دالله جل جلاله له اړخه وي، دا ډول تر ټولو ډولونو بهتر دی،
نبي کریم صلی الله علیه وسلم دانس بن مالک رضي الله عنه په حديث کې فرمايي: {الرؤيا الحسنة من الرجل الصالح جزء من ستة وأربعين جزءاً من النبوة}
ژباړه: دصالح سړي خوب دپيغمبرۍ له شپږ څلويښت برخو څخه يوه برخه ده. (بخاري)
همدارنګه له ابوقتادة رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلى الله عليه وسلم فرمايلي:: {الرؤيا الصادقة من الله والحُلُم من الشيطان}
ژباړه: رښتينې خوب دالله جل جلاله له اړخه وي، او دروغژن خوب دشیطان له اړخه وي.
همدارنګه نبي کريم صلی الله علیه وسلم دابو سعيد رضي الله عنه په حديث کې فرمايي: {إذا رأى أحدكم رؤيا يحبها فإنما هي من الله، وإذا رأى رؤيا يكرهها فإنما هي من الشيطان}
ژباړه: که ستاسو څخه يو څوک داسې خوب ووينې چې خوښ يي شي، نو هغه دالله جل جلاله له اړخه دی، او که داسې خوب ووينې چې بدي راشي، نو هغه دشيطان له اړخه دی.
همدارنګه نور حدیثونه هم شته دي:
حديث أبي هريرة{ لم يبقَ من النبوة إلا المبشرات }
صحيح مسلم { الرؤيا الصالحة يراها الرجل أو تُرَى له }.
حديث ابن عباس أن النبي صلى الله عليه وسلم في مرضه الذي مات فيه، كشف الستر ثم نظر إلى الناس ورأسه معصوب، ثم قال: {لم يبقَ من النبوة إلا المبشرات، الرؤيا الصالحة يراها الرجل أو تُرَى لـه} رواه البخاري.
نو دا هغه خوبونه دي، چې انسان په کې خير وينې، يو ښه زيري په کې ګوري، يا ديو
څه دپيښيدو په اړه څه وينې، کله کله تحذيري هم وي، خو مسلمان لپاره له خير څخه ډک وي، مثلا مسلمان کله نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خوب کې ووينې چې ترې خوشاله وي، نو دا دهغه لپاره يو اطمئنان دی،
کله يي مثلا په خوب کې ووينې چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ترې خفه دی، مخ يي ترې اړولی دی، نو دا دهغه لپاره يو تحذیر دی، چې خپل ځان کې هغه کمي وپلټې، او له منځه يي يوسي.
په خوب کې دآينده پيښو دليدلو په اړه ديوسف علیه السلام ددوه بندي ملګرو، او دپاچا
دخوب ليدلو قيصه هم لوي دلیل دی، چې دقرآن کريم دپاڼو څخه په دوه پاڼو کې بيان شوې ده، او کټ مټ هاغسې پيښ شو، څرنګه چې يوسف علیه السلام تعبير کړې وو.
په درنښت.
عبدالله صابر
10.02.2009
محترم وهاج صاحب معلوماتوڅخه دمننه ، تاسوخوب ډيرښه تشريح کړئ خوزه هم
دمحترم عاجزصاحب لپاره يوڅه معلومات په اضافه کوم ٠
محترم عاجزصاحب خوب داسي شئ نه دی چي په قطعي ډول ديوچا ښه سړيتوب
لپاره دليل ونيول شي ،لکه څنګه چي محترم وهاج صاحب ورته اشاره کړي ،ځيني
ناپوهه خلک دخوب په واسطه شيطان ډيرزر دوکه کوي ، داډول خلک په ځای ددي
چي ظاهري يقيني شريعت ته پام کړي دخوب په واسطه ديوچاڅخه لوی ولي اوښه
سړئ جوړه وي ،که څه هم دهغه چابه ظاهري اعمال دشريعت خلاف وي ٠
بل داچي خوب ليدل دخلکوپه حالاتواووختونوپوري اړه لري ،ښايی دوه کسان کټ
مټ يوډول خوب وګوري خوتعبيريی کله کله دواړو لپاره يوشان نه وي ممکن يولپار
ه به يوتعبيروخيژي اوبل لپاره بل ډول اوهمدا ډول خوب لپاره وختونه هم مهم دي
لکه دغرمي خوب دشپې اخري حصې خوب چي ښايی په دوختونوپه توپيرهم بيل
تعبير ولري ، دمثال په ډول دخوبونولوی مفسرابن سيرين ته يوورځ يوچاوويل چي
ماخوب ليدو اوپه خوب کښي اذان کوم ،نوابن سيرين رحمته الله عليه ورته وويل
چي ته به حج ته ځي ، بل سړئ ورته رغلوچي ما په خوب کښ اذان کوونوده ورته وو
يل چي ته به غله کوي اولاسونه به دقطع کيږي اودخوبونوتعبيريی دقران شريف په
ايتونو ورکړچي بياهم داسي وشول ،پوښتنه ورڅخه وشوه چي څنګه يورنګ خوب
اوتعبيريی مختلف ؟ ده ورته وويل لومړنئ ښه سړئ دفلاني ايت شريف څخه يی
معنی حج وه اودبل بد سړئ وودفلاني ايت شريف څخه يی تعبيرکيدو٠
نوله همدي امله خوبونه په اشخاصواوحالاتوپوري فرق پيداکوي اودخواب نامو
نوم کتابونه بي فايدې دي يواځي دپيسولاسته راوړلولپاره جوړشوي خوپه
استثنايی ډول ځينې خوبونه عام وي اوکله کله دهرچالپاره يوه معنی لري ،
د مثال په ډول په خوب کښ دغاښ لويدل چي ځمکې ته وغورځي دکورنئ کوم غړي
دمرګ تعبير ورکوي خوکه غاښ په لاس کښ وغورځي نوبيادځوی پيدا کيدو معنی
ورکوي چي داډول خوب زياتره عمومي وي ، زه په خپله دد واړو ډولوخوبونوليدو
ليدونکئ يم ، يوځل مي خوب وليد چي غاښ مي ځمکې ته وغورځي زه فکرکوم چي
غاښ به راواخلم اوډاکټرته به يی وروړم چي بيرته يی په ژامه کښ راته ولګوي خو
بيامي فکروکړچي تراوسه خوچاهم داسي نه دي کړي چي لويدلئ غاښ يی بيرته په
ژمه کښ پيوند کړئ وي ، تعبيرډيرژر زما دګرانې مورپه وفات څرګند شو ،بل خوب
مي په ارادي ډول غاښ په لاس راويست چي څوورځې وروسته مي ځوی پيداشو
دکمونستانودورې وروستئ رئيس ډاکټرنجيب له وژل کيدو وروسته مرګ په خوب
کښ ګورم چي مرم اوکليمه مبارکه وايم خوکله چي بلې دونياته ولاړم نوهلته له مي
خلکوداخبرې اوريدې چي ويل يی نجيب له دونيا نه بي ايمانه راغلئ ٠
نو محترم عاجز صاحب په خوب کښ حج اوعمره کول دحج اوعمرې قبليدو علامه
ګڼل کيږي نوظاهرشاه خوحج اوعمرې ته نه لا ړئ بلکه افغانستان ورغئ اوهغه هم د
دګوانتنامو، ابوغريب زندانوخاوندانواودداسي چاپه زورچي قران کريم بيت الخلا
ته اچولوڅخه يی خوند اخيست نوزه نه پوهيږم چي ستادخوب تعبيربه څه وي ؟
محترم لوستونکوددي لپاره چي خوب ليدل په عملي ډول هم وپيژنونوکه تاسوکوم
خوب ليدلئ وي اوبيامودهغه خوب نتيجه هم ليدلي وي نوهيله ده چي دلته يی راسر
ه شريک کړئ
والسلام
خیریوسی
11.02.2009
محترم وهاج ساپی صاحب او محترم عبدالله صابر صاحب السلام علیکم ورحمة الله
کور مو ودان ډیر ښه او په زړه پوری بحث مو کړی بیا مو هم کور ودان
خوبونه خو ډیر داسی وی چې دهغه تعبیر په کتاب کې نه موندل کیږی یا یې دانسان نفس نه خوښوی
یو ملګری مې په عربستان کې مزدوری کوی هغه یوه کیسه راته وکړه چې یوه سودانی ( احمد) خوب لیدلی ؤ چې احرام یې اغوستی وی او سره خولۍ یې پر سر وی
احمد خپل خوب و ملګری ( محمود )ته ویلی ؤ
محمود یې دخوب تعبیر داسی ورکړی ؤ چې ته به عمره وکړی
احمد هم سم دستی دعمری په نیت روان سو
یو ساعت وروسته یې بل ملګری ( خیر محمد ) په خبر سو چې احمد داسی خوب لیدلی او وعمری ته روان سو
خیر محمد ملګری یې دخوب په تعبیر لږ پوهیدي په احمد پسی شاته روان سو احمد مخکې او خیر محمد وروسته ددوی په منځ کې یو ساعت لیری والی دی پسله اته ساعته مزل وروسته خیر محمد پر سړک ولیدل چې داحمد موټر په بل غټ موټر کې دشا دخواڅخه موښتی دی احمد په حق رسیدلی او سر یې په سرو وینو رنګ دی