د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

راځی چې د مسلمانانو او شیعه روافضو تر منځ شوې مناظرې راټولې، ترجمه او پر لیکه کړو

عادل عادل
31.01.2009

درنو خویندو او وروڼو

السلام علیکم و رحمة الله و بركاته

وړاندیز کوم چې د خپلو مالوماتو د لازیاتوالي په خاطر د مسلمان او شیعه په منځ کې شوې مناظرې راټولې، ترجمه او پرلیکه کړو تر څو وتوانیژو حقیقت ته نژدې شو او د بلې خوا به د باطلو عقایدو په وړاندې د قوي منطق، استدلال او عقیدې خاوندان شو په تیره بیا نن سبا چې وطن مو د ایران د مذهبي او فرهنګي یرغل تر اغیز لاندې سا باسي.

دادی پیل یې زه په یوې لنډې مناظرې سره پیلوم هیله ده چې د پام وړ مو وګرزي:

په متحده ایالاتو کې د بحرین د شیعه روافضو سره د یوه سلفي عالم شیخ سلمان عوده مناظره

شیخ عوده: ستاسو نظر د امام خمیني په باره کې څه دی؟

شیعه: باور لرم چې هغه یو امام، فقي او د شیعه ګانو وتلی عالم دی په چا چې مونږ فخر کوو.

شیخ عوده: ستاسو نظر د امام خمیني د اصلاحي حرکت په اړه څه دی؟

شیعه: دا یو داسې حرکت و چې تاریخ به یې حتمي ثبت کړي.

شیخ عوده: د امام خمیني سره دده په اصلاحي حرکت کې څوک مرستندویان درلودل؟ که وو نو د هغوی صفات څه وو؟؟

شیعه: امام خمیني د خپلې مرستې لپاره متقي او معتمد خلک ټاکلي وو.

شیخ عوده: ایا دده په مرستندویانو (معاونینو) کې څوک هم د اهل سنت او یا نورو طایفو څخه وو کنه؟؟

شیعه: نه هیڅکله نه !!، بلکه ټول د مطهرو (پاکو) شیعه علماوو څخه وو !!!.

شیخ عوده: ایا ددوی په منځ کې داسې څوک وو چې د پوهې او اخلاقو په لحاظ دې اهل نه وي؟ او ایا په دوی کې داسې کسان وو چې خپل رسالت او دین ته پابند نه وو؟؟

شیعه: ابدا داسې نه وو !! ټول یې د لویو صفاتو خلک ټاکلي وو چې همدا سبب شو چې په خپل اصلاحي حرکت کې بریالی شو.

شیخ عوده: شک نشته چې امام خمیني خپل معاونین بهترین د شیعه عالمانو نه انتخاب کړي وو او په هر لحاظ ده ته د باور او منلو وړ وو؟؟

شیعه: پدې کې د شک ځای نشته، او د امام د بریالیتوب سبب همدا نخبه معاونین وو.

شیخ عوده: اجازه راکړی چې اصلي پوښتنې ته راشم، ایا ستاسو په اند امام خمیني غوره شخصیت دی که حضرت محمد صلی الله علیه و اله و صحبه و سلم؟؟

شیعه: بیشکه چې رسول الله علیه السلام د غوره او عالي شخصیت خاوند دی.

شیخ عوده: نو څنګه کیدای شي چې امام خمیني دې د خپلو معاونینو او یارانو په انتخاب کې موفق شي خو ستاسو په عقیده رسول صلی الله علیه و سلم دې د خپلو یارانو او معاونینو (حضرت ابوبکر صدیق او عمر رضی الله تعالی عنهم) په انتخاب کې اشتباه شي، په داسې حال کې چې دی (ص) صاحب د وحی او پیغمبر وو؟؟؟

شیعه: هغوی خو د رسول الله صلی الله علیه و سلم د وفات نه وروسته خپل عهدونه مات کړل.

شیخ عوده: چې داسې وه نو پیغمبر خو صاحب د وحی وو، نو څنګه الله پاک پدې اړه رسول صلی الله علیه و سلم ته خبرداری نه و ورکړی؟؟

شیعه: ناځوابه شو

شیخ عوده: د رسول صلی الله علیه و سلم د وفات نه وروسته ډیر داسې مسایل وو چې د اهمیت د لحاظه ډیر ناچیزه وو خو رسول صلی الله علیه و سلم یې د پیښیدو ذکر په خپل ژوند کړی و او شیعه ته یې د څو بیلابیلو څیزونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې :

ای سړیه د الله نه وویریژه او پوه شه چې تاسو په غټه ګمراهی کې راګیر یئ تاسو نپوهیژی چې د ابوبکر صدیق او عمر فاروق رضی الله تعالی عنهم انتخاب د دین د مصالحو او ساتنې لپاره و.

شیعه د مناظرې د ادامې نه تیښته وکړه ځکه دا دوی زوړ دستور دی چې کله تیږه پر سر وخوري نو بیا د استدلال په ځای تیښته کوي.

بله مناظره بیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more