د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نقاد
17.01.2004

[quote:2dd6d8290a="abdul karim"]سلام
خدای هر شی دوه پيدا کړی دی ٠ خو الله واحد احد دی ٠ پخپله الله نه ماده اونه معنی موږ تر معنی او تر مادی لوړ دی وها خواته شی نه پيژنو ٠ انسان مغز تر ننه ندی قادير سوي ٠ په دوهم ژوند قادير کيږی ٠ انشاالله
شيطان د انسان دپاره پيداسوی دی ٠ الله فرمايی چه شيطان می د اوره پيدا کی ٠ لکه انسان د طين څخه ٠
[/quote:2dd6d8290a]
محترم حليمي صاحب اسلام عليکم و رحمت الله !

په پورتني مطلب سم پو هيدل پوښتنې او ﻻ روښانتيا غواړي ، ستاسو زحمت بې اجره نه دی انشاأالله !
١ ــ الله تعالی له معنی او مادې څخه ډير لوړ دی ، مونږ ماده ((پيژنو)) ، ولی معنی دلته په کوم مفهوم ځای نيولی دی ، او معنی يعنې څه او دڅه له پاره خلق شوې ده ؟ ايا معنی عيني ( اوبجېکتيف) وجود لري که څنګه؟

٢ــ شيطان خو له ادم څخه د مخه د عزازيل په نامه پيدا شوی ؤ، سره ددې هم په د الهي پلان او مهال ويش کې صرف د انسان له پاره پيدا شوی ؤ؟ که شيطان د انسان سره غاړه شوی نه وای د ددنيا ژوند به د انسان له پاره
نه ه ؤ؟. ايا حيوانات شيطان يا شيطاي قوه نه لري؟ که د حيوان شيطاني اور او انرژي ﻻ ډيره وي، نو ايا حيوانات تر انسان د مخه نه وو پيدا ؟ که دمخه پيدا شوي وو ، نو شيطان تر ادم (ع) د مخه يواځې په حيواناتو کې اوسيده او وروسته بيا ادم او ادمزاد ټولو ته يې پښه راوغځوله، کله چې با با ادم او حوا انا ځمکې ته راښکته شول ؟ دلته يوه بله پوښتنه هم پيدا کيږي چې دنيوي اړتياوې او د هغې رفع کول د نيوي خوندونه او چړچې منځته راوړي، چيرې چې شيطان نه وي ايا مادي نعمتونه لکه خوراک چښاک ، مينه ، لکسيت او نوربه په جنت کې خوند ولرلی شي ؟ .

[quote:2dd6d8290a]بدع دخدای کمال دی٠ انسان داکمال نلری٠ [/quote:2dd6d8290a]
بدع څشی دی؟ مونږ اورېدلي چې بدعت په دين کې عذاب لري ، که انسان بدع نشوه کوﻻی، نو تحريم او عذاب بيا د څه له پاره ټاکل شوي دي ؟ او که بدع د بدعت سره توپير لري؟

[quote:2dd6d8290a]ددی ونيا فزيکی نظام پر + - وﻻړ دی . نوچې داوره پيدادی Energy (قال اناخيرمنه خلقتنی من نار و خلقته من طين) شيطان وای زه ښه يم تر خټو هو ٠ اينر جی دفزيک په سترګو ترخټو ښه ده ولی چې په خټه ننوزی ٠ [/quote:2dd6d8290a]
هو! همداسې بريښي چې شيطان د بدن او ژوندانه انرژۍ ته وايي، او د هرې انژي مصرف بايد د کنترول ﻻندې او په خپل ټاکلي شکل او حدودو کې تر سره شي !په ټولنيز ژوند کې يې داکنترول او حدود هم ضرور ټولنيز او اجتماعي دي . نو ايا له دې کبله انساني ټولنو ته چې ﻻ هم د تکامل په ټيټو پړاوونو کې خوځيږي، دغه دکنترول اجتماعي ميکايزم او حدود د اسماني دين پوسيله وضع شوي دي او د تفکر پر ځای د عقيدې په رسۍ تړل شوي دي؟

[quote:2dd6d8290a]مبارک وايی چه شيطان دانسان په وينو کی جريان لری (ګرځی نه لکه جسم )
نو بيا تاسو ته معلومه ده چه (فان لم تفعلو ا ولن تفعلوافاتقوا النارالتی وقودهاالناس والحجره اعدت للکفرين٠
نو په دوهم ژوند کی بيا انسان هغه (لعين) او شيطان سره يوځای يو په بل به سره سوځی٠ [/quote:2dd6d8290a]

لطفأ د پورتني ايت کريمه له راوړلو څخه مو دلته مطلب څشی دی ، ايا د انرژي په څېر په وجود کې د شيطان نه ګرځيدل (؟) پرې مستدلل کول هدف ؤ، که نور څه هم ؟

ومااتکم الرسول فخذوه وما نهکم عنه فانتهو ٠ چې د رسول ص وپه خبرو عمل وکی ٠ نو به دخپل شيطان څخه خلاص سی ٠ نوبه د حق سره يوځای سی دغه رشتيا دجنت حالت دی ٠
نوټ٠ پياد ولری چه د خپلی بېعقلی چه څه دکور په رانيول ياخرڅيدو کی تاوان وکړو ٠٠٠٠٠غيره
دابه نو دشيتان کار نه بولو٠ اصلأ الله ښه خبر دی
که دقرأن 90 ايته دشيطان په باره 100 حديثی نبوی دلعين شيطان په باب ولوستل سی انشأالله نورښتره بئ وپيژنۍ حليمي[/quote]

داسې بريښي ، څنګه چې د انسان روح مادی نه دی، او په جنت کې هم په غير مادي شکل ژوند کړی او وروسته بيا هم له بدنپرته جنت ته ستنيږي، ځکه ماده او مادي بدن له انرژي او ځرارت څخه ډکه ده چې کارنتيا يې په دين کې شيطاني قوه بلل شوې ده . روح سره که بدن تړلی جنت ته ﻻړ شي نو شيطان او د ژوند شيطاني اړتياوې او د مادي محيط سره يې د مادي تبادلې بهير (خوراک ،څښاک ، او مينه کول ) په جنت کې مادي خوندونه منځته راوړي چې د دنيايي ژوندد اوسني او تيرو پړاوونو سره يې صرف په لوړه درجه کې درجوي فرق شته ، نه کيفي . يو کيفي فرق به هله ي چې روح له بدن له دغې مادي او شيطاني پوښ او قالب څخه وتلی او نجات موندلی وي . او که څنګه ؟؟؟ والسلام .



ع کريم حليمي
08.02.2004

ګران پاڅونوال صاحب سلام و رحمت الله!
ډيره بخښه غواړم چه جواب پسله ډيره وخته درته ليکم ٠ ولی چه د بيکاری د سر وګرولو ته خلاص نيم ٠ او دغه پڼی ته می کتلی هم نوه ٠ نه پو هيږم چه ولي ٠ په هر سورت ٠ اوس به اصلی خبری ته راسم
1 تاسوپښتنه کړی چه (الله تعالی له معنی او مادې څخه ډير لوړ دی ، مونږ ماده ((پيژنو)) ، ولی معنی دلته په کوم مفهوم ځای نيولی دی )
د (مادې،معنی) تعريف ټولوته معلوم دی ٠ ما له دې سببه ماده اومعنی و ليکل ولی چی الله فرمايی چه زه مځکی اسمانو نور يم ٠ او الله چه فرمايی (هغه اسماکاره وی چه موږ ئی پيژنو ) که موږته ځان په شيانو راوښوی چه موږ علم پر وه نلرو٠ نوبيا د قرأن ايات ځه مانا نسو اخستلای٠ نو دغه سبب دی الله تر دغو دواړو لوړ دی ٠
پناغواړم په الله ٠ که الله معنی ، ماده وي نو بيا (واحد او احد ) نه سو ٠ دغه سبب دی چه وايم تر دواړو لوړ دی
2 خدای دی عفوه راته وکړی که خطايم ٠ هو شيطان د انسان د پاره پيدا کړه سوی دی ٠ شيطان دحيوان سره کوم خاص کار نه لری داهيڅ مانا نه لری چه حيوان شهوت لری داکار او شيطان لار نه سره لری ٠
چړچې منځته راوړل دشيطان کار ندی ٠ د شيطان کار دادی چه په انسان قانون مات کړی ٠
پاته سوه د جنت موضع ٠ هغه ما د جنت په بحث کی ما ليکلی دی وئی ګوری٠
پوره ګومان کوم چه په ها بله پاڼه کی جوابونه پيداکړی
که سوالونه نوی حل کړه سوی ٠ تپوس راڅه وکړی مننه
حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more